سياست

بایډن په دکتاتور پوتین باندې سخت انتقاد وکړ او د ولسواکۍ او استبداد تر منځ د نړۍ والې شخړې په اړه یې خبرداری ورکړ

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د متحدو ایالاتو ولسمشر جو بایډن د کب په ۱۰مه په واشنګټن ډي سي کې کانګرس او د متحدو ایالاتو ولس ته د خپلې لومړنۍ کلنۍ وینا په ترڅ کې، په داسې حال کې چې د ولسمشر مرستیاله کماله حارث (چپ طرف) او د ولسي جرګې رییسه نانسي پیلوسي ورته چکې وهي، خپل لاس د سوک په بڼه ښیي. [ساول لوییب/پول/ای اېف پي]

د متحدو ایالاتو ولسمشر جو بایډن د کب په ۱۰مه په واشنګټن ډي سي کې کانګرس او د متحدو ایالاتو ولس ته د خپلې لومړنۍ کلنۍ وینا په ترڅ کې، په داسې حال کې چې د ولسمشر مرستیاله کماله حارث (چپ طرف) او د ولسي جرګې رییسه نانسي پیلوسي ورته چکې وهي، خپل لاس د سوک په بڼه ښیي. [ساول لوییب/پول/ای اېف پي]

واشنګټن ډي سي -- د متحدو ایالاتو ولسمشر جو بایډن د سې شنبې په ورځ /د کب ۱۰مه/ خپل روسی سیال ولادیمیر پوتین د داسې یوه «دکتاتور» په نامه یاد کړ چې په ګاونډي هېواد اوکراین باندې د یرغل له امله له سختې اقتصادي او سیاسي انزوا سره مخامخ دی، او خبرداری یې ورکړ چې نړۍ د ولسواکۍ او استبداد تر منځ «شخړه» کې بوخته ده.‌

په داسې حال کې چې بایډن د کانګرس یوې ګډې غونډې ته خپله لومړنۍ مهمه کلنۍ وینا اوروله، هغه اوکراین «د پياوړتیا دېوال» په توګه وستایه چې د روسي یرغلګرو پر وړاندې ټینګ ولاړ دی او په پوتین باندې یې سخت انتقاد وکړ.

بایډن وویل، «یو روسی دکتاتور چې په یوه بهرني هېواد باندې یې یرغل کړی دی، په ګرده نړۍ کې له زیان سره مخامخ شو.»

هغه وویل، «د ولسواکۍ او استبداد تر منځ جګړه کې، تر اوسه پورې ولسواکۍ بریالۍ شوي دي، او دا ښکاره خبره ده چې نړۍ د سولې او امنیت لوری نیسي.»

په داسې حال کې چې ولسمشر جو بایډن د متحدو ایالاتو لپاره د اوکراین سفیرې اوکسانا مارکرووا ته د کب په ۱۰مه په واشنګټن ډي سي کې د مهمې کلنۍ وینا پر وخت ښه راغلاست وایي، د متحدو ایالاتو لومړۍ مېرمن جېل بایډن خپلې مېلمنې او د اوکراین سفیرې ته چکې وهي.‌ [ایویلین هوکسټاین/پول/ای اېف پي]

په داسې حال کې چې ولسمشر جو بایډن د متحدو ایالاتو لپاره د اوکراین سفیرې اوکسانا مارکرووا ته د کب په ۱۰مه په واشنګټن ډي سي کې د مهمې کلنۍ وینا پر وخت ښه راغلاست وایي، د متحدو ایالاتو لومړۍ مېرمن جېل بایډن خپلې مېلمنې او د اوکراین سفیرې ته چکې وهي.‌ [ایویلین هوکسټاین/پول/ای اېف پي]

نړۍ والې ټولنې، چې په راس کې یې واشنګټن سخت نوي ګامونه اخیستي دي، له روسیې سره یوه سخته اقتصادي جګړه پيل کړې، او په ترڅ کې یې د بندیزونو داسې یوه څپه پيل کړې چې د روسیې اقتصاد له پښو وغورځوي.‌

د متحدو ایالاتو ولسمشر د هغو روسي اولیګارکو او «فاسدو مشرانو» په هکله په خبرو کولو سره چې د پوتین رژیم تر واک لاندې یې په میلیاردونو ډالر غلا کړي دي، یو سخت خبرداری ورکړ او ویې ویل چې لوېدیځ به «د هغوی تفریحي کیشتۍ، د هغوی مجلل اپارتمانونه، د هغوی خصوصي الوتکې ضبط کړي».

بایډن چې خبرې یې په چکو بدرګه کېدلې، وویل، «موږ به ستاسو غیرقانوني لاسته راوړنو پسې درشو.»

بایډن په اوکراین باندې د یرغل په غبرګون کې، د متحدو ایالاتو په فضا کې په ټولو روسي الوتکو باندې بندیز ولګاوه او متحده ایالات یې په کاناډا او یو شمېر هغو اروپایي هېوادونو باندې ورزیات کړ چې خپله فضا یې د مسافر وړونکو الوتکو په ګډون د روسي الوتکو پر مخ بنده کړې ده.‌

هغه وویل، په داسې حال کې چې بندیزونه د روسیې اقتصاد ته سخت «زیان» ور رسوي، پوتین د هغه قوي غبرګون غلطه محاسبه کړې وه چې لوېدیځو هېوادونو د هغه د یرغل پر وړاندې وښود.‌

هغه وویل، «د پوتین جنګ مخکې تر مخکې پلان شوی او کاملا بې موجبه وو.»

بایډن وویل، «هغه د دیپلوماسۍ په برخه کې مکررې هڅې رد کړې. هغه فکر کاوه چې لوېدیځ او ناټو به غبرګون ونه ښیي. هغه فکر کاوه چې هغه به موږ په خپلو کې سره ووېشي. هغه فکر کاوه چې هغه به په اروپا کې هم موږ سره ووېشي.»

د متحدو ایالاتو ولسمشر وویل، «لاکن پوتین په غلطه وو. موږ چمتو یو. موږ متحد یو.»

د اوکراینیانو دېوال

بایډن د اوکراین د خلکو چې د روسیې د یوه پراخ نظامي یرغل پر وړاندې ودرېدل، ځانګړې ستاینه وکړه.

بایډن وویل، پوتین «فکر کاوه چې هغه کولی شي اوکراین ته ننوځي او نړۍ به پر شا تګ وکړي. پرځای یې، هغه د قوت له داسې یوه دېوال سره مخامخ شو چې هغه یې هېڅکله تمه نه لرله یا یې تصور نه وو کړی. هغه د اوکراین خلکو سره مخامخ شو.»

د متحدو ایالاتو قانون جوړوونکیو په واشنګټن کې د اوکراین سفیرې اوکسانا مارکرووا ته په پښو ودریدل او هېواد ته یې درناوی پرځای کړ.

بایډن زیاته کړه، «راځئ موږ ټول نن شپه دلته په دې تالار کې اوکراین او نړۍ ته یو د نه هېرېدلو وړ پیغام ورکړو. که کولی شئ لطفا ودرېږئ، او وښیئ چې، هو، موږ د امریکا متحده ایالات د اوکراین خلکو سره درېږو.»

په داسې حال کې چې قانون جوړوونکیو په یوه اواز چکې وهلې او هڅونه یې کوله، مارکرووا چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې هڅه کوله چې خپل ځان سره منظم کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه د پوتین یا روسیې ملاتړ نه کوم، خو ولسمشر بایډن هم له پوتین څخه بهتر نه دی. که پوتین یو دیکتاتور او ظالم وي، بایډن تر هغه بهتر نه دی. په هر حال، زه له سلام ټایمز څخه یوه غوښتنه لرم. کله چې تاسو د تبلیغاتو لپاره کومه موضوع جوړه کړئ، تاسو د یوې مودې مثلاً یوې میاشتې لپاره هغه تعقیبوئ، بیا تاسو هغه موضوع پریږدئ او بله موضوع تعقیبوئ. په شخصي توګه، زما خپله د کرونا وایرس په هکله ستاسو راپورونه خوښ شول. په هغو کې تاسو تحقیق کړی وو او دا مو ښودله چې هغه په وهان کې له یوه لابراتوار څخه خپور شوی وو. بیا د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) یوه څیړونکې ډله هلته د څیړنو لپاره لاړه، خو هغې موضوع نور دوام ونه کړ، د ویروس د منشأ په هکله څه معلومات ونشول. او بیا تاسو په سینکیانګ کې پر مسلمانو لږکیو د چینایی رژیم د ظلمونو مسله وموندله اوڅه موده مو تعقیب کړله او بیا مو پریښودله. معلومه نشوه چې بالاخره د دې اقلیتونو سره څه وشول ... مهرباني وکړئ دا د راپورونو دا لړۍ پای ته مه رسوئ او تعقیب یې کړئ، څو مونږ پوه شو چې د دې کیسو پای څنګه کیږي.

ځواب ورکړئ

ښکاره خبره ده چې له افغانستان څخه د امریکا ګډوډو او ناورین ډوله وتلو، له یوې خوا د متحده ایالاتو په یووالي او ژمنتیا باندې د متحده ایالاتو د متحدینو باور زیانمن کړ او له بلې خوا ته یې د امریکا دښمنان د پخوا په پرتله نور هم زړور او بې پروا کړل. امریکا او اروپايي متحدین یې په افغانستان کې د خپلو تېروتنو قیمت ادا کوي. که امریکا په افغانستان کې د یو قوي حکومت بنسټ ایښی وای چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د ترهګرو ځالې په نښه کړې وې، پاکستان یې اړ کړی وای چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې صادقانه همکاري وکړي. نن ورځ به روسیې دا جرات نه وای کړی چې په اوکراین برید وکړي او د اروپا او نړۍ سوله وګواښي. زه هیله لرم چې امریکا به یوه ورځ د پاکستان او د هغه د ملګرو لکه چین او روسیې په حساب ته کېنولو سره خپل پخوانی وقار وساتي.

ځواب ورکړئ

ماته هغه غونډه رایاده کړه چې د امریکا د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دواړو غړو زمونږ ولسمشر غني ته همداسې د احترام مراتب وړاندې کول او د هغه د وینا په ترڅ کې ۲۲ ځلې د احترام لپاره ودرېدل. بله خبره دا چې د تاند په خبري ویب سایت کې راغلي چې ((په اسلام اباد کې د اروپايي اتحادیې د پلاوي د مشر، کاناډا، بریتانیا، استرالیا او جاپان په شمول د ۲۲ هیوادونو سفیرانو له پاکستانه وغوښتل چې پر اوکراین د روسیې یرغل وغندي او د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د مسکو خلاف د پرېکړه لیک ملاتړ وکړي. په اسلام اباد کې مېشتو لوېدیځو او د هغو د متحدو هیوادونو سفیرانو په خپل ګډ بیان کې پر پاکستان ږغ کړی چې د ملګروملتو د منشور او د نړیوال قانون د بنیادي اصولو د پیاوړتیا لپاره د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ د غونډې ننګه وکړي.)) اصلا یو څوک چې وجدان ونه لري،‌ شرف ونه لري، عزت ونه لري او د پيسو لپاره هر څه کوي، له هغه نه دا مه غواړئ چې په اوکراین باندې د روسیې ظالمانه یرغل وغندي، هغه ته په کونه لغته ورکړئ او په زور یې پرې هوکې کړئ. پاکستان او روسیه دواړه د ترهګرو ملاتړي هیوادونه دي.

ځواب ورکړئ