امنیت

د شوروي له یرغل څخه لسیزې وروسته، اوس هم روسي ماینونه د افغانانو ژوند اخلي

د عمر راپور

د ښځو او ځوانانو په ګډون د هرات ولایت له ۲۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د فبرورۍ په ۱۵مه د هرات ښار شمال ته د شهداي ګمنام سیمه کې راټول شوي ول. هلته هغوی د روسیې پر ضد شعارونه ورکړل او په مسکو باندې یې غږ وکړ چې د هغو قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي چې د ۱۹۷۹ - ۱۹۸۹ د شوروي د یرغل په ترڅ کې وژل شوي ول. [عمر]

هرات -- د شوروي ځواکونو له ماتې او له افغانستان څخه وتلو څخه درې لسیزې وروسته، اوس هم افغانان د یرغل دروند قېمت ګالي.‌

دافغانستان د ماین پاکۍ د همغږۍ مرکز (اېم ای سي سي ای) وایي، د شوروي عسکرو له خوا پاتې ځمکنیو ماینونو او ناچاودو وسیلو د تېرو ۱۰ کالونو په ترڅ کې په افغانستان کې ۵۸۸ کسان وژلي او ۸۸۷ ټپي کړي دي.

په لوېدیځ زون کې د اېم ای سي سي ای رییس عبدالجلیل صادق وویل، د هېواد په لویدیځ زون کې، یواځې په ۲۰۱۹ کال کې له ۲۰۰ څخه ډېر کسان د پاتې شویو چاودېدونکو له امله وژل شوي یا ټپي شوي دي.

هغه زیاته کړه، «په بادغیس ولایت کې پنځه کسان وژل شوي او نهه نور ټپي شوي دي. په فراه ولایت کې ۴۲ کسان وژل شوي او ۵۴ ژوبل شوي دي. په غور کې ۲۲ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپي شوي، او په هرات ولایت کې ۴۲ کسان وژل شوي او ۴۹ ټپي شوي دي.»

دا عکس چې د تېر ډسمبر په ۱۵مه اخیستل شوی په کابل کې د شوروي د وخت د وسلو پاتې شوني ښیي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

دا عکس چې د تېر ډسمبر په ۱۵مه اخیستل شوی په کابل کې د شوروي د وخت د وسلو پاتې شوني ښیي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

دا عکس چې د تېر نومبر په ۲۸مه اخیستل شوی، یو افغان هلک په داسې حال کې ښیي چې د کابل په لمنه کې د شوروي دورې د یوه ټانک په پاتې شونو باندې لوبې کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

دا عکس چې د تېر نومبر په ۲۸مه اخیستل شوی، یو افغان هلک په داسې حال کې ښیي چې د کابل په لمنه کې د شوروي دورې د یوه ټانک په پاتې شونو باندې لوبې کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د ښځو او ځوانانو په ګډون د هرات ولایت له ۲۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د فبرورۍ په ۱۵مه د هرات ښار شمال ته د شهیداي ګمنام سیمه کې راټول شوي او داسې جنډې یې پورته کړي چې د شورويانو ضد شعارونه پرې لیکلي دي. [عمر]

د ښځو او ځوانانو په ګډون د هرات ولایت له ۲۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د فبرورۍ په ۱۵مه د هرات ښار شمال ته د شهیداي ګمنام سیمه کې راټول شوي او داسې جنډې یې پورته کړي چې د شورويانو ضد شعارونه پرې لیکلي دي. [عمر]

صادق زیاته کړه، «له ۱۹۹۰ راهیسې، په لوېدیځ زون کې ۲۶۷ مربع کیلومتره ساحه له ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو څخه پاکه شوې ده. په پاکو شویو سیمو کې، ۳۰۷۲۵ پرسونل ضد ماینونه،۲۳۶۶ د ټانک ضد ماینونه او شاوخوا ۲ میلیونه ناچاوده توکي په ګوته شوي او شنډ کړای شوي دي.»

له ۱۹۹۰ راهیسې، چارواکو په لویدیځ زون کې د ماینونو او زړو ناچاوده توکو په اړوندو چاودنو کې شاوخوا ۳۰۰۰ پېښې ثبت کړي دي. هغه وویل،‌ دا ټول ماینونه او ناچاوده توکي په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د یرغل له دورې څخه پاتې شوي دي.

صادق وویل، په لویدیځ زون کې د پاتې ځمکنیو ماینونو د پاکولو کار ۸۰٪ بشپړ شوی دی.

هغه زیاته کړه، اوس هم هغه ځمکني ماینونه چې کشف شوي نه دي د ماشومانو په ګډون د بې ګناه ملکي خلکو ژوند ګواښي.

غرامت ورکول

د ښځو او ځوانانو په ګډون د هرات ولایت له ۲۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د فبرورۍ په ۱۵مه د هرات ښار شمال ته د شهید ګمنام سیمه کې راټول شوي ول. هلته هغوی د روسیې پر ضد شعارونه ورکړل او په مسکو باندې یې غږ وکړ چې د هغو افغانانو کورنیو ته تاوان ورکړي چې د ۱۳۵۸ - ۱۳۶۸ د شوروي د یرغل په ترڅ کې وژل شوي ول.

شهدای ګمنام د جګړې د قربانیانو د یادګار یوه ساحه ده.‌

د هرات ښار یوې اوسېدونکې ازیتا سلیم شاهي وویل، روسانو په میلیونونو افغانان ووژل، ټپي او معیوب کړل، له دې امله هغوی باید د خپلو جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.

هغې وویل، «روسانو شاوخوا ۱۰ کاله بې ګناه افغانان ووژل؛ ځینې یې ژوندي ښخ کړل. موږ غواړو چې روسیه تاوان ورکړي.»

هغې زیاته کړه، روسی رژیم نن ورځ هم افغانان ژوبلوي، ځکه چې هغوی د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او وسلې ورکوي چې هغوی بیا په خپل وار سره بې ګناه ملکي خلک وژني.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي فیروزاحمد بهزاد وویل، «موږ په نړۍ واله ټولنه او ملګرو ملتونو باندې غږ کوو چې د روسیې په جنایتونو باندې دې سترګې نه پټوي، او هغوی باید د افغانستان په قضیه باندې بیاکتنه وکړي او ویې څېړي ځکه چې روسیې په میلیونونو افغانان ووژل، معیوب کړل او د وطن پرېښودلو ته یي مجبور کړل.»

هغه وویل، «روسانو زموږ دوه خپلوان -- زما ترونه -- ژوندي ښخ کړل. زموږ په څېر په زرګونو کورنیو له روسیې سره په جګړه کې خپل عزیزان له لاسه ورکړل، خو تر اوسه پورې هیچا له روسیې څخه ونه پوښتل چې ولې هغوی ... بې ګناه ملکي خلک په ډله ییز ډول ووژل.»

هغه وویل، د میلیونونو افغانانو د وینو تویېدل باید له پامه ونه غورځول شي، او مسکو باید د دې ځواب ووایي.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي د فبرورۍ په ۱۵مه په داسې حال کې چې د شهداي ګمنام په څلي یې د ګلانو ګېډۍ اېښودله، وویل، د روسیې رژیم باید افغانانو ته د شوروي اتحاد لخوا د ترسره شویو جنایتونو تاوان ورکړي.

«روسیې نه یواځې په میلیونونو افغانان په ډله ییز ډول ووژل او معیوب کړل، بلکې همدارنګه یې د هېواد بېخبناوې ویجاړې کړې او افغانستان یې په کنډوالو باندې بدل کړ.»

په افغانستان کې بې ثباتي خپرول

رحیمي وویل، سربېره پر دې، مسکو له تېرو ۴۰ کالونو راهیسې په افغانستان کې د بې ثباتۍ او ناامنۍ کې لاس لري.

هغه زیاته کړه، له ماتې خوړلو او له افغانستان څخه وتلو نه وروسته، شوروي اتحاد هېواد په کنډوالو بدل شوی پرېښود، په میلیونونو افغانان یې ووژل، ټپي او معیوب کړل، هېواد یې ویجاړ کړ او یو دردناک جنګ یې پرې تحمیل کړ.

رحیمي وویل، «په افغانستان کې جګړه د روسیې د یرغل نتیجه ده، او دغه هېواد [روسیه] په افغانستان کې د څلورو لسیزو د اوږدې جګړې تر شا اصلي عامل دی.‌ په افغانستان باندې په یرغل کولو سره، روسان د دې سبب شول چې په دغه هېواد کې یو خونړی جنګ پیل کړي چې تر اوسه پورې افغانان وژني.»

هغه زیاته کړه، د شوروي د اشغال له وخت څخه راپاتې شوي ناچاوده توکي او ځمکني ماینونه اوس هم د ښځو او ماشومانو په ګډون بې ګناه ملکي خلک وژني.‌

هغه په روسانو باندې تور ولګاوه چې په ښارونو، کلیو، دښتو او غرونو کې یې ځمکني ماینونه کرلي دي.‌

هغه زیاته کړه، «د روسیې حکومت باید د پخواني شوروي اتحاد له برخلیک څخه د عبرت درس واخلي، او د افغانستان پهچارو کې باید هېڅکله هم لاس ونه وهي.»

هغه وویل، «د روسیې حکومت باید د ترهګرۍ د ملاتړ کولو پر ځای له افغانانو او افغان حکومت سره مرسته وکړي ترڅو په افغانستان کې د هغو جنایتونو یو څه جبیره کړي چې ترسره کړي یې دي. افغانان به د نړۍ والې ټولنې په مرسته یوه ورځ له هغو څخه چې افغانستان یې ویجاړ کړی دی د ځواب ویلو پوښتنه وکړي.»

د مجاهدینو یوه پخواني مشر او د افغانستان د انرژۍ او اوبو پخواني وزیر محمد اسماعیل خان وویل، د شوروي له ماتې او افغانستان نه له وتلو څخه حتی ۳۱ کاله وروسته هم ځینې وختونه په کلیو او دښتو کې د زړو بمونو او ناچاوده توکو د چاودنو اوازونه اورېدل کیږي.

هغه د شوروي اتحاد د ماتې د ۳۱مې کلیزې د لمانځلو په مناسبت په هرات ښار کې یوې غونډې ته وویل، روسانو په ټول افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو په شیندلو سره یو وحشیانه میراث پرېښود.‌

هغه زیاته کړه، «روسان له ماتې سره مخامخ او په شرمېدلي ډول ووتل، خو هغوی جګړه په نړۍ واله سطحه پراخه کړه. د متحده ایالاتو په زړه کې په نیویارک کې د نړۍ وال تجارتي مرکز [چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر په ۱۱مه الوتکه تښتوونکیو په نښه کړ] را غورځېدل او ورپسې رامنځته شوې جګړه په افغانستان باندې د روسي یرغل یوه نتیجه وه.»

خان وویل، په افغانستان کې د تحمیل شویو جنګونو تر شا اصلي عامل روسیه ده، او تر اوسه پورې یې هم خپله لاسوهنه پای ته نه ده رسولې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا معلومات په حقیقت ولاړ نه دي ځکه چې افغانان پخپله پردیو ته په افغانستان باندې د نفوذ ترلاسه کولو لپاره دروازې پرانیزي او دا روښانه ده چې که مونږ سره یو لاس نه اوسو او یو بل ته لاسونه سره ور نه کړو مونږ به هېڅکله هم د ټولو لپاره یو خوندي هېواد ونه لرو.‌

ځواب ورکړئ

روسیه د افغانستان او افغانانو د نه بخښلو وړ دښمن دی. افغانستان د روسیې له امله په اور کې سوزېږي. که روسیې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه وای کړې او په دې هېواد باندې یې یرغل نه وای کړی، اوس به مونږ په خپل هېواد کې جګړه نه لرلی. مونږ ښه هېواد، ښه امنیت، ښه اقتصاد درلودل، مونږ ښه اردو لرله، هر څه سم وو، خو کله چې روسیې یرغل وکړ، هر څه ګډوډ شول. متحده ایالاتو د پاکستان په مرسته په لسګونو جهادي ډلې جوړې کړې چې د هغې د پخواني دښمن سره جنګ وکړي او ماتې ورکړي. متحده ایالات په خپلو هدفونو کې بریالي شول او روسیې ته یې،‌ چې هغه وخت د نړۍ زبرځواک بلل کېده، ماتې ورکړه، خو له روسیې سره د متحده ایالاتو دښمنۍ افغانستان بدبخت کړ. په هېواد کې په میلیونونو ماینونه وکرل شول. دغو ماینونو د زرګونو کسانو ژوند واخیست او په زرګونو نور یې معلول کړل. د افغانستان د وضعیت د خرابولو مسؤله روسیه ده. هغه باید اوس افغانانو ته د دې ځواب ورکړي چې ولې یې دا ټول کارونه ترسره کړل او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بنده کړي. روسیه اوس هم په افغانستان کې د شمال ټلوالې ملاتړ کوي، هغوی ته پیسې او وسلې ورکوي او له هغوی څخه غواړي چې د مرکزي حکومت غوښتنې ونه مني. هغه اوس هم غواړي چې د شمال ټلوالې په لاس افغانستان تجزیه کړي او په څو برخو باندې یې ووېشي.

ځواب ورکړئ

روسانو واقعا د ماینونو په شیندلو سره د افغانانو پر ضد غټ ظلم وکړ. اوس باید روسیه، امریکا، چین او نور مسؤل قدرتونه په پاکستان او ایران باندې فشار راوړي چې د ترهګرو او طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي او د افغانستان حکومت سره خبرو ته یې کېنوي.

ځواب ورکړئ