امنیت

۴۰ کاله وروسته اوس هم د شوروی - افغان جګړې سرتېري له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي

ای اېف پي

یو افغان هلک د لیندۍ په ۷مه د کابل په لمنو کې د یوه سړک پر غاړه د شوروي د دورې د یوه ټانک په پاتې شونو باندې لوبې کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو افغان هلک د لیندۍ په ۷مه د کابل په لمنو کې د یوه سړک پر غاړه د شوروي د دورې د یوه ټانک په پاتې شونو باندې لوبې کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- د کابل شمال ته غرونو کې په خپل کور کې، پخواني مجاهد شاه سلیمان خپلې ژوبلې شوې سترګې پټې کړې، د شنه چای یو غوړپ یې وکړ او د شوروي‌ پر ضد دافغانستان د جګړې چې څلور لسیزې مخکې پیل شوې وه په ترخو یادونو یې خوله وسپړله.

دغه ۶۲ کلن پلار چې په ۱۳۶۴ کال کې د جګړې په ترڅ کې په یوه ځمکني ماین په ختلو سره یې یوه سترګه ړنده او یوه پښه ژوبله شوه، وویل، «کله چې موږ د شورویانو پر ضد جنګ کاوه، موږ د یوې ښې راتلونکي تمه لرله.»

هغه وویل، «له بده مرغه چې حالات ډېر بد شول.»

د مرغومي ۶مه په افغانستان کې د شوروي اتحاد د مداخلې یا پر افغانستان د یرغل ۴۰مه کلیزه ده. دا د یوې لسیزې اوږدې چریکې جګړې پیل ښیي چې تر ۲ میلیونو پورې افغانان یې ووژل، ۷ میلیونه نور یې مجبور کړل چې خپل کورونه پرېږدي او له ۱۴۰۰۰ څخه د ډېرو شوروي عسکرو مړینې ته یې لاره برابره کړه.

پخوانی مجاهد شاه سلیمان د لیندۍ په ۱۴مه په کابل کې خپله پښه چې د شوروي - افغان جګړې پر وخت ټپي شوې وه،‌ ښیي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

پخوانی مجاهد شاه سلیمان د لیندۍ په ۱۴مه په کابل کې خپله پښه چې د شوروي - افغان جګړې پر وخت ټپي شوې وه،‌ ښیي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان کارګران د لیندۍ په ۱۲مه د هرات ولایت په لمنو کې د اوسپنې په یوه فابریکه کې د شوروي د دورې د ماشینونو پاتې شوني ویلې کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

افغان کارګران د لیندۍ په ۱۲مه د هرات ولایت په لمنو کې د اوسپنې په یوه فابریکه کې د شوروي د دورې د ماشینونو پاتې شوني ویلې کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

سلیمان چې په پنجشېر دره کې، چې له پلازمېنې څخه شمال ته د مجاهدینو د مقاومت یوه مهمه سیمه وه، د یوه ۱۲ کسیز ګروپ قومانده پر غاړه لرله، وویل، «دغې جګړې افغانانو او افغانستان ته یوازې بدبختي او ویجاړتیا راوړل.»

په ۱۳۶۸ کال کې د جګړې له پای ته رسېدلو څخه وروسته لسیزو کې او ان تر اوسه پورې، د سلیمان په څېر پخواني افغان جنګیالي او پخواني شوروي عسکر له هغو فزیکي او جذباتي ټپونو څخه کړېږي چې د یوې خونړۍ جګړې په ترڅ کې، چې هدف یې لا تر اوسه هم معلوم نه دی، ور رسېدلي وو.

که څه هم چې جګړه د مجاهدینو په بریا سره پای ته ورسېدله، لاکن وروسته ترې افغانستان په بدبختۍ او جګړه کې سخت ډوب شو، چې پخواني جنګیالي د طالبانو د راپورته کېدلو او هغه تاوتریخوالي ملامتیا چې تر ننه پورې یې په هېواد باندې منګولې ښخې کړي دي په همدغې جګړې باندې ور اچوي.

په روسیه کې، پخواني شوروي عسکر اوس هم هڅه کوي چې د هغې جګړې چې هغه وخت هم عامو خلکو غندلې وه او کتونکي وایي چې د شوروي اتحاد نسکورېدل یې چټک کړل، په هدف ځانونه وپوهوي.‌

د شوروي اتحاد منظمو عسکرو د ۱۳۵۸ د مرغومي په ۳مه د مسکو له خوا د توظیف د حکم له ترلاسه کولو څخه وروسته افغانستان ته رارسېدل پيل کړل څو په کابل کې د شوروي پلوه رژیم ملاتړ وکړي او هغه ملت پاله اسلامي یاغیګري نسکوره کړي چې د بې دینه کمونستانو او د هغوی د اصلاحاتو پر ضد یې مقاومت کاوه.‌

بالاخره، د شوروي سوسیالستي جمهوریتونو د اتحاد له ۶۰۰ زره څخه ډېر عسکر په نوبت سره د افغانستان په بېلابېلو برخو کې وګرځېدل.‌

دغې جګړې هغه وخت د شوروي عوامو په منځ کې هېڅ‌ ملاتړ نه درلود او په ۱۳۶۸ کې د میخایل ګورباچوف د شفافیت د پالیسۍ په دوره کې په رسمي توګه وغندل شوه.

خو د جګړې د میراث د یوې کلي بیا ارزونې د برخې په توګه، د روسیې د پارلمان دفاعي کمېټې د پخوانیو عسکرو د فشار په نتیجه کې د داسې یوې لایحې ملاتړ وکړ چې وایي شوروي عسکرو له افغان مقاماتو سره مرسته وکړه چې «د ترهګرو او افراطي ډلو پر ضد» جګړه وکړي او هغه زیاتېدونکي امنیتي ګواښ یې مهار کړ چې د شوروي اتحاد سوسیالست جمهوریتونه ورسره مخامخ ول.

هېڅ نه دي پاتې

کابل ته د سره لښکر د رارسېدلو پر وخت صدیق رسولزی یو تنکی ځوان وو‌ او په دې نه پوهېده چې څه را روان دي.‌

رسولزي وویل،‌ «زه نه پوهېدم چې جنګ دی. زما مور او پلار به ماته ویل چې جنګ په فلسطین کې روان دی؛ ما هېڅکله هم داسې فکر نه وو کړی چې په مونږ باندې به هم راشي، او بیا داسې چې ۴۰ کاله به روان وي.»

د شوروي د وخت د جګړې نښې اوس هم ښې ډېرې دي. خراب شوي ټانکونه او ورانې شوې څرخکې او نقلیه عرادې اوس هم په اطرافو کې پراته دي، او هم د کابل او مزارشریف په څېر ښارونو کې د شوروي د وخت لویې ودانۍ موجودې دي.

وروسته له هغه چې شورويان د ۱۳۶۸ د سلواغې په میاشت کې ووتل، کمونست حکومت ونشوای کولی چې ځان وساتي او کورنۍ جګړه ونښتله. د ۱۳۷۰مو کالونو تر نیمایي پورې د مجاهدینو له منځه طالبان راوټوکېدل او قدرت یې په لاس کې ونیو.‌

بیا په ۱۳۹۴ کې، وروسته له هغه چې نړۍ وال پوځي حضور په چټکۍ سره د کمېدلو خواته روان شو،‌ رسولزی له افغانستان څخه هندوستان ته لاړ.‌

هغه وارخطا دی چې که متحده ایالات له طالبانو سره د یوې معاملې له لارې وځي، کیدای شي چې په افغانستان کې یو نوی کورنی جنګ ونښلي.‌

اوس رسولزی په نوي ډیلي کې یو کوچنی دوکان لري او په سختۍ سره دومره کوي چې خپل لګښتونه پوره کړي.

هغه وویل، «په افغانستان کې ما هر څه لرل. اوس زه له امنیت څخه پرته نور هېڅ هم نه لرم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500