جرم او انصاف

د هرات انځورتون په افغانستان کې د شوروي د اشغال پر مهال ترسره شوي جنایتونه نندارې ته وړاندې کوي

د عمر راپور

په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د جنایتونو او ظلمونو په هکله یوه انځورتون د روسیې د رژیم په مقابل کې د خلکو غوسه بیا راوپاروله، او د افغانستان په چارو کې د هغوی دوامداره لاسوهنه یې په ګوته کړه. دغه انځورتون چې د هرات ولایت د هرات ښار په علامه سلجوقي تالار کې دایرشوی وو، د ۱۳۹۹ د زمري له ۳۰مې څخه د وږي تر ۱ پورې د خلکو پر مخ پرانستی وو. [عمر]

هرات -- په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د جنایتونو او ظلمونو په هکله یوه انځورتون د مسکو په مقابل کې د خلکو غوسه بیا راوپاروله، او د افغانستان په چارو کې د هغوی دوامداره لاسوهنه یې په ګوته کړه.

دغه انځورتون چې ۱۰۰ تور او سپین انځورونه په کې لګېدلي وو د زمري له ۳۰مې څخه د وږي تر ۱ پورې د هرات ښار په علامه سلجوقي تالار کې پرانستی وو.‌

د دغه انځورتون هدف دا وو چې په افغانستان کې د شورويانو جنایتونه وښیي او د شوروي د ۱۳۵۸-۱۳۶۸ د یرغل په هکله د ځوانانو خبرتیا زیاته کړي. د هغه یرغل په ترڅ کې له ۱ میلیون څخه ډېر افغانان ووژل شول.

د پروګرام منتظم طارق نبي وویل، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په افغانستان کې د خپل هېواد د موجودې پراختیا غوښتونکې قاعدې تر شا دی.

د مجاهدینو یو پخوانی جنګیالی د زمري په ۳۰مه په هرات ښار کې د انځورونو په یوه نندارتون کې خپل یوه عکس ته چې هغه په کې په افغانستان باندې د شوروي د یرغل پر مهال د جنګ په حال کې لیدل کیږي، ګوري. [عمر]

د مجاهدینو یو پخوانی جنګیالی د زمري په ۳۰مه په هرات ښار کې د انځورونو په یوه نندارتون کې خپل یوه عکس ته چې هغه په کې په افغانستان باندې د شوروي د یرغل پر مهال د جنګ په حال کې لیدل کیږي، ګوري. [عمر]

هغه زیاته کړه، «روسیه طالبانو ته پیسې او وسلې ورکوي، او هڅه کوي چې جنګ زور واخلي چې په نتیجه کې یې افغانان وژل کیږي او افغانستان ورانیږي. روسیه باید له تېر څخه عبرت واخلي او له تکرار څخه یې ځانونه وساتي.»

نبي وویل، «د روسانو جنایتونه به په افغانستان کې هېڅکله هم هېر نشي ځکه چې هغه په تاریخ کې ثبت شوي دي. د شورویانو ظلمونه او د هغوی له خوا د عادي افغانانو وژل په تاریخ کې د انسانیت پر مخ د داغونو او د یوې تورې دورې په توګه ثبت شوي دي، او زموږ به په یاد پاتې وي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي‌ عبدالله کریمي وویل، په دغه انځورتون کې ښودل شوي جنایتونه د روسیې د رژیم اصلي څېره څرګندوي، ځکه چې هغوی تل په ګڼو هېوادونو کې له کوم دلیل څخه پرته ظلمونه او ډله ییزې وژنې ترسره کړي دی.‌

هغه زیاته کړه، «موږ افغانان به هېڅکله هم د روسیې جنایتونه هېر نه کړو. دغه هېواد زموږ په میلیونونو هېوادوال ووژل او معیوب کړل، او زموږ بېخبناوې یې ړنګې کړې.»

هغه وویل، «روسیې له کومې توجیه څه پرته په افغانستان باندې یرغل وکړ او په سلګونو زره بې ګناه انسانان یې ووژل. د روسیې په وړاندې زموږ کرکه به کمه نشي، او موږ به هېڅکله هم دغه ظالم هېواد ته بښنه ونه کړو.»

د روسیې لاسوهنه غندل

د هرات والي سید وحید قتالي وویل، «روسیه لېواله ده چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس ووهي، خو افغانان به دغه هېواد ته اجازه ورنه کړي چې لاس ووهي او تاریخ تکرار کړي.»

هغه وویل، «د ترهګرو د ملاتړ کولو وخت تېر شوی دی، او دغه ډول بې معنی لاسوهنه باید ودرول شي. ډېر هېوادونه تمایل لري چې په افغانستان کې لاسوهنه وکړی، خو د دغو هڅو مخه نیول شوې ده.»

قتالي وویل، که د روسیې رژیم یو ځل بیا هڅه وکړي چې د افغانانو ګټو ته زیان ورسوي، افغانان به یې پر ضد د درې لسیزو مخکې وخت په څېر راپورته شي،‌ او اجازه به ورنه کړي چې هغوی خپل هدفونه ترسره کړي.»

هغه وویل، په هېواد باندې د شوروي یرغل د افغانانو د ملي او دیني ارزښتونو سپکاوی وکړ، او په نتیجه کې یې هغوی یوه شرموونکې ماتې وخوړله.

د هرات د حج او اوقافو ریاست مرستیال مولوي عبدالغني جمشېدي وویل،‌ روسي مشران او سیاستوال باید له ماضي څخه زده کړه وکړي او په افغانستان کې د لاسوهنې هڅې ودروي.

هغه زیاته کړه، «کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ او هېواد یې ویجاړ کړ، هغوی د افغانانو له مقاومت او بالاخره ماتې سره مخامخ شول، او په شرمېدلي ډول له افغانستان څخه ووتل. په افغانستان کې د هغوی ماتې باید د روسیې د مشرانو او راتلونکي نسل لپاره یو درس پاتې شي چې بیا په افغانستان کې لاس ونه وهي.»

هغه وویل،‌له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو څخه د روسانو ملاتړ د هغو غلطیو تکرار دی چې د هغوی د موجود نسل پلرونو کړې وه.

جمشېدي زیاته کړه، «هغه کسان چې له روسیې سره مرسته کوي چې په افغانستان کې خپل هدفونه ترسره کړي بېخي د هغو په څېر دي چې زموږ په هېواد باندې د روسانو د یرغل پر وخت یې د هغوی ملاتړ کاوه، او هغوی به له شرم او ماتې څخه پرته بل هېڅ شی ونه ویني.»

هغه وویل، «هره ډله یا ګوند چې په افغانستان کې د روسیې د هدفونو ملاتړ کوي هغوی به د هغو په څېر له ماتې سره مخامخ شي چې درې لسیزې مخکې په شرمېدلې توګه له افغانستان څخه ووتل.»

د جنګ تاوان

یوه پخواني مجاهد محمد غوث احراري چې د روسیې پر ضد یې جنګ کړی او په جنګ کې یې د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي، وویل، روسي عسکرو هېڅ رحم نه درلود او په سلګونو افغانان یې ژوندي خښ کړل.‌

هغه وویل، «موږ د داسې عادلانه نړۍ والو محاکمو غوښتنه کوو چې وکولی شي په افغانستان کې د روسیې جنایتونه په دقیق ډول وارزوي او په دغه هېواد باندې فشار واچوي چې افغانانو ته د هغو جنایتونو تاوان ورکړي چې په افغانستان کې یې ترسره کړي دي.»

احراري وویل، «روسیه ډارېږي چې افغانستان به یوه ورځ د تاوان غوښتنه وکړي؛ له دې امله، روسیه اجازه نه ورکوي چې افغانستان یو پیاوړی حکومت ولري، او هغوی د حکومت مخالفو عناصرو ته د وسلو ورکولو له لارې جنګ روان ساتي او حکومت کمزوری کوي.»

یوه پخواني مجاهد محمد یعقوب وویل، د روسیې رژیم باید د ۱.۵ میلیونو بې ګناه افغانانو د وینې تاوان ورکړي او هغه بېخبناوې چې هغوی ویجاړې کړې دي بېرته ورغوي.

هغه وویل، «که انصاف وي او نړۍ واله ټولنه وغواړي، روسیه باید د هغو جنایتونو تاوان ورکړي چې په افغانستان کې یې ترسره کړي دي.»

هغه زیاته کړه، «تاریخ ښیي چې افغانانو نه غوښتل چې جنګ وکړي ځکه چې افغانان سوله دوست خلک دي.»

یعقوب وویل، «دا روسان ول چې په افغانستان باندې یې یرغل وکړ او افغانان یې مجبور کړل چې له خپل هېواد څخه دفاع وکړي. روسانو بې ګناه افغانان ووژل او زموږ هېواد یې په کنډوالو باندې بدل کړ.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان د څلوېښت کلن جنګ د ټولو بدبختیو عامل روسیه ده. که هغه هېواد څلوېښت کاله مخکې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه وای کړې او خپل عسکر یې افغانستان ته نه وای راوستي، اوس به مونږ یو ډېر پرمختللی هېواد درلودلی چې ان له ترکیې نه به هم مخکې وو. د شوروي اتحاد له یرغل او په افغانستان کې د هغه هېواد له ماتې څخه وروسته، د افغانستان ټولې بېخبناوې ویجاړې شوې،‌ او جنګ چې په افغانستان باندې د شوروي اتحاد په یرغل سره پيل شو، اوس هم روان دی. له دې امله، روسیه د میلیونونو خلکو د وژنې او په دې هېواد کې د وضعیت د اختلال سبب دی. په افغانستان کې د سولې له رامنځته کېدلو څخه وروسته، په کار دی چې روسیه تر راتلونکو څلوېښتو کالو پورې افغان حکومت او خلکو ته وړیا مرسته ورکړي چې د افغانستان حکومت وکولی شي بیا په خپلو پښو باندې ودریږي.‌

ځواب ورکړئ

دویمه برخه په افغانستان کې هر چا ظلم وکړ. روسیې ظلم وکړ، د روسیې له خوا حمایه شوي کمونست رژیم ظلم وکړ، مجاهدینو ظلم وکړ،‌ طالبانو ظلم وکړ،‌ له طالبانو څخه وروسته حکومت ظلم وکړ، او اوس هم د دې حکومت مشران د دې لپاره سوله نه کوي چې قدرت له لاسه ورنه کړي.‌ که هغوی په ریښتیا سره ظالمان او د قدرت په مینه کې غرق نه وي، بیا ولې حکومت طالبانو ته، چې په افغانستان کې یې اشغال پای ته ورساوه او متحده ایالاتو ته یې ماتې ورکړه، په لاس نه ورکوي؟‌ هغوی هره ورځ وایي چې د دیموکراتیک نظام او درې رنګه بیرغ دفاع کوي.‌ دا دیموکراتیک نظام، چې په کې ظلم، بې عدالتي او اداري فساد چیغې وهي، حتی د اردو یا پولیسو د یوه عسکر په مرګ نه ارزي.‌ د افغانستان د خلکو لپاره سوله مهمه ده، نه دیموکراتیک نظام یا امارتي نظام. د افغانستان غریب خلک سولې او ډوډۍ ته اړتیا لري، نه د افغان حکومت درې رنګه بیرغ یا د طالبانو سپین بیرغ ته.

ځواب ورکړئ

دا ښه ده چې د روسانو د جنایتونو په هکله یو مستند وښودل شو، خو د مجاهدینو جنایتونه،‌ چې د روسیې له ماتې څخه وروسته یې په افغانستان کې ترسره کړل، په زرګونو خلک یې په وحشیانه ډول ووژل، هیواد یې ویجاړ کړ او د طالبانو د راپورته کېدلو سبب شول، هم باید وښودل شي. د حامد کرزي د واکمنۍ پر وخت، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د مجاهدینو د جنایتونو یو مستند جوړ کړ او په پام کې وه چې نندارې ته وړاندې کړای شي، خو د هغه وخت حکومت کمېسیون ته اجازه ورنه کړه چې دا کار وکړي، ځکه چې په هغو جنایتونو کې د ولسمشر د مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم په شمول ډېر جیګپوړي چارواکي ښکېل ول.‌‌ د وروستي شل کلن حکومت مستند هم باید وښودل شي. کله چې امرالله صالح د ملي امنیت ریاست رییس وو، هغه د طالبانو په نامه په زرونو خلک ووژل. د افغانستان په شمال کې، شمالي ټلوالې په زرونو پښتانه مشران ووژل.‌ هغوی د پښتنو ځمکې په زور ونیولې. جنرال دوستم په فاریاب، سمنګان او نورو شمالي ولایتونو کې پښتانه کمزوري کړل. له دې امله، په شمال کې وضعیت خراب شو او پښتانه د حکومت پر ضد ودرېدل.‌ امریکایانو هم په افغانستان کې ظلمونه ترسره کړل، هغوی په افغانستان کې په زرونو ملکي خلکو باندې بمونه وورول.‌ که مونږ حقیقت ووایو، مونږ باید ټول هغه خلک چې په افغانستان کې یې جنایتونه ترسره کړي دي افشا کړو. د لومړۍ برخې پای

ځواب ورکړئ

په افغانستان باندې باید نه روسانو تېری کړی وای او نه امریکایانو. کله چې سړی په افغانستان باندې د شوروي اتحاد له یرغل څخه مخکې وخت ته وګوري، هم روسانو او هم امریکایانو د افغانستان په جوړونه کې کار کاوه. دواړو هېوادونو په افغانستان کې تعمیراتي کارونه ترسره کول چې هم افغانان پرې خوشحال ول او هم د امریکایانو او روسانو نوم پرې ښه کېده، خو بدبختانه چې روسانو جنایت ترسره کړ، په افغانستان باندې یې یرغل وکړ، د افغانستان ولسمشر (حفیظ الله امین) یې وواژه، او نورو ظلمونو ته یې هم دوام ورکړ او ګڼ شمېر خلک یې ووژل. بل طرف ته د پاکستان له خوا تربیه شویو د حکومت مخالفینو چې ځانونه یې مجاهدین بلل د امریکا په پیسو او وسلو یې ګڼ شمېر افغانان ووژل، بېخبناوې یې ویجاړې کړې او بیا په خپلو کې سره ونښتل چې کابل ښار یې وران کړ او د افغانانو عزت یې لوټ کړ. اوس په کار دی چې امریکا، روسیه، چین، پاکستان،‌ ایران، هند او نور هغه هیوادونه چې د افغانستان په جنګ کې خپلې ګټې ویني سره کېني، د افغانستان ستونزه حل کړي او پرېږدي چې افغانان یو سوله ییز او انساني ژوند وکړي.‌

ځواب ورکړئ