امنیت

افغانانو د تېر وخت په یادولو سره د روسیې له خوا د اوکراین غیرقانوني اشغال وغانده

د سلیمان راپور

پولیس افسران د کب په ۶مه د اوکراین د پلازمېنې کییف د یوه کلي په کوشیڅه کوڅه کې د اپارتمانونو په یوه بلاک باندې چې ادعا کیږي یوه ګولۍ پرې لګېدلې ده، په پیره ولاړ دي. [ګینیا ساویلوف/ای اېف پي]

پولیس افسران د کب په ۶مه د اوکراین د پلازمېنې کییف د یوه کلي په کوشیڅه کوڅه کې د اپارتمانونو په یوه بلاک باندې چې ادعا کیږي یوه ګولۍ پرې لګېدلې ده، په پیره ولاړ دي. [ګینیا ساویلوف/ای اېف پي]

کابل -- افغانان چې د شورویانو له خوا د افغانستان اشغال یې په یاد دی، په اوکراین باندې د روسیې برید له نږدې څاري، او د یوه مستبد دیکتاتور له خوا د ترسره شوي یرغل یو ناروا عمل بولي.

شنونکي وایي، د امنیتي اندېښنو او د اوکراین له خوا د ناټو د غړیتوب هیلې په بهانه ګرځولو سره، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین اصلي اراده د اوکراین اشغال ده.

هغوی وایي، تاریخ ښیي چې پوتین د ملکي خلکو د وژلو، د بېخبناوو د ورانولو او د نړۍ وال سولې او امنیت د ټکني کولو پروا نه کوي، او هغه څه کوي چې خپل زړه یې غواړي.

په جرمني کې مېشت د افغانستان د چارو شنونکي ویس ناصري وویل، «هوایي او ځمکنی برید چې له پرمختللیو وسلو او الوتکو څخه په کې کار اخیستل کیږي او پوتین یې نن حکم کړی دی، د یوه خپلواک دولت پر ضد یرغل او د اوکراین له ملي استقلال او ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړاوی دی.»

یو افغان عسکر د ۱۳۹۸ د لیندۍ په ۲۴مه په افغانستان کې د شوروي اتحاد د مداخلې یا تېري د ۴۰مې کلیزې په مناسبت په کابل کې د شوروي د وخت د ویجاړو شویو وسلو تر څنګ تېرېږي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو افغان عسکر د ۱۳۹۸ د لیندۍ په ۲۴مه په افغانستان کې د شوروي اتحاد د مداخلې یا تېري د ۴۰مې کلیزې په مناسبت په کابل کې د شوروي د وخت د ویجاړو شویو وسلو تر څنګ تېرېږي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

هغه وویل، «روسیه هڅه کوي چې له ناټو سره د اوکراین د یوځای کېدلو د مخنیوي په بهانه، اوکراین مات او اشغال کړي.»

نوموړي وویل، «له بده مرغه چې د پوتین په څېر مستبد، ماجرا غوښتونکي او زور غږوونکي سیاستوالان نړۍ وال جنګ پاروي او په نړۍ واله کچه د بې ثباتۍ او انارشۍ سبب کیږي.»

هغه وویل، «پوتین د ازادو او خپلواکو دولتونو په برخلیک باندې لوبې کوي. هغه به د خپلې شیطاني اجندا په تعقیبولو سره، په اروپا کې او له هغه نه اخوا د یوه پوځي ټکر سبب شي او نړۍ وال امنیت او اقتصاد به مختل کړي.»

ناصري وویل، «پوتین د تزار او د شوروي اتحاد د وخت د بیا را ژوندي کولو خوبونه ویني او غواړي چې په پخوانیو شوروي جمهوریتونو باندې بیرته کنټرول ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «له دې امله، له هغو بهانو سره سره چې هغه یې جوړوي،‌ د پوځي عمل تر شا د روسیې نیت اشغال دی.»

هغه خبرداری ورکړ چې، «پوتین هڅه کوي چې د نړۍ تاریخ او جغرافیه بدل کړي.»

ناصري زیاته کړه، «که روسیه په اوکراین کې بریا ترلاسه کړي، ورپسې هدف به یې پولنډ، د بالتیک هېوادونه او اروپایي هېوادونه وي چې مات یې کړي او د اشغال لپاره یې لاره جوړه کړي.»

په کابل کې د پوهنتون یوه استاد او د سیاسي چارو شنونکي فهیم چکري وویل، «په اوکراین باندې د روسیې یرغل د هغه د غیر انساني او غیر اخلاقي څرنګوالي سربېره، له نړۍ وال قانون څخه یوه ښکاره سرغړونه ده.»

هغه یادونه وکړه چې، اوکراین یو خپلواک او مستقل دولت او د ملګرو ملتونو غړی دی.

هغه زیاته کړه، «پوتین یو مستبد سیاستوال دی چې د اوکراین او د هغه د بېخبنا د ویجاړولو حکم یې کړی دی.»

چکري وویل، «موږ له ملګرو ملتونو څخه غواړو چې د روسیې له خوا د اوکراین پر ضد د روان یرغل او له ملي استقلالیت څخه یې د سرغړونې مخه ونیسي. ملګري ملتونه باید د اوکراین او د هغه د خلکو ملاتړ او دفاع وکړي.»

د پوتین له خوا د اوکراین د اشغال پلان

د پنجشنبې په ورځ /د کب ۵مه/ په اوکراین باندې د هر اړخیز تجاوز له پیلولو څخه څو ورځې مخکې، پوتین په یو اړخیز ډول د اوکراین د دوو سیمو دونتسک او لوهانسک چې د یاغیانو تر واک لاندې دي، خپلواکي په رسمیت وپېژندله.

په کابل کې د نړۍ والو اړیکو یوه شنونکي برنا صالحي وویل، «د روسیې له خوا د اوکراین په ختیځ کې د دوو بېلتون غوښتونکیو سیمو په رسمیت پېژندل او په اوکراین باندې پوځي یرغل هېڅ قانوني اساس نه لري.»

هغه وویل، «روسیې د یوه مهندسي شوي ریفرنډم له لارې په ۱۳۸۷ کې له جورجیا څخه ابخازیا او جنوبي اوسیتیا جلا کړلې او هغه یې هلته د خپل پوځي او سیاسي حضور د جوړولو لپاره په رسمیت وپېژندل.»

نوموړي وویل، «د عین لوبې په تکرارولو سره، روسیې په ۱۳۹۳ کې د کریمیا ټاپووزمه له ځان سره ونښلوله.»

صالحي زیاته کړه، «په کییف باندې د روسیې بشپړ برید به د نړۍ نظم ګډوډ کړي او د نړۍ وال ځواک معادله به خرابه کړي.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي سلیم پیګیر وویل، «د دونتسک او لوهانسک اکثر اوسېدونکي روسي ژبي دي چې د یوې وار له مخه پلان شوي توطیې په اساس د روسیې له خوا پاسپورټونه او تابعیت ورکړل شوی دی.»

پوتین خپل پلان د سې شنبې په ورځ عملي کړ او هغه سیمې یې په رسمي توګه په رسمیت وپېژندلې.

پیګیر وویل، دا یو معمول پلان دی.

هغه روښانه کړه چې، «زبرځواکونه، د نورو ځمکو د لاندې کولو لپاره، لومړی د هغو سیمو اوسېدونکیو ته پاسپورټونه او بېلابېلې مرستې ورکوي. د وخت په تېرېدلو سره، له خپلو اتباعو څخه د دفاع په بهانه هغه سیمې اشغالوي.»

هغه وویل، «د اوکراین جګړه به هېڅ ګټونکی ونه لري، او په جنګ کې به ټول اړخونه زیان وویني.»

افغانان د روسي یرغل پر ضد دي

محمد اکبر میرزایي چې د کابل اوسېدونکی او د یوې غیر حکومتي موسسې پخوانی کارمند دی، وویل، «دا د روسیې زوړ عادت دی چې په نورو هېوادونو باندې حمله کوي او خپلواکې سیمې اشغالوي.»

هغه وویل، «شوروي اتحاد ۴۳ کاله مخکې له ۱۰۰۰۰۰ څخه د ډېرو وسله والو عسکرو په مټ زموږ هېواد اشغال کړ چې په پایله کې یې په میلیونونو خلک ووژل شول، ټپیان شول، معلول او بې ځایه شول، او زموږ په هېواد کې له ۴۰ کالونو څخه اوږد جنګ پيل شو.»

میرزایي وویل، «روسیې زموږ په هېواد باندې په یرغل کولو سره زموږ وطن او خلکو ته زیانونه ورسول. نن په اوکراین کې د همداسې کار په کولو سره، هغوی غواړي چې اوکراین د تل لپاره اشغال او بې ثباته کړي او هلته یو ناپایه جنګ پیل کړي.»

هغه وویل، «موږ افغانان چې د روسي یرغل له امله زیانمن شوي یو په اوکراین باندې د مسکو یرغل په کلکو ټکو غندو.»

همدا تېر کال، روسیې هغه وخت د افغانانو غوسه راوپاروله چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ټوېټر له لارې د افغانستان یوه داسې غلطه نقشه خپره کړه چې په کې د افغانستان او چین تر منځ سرحد له منځه وړل شوی وو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوه سخت غبرګون له لیدلو څخه وروسته، د کب په ۲۳مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «د نړۍ تعاملي نقشه چې دلته ښودل شوې ده فقط تقریبي ده او د هېوادونو سرحدونه په صحیح توګه نه ښیي.»

خو د سیاسي چارو افغان شنونکو او د رسنیو کاروونکیو د مسکو وضاحت رد کړ او هغه یې یوه «چټله لوبه» وبلله.

د باور غورځنګ مشر او په کابل کې د سیاسي چارو شنونکي نجیب الله آزاد هغه وخت وویل، «د افغانستان د خاورې د څه برخو پرې کول او یوه بل هېواد پورې یې تړل د ګاونډیانو او سیمې په هکله د روسیې یرغلیز سیاست په ګوته کوي.»

هغه زیاته کړه، «روسیه د نورو سیمو په لاندې کولو کې ښه تجربه لري. تر دې مخکې، هغوی د اوکراین نقشه بدله کړه او کریمیا یې ترې ونیوله.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر د افسوس ځای دی چې ټوله نړۍ ورته ګوري او روسیه په اوکراین یرغل کوي، ملکيان وژني، ښځې وژني، ماشومان وژني، مسافر وژني د نورو هېوادونو څخه تللي کسان چې موخه یې تعلیم، تحصیل او یا هم کار کول و، ناهیلي پراته دي، بې برخلیکه دي، خو هېڅوک یې هم کیسه کې نه دي، نه ورته وایي چې نه داسې نه ده په کار، بلکې له لرې فاصلې په ډېر عادي ډول ورته وايي چې جګړه مه کوئ! په کار داده چې روسیه باندې لکه د یو زنداني په څېر بندیزونه ولګول شي، وزرونه یې ورنه کټ شي. روسیې کلونه وړاندې په افغانستان هم یرغل وکړ، بې ګناه انسانان یې ووژل، ورانی او ویجاړی یې رامنځته کړ، خلک یې بې کوره کړل، احتیاج یې کړل، تر ننه پورې افغانان د همدې بدبختو روسانو له وجې کړېږي، هغه اور چې د روسیې له امله په افغانستان کې بل شوی و لا مړ نه دی او ورځ تر بلې پسې پراخېږي، څوک په یو نوم څوک په بل نوم وژل کېږي، لا د افغانستان غمیزه ختمه نه ده، دا دی اوس یې په اوکراین حمله وکړه او هغه عمل چې کلونه وړاندې یې له افغانستان سره کړی و بیا راتازه کول غواړي چې دې سره افغانانو ته خپل ټپونه بیا تازه شوي دي. خو اوکراینیان به هم داسې د روسیې په تابوت میخونه ټک وهي څنګه چې کلونه وړاندې افغانانو د شوروي اتحاد په تابوت ټک وهلي و. جنګ بربادي ده، که د نړۍ په هر کونج کې وي موږ افغانان یې سخت خلاف یو، ځکه موږ ته یې له هر چا ښه معلومات کېږي!

ځواب ورکړئ

ژوند عجیب دی! ټوله نړۍ ورته رډ رډ ګوري او پوتین په اوکراین حمله وکړه، لګیا دی ملکي خلک وژني، بمونه وروي، راکتونه وروي، ښځې، ماشومان او عادي خلک وژني. پوتین خو نن دا هم وویل چې پخوانی شوروي اتحاد د اوکراین له لاسه خراب شو. دا احمق په دې نه پوهیږي چې شوروي اتحاد افغانانو مات کړ. شوروي اتحاد یو متکبر ځواک وو. د کبر نتیجه خواري او ذلت وي. په افغانستان یې حمله وکړه، افغانانو مقاومت وکړ او شوروي اتحاد یې مات کړ. زه باوري یم چې دا ځل به اوکراینیان ستا مستبده امپراتوري ویجاړه کړي. جنګ یوازې دا نه وي چې څوک په یو ځای باندې حمله وکړي. جنګ مګرمچ دی، چې د ورځې سل بچي زېږوي. جنګ نشه دی، نشه او د نشې اثار دوامدار وي. نړۍ باید د ملکي خلکو د وژلو د مخنیوي لپاره په پوتین باندې فشار واچوي چې خپل جنګ ودروي. مونږ افغانانو څو ځلې دا حالت لیدلی دی. په افغانستان باندې د شوروي اتحاد حمله، د پاکستان او ایران له خوا پیل شوي داخلي جنګونه او بیا د امریکا او ناټو له خوا یرغل او د طالبانو ځانمرګو بریدونو افغانان وران ویجاړ کړل. خدای دې د اوکراین په خلکو بالخصوص په ښځو او ماشومانو باندې رحم وکړي.

ځواب ورکړئ