اقتصاد

په لاس ورغلی فرصت: په داسې حال کې چې په اوکراین کې جنګ زور اخلي، روسي سوداګر په چین کې ګټې لټوي

د کاروانسرای او ای اېف پي راپور

خلک د کب په ۱۱مه په بیجینګ کې د روسي جامو د یوې مغازې له مخې تېرېږي.‌ بیجینګ د مسکو د سوداګرۍ تر ټولو لوی شریک دی، چې د چین د ګمرکاتو د ادارې د ارقامو په اساس یې تېر کال د سوداګرۍ حجمونه ۱۴۷میلیاردو ډالرو ته ورسېدل. د ۲۰۱۹ میلادي کال په پرتله ۳۰٪ زیاتوالی په ګوته کوي. [جید ګاو/ای اېف پي]

خلک د کب په ۱۱مه په بیجینګ کې د روسي جامو د یوې مغازې له مخې تېرېږي.‌ بیجینګ د مسکو د سوداګرۍ تر ټولو لوی شریک دی، چې د چین د ګمرکاتو د ادارې د ارقامو په اساس یې تېر کال د سوداګرۍ حجمونه ۱۴۷میلیاردو ډالرو ته ورسېدل. د ۲۰۱۹ میلادي کال په پرتله ۳۰٪ زیاتوالی په ګوته کوي. [جید ګاو/ای اېف پي]

بیجینګ -- د مرات لپاره چې په شانګهای کې میشت یو روسی سوداګر دی، په هېواد باندې یې بندیزونو په چین کې د کار لپاره یو ښه فرصت برابر کړی، ځکه شرکتونه هڅه کوي چې خپلې د اکمالاتو لړۍ جاري وساتي.‌

د پرزه جاتو یوه شرکت چې په اروپا او شمالي امریکا کې یې د تامینوونکو شرکتونو سره د اړیکې له پرې کېدو څخه وروسته په چین کې د شریکانو په لټه کې ده له دغه ۴۲ کلن سوداګر سره اړیکه نیولې ده.

هغه وویل، «بس ځان چمتو کړه» هغه پیغام وو چې په بیلاروس کې مېشت شرکت څخه یې ترلاسه کړ. په بیلاروس باندې هم، چې د روسیې متحد دی، په اوکراین باندې د روسیې د یرغل د ملاتړ له امله بندیزونه لګېدلي دي.

مرات، چې په چین کې دننه د جګړې په هکله د خبرو کولو د حساسیت له امله یې خپل کورنی نوم ونه ښود، وویل، «په ما باندې به کار ډېر زیات شي او ...‌په نتیجه کې، به ډېره ګټه هم راشي،»

کریملین او بیجینګ دواړو په اوکراین کې د جګړې په هکله خبرې اترې محدودې کړي او په دې لړ کې یې ژورنالستان د «یرغل» او «جنګ» اصطلاحاتو له کارولو څخه ایسار کړي، او د غلطو معلوماتو بیلابیل کمپاینونه او د روسیې په پلوۍ تبلیغات پیل کړي دي.‌

له هغه وخت راهیسې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره میاشت په اوکراین باندې خونړی یرغل پیل کړ، د لوېدیځ پلازمېنو مسکو له نړۍ وال مالي سیستم څخه پرې کړ چې ورسره د دغه هېواد کرنسي ولوېدله او هېواد سقوط تر بریده ټېل وهل شو.

تر دې چې د منځنۍ اسیا هغو هېوادونو چې پخوا د شوروي اتحاد برخه وو هم د دغه یرغل مخالفت وکړ. د کب په نیمایي کې، د ازبکستان حکومت روښانه کړه چې د اوکراین خپلواکي، استقلال او ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت پېژني. د قزاقستان حکومت دا رد کړه چې خپل عسکر ولېږي او له روسیې سره په اوکراین کې مرسته وکړي او د کب په ۱۵مه یې اجازه ورکړه چې په الماتا کې د اوکراین په ملاتړ لاریون ترسره شي.

د روسیې د جنګي هڅو ملاتړ کول

خو چین چې د روسیې یو پخوانی متحد دی د دغه یرغل له غندلو څخه ډډه کړې او په دپلوماتیک ډول د حملې له غندلو څخه په ډډې کولو سره یې مسکو ته د احتمالي اقتصادي نجات لاره برابره کړې ده.‌

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ تېره چارشنبه /د وري ۳مه/ په چین باندې تور ولګاوه چې د روسیې سیاسي ملاتړ کوي او بیجینګ ته یې د مسکو له جنګي هڅو څخه د مادي ملاتړ برابرولو پر وړاندې خبرداری ورکړ.‌

هغه د پنجشنبې په ورځ د ناټو له یوې بیړنۍ غونډې څخه مخکې وویل، «چین روسیې ته د ښکاره دروغو او غلطو معلوماتو د خپرولو په ګډون، سیاسي ملاتړ برابر کړی، او متحدین اندېښمن دي چې چین کولی شي چې د روسیې د یرغل لپاره مادي ملاتړ برابر کړي.»

نوموړي وویل، «زه تمه لرم چې مشران به په چین باندې غږ وکړي ترڅو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه غړي په توګه خپل مسؤلیتونه ترسره کړي، د روسیې د جنګي هڅو له ملاتړ څخه ډډه وکړي، او په سوله ییزه او عاجله توګه د دغه جنګ د پای ته رسېدلو لپاره د نورې نړۍ له غږ سره خپل غږ غبرګ کړي.»

بیجینګ وار له مخه د مسکو د سوداګرۍ تر ټولو لوی شریک دی، چې د چین د ګمرکاتو د ادارې د ارقامو په اساس یې تېر کال د سوداګرۍ حجمونه ۱۴۷میلیاردو ډالرو ته ورسېدل. د ۲۰۱۹ میلادي کال په پرتله ۳۰٪ زیاتوالی په ګوته کوي.

د جنګ له پيل راهیسې،‌ په اقتصادي فعالیتونو کې د خوځښت نښې لیدل کیږي، او د دواړو هیوادونو تر منځ فعالو سوداګرو ای اېف پي ته وویل چې تمه لري چې د روسیې تقاضا د ختیځ لوري ته مایله شي.

په بیجینګ کې یوه بل روسي سوداګر چې د ولادیمیر په مستعار نامه یې خبرې کولې، ای اېف پي ته وویل، «دغه بحران په چین کې د روسي کمپنیو لپاره یو بل فرصت دی.»

هغه وویل، «چین ازاد دی. هغوی وایي، که ته غواړې واخلې، موږ یې لرو.»

د روبل ستونزه

خو بیا هم په چین کې د اکثرو هغو سوداګرو لپاره چې روسیې ته مخه کوي دا څو اونۍ خورا سختې وې.‌

له حشره وژونکو درملو څخه نیولې د موټرونو تر پرزو پورې د هر څه کاروبار کوونکیو سوداګرو وویل، د روبل په ارزښت کې بې ساري نوسانونو ډېر روسي مشتریان مجبور کړي چې نوي سفارشونه ودروي.‌

د سوېفټ نړۍ وال سیستم څخه د روسي بانکونو په اېستل کېدلو سره چې نور یې په ډالرو تادیات نشوای کولی، نور مجبور شول چې داسې لارې ومومي چې په چینایی یوان کې حسابونه پرانیزي.

په ورته وخت کې، په داسې حال کې چې لوی هېوادونه روسیې پورې تړلې محمولې نه قبلوي او د نړۍ دغه تر ټولو لوی هېواد ته ځینې لارې وتړل شوې، ورسره انتقالات وځنډول شول.‌

ولادیمیر چې چین ته د روسي خوراکي توکو د واردولو په برخه کې کار کوي، وویل، «ټول د یوه لا ډیر د وړاند وینې وړ حالت په تمه دي.»

هغه وویل، «هر څوک فکر کوي... که جنګ ډېر ژر پای ته ورسېږي، نو ښایي چې بندیزونه به لغوه شي.»

د چین لپاره ښه

چین او روسیه په وروستیو کالونو کې سره نږدې شوي، او پوتین تېره میاشت د بیجینګ د ژمنیو اولمپیک لوبو په پرانسته کې برخه واخیستله.‌

دغه زورور مشر او د هغه چینایي سیال شي جین پینګ په خپلو کې «غیر محدوده» اړیکه اعلان کړه چې په ترڅ کې یې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د روسیې د تېلو او ګازو د پېرودلو هوکړې وشوې.‌

په بیجینګ کې، په دوو روسي تجارتي مرکزونو کې هغه غرفې چې د کرونا وبا له خپرېدلو څخه مخکې به د صدور لپاره له جامو او رختونو څخه ډکې وې، اوس تشې پرتې دي او کولپونه ور اچول شوي دي.

مرات وویل، جنګ او بندیزونه به په بېلابېلو صنعتونو بېلابېل ډول اغېزې وکړي، ځکه هغه سکتورونه چې ډېر ورودي او عملیاتي لګښتونه لري (لکه کیمیاوي مواد) ښایي له مصرفي توکو څخه ډېر ارزان او په چټکۍ سره د انتقال وړ دي، په ښه توګه معامله شي.

د چینایي شرکتونو مالکان د راتلونکو پیښو په هکله یو له بل سره اختلاف لري او ډېر یې د روسیې د مصرفي ځواک ډېر کموالي ته چمتو دي.‌

خو ځینې نور بیا د چین لپاره اوږدمهالې ګټې ویني ځکه چې د روسیې اقتصاد به په نهیلۍ سره د شریکانو د موندلو لټون کوي.

دا د چینایي سوداګرو په برخه کې، چې د نړۍ په تر ټولو لوی هېواد کې کار کوي، هم صدق کوي.

د الیکترونیکي وسایلو د تجارت یوه مدیر چي داشوی چې ۳۸ کاله عمر لري، په مسکو کې له خپل مرکز څخه ای اېف پي ته وویل، «دا چې روسیې د لویدیځ تر بندیزونو لاندې ده، د چین لپاره حتما ښه ده.»

هغه وویل، که مسکو په روسیه کې تجارت اسان کړي، ښایي چې چینایي شرکتونه عجله وکړي او په روسیه کې د نامکملو اجناسو د پروسیس کارخانې جوړې کړي.

هغه وویل، «په اوږدمهال کې به د چین ګټې به یې له زیانونو څخه ډېرې وي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

روسیه او چین د افغانستان له اوسني ناوړه وضیعت څخه د ناټو په وړاندې استفاده کوي خو که طالبان په دغو هېوادونو اتکا وکړي، لویه سیاسي تېروتنه به وي. چین او روسیه د اسلام، مسلمانانو، طالبانو او افغان ولس سره کومه خواخوږي او همدردي نه لري، بلکې دغه دواړه هېوادونه غواړي افغانستان د خپلو ستراتيژیکو ګټو پر محور وڅرخوي او افغانستان په نړیوال سیاسي سټېج کې د چین او روسیې پلوي وکړي. د افغانستان د سرپرست حکومت په هکله د چین او روسیې اوسنی مثبت دريځ له امریکا او غرب سره سیاسي رقابت دی. چین او روسیه دواړه د اسلام او مسلمانانو سخت دښمنان دي؛ چین لسېزې کېږي چې په شرقي ترکستان یا سینک یانګ کې مسلمانان وژني، شکنجه کوي یې. له خپلو سیمو يې کډوال کوي او له دغه مسلمان مېشته سیمې د اسلامي ارزښتونو او افکارو د له منځه وړلو لپاره سیسټماتیک کار کوي او همدارنګه روسیه هم د کمونېزم پر مهال او هم اوس د اسلام او مسلمانانو د ځپلو پالیسي لري. نو په کار ده چې طالبان هم پرې باور ونه کړي. ځکه چې د هغوی موخه پوره شوه بیا نه د افغان په کیسه کې دي او نه افغانستان. ددې پر ځای چې طالبان د یوه زبرځواک هېواد ترڅنګ ودرېږي، برعکس باید خپل خلک په خپله غېږ کې ونیسي. زور او جبر څخه کار وانخلي. او دوی چې سمدلاسه څه غواړي ترسره یې نه کړي. ځکه اسلام په زور نه بلکې په دعوت راغلی دی. په کار ده چې له دې فرصت طالبان اعظمي ګټه واخلي او خپل افغان تحصیل یافته قشر ته کاري فرصتونه ایجاد کړي.

ځواب ورکړئ

اصلا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیتوب هم باید یو څه شرطونه ولري. که کوم هیواد په بل هیواد باندې تجاوز کوي او متجاوز د امنیت شورا غړی وي، له هغه څخه باید دغه غړیتوب واخیستل شي. د امنیت شورا نورې هم ډېرې ستونزې لري. مثلا په امنیت شورا کې د یو نیم زر میلیونو مسلمانانو هیڅ استازی نشته. که د روسانو خوښه وي که د امریکایانو خوښه وي که د چینایانو خوښه شي په هر مسلمان هیواد باندې حمله کوي. همدا اوس په چین کې په مسلمانانو باندې څومره ډېر ظلمونه روان دي. آیا دا ملګرو ملتونو امنیت شورا سترګې نه لري چې له چین نه پوښتنه وکړي چې ولې داسې ظلمونه کوي؟ ولې روسیې ته اجازه ورکوي چې د اوکراین په بې ګناه خلکو باندې یرغل وکړي؟ که ملګري ملتونه دومره بې کاره اداره وي بیا خو باید له سره پرې غور وشي او بیا جوړه شي. د ملګرو ملتونو موسسه باید ډېره غښتلې وي او امرونه یې پرځای شي.

ځواب ورکړئ