جرم او انصاف

په اوکراین کې د شاتګ په حال روسي ځواکونو ډله ییز قبرونه او په سړکونو کې مړي پرېښودل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د وري په ۱۳مه د کییف په شمال لوېدیځ کې په بوچه سیمه کې په یوه کوڅه کې د یوه داسې سړي مړی پروت دی چې لاسونه یې تر شا تړل شوي دي.‌ د وري په ۱۳مه، وروسته له هغه چې اوکرایني ځواکونو له روسي عسکرو څخه بوچه ښار بېرته ونیو، په یوه کوڅه کې د لږ تر لږه ۲۰ سړیو جسدونه چې په ملکي جامې کې وه وموندل شول. [رونالډو شمېت]

د وري په ۱۳مه د کییف په شمال لوېدیځ کې په بوچه سیمه کې په یوه کوڅه کې د یوه داسې سړي مړی پروت دی چې لاسونه یې تر شا تړل شوي دي.‌ د وري په ۱۳مه، وروسته له هغه چې اوکرایني ځواکونو له روسي عسکرو څخه بوچه ښار بېرته ونیو، په یوه کوڅه کې د لږ تر لږه ۲۰ سړیو جسدونه چې په ملکي جامې کې وه وموندل شول. [رونالډو شمېت]

کییف -- نړۍ وال قهر د سې شنبې په ورځ /د وري ۱۶مه/ هغه وخت زیات شو چې د روسي عسکرو له خوا، د پلازمېنې کییف له شاوخوا سیمو نه له په شاتګ څخه وروسته، په اوکراین کې د ترسره شویو ظلمونو د اندازې په هکله نور شواهد رابرسېره شول.

ځایي مقاماتو وویل هغوی مجبور کړای شوي وو چې ډله ییز قبرونه وباسي څو په کوڅو کې پراته مړي په کې خښ کړای شي. یو شمېر مړي داسې وو چې لاسونه یې تر شا تړل شوي ول او داسې صحنې یې رامنځته کړې چې د روسیې د یرغل د څه باندې یوې میاشتې موده کې یې په ګرده نړۍ کې د وحشت څپې خپرې کړې.‌

که څه هم چې روسانو د دغه کار له ترسره کولو څخه انکار وکړ لاکن په چټکۍ سره وغندل شو، او نړۍ والو مشرانو، ناټو او ملګرو ملتونو ټولو د کییف په شمال لوېدیځ بوچه او نورو ځایونو کې د ملکي خلکو د وژنو د راپورونو په خپرېدلو سره وېره او وحشت څرګند کړل.‌

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ په خپل شپني پیغام کې په قهر وه او خبرداری یې ورکړ چې «زموږ خاورې ته ځناور راغلی دی».

د وري په ۱۴مه د کییف په شمال لوېدیځ کې د بوچه په ښارګوټي کې د یوې کلیسا تر شا یو ډله ییز قبر لیدل کیږي. اوکراین او لویدیځو هېوادونو د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه په روسي عسکرو باندې د جنګي جنایتونو ترسره کولو تور ولګاوه چې له کییف سره نږدې ډله ییز قبرونه او وژل شوی ملکي خلک وموندل شول. [سیرګي سوپینسکي/ای اېف پي]

د وري په ۱۴مه د کییف په شمال لوېدیځ کې د بوچه په ښارګوټي کې د یوې کلیسا تر شا یو ډله ییز قبر لیدل کیږي. اوکراین او لویدیځو هېوادونو د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه په روسي عسکرو باندې د جنګي جنایتونو ترسره کولو تور ولګاوه چې له کییف سره نږدې ډله ییز قبرونه او وژل شوی ملکي خلک وموندل شول. [سیرګي سوپینسکي/ای اېف پي]

ویر کوونکي د وري په ۱۴مه په داسې حال کې چې د کییف په شمال لوېدیځ کې په بوچه ښارګوټي کې له یوه ډله ییز قبر سره نږدې راټول شوي دي غبرګون ښیي. [سیرګي سوپینسکي/ای اېف پي]

ویر کوونکي د وري په ۱۴مه په داسې حال کې چې د کییف په شمال لوېدیځ کې په بوچه ښارګوټي کې له یوه ډله ییز قبر سره نږدې راټول شوي دي غبرګون ښیي. [سیرګي سوپینسکي/ای اېف پي]

هغه خپلو خبرو ته په روسي دوام ورکړ او ویې ویل، «زه د هر روسي عسکر له مور څخه غواړم چې د هغو خلکو مړي وګوري چې په بوچه، په ایرپین او هوستومیل کې وژل شوي دي.»

هغه وویل، «زه غواړم چې د روسیې فدراسیون ټول مشران وګوري چې د هغوی اوامر څنګه اجرأ کیږي.»

روسي جنګي اسیرانو د کب په ۲۰مه په یوه خبري کانفرانس کې تایید کړه چې کریملین په اوکراین باندې د یرغل په لړ کې جنګي جنایتونه ترسره کوي.

د اوکرایني ځواکونو له خوا نیول شویو درې روسي هوایي عملې په خبری کانفرانس کې وویل چې هغوی د مرمۍ د خوراک په څېر د جنګ میدان ته ورټېل وهل شول او اوامر ورته وشول چې په ملکي خلکو باندې قصدي بریدونه وکړي.‌

په داسې حال کې چې مسکو په جنوب ختیځ اوکراین باندې خپل ځواک ور متمرکز کوي، زیلینسکي وویل چې هغه یوه ځانګړې ډله جوړه کړې څو د پلازمېنې په شاوخوا کې په هغو سیمو کې چې روسي عسکر ترې وتلي دي د وژنو پلټنې وکړي.

د وژل شویو کسانو شمېر لا معلوم نه دی خو د اوکراین لویې څارنوالې ایرینا وینیدیکتووا وویل چې تر اوسه پورې ۴۱۰ جسدونه موندل شوي دي.‌

او د بوچه ښاروال اناتولي فیدوروک ای اېف پي ته وویل چې ۲۸۰ جسدونه په ډله ییزو قبرونو کې ځای پرځای شول ځکه چې د مرمیو له ویرې په هدیرو کې د مړیو خښول ناشونې ده.‌

د سټیلایټ له لارې د عکسونو اخیستنې کمپنۍ مکسر داسې عکسونه خپاره کړل چې ویل یې په ښار کې د یوې کلیسا په ځمکه کې یې یو ډله ییز قبر ښوده.‌

د ښاروالۍ کارکوونکي سیرهي کپلیچیني ای اېف پي ته وویل چې روسي عسکرو په پیل کې نه پرېښودل چې خلک په بوچه کې مړي خښ کړي.‌

هغه وویل، «هغوی ویل هوا سړه ده پرېږدئ چې همالته پراته وي.»

هغه وویل، بالاخره هغوی وکولی شوای چې جسدونه ترلاسه کړي. موږ د یوه ټرکټر په وسیله یوه لویه کنده واېستله او ټول مو په کې خښ کړل.»

په دغه ښارګوټي کې د ای اېف پي خبریالانو لږ تر لږه ۲۰ جسدونه لیدلي چې د ټولو ملکي جامې پر تن وې او په یوه کوڅه کې پراته ول.‌

جنګي جنایتونه

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا په روسیې باندې د «قصدي ډله ییزې وژنې» ترسره کولو تور ولګاوه، په داسې حال کې چې د زیلینسکي ویاند سیرګي نیکیفوروف وویل چې په بوچه کې شوې وژنې «عین د جنګي جنایتونو په څېر ښکاري».

د روسیې د دفاع وزارت دا ادعا ونه منله او ویې ویل چې په بوچه کې «هېڅ محلي اوسېدونکی» له تاوتریخوالي سره مخامخ شوی نه دی.

هغوی په کییف باندې تور ولګاوه چې د لوېدیځو رسنیو لپاره «په یوه بل رسنيز تولید» کې د مړو د جسدونو عکسونه جعلکاري کوي.

خو روسیه په سوریه او چیچنیا کې په ملکي خلکو او د روغتونونو په ګډون ملکي بېخبناوو باندې د قصدي بریدونو ترسره کولو تاریخچه لري.

د عفوې د نړۍ والې موسسې عمومي منشۍ اګنیس کلامارد د روانې میاشتې په لومړیو کې ای اېف پي‌ ته وویل، «څه چې په اوکراین کې پېښېږي د هغه څه تکرار دی چې په سوریه کې پېښ شوي وو.»

په اوکراین او سوریه دواړو کې روسي ځواکونو هره ورځ په روغتونونو باندې بمونه ورول او ملکي خلک یې په نښه کول.‌

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو رییسې مېشل بچلیټ د دوشنې په ورځ په بوچه کې د مړو د عکسونو په لیدلو سره ډار وښود او د ممکنو جنګي جنایتونو خبرداری یې ورکړ.

دغو مړینو د روسیې پر ضد د نویو ګامونو اخیستلو لپاره غوښتنې زیاتې کړې.

د دوشنبې په ورځ د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست رییس جوزېپ بوریل وویل چې دغه اتحادیه د بندیزونو د یوه نوي پړاو په هکله سملاسي خبرې اترې کوي.‌

دغه راز، بوریل په اوکراین کې د ترسره شویو ادعا شویو جنایتونو د شواهدو په مستندولو کې د اروپایي اتحادیې د مرستې وړاندیز وکړ.‌

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل چې هغه غواړي چې تازه بندیزونه ولګول شي.

مکرون د فرانسې انټر بروډکاسټر سره په خبرو کې وویل، «د جنګي جنایتونو ډېرې ښکاره نښې موجودې دي. په بوچه کې روسي پوځونه موجود ول.»

هغه وویل، نوي ګامونه کېدی شي تېل او د ډبرو سکرو صنایع په نښه کړي.

د جرمني لومړي وزیر اولف شولز وویل، د نويو بندیزونو په هکله به «په را روانو ورځو کې» پرېکړه وشي، او د هغه د دفاع وزیر وویل چې کېدی شي د ګازو واردات پای ته ورسوي.

شولز وویل، «د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه ملاتړي به یې پایلې احساس کړي.»

د پولنډ لومړي وزیر متیووش موراویاڅکي د دوشنبې په ورځ د هغه څه د نړۍ والې څېړنې غوښتنه وکړه چې هغه یو «جینوسایډ» وباله.‌

او د هسپانیا لومړي وزیر پیدرو سانچېز وویل چې د هغه هېواد «به هر هغه څه وکړي ... چې د بشریت پر ضد د جنایتونو، جنګي جنایتونو او که وویل شي جینوسایډ یا نسل وژنې دغه ادعا شوې قضیې وڅېړي.»

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر یوشیماسا هیاشي هم د دوشنبې په ورځ له پولنډ څخه د یوې لیدنې پر وخت له کییف سره نږدې د ملکي خلکو پر ضد «ځانګړی ظالمانه» تاوتریخوالی وغانده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه چې کله دغه ډول خبرونه اورم سخت مې خفه کوي. ذهني شکنجه راکوي. چې ولې انسانان په خپلو کې د یو بل وینو ته ناست دي؟ ولې د انسانیت خوږ ژوند نه کوي؟ ولې د یو بل حقوقو ته په درناوي نه دي قایل؟ زه د اوکراین او روسیې په اړه نور څه ویل نه لرم. ځکه ډېر لیکل په دې هکله شوي او نور به یې هم کوي. خو ما چې د خپل عمر په تېره (۲۶) کلنه دوره کې د وژنو په اړه څومره اورېدلي، پوهېږم چې نیم عمر به یې راکم کړی وي. ما چې سر راپورته کړی او زما په خپل وطن کې جنګ دی او تر اوسه لا یو انسان راپورته کېږي او بل وژني. نور سړی ستړی شي. کله به د جنګ ټغر ورټولېږي؟ کله به انسانان د ځناورتوب پر ځای انسانیت غوره کوي؟ نور د وژنو له خبرو اوریدو کرکه راځي. هغه ماشینونه دې فلج شي چې جنګي وسایل جوړوي!

ځواب ورکړئ

په تېر پسې... جانګ د سه شنبې په ورځ د امنیت شورا کې د اوکراین په اړه وویل: «د پیښې اړوند شرایط او مشخص لاملونه باید تایید او مشخص شي،» هغه زیاته کړه، «مخکې له دې چې بشپړ انځور روښانه شي، ټولې خواوې باید له زغم څخه کار واخلي او له بې بنسټه تورونه ډډه وکړي.» تر اوسه چين پر اوکراين د روسيې پوځي يرغل نه دی غندلی او اسوشيټېډ پرېس خبر ورکوي چې په بوچا کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د انځورونو خپرېدل ښايي پر اوکراین د روسيې د يرغل په اړه د عامه افکارو او ذهنيت د کنټرولولو لپاره د چين هڅې نورې هم پېچلې کړي. پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې، چین په پرله پسې توګه د کړکېچ د حل لپاره د خبرو اترو غوښتنه کړې ده. بیجینګ پر روسیې د اقتصادي بندیزونو مخالفت هم کړی او پر امریکا او ناټو یې تور پورې کړی چې اوکراین ته د وسلو په استولو سره یې جګړه روانه ساتلې ده. د اسوشیتید پریس د راپور له مخې، د چین کمونست ګوند چې د هیواد رسنۍ کنټرولوي، د روسیې په ګټه خپرونې کوي او حتی د اوکراین د جګړې په اړه د روسیې غلط معلومات او نظریات خپروي. د امریکا ولسمشر جوبایډن په بوچا کې د ملکي وګړو د جسدونو د عکسونو له خپرېدو وروسته یو ځل بیا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو "جنګي مجرم" بللی او د هغه د محاکمې غوښتنه یې کړې ده. اروپايي هېوادونو هم دغه پېښه "جنګي جرم" بللې ده. روسیې دا تورونه رد کړي او د بوچا انځورونه یې "جعلي" بللي دي. روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ او لویدیځ په تېره بیا امریکا او ناټو د پوځي یرغل په ځواب کې له اوکراین سره پوځي او بشري مرستو ته دوام ورکړ او پر مسکو یې سخت بندیزونه ولګول.

ځواب ورکړئ

چین د اوکراین په بوچا کې د وژنو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه د امریکاغږ راپور د چین حکومت د اوکراین پلازمېنې کییف ته څېرمه د بوچا په ښار کې د ملکي وګړو د وژنې په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې، خو د دې وژنو په تړاو یې په کوم لوري نیوکه نه ده کړې او نه یې څوک غندلي دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ژاو لي جيان د چهارشنبې په ورځ (د اپريل ۶مه) خبريالانو ته وويل چې په بوچا کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله "ژوره خواشينوونکې" ده، خو د پلټنو تر بشپړېدو پورې بايد له ملامتیاوو اچولو او تورونو لګولو څخه ډډه وشي. څو ورځې وړاندې له بوچا څخه روسي ځواکونه ووتل او بیا چارواکو او ځايي خلکو خبر ورکړ چې روسي ځواکونه له ښاره تر وتلو وروسته د ښار په سرکونو او د استوګنې په سیمو کې تر ۴۰۰ ډېر جسدونه په ملکي جامو کې پراته وو چې لاسونه یې شاته تړل شوي وو. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: "د پیښې حقیقت او لامل باید وپیژندل شي. ټولې خواوې باید له زغم څخه کار واخلي او د تحقیقاتو پای ته رسیدو دمخه د بې بنسټه تورونو له لګولو څخه ډډه وکړي." دا په داسې حال کې ده، چې اوکراین وايي، روسیې په بوچا کې د ملکي وګړو "عام قتل" کړی دی. خو د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، چين په اوکراين کې د بشري ناورين د کمولو لپاره د ټولو نوښتونو او تدبيرونو ملاتړ کوي او چمتو دی چې له نړيوالې ټولنې سره ګډ کار ته دوام ورکړي څو ملکي وګړو ته د هر ډول زيان مخه ونيول شي. په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر، ژانګ جون، مخکې له دې د تحقیقاتو غوښتنه کړې وه، په ښار کې د ملکي تلفاتو راپورونه او انځورونه یې «په ژور ډول ټکان ورکوونکي» بللي وو. نور په بله تبصره کې...

ځواب ورکړئ