امنیت

طالبان د روسیې د ګوډاګیانو په توګه د شورویانو پر ضد د افغانانو د قربانیو په وړاندې خیانت کوي

د نجیب الله راپور

دا عکس چې د ۱۳۹۷ د سلواغې په ۱۸مه اخیستل شوی،‌ افغان پولیس د کابل شمال ته پنجشېر ولایت کې په داسې حال کې ښیي چې د شوروي د دورې د ټانکونو له پاتې شونو سره راټول شوي دي. کتونکي وایي، د شوروي په ملاتړ د طالبانو تکیه د هغو کسانو له یادونو سره خیانت دی چې د شورویانو پر ضد جګړه کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دا عکس چې د ۱۳۹۷ د سلواغې په ۱۸مه اخیستل شوی،‌ افغان پولیس د کابل شمال ته پنجشېر ولایت کې په داسې حال کې ښیي چې د شوروي د دورې د ټانکونو له پاتې شونو سره راټول شوي دي. کتونکي وایي، د شوروي په ملاتړ د طالبانو تکیه د هغو کسانو له یادونو سره خیانت دی چې د شورویانو پر ضد جګړه کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- شنونکي او کتونکي وایي، د روسیې رژیم سره د طالبانو نږدې اړیکې د هغو افغانانو د قربانیو توهین دی چې په افغانستان باندې د شوروي د یرغل په مقابل کې یې جنګ کړی دی او د دغې ډلې نهیلي څرګندوي.‌

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو یوې وکیلې مسعودې کروخي وویل، په داسې حال کې چې طالبانو په هېواد کې د مسکو د ګټو د ساتلو په برخه کې مرسته کړې ده، د روسیې ملاتړ د اورپکې ډلې د بقا لپاره حیاتي رول لري.‌

کروخي وویل، «روسیه چمتو ده چې په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره هر څه وکړي

هغې زیاته کړه، «روسیه د ایران ترڅنګ د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هغوی سرسخت دښمنان ول، خو اوس دغه هېواد د طالبانو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې افغانستان ویجاړ کړي.»

هغې زیاته کړه، «درې یا څلور کاله مخکې له بادغیس څخه راغلیو خلکو راپور ورکړ چې طالبانو له روسیې څخه پوځي تجهیزات ترلاسه کول. تر دې چې روسیې طالبانو ته د شپې لیدونکی دوربینونه ورکړل چې هغوی زموږ د یو شمېر زړورو عسکرو په شهیدولو کې ترې کار واخیست.»

د قدرت سوال

په ولسي جرګه کې د هرات ولایت یوه استازي نذیر احمد حنفي وویل،‌له روسیې سره د طالبانو اړیکې ښیي چې دغه ډله تل د بهرنیو هېوادونو ګوډاګۍ وه او هغه هېڅکله هم د اسلامي حکومت د جوړولو په فکر کې نه ده.

هغه د روسیې رژیم سره د یاغي ډلې اتحاد ته په اشارې سره وویل، «طالبان د اسلامي دولت د رامنځته کولو په نسبت قدرت ترلاسه کولو ته ترجیح ورکوي، او کله چې هغوی په قدرت باندې تمرکز کوي،‌ بیا بل هېڅ شی نشي لیدلی.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي احمد بهروز وویل، طالبان هر ډول مرستې ته محتاج دي.‌

هغه وویل، «طالبان د دې لپاره له افغانانو سره جنګ کوي چې واک او پیسې ترلاسه کړي،‌ او دا مهمه نه ده چې له کوم هېواد څخه یې ترلاسه کوي.»

بهروز وویل، «له بده مرغه چې زموږ ګاونډیان په ځانګړې توګه ایران او روسیه هره هڅه کوي چې د افغانستان ځوانه ولسواکي له منځه وېسي، او طالبان له هر هېواد څخه مرسته غواړي ځکه چې د هغوی لپاره فرق نه کوي.»

هغه زیاته کړه، «دا د خفګان خبره ده چې طالبان جنګ ته دوام ورکوي څو قدرت ترلاسه کړي،‌ او هغوی په ښکاره له روسیې څخه چې یو وخت یې په افغانستان باندې برید وکړ او زموږ په سلګونو زره هېوادوال افغانان یې شهید او معلول کړل، مرسته غواړي.»

د کابل ښار یوه اوسېدونکي احمد فرهاد چې ۲۶ کاله عمر لري، وویل، د طالبانو کارونه مسکو ته دا وړتیا ورکوي چې یو ځل بیا په غیر مستقیم ډول افغانان ووژني.‌

هغه وویل، «په افغانستان باندې د شوروي د یرغل په ترڅ کې زما نیکه شهید شو، زما پلار خپله پښه له لاسه ورکړه او زموږ په زرګونو بې ګناه هېوادوال ووژل شول،‌ خو طالبانو له هغه یرغلګر هېواد سره چې هڅه کوي یو ځل بیا افغانان ووژني، ملګرتیا پیل کړې ده.»

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د حقوقو د پوهنځي محصل سباوون همدرد وویل، طالبان ملي او تاریخي ګټو ته درناوی نه کوي او له هر هغه چا سره چې کولی شي له هغوی سره د حکومت پر ضد د جنګ په جاري ساتلو کې مرسته وکړي اړیکې جوړوي.

همدرد وویل، «له بده مرغه چې طالبان له دې سره سره چې ځانونه افغانان بولي، د ملي ارزښتونو، په ځانګړې توګه د روسانو د یرغل پر ضد د افغان جهاد درناوی نه کوي.»

هغه زیاته کړه، «طالبان،‌د خپلې جګړې د جاري ساتلو لپاره، د هغې روسیې ګوډاګیان شوي دي،چې افغانستان یې ویجاړ کړ او په میلیونونو افغانانو یې شهیدان او معلولین کړل.»

مذهبي توجیه نه لري

دیني عالمان وایي، په افغانستان کې د طالبانو جګړه دیني توجیه نه لري، ځکه چې د روسانو په پیسو د افغانانو وژل «جهاد» نشي بلل کېدلی.

په کابل کې یوه دیني عالم محمد سالم حسني وویل، «دا چې طالبانو له متحده ایالاتو سره د سولې تړون لاسلیک کړی دی، هغوی داسې معتبره بهانه نه لري چې د بهرنیانو پر ضد جنګ ته دوام ورکړي او د افغانانو پر ضد جهاد اعلان کړي.»

حسني وویل، «د افغانستان حکومت یو اسلامي حکومت دی. حکومت هېڅکله هم اسلامي اوقاف او قواعد نه دي محدود کړي،‌ بلکې ساتلي، حمایه کړي او تقویه کړي یې دي.»

هغه زیاته کړه، «په افغانستان، جده، مکه معظمه او اندونیزیا کې علماوو په ښکاره په دې توافق وکړ چې افغان حکومت یو اسلامي حکومت دی، او د دغو علماوو د فتوا په اساس، د حکومت پر ضد هر تاوتریخوالی او جګړه ممنوع دي.»

په ولسي جرګه کې د بدخشان یوه استازي مولوي ذبیح الله عتیق وویل، په اسلام کې جهاد ډېر ظرافتونه لري او یو شمېر شرایط لري چې په افغانستان کې نه پوره کیږي.‌

عتیق وویل،‌ «زموږ حکومت ډېرې ستونزې لري؛ موږ له هغو څخه انکار نشو کولی، خو طالبان په اسلام کې داسې هېڅ توجیه نشي موندلی چې هغوی ته د جهاد په نامه د افغانانو د وژلو او د اسلامي ارزښتونو د ساتلو اجازه ورکړي.»

عتیق زیاته کړه، «تاسو په اسلامي احکامو کې هېڅ چېرې دا نشئ موندلی چې په لسګونو ملکي خلک ووژنئ او داسې افغان عسکر چې هغه هم مسلمانان دي په نښه کړئ.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي سید جواد حسیني وویل، د طالبانو له تاوتریخوالي څخه ډک فعالیتونه په اسلام کې ځای نه لري او دغه ډله مجبوره شوې ده چې د خپلې بقا لپاره د روسیې مرسته وغواړي.‌

هغه وویل، «طالبانو تل داسې بریدونه او فعالیتونه ترسره کړي چې له اسلامي هدایاتو او د افغانستان له ملي ارزښتونو سره یې هېڅ تړاو نه درلود،‌ او د هغوی ویجاړوونکي بریدونه له اسلامي اساساتو څخه سرغړونه کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یو خو موږ و نه پوهیدو چې دا سلام ټایمز د پاکستان رسنۍ ده او که د سینټکام؟ هرکله چې د افغانستان د بدخواهو ګاونډیانو خبره کیږي نو یوازې د ایران نوم اخیستل کیږي، دا پاکستان لکه چې بیخي د افغانستان په جګړه او د طالبانو په ملاتړ کې هیڅ رول نلري؟ او که تاسو فکر کوئ چې موږ واښه خورو او نه پرې پوهیږو؟ د رسنیزو اصولو په پام کې نیولو سره د قضیې ټول اړخونه وڅېړئ او ذیربط ډلې، هیوادونه او سیاسي اړخونه ټول په بې طرف ډول تر قضاوت لاندې راولئ... که دا سلام ټایمز دومره د پاکستان طرف نیسي اوهیڅ یې نوم نه ذکر کوي نو افغانانو ته دا ښه په ډاګه کیږي چې تر اوسه پاکستان په افغانستان کې هره چټلي کړې ده، هغه ټول یې د متحده ایالتونو په مشوره او دستور کړي دي او لا به هم دوام ورکوي... چې په دې ډول د افغانستان تر ټولو دښمن او د لستوڼي مار روسیه او ایران نه بلکه متحده ایالات او پاکستان دي. نو لږ سم شئ او په راپورونو کې مو د پاکستان ډېره طرفداري مکوئ!

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د نورو هېوادونه د لاسوهنې یواځیی لاره داده چې په افغانستان کې یو پېاوړی حکومت جوړ شي او د خلکو اقتصاد ښه شي تر څو د سیمې هیوادونه د افغانان د مجبوریتونو څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي او د افغانستان په خلاف یې و نه هڅوي.

ځواب ورکړئ

د تاریخ په اوږدو کې، افغانستان د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه روسیې، متحده ایالاتو او برتانیا د نیابتي جنګونو د جګړې ډګر دی. دا درې هېوادونه د افغانستان د ویجاړتیا اصلي عوامل دي. اوس په کار دی چې دغه هېوادونه له خدای نه ووېرېږي او د افغانستان د ستونزې د حلولو لپاره یو منطقي حل او تلپاتې سوله وګوري. که دغه درې هېوادونه چې ما ذکر کړل د خپل زړه له تله وغواړي، کولی شي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي، ځکه چې هغوی هم پیسې لري او هم پرمختللې وسلې. دغه درې هېوادونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د ویتو حق لري. دغه هېوادونه هم په عربي هېوادونو او هم په پاکستان او هندوستان باندې نفوذ لري. هغوی کولی شي چې ډېر په اسانه په افغانستان کې د جګړې ستونزه حل کړي او په دې هېواد کې د پرمختګ او د فقر د له منځه وړلو لپاره کار وکړي.

ځواب ورکړئ

نه یوازې طالبان، بلکې حتی ځینې جهادي ډلې په ځانګړې توګه شمال ټلواله، چې کالونه یې د روسیې پر ضد جنګ وکړ، اوس له هغه هېواد سره نژدې اړیکې لري.‌ دغه د مجاهدینو ډلې د روسیې د ملي ورځو په مناسبت د روسیې په سفارت کې برخه اخلي او له هغوی سره پروګرامونه لمانځي. تر دې چې ځینې وختونه هغوی روسیې ته ځي او له پوتین سره ګوري. هغوی باید وشرمیږی او د هغو یو میلیون شهیدانو او څو میلیونو معلولینو وینې وریادې کړي چې د شوروي اتحاد د یرغل په وړاندې یې قربانۍ ورکړې. طالبان هم باید وشرمیږي. یو طرف ته، هغوی په افغانستان کې د یوه اسلامي حکومت د جوړونې ادعا کوي، او بل طرف ته،‌ هغوی له روسیې سره اړیکې لري او په دې طریقه د هغوی مالي منابع تمویلوي.‌ نو داسې معلومیږي چې په افغانستان کې د ۴۰ کالو جنګ د قدرت لپاره وو، نه د ازادۍ او د یوه اسلامي حکومت د جوړولو لپاره. د تېرو ۴۰ کالو په ترڅ کې، د افغانستان غریب او مظلوم خلک په هېواد کې د سیاسي ډلو او سازمانونو د غلطو پالیسیو او د قدرت غوښتنې قرباني وګرځېدل.‌ روسیه هم باید له هغو سره چې د هغوی د ماتې سبب شول د ملګرتیا له جوړولو څخه وشرمیږي.‌ په افغانستان کې جګړه د روسیې لپاره ډېره درنه تمامه شوه.‌

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې د افغانستان لپاره د بل هر هېواد په نسبت پاکستان ډېر مضر دی ځکه چې پاکستان له نژدې څلورنیمو لسیزو راهیسې وسله والو ته روزنه ورکوي او د جهاد، مجاهدینو، طالبانو او داعش په نومونو یې افغانستان ته رالیږي او بې ګناه خلک پرې وژني. بله دا چې روسیه چې ځان د شوروي اتحاد وارثه بولي باید چې افغانستان ته د ورانولو تاوان ورکړي. دغه تاوان کیدای شی د وسلو او محصلینو ته د بورسونو په شکل کې ورکړي یعنې افغانستان ته علم او ټکنالوجي ورکړي. امریکا او روسیه دواړه باید له افغانستان سره مرسته وکړي چې ټکنالوجي، وسایل او تجهیزات ترلاسه کړي.

ځواب ورکړئ