اقتصاد

ازبکستان چې د روسیې بدیله لاره لټوي، غواړي چې د رېللارې په وسیله سمندري بندرونو ته ځان ورسوي

د رستم تیمیروف راپور

د افغانستان د رېللارې یو کارمند د ۱۳۹۷ د سلواغې په ۲۰مه د افغانستان د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې د افغانستان - ازبکستان د دوستۍ د پله په منځ کې د اورګاډي د یوې لارې په اوږدو کې روان دی. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

د افغانستان د رېللارې یو کارمند د ۱۳۹۷ د سلواغې په ۲۰مه د افغانستان د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې د افغانستان - ازبکستان د دوستۍ د پله په منځ کې د اورګاډي د یوې لارې په اوږدو کې روان دی. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

تاشکند -- له ازبکستان څخه پاکستان ته په تلونکې یوه رېللاره باندې ابتدایي کار پیل شوی دی چې کېدی شي تاشکند ته اجازه ورکړي څو د روسیې د ټرانسپورټي لارو بدیل ومومي، ځکه روسیه په اوکراین باندې د یرغل له امله لا هم د لوېدیځ له بندیزونو سره مخامخ ده.

د ازبکستان دونیو خبري اژانس د افغانستان لپاره د پاکستنا د ځانګړي استازي محمد صادق له قوله راپور ورکړ چې، د ازبکستان، افغانستان او پاکستان کارکوونکيو د چنګاښ په ۲۷مه د افغانستان له لارې د رېل پټلۍ د لارې په معلومولو باندې کار پيل کړ.‌

په تاشکند کې مقاماتو د ۱۳۹۹ د سلواغې په میاشت کې د رېللارې د جوړونې لپاره یوه لارنقشه تایید کړه چې د افغانستان د مزارشریف او د پاکستان د پېښور ښار تر منځ به جوړه کړای شي.

ازبکستان وار له مخه د ازبکستان له ترمذ څخه مزارشریف ته یوه لاره جوړه کړې ده.

یوه نقشه د افغانستان له مزارشریف او کابل څخه د پاکستان پېښور ښار ته تېرېدونکې وړاندیز شوې لاره ښیي چې په افغانستان تېرېږي. ټکي ټکي په نښه شوې توره کرښه وړاندیز شوې برخه په ګوته کوي. [رستم تیمیروف/کاروانسرای]

یوه نقشه د افغانستان له مزارشریف او کابل څخه د پاکستان پېښور ښار ته تېرېدونکې وړاندیز شوې لاره ښیي چې په افغانستان تېرېږي. ټکي ټکي په نښه شوې توره کرښه وړاندیز شوې برخه په ګوته کوي. [رستم تیمیروف/کاروانسرای]

په عکس کې چې د تلې په ۲۹مه اخیستل شوی، د ازبکستان په ترمذ کې د ترمذ کارګو مرکز لیدل کیږي. له افغانستان او پاکستان څخه راتلونکې لارۍ همدغه ځای ته رارسیږي. [رستم تیمیروف/کارونسرای]

په عکس کې چې د تلې په ۲۹مه اخیستل شوی، د ازبکستان په ترمذ کې د ترمذ کارګو مرکز لیدل کیږي. له افغانستان او پاکستان څخه راتلونکې لارۍ همدغه ځای ته رارسیږي. [رستم تیمیروف/کارونسرای]

د رېللارې له بشپړېدلو څخه وروسته به کارکوونکي په پېښور کې مالونه ښکته کوي او بیا به یې د پاکستان کراچۍ، ګوادر او قاسم سمندري بندرونو ته لېږدوي.

د دي دیپلومات مجلې د زمري د ۴مې د راپور په اساس، تمه ده چې د دغې رېللارې جوړول چې لومړی ځل یې په ۲۰۱۸ کې ازبکستان وړاندیز وکړ، پنځه کاله وخت ونیسي او اټکل ۴.۸ میلیارده ډالر لګښت به پرې راشي.

د پلان په اساس، یو ځل چې دغه نږدې ۶۰۰ کیلومتره اوږده رېللاره بشپړه شي، دا به ازبکستان او د منځنۍ اسیا نور هېوادونه د هندوستان سمندر ته نږدې کړي او هغه وخت به چې له ازبکستان څخه د پاکستان سمندري بندرونو پورې د توکو د رسېدلو لپاره ورته اړتیا ده له ۳۰ - ۳۵ ورځو څخه ۱۰ - ۱۵ ورځو ته را لنډ کړي.‌

د ازبکستان Gazeta.uz خبري وېب سایټ د ۱۳۹۹ د سلواغې په میاشت کې راپور ورکړ چې تمه شته چې د ټرانسپورټ لګښتونه هم ۳۰ - ۳۵٪ راکم شي. دغه سایټ زیاته کړې چې، ټرانز - افغان دهلېز کولی شي چې د لومړیو څو کالونو په موده کې په کال کې تر ۱۰ میلیونو ټنو پورې کارګو انتقال کړي.‌

په روسیه باندې اتکا کمول

د تاشکند ټایمز د راپور له مخې، ازبک ولسمشر شوکت میرزي یویېف د ۱۴۰۰ د مرغومي په میاشت کې پارلمان ته وویل، ازبکستان د خپلې نږدې ۸۰٪ بهرنۍ سوداګرۍ لپاره په ایرو ایشین ټرانسپورټي بېخبنا باندې چې له شمال څخه د قزاقستان، قرغزستان، روسیې او بیلاروس له لارې تېرېږي متکي دی.

د هغو اتو ټرانسپورټي دهلېزونو له جملې څخه چې ازبکستان له نړۍ والو مارکېټونو سره نښلوي درې یې د روسیې له لارې تېرېږي.‌

خو اوس د سلواغې په میاشت کې په اوکراین باندې د روسیې له یرغل څخه وروسته، یادې لارې د لوېدیځ د بندیزونو له امله بندې شوي دي.

د کب په میاشت کې له اسلام اباد څخه د لیدنې په ترڅ کې، میرزي یویېف د دې پروژې د ځانګري اهمیت یادونه وکړه.‌

هغه وویل، «دا رېللاره [ترمذ - مزارشریف - کابل - پېښور لاره] زموږ شریک راتلونکی دی. کله چې د دې لارې جوړول بشپړ شي، موږ به تر ټولو لنډه، تر ټولو ارزانه او تر ټولو خوندي دهلېز چې پاکستان به له منځنۍ اسیا سره نښلوي،‌ رامنځته کړو.»

د Podrobno.uz وېب سایټ د معلوماتو له مخې، میرزي یویېف وویل، «دا رېللاره به زمونږ د سیمو مخ په بشپړ ډول بدل کړي.»

د خپلواکۍ پیاوړي کول

تاشکند د سلواغې په میاشت کې د جنګ له پیلېدلو راهیسې له روسیې سره د اقتصادي اړیکو یو نازک توازن ساتلی دی، لاکن د نورو بندیزونو ګواښ لا هم شته.

په تاشکند کې د سیاسي چارو یوه پوه فرخود میرزابایف وویل، اوس له بل هر وخت څخه ډېر ازبکستان دې ته اړتیا لري چې نوې ټرانسپورټي لارې ولټوي.‌

هغه وویل،‌ په سیمه او نړۍ کې جیوپولیټیکي وضعیت تر پلان لاندې ټرانز - افغان رېللاره مهمه ګرځوي.‌

هغه وویل، «له ټولو شتو سختیو او خنډونو سره سره، په کار دی چې ازبکستان له افغانستان او پاکستان سره همکاري وکړي چې دا پروژه پلې کړي.»

میرزابایف وویل، «موږ باید د کارپوهانو او سیاستوالو د منفي نظریو او استدلالونو په هکله وارخطا نشو، ځکه چې دا رېللاره به زموږ خپلواکي پیاوړې کړي.»

ځینې کتونکي وایي چې ننګونې لا هم پر ځای پاتې دي.

یوه ازبک تاریخپوه روشن نظروف وویل، هېوادونه بېلابېلو ټرانسپورټي لارو ته اړتیا لري څو ثابت ټولنیز - اقتصادي پرمختګ یقیني کړي.‌

هغه وویل، دا وخت ازبکستان یواځې زاړه او ثابت شمالي دهلېزونه چې د قزاقستان او روسیې له لارې تېرېږي، استعمالوي.

د افغانستان له لارې جنوب، د قرغزستان او چین له لارې ختیځ او د کسپین سمندرګي او قفقاز له لارې لوېدیځ ته تللې لارې لا هم تر پلان لاندې دي.

نظروف وویل، د بدیلونو له جملې څخه، «تر اوسه پورې، تر ټولو ډېره حقیقي لاره ختیځه لاره ده چې د قرغزستان او چین له لارې تېرېږي،» او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې موجوده بې ثباتي لا هم د جنوبي لارې لپاره یوه ننګونه ده.‌

په تاشکند کې استوګن تاریخ پوه او د شوروي - افغان جګړې پخواني برخه وال ماکسیم مات نظروف هم دا خبره تایید کړله.

هغه وویل، د افغانستان بې ثباتي دغې رېللارې ته «د نړۍ والو مالي موسساتو او مخکښو نړۍ والو ځواکونو د راجلبولو مسئله پېچلې کوي.»

هغه زیاته کړه چې، د افغانستان اراضي غرنۍ هم ده، نو له هغې څخه تېرېدل به د ډېرو پلونو، تونلونو او نورو بدیلو لارو جوړولو ته اړتیا ولري چې د رغونې لګښتونه به زیات کړي.‌

سیمه ییز ارتباطات او انتخابونه

دا پروژه لا هم د سیمه ییزو مشرانو ملاتړ ته اړتیا لري.‌

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومرات د چنګاښ په ۳۰مه د منځنۍ اسیا د مشرانو د یوې کتنې په ترڅ کې وویل،‌ قزاقستان چمتو دی چې د ټرانز - افغان رېللارې په جوړولو کې مرسته وکړي.

د Kapital.kz د راپور په اساس، هغه د قرغزستان په چولپون اتا کې د خبرو پر وخت وویل، «موږ کولی شو چې د رېللارې جوړولو لپاره د موادو دوامدار تأمینات یقیني کړو او کولی شو چې اورګاډي ورته چمتو کړو.»

د ازبکستان د ټرانسپورټ‌ وزارت وایي،‌ په ورته وخت کې پاکستان او ازبکستان وار له مخه د افغانستان له لارې د یوه سرک په وسیله سره نښتي دي. د غبرګولي په میاشت کې، ازبک لارۍ چلوونکیو په لومړي ځل پاکستان ته د کارګو رسولو لپاره ترې کار واخیست.

تر کراچۍ پورې د دغې ۲۷۶۰ کیلومتره اوږدې لارې سفر یوه اونۍ وخت ونیو. لارۍ موټرو کنګل شوې غوښه انتقال کړله.‌

په ورته وخت کې، د میرزایویېف د رسنیو دفتر وایي چې، د ګرجستان لومړي وزیر ایراکیل ګاریباشویلي د چنګاښ په ۲۸مه له ازبکستان څخه د لیدنې پر وخت د ګرجستان د تور سمندرګي د پوتي او باتومي بندرونو له لارې اروپا ته د ازبکستاني مالونو د صادراتو د امکان وړاندیز وکړ.‌

په تاشکند کې د سیاسي علومو پوه میرزابایېف وویل، که څه هم چې د روسیې د سمندري ځواکونو له خوا د اوکراین د تور سمندرګي د بندرونو بندښت له هغو بندرونو څخه کار اخیستل دا وخت ناشوني کړي، جیوپولیټیک حقیقتونه هم د ګرجستان له لارې ټرانزیټ تعینوي.‌

د افغانستان د چارو یوه مستقل ازبک شنونکي اکرم عمروف یادونه وکړه چې، «ازبکستان هڅه کوي چې په موجودو بدیلو لارو باندې ټینګار وکړي چې په دې کې د جنوبي قفقاز - باکو - تبیلیسي - قارص رېللاره هم شامله ده.»

هغه وویل، «دا لاره اروپا ته د ځمکې او سمندر دواړو له لارې ممکن ګرځوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه فکر نه کوم چې ازبکستان به وکولای شي خپل دغه خوب ریښتیا کړي. په هر حالت کې، روسیه نه غواړي چې د منځنۍ اسیا هیوادونه یې له نفوذ څخه وځي، له همدې امله به له جنوبي اسیا سره د ازبکستان د نښلولو د مخنیوي لپاره خپلې ټولې هڅې په کار واچوي. پاکستان هم د اعتماد وړ نه دی. دا هیواد ډیر ښه پوهیږي چې څنګه د نورو هیوادونو سره لوبې وکړي او د دوی اختلاف د خپلو ګټو لپاره وکاروي. د دې ترڅنګ پاکستان نه غواړي چې د ځینو کوچنیو اقتصادي ګټو لپاره روسیه ناراضه کړي. له همدې امله، د سړکونو او ریل پټلۍ د جوړولو لپاره د پلانونو سره سره، زه فکر نه کوم چې د ازبکستان دا خوب به واقع شي.

ځواب ورکړئ

یاره فکر نه کوم که دا وړۍ دې شړۍ شي، ځکه کلونه کېږي چې ویل کېږي دا دی نن پیلېږي او سبا پیلېږي نن پیلیږي او سبا پیلیږي. بېخ مو ووځه په دې پیلېدا، نو کله یې پیلوئ؟ کلونه کېږي چې دا موضوع د خبرونو سرټکی دی خو عملي جنبه یې ونه مونده او نه په دې برخه کې عملي اقدام وشو. تر څو چې د افغانستان دا خودسره حکومتونه په یوه متحد حکومت بدل نه شي فکر نه کوم که دا پروژه دې پلي شي او یا یې افغانان ګټې ته کېني. په ساده اصطلاح دا خوشې ډوزې او د ولس په سترګو خاورې ور شیندل دي. که چېرته په افغانستان کې دغه ډول پروژې پلي کېږي نو پنجابی او ایرانی به څه خوري. افغانستان خو د هغوی د تولیداتو لپاره یو عمده مارکېټ دی او هغوی (پاکستان او ایران) هېڅکله اجازه نه ورکوي چې دغه ډول لویې پروژي دې دلته کامیابې شي؛ بلکې د خپلو ډلو ټپلو په واسطه په دې هڅه کې دي چې دا څه ناڅه جوړ کارونه هم راخراب کړي پاتې شو داسې کارونه. نور نو والله اعلم...

ځواب ورکړئ

که څه هم دا د افغانانو لپاره ښه خبر کیدی شي، خو تر څو چې په افغانستان کې ګوندي حکومتونه وي، زه فکر نه کوم چې داسې به وشي. ازبکستان هم باید پام وکړي چې پاکستان یې دوکه نه کړي، زه د پاکستان پر نیت شک لرم ځکه چې دا هېواد په هېڅ صورت په افغانستان کې یو باثباته حکومت نشي لیدلی. نو زه فکر کوم چې پاکستان به دا دهلیزونه پخپله یا د طالبانو له لارې بند کړي.

ځواب ورکړئ

دا د افغانانو لپاره یو ښه زېری کېدی شي خو ما ته اوس دغه ډول خبرونه هسې اوازې معلومېږي. زه کوچنی وم چې د ټاپي پروژې او په کې افغانانو ته د کار کولو د فرصت په اړه به مې اورېدل خو هیڅ و نه شول. تر هغې چې په افغانستان کې د ډلو حکومتونه وي، فکر نه کوم که دا کار تر سره شي. دا کار په افغانستان کې هله ممکن دی چې ټول افغانان سره یوه خوله شي. لسېزې کېږي چې په افغانستان کې مزدورې ډلې واک ته رسېږي. دا کار صرف د دې لپاره کېږي چې ګاونډیان (ایران، پاکستان...) افغانستان د یو مارکېټ په حیث وساتي او خپل تولید شوي مالونه په کې خرڅ کړي...

ځواب ورکړئ

دا له پخوا څرګنده وه چې د مرکزي آسیا هیوادونه اړ دي څو آزادو اوبو او د جنوبي آسیا د هیوادونو سره د سوداګریزي راکړې ورکړې لپاره د افغانستان د ټیکاو څخه ملاتړ وکړي. جنوبي اسیا هم ورته اړتیا لري. په تېره بیا پاکستان چې سوداګریزو توکو یې په نړۍ کې خپل اعتبار دلاسه ورکړی او اړتیا لري چې ځانته نوي مارکېټونه پیدا کړي. خو زه د پاکستان په نیت ځکه شک لرم چې دا هیواد په هیڅ ډول نشي کولای څو په افغانستان کې یو با ثباته دولت وویني. ځکه نو فکر کوم چې پاکستان به مستقیم ډول او یا هم د طالبانو له لارې ددې تجارتي دهلیزونو مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ

افغانان نه پوهیږي چې څه روان دي. پاکستان په بې شرمۍ سره غواړي چې له افغانستان څخه د واخان دهلیز پرې کړي او په هغه کې خپل سوداګریز دهلیز جوړ کړي. د واخان په نیولو سره، پاکستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو او د روسیې فدراسیون سره ځان نښلول غواړي. که څه هم طالبان، د پنجاب ګوډاګي حکومت (پاکستان) دا ډول ادعاوې ردوي، خو د ځمکې پر مخ واقعیتونه ښيي چې پاکستان غواړي د واخان سوداګریز دهلیز ژر تر ژره جوړ کړي. پاکستان د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته سړکونه جوړوي چې د افغانستان له واخان دهلیز سره یې ونښلوي. دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ د پاکستان د سوداګرو او پوځي جنرالانو پلاوي افغانستان ته راځي، څو پاکستان ته د واخان دهلېز د سپارلو تړون لاسلیک کړي. د واخان سوداګریز دهلیز جوړول به د افغانستان سوداګریز اهمیت له منځه یوسي او د افغانستان خپلواکي به تر بل هر وخت زیاته له خطر سره مخامخ کړي. دا د یو هیواد مستقیم اشغال دی. زه د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د نړۍ پر هېوادونو غږ کوم چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي او د پنجاب له نیواک څخه یې خلاص کړي. د نړۍ د زبرځواکونو دا خیانت بس دی چې د جمهوري نظام د نسکورولو لپاره یې له پاکستان سره همکاري وکړه، خو لږ تر لږه په دې برخه کې باید خپله وجداني دنده ترسره کړي او پرې نه ږدي چې پاکستان په داسې بې شرمۍ له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه وکړي.

ځواب ورکړئ

په پاکستان باندې خو هیڅ باور نه کیږي. د پاکستان او د فاحشې تر منځ هیڅ فرق نشته. ازبکستان باید متوجه اوسي چې پاکستان دوکه ور نه کړي. په دې برخه کې باید د کابل اداره هم متوجه اوسي چې پاکستان د افغانستان له خاورې نه په استفادې سره هر څه پخپله ګټه ونه ګرځوي. مرګ په پاکستان

ځواب ورکړئ

افغانستان تل د هر هیواد لخوا د خپلو ګټو د ساتلو لپاره کارول شوی دی. افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د بهرنیو هېوادونو د سیاستونو او پالیسیو قرباني شوی دی. سل کاله وړاندې کله چې برتانیې او روسیې نه غوښتل چې یو له بل سره مخامخ شي، افغانستان یې د دوو زبرځواکونو تر منځ د یوه حایل هیواد په توګه ساتلی و او د افغانستان ټولې حاصلخېزې ځمکې او خاورې یې له خپلې خاورې سره یوځای کړې وې. له هغه وروسته روسانو د ثور انقلاب د ساتنې په پلمه پر افغانستان یرغل وکړ، امریکایانو بیا افغانستان د یوه تلک په توګه وکاراوه او د افغانانو په ګټه یې روسانو ته ماتې ورکړه. وروسته له دې چې امريکا خپل هدف ترلاسه کړ، د کورنۍ جګړې پر مهال يې افغانستان هېر او پرېښود. بیا یې د تروریزم سره د مبارزې په نوم پر افغانستان برید وکړ او کله چې خپلو موخو ته ورسېدل، دا هیواد یې پنجاب او د هغه ملیشو، طالبانو ته وسپارل. اوس هر ګاونډی د افغانستان لپاره جلا جلا خوبونه لري. چین غواړي کانونه غلا او لوټ کړي. ایران د افغانستان ازادو اوبو ته انتظار باسي چې خپلې خاورې ته یې جاري وساتي. پاکستان هم ځان د افغانستان مالک ګڼي او تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان غواړي چې د افغانستان له لارې پاکستان او د هند سمندر ته ځان ورسوي. په همدې حال کې دا نه ده څرګنده چې افغانستان ته به یې ګټه څه وي. ځکه اوس هم پاکستانۍ لارۍ منځنۍ اسیا ته د پاکستان سوداګریز توکي لېږدوي، په داسې حال کې چې افغانستان حق نه لري چې خپل سوداګریز توکي د پاکستان له لارې هند ته صادر کړي.

ځواب ورکړئ