ديپلوماسي

له روسیې څخه د چین د تېلو واردات زیات شوي چې ورسره د کریملین د امپراتورۍ خوبونه هم تازه شوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

روسي توپچي ځواک د غوایي په میاشت کې په اوکراین کې موقعیتونه ولي. [د روسیې د دفاع وزارت]

روسي توپچي ځواک د غوایي په میاشت کې په اوکراین کې موقعیتونه ولي. [د روسیې د دفاع وزارت]

بیجینګ -- د بیجینګ او چینایي کمپنیو له خوا د لوېدیځ د سختو بندیزونو په نتیجه کې د رامنځته شوې تشې د ډکولو لپاره له ګام اخیستنې څخه وروسته، روسیه د چین لپاره د تېلو په تر ټولو لویه سرچینه باندې بدله شوې ده.

د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له خوا د غبرګولي په ۳۰مه د خپرو شویو ارقامو په اساس، چین د غوایي په میاشت کې له روسیې څخه ۸.۴ میلیونه ټنه تېل وارد کړل چې دا د تېر کال د عین مودې د مقدار په پرتله ۵۵٪ ډېر دي، په داسې حال کې چې له سعودي عربستان څخه یې ۷.۸ میلیونه ټنه وارد کړي دي.

د تېرې میاشتې په پرتله، چین ته د روسيې د تېلو د صادراتو حجم ۲۸٪ زیات شوی، چې د ریکارډ په کچه لوړوالی ښیي او کریملین ته ۵.۷ میلیارده ډالر ګټه په لاس ورکوي.

د بلومبرک نیوز د راپور په اساس، په ټولیز ډول چین د غوایي په میاشت کې د ۷.۴۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت روسي انرژيکي تولیدات پېرودلي دي چې د وري په میاشت کې د پېرودل شویو تولیداتو په پرتله ۱ میلیارد ډالر ډېر شوي دي.

یو ژغورونکی د چنګاښ په ۷مه د اوکراین د کریمینچوک ښار په امستور بازار کې، یوه ورځ وروسته له هغه چې روسی توغندی پرې ولګېد، کچره پاکوي. [ګینیا ساویلوف/ای اېف پي]

یو ژغورونکی د چنګاښ په ۷مه د اوکراین د کریمینچوک ښار په امستور بازار کې، یوه ورځ وروسته له هغه چې روسی توغندی پرې ولګېد، کچره پاکوي. [ګینیا ساویلوف/ای اېف پي]

دا عکس چې د چین د مرکزي دولتي تلوېزیون (سي سي ټي وي) د وري د ۱۰مې له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف (چپ) په داسې حال کې ښیي چې د کب په میاشت کې په اوکراین باندې د مسکو له یرغل راهیسې له چین څخه د هغه د لومړنۍ کتنې په ترڅ کې د انهوی ولایت په هوانګشان ښار کې له خپل چینایي سیال وانګ یي سره ګوري. [اېس ټي آر/ای اېف پي ټي وي/سي سي ټي وي/ای اېف پي]

دا عکس چې د چین د مرکزي دولتي تلوېزیون (سي سي ټي وي) د وري د ۱۰مې له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف (چپ) په داسې حال کې ښیي چې د کب په میاشت کې په اوکراین باندې د مسکو له یرغل راهیسې له چین څخه د هغه د لومړنۍ کتنې په ترڅ کې د انهوی ولایت په هوانګشان ښار کې له خپل چینایي سیال وانګ یي سره ګوري. [اېس ټي آر/ای اېف پي ټي وي/سي سي ټي وي/ای اېف پي]

دا عایداتي سرچینه د کریملین لپاره چې په اوکراین باندې خپل ظالمانه یرغل ته دوام ورکوي، او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لپاره چې خپل ځان له ستر پیتر سره چې په ۱۸مه میلادي پېړۍ کې یې د روسیې امپراتوري پراخه کړله، پرتله کوي، فوق العاده ارزښت لري.

د چین ولسمشر شي جین پینګ د غبرګولي په ۲۵مه پوتین ته د روسیې د (استقلال او امنیت) په برخه کې د چین د ملاتړ ډاډ ورکړ.

چین په اوکراین باندې د روسیې د پراخ پوځي یرغل له غندلو څخه ډډه کړې او د لویدیځ بندیزونو او په کییف باندې د وسلو خرڅولو بهیر ته د زیان رسولو له لارې د روسیې لپاره دیپلوماتیک پوښښ برابروي.

د چین مرکزي دولتي تلوېزیون (سي سي ټي وي) د شي له قوله راپور ورکړ چې له پوتین سره د یوې ټیلیفوني مکالمې پر وخت یې وویل، چین «لېوال دی چې روسیې ته د لویو ګټو او د استقلال او امنیت په څېر لویو اندېښنو په برخه کې دوه اړخیز ملاتړ برابر کړي.»

دا د کب په ۵مه د پوتین له خوا په اوکراین باندې د یرغل له پیلېدلو راهیسې، دویم ځل ټیلیفوني خبرې وې چې په هکله یې راپور ورکول شوی دی. د دغه یرغل په ترڅ کې په زرګونو خلک وژل شوي او په میلیونونو نور بې ځایه شوي دي.‌

د سي سي ټي وي د راپور له مخې، شي د کال له پیل راهیسې «د نړۍ وال بحران او بدلونونو په ترڅ کې» په دوه اړخیزو اړیکو کې «د پراختیا دا ښه حرکت» وستایه.

د راپور په اساس شي وویل، بیجینګ لېوال دی چې «د دواړو هېوادونو تر منځ ستراتیژیکه همغږي زیاته» کړي.

کریملین وویل، دواړو مشرانو توافق وکړ چې اقتصادي همکاري سره زیاته کړي.

له ټیلیفوني خبرو څخه وروسته کریملین وویل، «هوکړه وشوه چې د نړۍ وال اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره چې د لوېدیځ د غیر قانوني بندیزونو د پالیسۍ په نتیجه کې ډېر پېچلی شوی دی، د انرژۍ، مالي، صنعتي، ټرانسپورټي او نورو برخو کې همکاري پراخه شي.»

د تاریخ غلط لوری

متحده ایالاتو له مسکو سره د بیجینګ د ملګرتیا په هکله چټک خو سوړ غبرګون وښود.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه اعلامیه کې وویل، «چین ادعا کوي چې بې طرف دی، خو د هغه چلند دا روښانه کوي چې هغه اوس هم له روسیې سره نږدې اړیکې پالي.»

اعلامیه زیاتوي، «چین وار له مخه خپله لاره انتخاب کړې ده.»

اعلامیه وایي، په داسې حال کې چې په اوکراین کې د روسیې د جنګ نږدې پنځه میاشتې تېرېږي، «چین اوس هم د روسیې تر څنګ ولاړ دی. هغه اوس هم په ګرده نړۍ کې د روسیې په ګټه تبلیغات کوي. هغه اوس هم په نړۍ والو موسساتو کې د روسې لپاره سپر جوړوي... او هغه اوس هم په اوکراین کې د روسیې په وحشتونو باندې سترګې پټوي او وایي چې دا صحنه سازي شوي دي.»

هغه وایي، «هغه هېوادونه چې د ولادیمیر پوتین تر څنګ درېږي د تاریخ پاڼې به هغوی داسې وښیي چې په غلط لوري ولاړ دي

د اعلامیې په پای کې راغلي، «دا د دې وخت نه دی چې ګونګه خبره وشي یا څه پټ کړای شي یا انتظار وشي چې په راتلونکي کې به څه پېښېږي. دا وار له مخه واضح ده چې څه روان دي.»

لوېدیځ په اوکراین باندې د روسیې د یرغل پر وړاندې بې ساري بندیزونه لګولي، او مسکو په اروپا او متحده ایالاتو باندې تور لګوي چې د یوه نړۍ وال اقتصادي کساد سبب کیږي.

مسکو هم نوي بازارونه او تأمینوونکي لټوي څو د هغو لویو بهرنیو شرکتونو ځای ډک کړي چې له یرغل څخه وروسته له روسیې څخه وتلي دي.

اروپایي اتحادیې او متحده ایالاتو خبرداری ورکړی چې د روسیې له جنګ څخه د بیجینګ هر ډول ملاتړ یا له مسکو سره داسې مرسته چې د لوېدیځ بندیزونه کمزوري کړي، به د اړیکو د خرابېدلو سبب شي.

غیر محدوده ملګرتیا

بیجینګ او مسکو چې د سړې جګړې پر وخت سخت دښمنان ول، په وروستیو کالونو کې د متحده ایالاتو د نړۍ وال تسلط پر وړاندې د موازنې رامنځته کولو لپاره، په خپلو کې همکاري زیاته کړې ده.‌

دغو دواړو هېوادونو د خپلې «غیرمحدودې» ملګرتیا په لړ کې، په سیاسي، تجارتي او پوځي برخو کې یو بل ته ور نږدې شوي دي .

روانه میاشت هغوی د سرک له لارې لومړنی پول پرانست. دغه پول د روسیې د بلاګوویشچینسک او د چین د هایهي ښارونو په نښلولو سره، دواړه هېوادونه سره نښلوي.

دواړو مشرانو د غبرګولي په ۲۵مه او د شي د ۶۹مې زېږ کلیزې په مناسبت خبرې وکړې. دا په اوکراین باندې د روسیې له یرغل څخه وروسته لومړنۍ خبرې وې چې په هکله یې راپور ورکول کیږي.

د چین د ګمرکاتو ادارې د معلوماتو په اساس، بیجینګ د مسکو د سوداګرۍ تر ټولو لوی شریک دی، چې د سوداګرۍ حجم یې تېر کال ۱۴۷ میلیاردو ډالرو ته ورسېد.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چین، روسیه، امریکا او نور هغه چې ځانونه زبرځواکونه بولي دا د نړۍ ډېر بدرنګ ځواکونه دي. هر یو ادعا کوي چې داسې وسلې یې جوړې کړي او هغسې وسلې یې جوړې کړي. هر یو یې د احمقانو په څېر په خپلو وسلو باندې افتخار کوي. زه غواړم وپوښتم چې آیا هغه وسلې چې تاسو احمقانو جوړې کړي دي کولی شي چې یو سپی دغه ډول چې په دې ویډیو کې ښودل شوی دی، ورغوي؟ نه. کله چې ځواب نه وي، بیا تاسو ووایئ چې دې خاورینې نړۍ ته ستاسود وسلو ګټه څه ده؟ هېڅ. لاکن که تاسو غواړئ چې نړۍ ته یې د زیان اندازه وګورئ، د هیروشیما او ناګاساکي پېښې دریادې کړئ چې انسان څومره ودردېد! دا خبره یوازې امریکا نه بلکې روسیې او چین ته هم کوم. تاسو مونږ ته په مکتبونو کې را وښودل چې دوه مرمۍ او دوه مرمۍ څو کیږي؟ بیا مو ځواب راته لیکلی وو چې څلور مرمۍ. مونږ واړه ماشومان وو خو مونږ دا ګند زده کاوه. کله چې را لوی شوو مونږ په خپلو کې یو بل سره وخوړل. د افغان، امریکایي، روسي، چینایي، هندي، ... د ټولو وینه یو رنګ لري، دا ټول انسانان یو ډول ارزښت لري. ویجاړې کړئ دا د حماقت وسلې چې تاسو جوړې کړي دي. د دې وسلو پر ځای انسان ته خدمت وکړئ چې خدای درنه خوشحال شي. بیا درته وایم چې آیا ستاسو وسلې کولی شئ داسې یو ناروغ سپی بیرته ورغوي؟ https://www.facebook.com/watch?v=1168691793193869

ځواب ورکړئ

په دنیا کې چې هر چا کبر کړی هغه له زوال سره مخامخ شوی دی. روسیې لومړی په افغانستان ظلم وکړ، افغانستان یې وران کړ او په میلیونونو خلک یې یا ووژل یا یې ټپیان کړل او یا یې کډه کولو ته مجبور کړل، خو خدای پاک روسیه (شوروي اتحاد) وشرمول. اوس یې په اوکراین باندې ظلم وکړ او بې ګناه ښځې او ماشومان یې یا ووژل یا یې کډه کېدلو ته مجبور کړل. نتیجه به یې د روسیې شکست او شرمېدل وي. چین هم باید دغسې په تایوان باندې له حملې نه ډډه وکړي او پرېږدي چې تایوان پخپله خوښه خپل نظام وټاکي او ازاد ژوند وکړي.

ځواب ورکړئ

بالکل صحیح خبره ده! چين د لويديځ او روسيې له سياليو او همدارنګه د ايران او لويديځ تر منځ له سيالۍ څخه ګټه پورته کوي. ویل کیږي چې په دې وروستیو کې ایران د چین په بازار کې د خپل موقف د ساتلو لپاره پر چینایي پیرودونکو د تیلو په پلور کې د لا زیاتو امتیازاتو په اړه غور کوي. دا په داسې حال کې ده چې ایران د روسیې په وړاندې د لویدیځ د بندیزونو له امله د چین د تېلو په بازار کې خپل دریځ له لاسه ورکړ چې له امله یې روسیې خپل تېل په لوړ تخفیف په چین باندې وپلورل چې په نتیجه کې یې د چین په بازارونو کې د ایراني تېلو تقاضا کمه شوه.

ځواب ورکړئ

په حقیقت کې سیاست باید له چین څخه زده شي. په داسې حال کې چې د روسیې اقتصاد د افلاس له خطر سره مخ دی، دغه هېواد په نړیواله کچه منزوي شوی او په سیاسي توګه هم له انزوا سره مخامخ دی. د اوکراین د جګړې پر مهال یې پوځي ځواک هم کمزوری شوی دی. خو چین له دې جګړې څخه لاندې ګټې ترلاسه کوي: - د نړۍ د یوازیني زبرځواک هېواد په توګه د روسیې تر څنګ پاتې شو. روسیه هم مجبوره ده چې ځان د چین په واک کې ورکړي او چین د روسیې تیل او نور تولیدات په ډیره ټیټه بیه ترلاسه کړي. - دا به په لویدیځ فشار راوړي چې د تایوان په مسله کې خپله بې طرفي وساتي او لویدیځ دې ته اړ کړي چې د هغه په سوداګریزو توکو باندې تکیه کولو ته دوام ورکړي. - دې کار تایوان هم تر رواني فشار لاندې راوستی او دا یې غوږ ته ور څڅولې چې که روسیه په اوکراین برید کوي چې یو خپلواک هیواد دی او نړۍ یې په رسمیت پیژني، موږ هم پر تاسو برید کولای شو، په ځانګړې توګه هغه مهال چې تاسو نړۍ په رسمیت نه پیژني. زما په اند د اوکراین او روسیې تر منځ د جګړې اصلي بایلونکی لومړی اوکراین دی او بیا روسیه او د دې جګړې اصلي ګټونکی لومړی چین او بیا غربي هېوادونه دي.

ځواب ورکړئ