امنیت

د روسیې د یرغل په ورو کېدلو سره، متحدینو له اوکراین سره د پراخې نظامي مرستې ژمنه وکړه

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

اوکرایني عسکر د کب په ۷مه په لوګانسک سیمه کې له یوه برید څخه مخکې یو سوېډنی - برتانوی د لېږد وړ او د ټانک ضد رهبري شوی توغندی اېن اېل ای ډبلیو (اېنلاو) چمتو کوي. [اناتولي سټیپانوف/ای اېف پي]

اوکرایني عسکر د کب په ۷مه په لوګانسک سیمه کې له یوه برید څخه مخکې یو سوېډنی - برتانوی د لېږد وړ او د ټانک ضد رهبري شوی توغندی اېن اېل ای ډبلیو (اېنلاو) چمتو کوي. [اناتولي سټیپانوف/ای اېف پي]

کییف -- په داسې حال کې چې د اوکراین اردو چې شمېر یې د روسي ځواکونو په نسبت کم دی، په پلازمېنه او نورو لویو ښارونو باندې د روسي ځواکونو بریدونه په شا تمبوي، د دغه هېواد متحدینو ژمنه کړې چې د کریملین د یرغلګرانه جګړې پر ضد له اوکراین سره پراخه پوځي مرسته وکړي.

ځینو شنونکو له جګړې څخه مخکې داسې وړاندوینه کړې وه چې کییف به په یوه یا دوو ورځو کې سقوط وکړي. روسي ځواکونو تېره پنجشنبه په اوکراین باندې برید وکړ، خو تر دوشنبې /د کب ۹مې/ پورې یې هېڅ لوی ښار ندی نیولی.

له ګردې نړۍ څخه جارحه مرسته

هېوادونه چې د روسې له خوا یو ځل بیا په یوه خپل بل ډېر کوچني ګاونډي باندې یې د یرغل له امله خوا بدي دي، هڅه کوی چې اوکراین ته جارحه مرسته ورسوي.

د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست رییس جوزېپ بوریل د یکشنبې په ورځ، چې دغه بلاک هوکړه وکړه چې کییف ته د ۴۵۰ میلیونو یورو (۵۰۳.۸ میلیونو ډالرو) په ارزښت وسلې ولېږدوي، وویل، چې د اروپایي اتحادیې هېوادونه به اوکراین ته جنګي جیټ الوتکې ورکړي.

له یوه روسي ټانک څخه چې اوکرایني ځواکونو ویجاړ کړی او په لوګانسک سیمه کې د یوه سړک پر غاړه ولاړ دی د کب په ۷مه لوګي پورته کیږي. [اناتولي سټیپانوف/ای اېف پي]

له یوه روسي ټانک څخه چې اوکرایني ځواکونو ویجاړ کړی او په لوګانسک سیمه کې د یوه سړک پر غاړه ولاړ دی د کب په ۷مه لوګي پورته کیږي. [اناتولي سټیپانوف/ای اېف پي]

په یوه ویډیو کې چې د کب په ۸مه په انټرنټ خپره شوې ده، یوه ترکیې جوړه بې پیلوټه الوتکه د اوکراین په ژیتومیر ولایت کې یو روسی پوځي کاروان ویجاړوي. [د اوکراین وسله وال ځواکونه/ټوېټر]

په یوه ویډیو کې چې د کب په ۸مه په انټرنټ خپره شوې ده، یوه ترکیې جوړه بې پیلوټه الوتکه د اوکراین په ژیتومیر ولایت کې یو روسی پوځي کاروان ویجاړوي. [د اوکراین وسله وال ځواکونه/ټوېټر]

اکسیوس (Axios) راپور ورکړ چې، دا ژمنه ښیي چې «دا لومړی ځل دی چې دغه بلاک په خپل تاریخ کې یوه هېواد ته چې تر برید لاندې دی، وسلې لېږي.»

متحدو ایالاتو د شنبې په ورځ وویل چې دغه هېواد کییف ته د ۳۵۰ میلیونو ډالرو اضافي پوځي مرسته لېږي چې په دې توګه به د تېر یوه کال په اوږدو کې خپله ټوله مرسته له یو میلیارد ډالرو څخه زیاته کړي.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، «په دې کڅوړه کې به نوره جارحه دفاعي مرسته هم شامله وي چې له اوکراین سره به د زغره والو، هوایي او نورو ګواښونو په وړاندې مقابله کې چې اوس ورسره مخامخ دی، مرسته وکړي.»

جرمني هغه اوږد بندیز چې د جنګ ساحو ته وسلې صادرې نه کړي، مات کړی، او د شنبې په ورځ یې ژمنه وکړه چې اوکراین ته ۱۰۰۰ د ټانک ضد وسلې، ۵۰۰ له ځمکې څخه هوا ته توغېدونکي سټېنګر توغندي او ۹ هویتزر توپونه ولېږي.

دغه راز، د ۱۴ زغره والو عرادو او ۱۰۰۰۰ ټنو سون توکو مرسته هم کوي.

د هالنډ د دفاع وزارت، د شنبې په ورځ د سنایپر توپکونو او هلمټونو له لېږلو څخه وروسته، وویل چې «ژر تر ژره به ۲۰۰ سټېنګر توغندي ولېږي».

کاناډا اوکراین ته جارحه پوځي وسلې لېږي او کییف ته ۵۰۰ میلیونه کاناډایي ډالر (۳۹۴ میلیونه امریکایي ډالر) ورکوي ترڅو له خپل ځان څخه په دفاع کې ترې کار واخلي.

چک جمهوریت د شنبې په ورځ وویل چې هغه «په راتلونکي څو ساعتونو کې» ۴۰۰۰ هاوانونه او ۳۰۰۰۰ تمانچې، ۷۰۰۰ جنګي توپکونه، ۳۰۰۰ ماشینګن، ګڼ شمېر سنایپر توپکونه او یو میلیون مرمۍ لېږي.

چکانو مخکې له کییف سره د ۱.۵ میلیونو یورو (۱.۷ میلیونو ډالرو) په ارزښت د ۴۰۰۰ هاوانونو وعده کړې وه چې لا تر اوسه نه ده رسېدلي.

سوېډن اوکراین ته ۵۰۰۰ د ټانک ضد راکټونه او همدارنګه تیار شوي خواړه او زغرې لېږي.‌

دا له هغه وخت نه چې شوروي اتحاد په ۱۹۳۹ میلادي کال کې په فنلنډ باندې برید کړی وو، او سوېډن ورسره مرسته کړې وه، لومړی ځل دی چې سوېډن یوه هېواد ته چې جنګ پرې روان دی وسلې لېږي.

یونان، چې په اوکراین کې ډېر یونانیان ژوند کوي او ۱۰ تنه یې تراوسه وژل شوي دي، «دفاعي تجهیزات» او بشردوستانه مرسته ورلېږي.

پورتګال اوکراین ته د شپې لیدونکي دوربینونه، مرمۍ ضد جاکټونه، هلمټونه، ګرنېټونه، مهمات او اتومات جي ۳ توپکونه ورکوي.

رومانیا وړاندیز کوي چې په خپلو ۱۱ پوځي روغتونونو کې د ټپیانو درملنه وکړي او سون توکي، مرمۍ ضد جاکټونه، هلمټونه او نور «پوځي مواد» چې ۳ میلیونه یورو (۳.۴ میلیونه ډالر) ارزښت لري، لېږي.

ترکي ډرون الوتکې چې په ۱۳۹۹ کې یې په لیبیا او سوریه کې د روسیې پلوي ځواکونه له پښو وغورځول، د اوکراین په جنګي هڅو کې ښه ارزښتناک ثابتې شوي دي.

د یکشنبې په ورځ، د اوکراین پوځ د یوې ډرون الوتکې یوه ویډیو په ټوېټر خپره کړه چې په ژیتومیر ولایت کې یې د روسي یو پوځي کاروان له ځمکې سره هوار کړ.

دغه راز، بېلابېلې رسنۍ راپورونه ورکوي چې د ګڼ شمېر اروپایي هېوادونو وګړي غونډونه جوړوي او اوکراین ته ځي ترڅو د روسي ځواکونو پر ضد جنګ وکړي.

د یرغلګرو مخه نیول

د جنګ په ډګر کې، روسي ځواکونه ویني چې هغوی هغسې پرمختګ چې تمه یې لرله نشي کولی.

د اوکراین پوځ د دوشنبې په ورځ وویل چې هغوی د شپې له مخې د کییف په لمنو کې د روسي ځواکونو ګڼ بریدونه په شا وتمبول چې په ترڅ کې یې درې توغندي په پلازمېنه کې ولګېدل.

هغوی ادعا وکړه چې لګېدلو توغندیو ۵۳۰۰ کسانو ته تلفات ور واړول او ۱۹۱ ټانکونه یې ویجاړ کړل او دا چې د روسیې یرغل «ورو» شوی دی.

اوکرایني ځواکونو چې شمېر یې د مقابل لوري په پرتله ډېر کم دی تر ډېره په هغو ملکي خلکو باندې تکیه کړې ده چې له هغوی سره په جنګ کې ملګري شوي دي.

روسیې لا تر اوسه پورې د تلفاتو د شمېر په هکله څه نه دي ویلي. د دغه هېواد پوځ د یکشنبې په ورځ یواځې دومره اعتراف وکړ چې ځینې عسکر یې «وژل شوي او ټپي شوي دي»، خو دا یې ونه ویل چې په اوکراین کې څومره مړه شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د دوشنبې په ورځ له روسي عسکرو څخه وغوښتل چې وځي.

هغه وویل، «له دې ځای نه وځئ. په خپلو قوماندانانو باندې باور مه کوئ. په خپلو پروپاګندچیانو باندې باور مه کوئ. بس خپل ژوند وژغورئ.»

په نورو ویډیوګانو کې چې اوکرایني چارواکو خپرې کړي دي، نیول شوي روسي عسکر وایي چې د هغوی قوماندانانو هغوی ته دروغ ویل او ورته یې ویل چې هغوی به یواځې «تمریناتو» ته ځي.

د لندن ګارډین ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې، ځینې روسۍ کورنۍ یواځې د اوکراین له خوا د جنګي اسیرانو په هکله خپرو شویو ویډیوګانو څخه پوهېږي چې د هغوی زامن په اوکراین باندې یرغل کولو ته لېږل شوي دي.

ملکي تلفات

دغې جګړې اوکرایني ملکیان سخت وځپل.

کییف وایي چې تېره پنجشنبه د یرغل له پیل راهیسې د ۱۴ ماشومانو په ګډون ۳۵۲ ملکيان وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د ۷ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰۲ ملکي کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې رییس فلیپو ګراندي د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل، «اوس له اوکراین څخه له ۵۰۰۰۰۰ ډېر کډوال ګاونډیو هېوادونو ته اوښتي دي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) مخکې ویلي وو چې له ۲۸۰۰۰۰ څخه ډېر یعنې د ټول شمېر له نیمایي څخه ډېر یواځې پولنډ ته تللي دي.‌

یو اېن اېچ سي آر وویل، تقریبا ۸۵۰۰۰ کسان هنګري ته، له ۳۶۰۰۰ څخه ډېر مولدووا ته، له ۳۲۵۰۰ څخه ډېر رومانیا ته، ۳۰۰۰۰ سلواکیا ته او له ۳۰۰ څخه ډېر بیلاروس ته اوښتي دي.

د ملګرو ملتونو ادارې وویل چې د هغو کسانو له ډلې څخه چې له اوکراین څخه راوځي ډېر وړاندې نورو اروپایي هېوادونو ته ځي او د هغو کسانو شمېر چې وار له مخه هغو هېوادونو ته رسېدلي دي ۳۴۶۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

متحدینو یې اوکراین په لوی لاس د بلا په خوله کې ور واچوه او لګیا ده پرې ورانوي یې. داسې هېڅ نه وه په کار چې دغه رنګین او ګلالي ښارونه یې په دومره اسانۍ پرې وران کړي وی. دومره هېڅ نه ارزیده چې سلګونه زره خلک یې مهاجر، بې کور، په ستونزو کې اخته او د ژوند کولو له ستونزو سره مخامخ کړل. د جنګ پایله موږ افغانانو له هر چا ښه تجربه کړې. موږ هم امریکا په لوی لاس د نورو احتیاج ته اړ کړو او اوکراین به یې د متحدینو له خوا پرې وران کړي. د اوکراین ولسمشر او نورو مشرانو ته یې په کار وه چې جوړ جاړی یې له روسیې سره کړی وی. ایا د ناټو غړیتوب دومره ارزي چې خپل روغ جوړ هېواد دې پرې وران کړي؟ اوس چې په لوی لاس اوکراین د بلا خولې ته غورځېدلی دغه مسئله باید نوره ونه شاربل شي. او که همداسې له لرې دې بل شوي اور ته چک چک ووهل شي حتمي ده چې پوتین به له هستوي وسلې کار اخلي او په دې سره به ټولې اروپا او حتی نړۍ ته خطر پېښ شي.

ځواب ورکړئ

یوه روسي پروفیسور وویل، ولادیمیر پوتین په وروستیو ورځو کې د خپلې کورنۍ غړي د سایبریا په یوه 'ترځمکې لاندې ښار' کې پټ کړي دي. د سیاسي چارو پوه والیري سولووي چې ۶۱ کاله عمر لري، وویل، مجلل او په عالي تخنیک سره جوړ شوی پټنځای په التایي غرونو کې موقعیت لري او د اټومي جګړې په صورت کې د ساتنې لپاره جوړ شوی دی. سولووي چې پخوا د مسکو د نړیوالو اړیکو د دولتي انستیتیوت (اېم جي آی اېم او) چې د راتلونکي وخت دیپلوماتان او جاسوسان په کې تربیه کیږي، استاد وو، ادعا کړې وه چې پوتین د روسیې له خلکو څخه پټې روغتیایي ستونزې لري، او د هغه د دفاع وزیر سرګي شوایګو سره یې په عجیبو پټو شیماني مراسمو کې برخه اخیستې. زما تبصره دا ده چې دا مورغودی (پوتین) باید پوه شي چې دا یوازې د هغه کورنۍ نه ده چې په اټومي جګړه کې باید ژوندي پاتې شي. ټوله نړۍ غواړي خوندي پاتې شي. نو د جګړې پر ځای د سولې لاره غوره کړئ. د بې ګناه اوکرایني ماشومانو او ښځو وژنه بنده کړئ.

ځواب ورکړئ

روسانو غټه غلطي وکړه چې په اوکراین باندې یې حمله وکړه. اوس باید په پوتین باندې دومره زور وانه چول شي چې له ځان نه لیونی جوړ کړي او اتومي بم استعمال کړي. دا درته وایم چې دغه سړی ډېر احمق دی. د هر څه تمه ترې کېدلی شي.

ځواب ورکړئ