امنیت

دیني عالمان وایي طالبان به د افغانانو د وژلو له امله «تل په دوزخ کې پاتې» شي

د عمر راپور

د زمري په ۲مه، له ۲۰۰ څخه ډېر دیني عالمان په هرات ښار کې راټول شول چې په هېواد کې روانه جګړه وغندي او له اورپکو څخه وغواړي چې تاوتریخوالی او د بې ګناه افغانانو وژل ودروي. [عمر]

هرات -- تېره اونۍ په هرات ښار کې د هرات د حج او اوقافو ریاست کې له ۲۰۰ څخه ډېر دیني عالمان راټول شول او په افغانستان کې یې د طالبانو جګړه وغندله.

دیني عالمانو د زمري د ۲مې په غونډه کې وویل، طالبان مسلمانان وژني چې دا کار یې د اسلامي لارښوونو په اساس ګناه دی، او هغه څوک چې د مسلمانانو د وژنې مسؤل وي هغوی به دوزخ ته لاړ شي.

په هرات کې د شیعه علماوو د شورا رییس مولوي حسین حلیم وویل، هغه کسان چې بې ګناه افغانان له توجیه څخه پرته وژني هغوی به په اخرت کې په دوزخ کې واچول شي،‌ او د تل لپاره به هلته پاتې شي.

هغه وویل، «ټول افغانان مسلمانان دي، او اسلامي ارزښتونه پالي، خو دوې د بهرنیانو د ګټو لپاره وژل کیږي. طالبان له کوم دلیل څخه پرته بې ګناه او بې طرفه افغانان وژني چې دا کار د اسلامي او انساني ارزښتونو پر ضد دی.»

د زمري په ۲مه، له ۲۰۰ څخه ډېر دیني عالمان په هرات ښار کې راټول شول چې د طالبانو تاوتریخوالی وغندي او له اورپکو څخه وغواړي چې سمدلاسه له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې پیل کړي. [عمر]

د زمري په ۲مه، له ۲۰۰ څخه ډېر دیني عالمان په هرات ښار کې راټول شول چې د طالبانو تاوتریخوالی وغندي او له اورپکو څخه وغواړي چې سمدلاسه له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې پیل کړي. [عمر]

حلیم وویل، «اسلام مسلمانان سولې او ورورولۍ ته رابولي ترڅو د هغوی ژوند خوندي شي. هغه کسان چې په یوه اسلامي ټولنه کې بې ګناه ملکي خلک وژني هغوی اسلامي قوانین او قواعد تر پښو لاندې کوي.»

په هرات کې یوه دیني عالم شیخ عبدالغفار جامي وویل، «اسلام د مسلمان ژوند ته د درناوي په هکله یو روښانه پیغام لري چې تر هېڅ ډول شرایطو لاندې باید وانه خیستل شي.»

هغه زیاته کړه، «خدای پاک د هغو کسانو لپاره چې مسلمانان وژني یوه درنه سزا ټاکلې ده، چې د تل لپاره به په دوزخ کې پاتې کیږي.»

هغه وویل، «د افغانستان د بې ګناه او مسلمانو خلکو د وژلو هېڅ ديني توجیه نشته، او هغه کسان چې د دین په نامه د خلکو ژوند اخلي هغوی غلطي کوي.»

د سولې خبرې

په هرات کې راټولو شویو دیني عالمانو په طالبانو او افغان حکومت باندې غږ وکړ چې اوربند اعلان کړي او سمدلاسه د سولې بین الافغاني خبرې پيل کړي.

د هرات د حج او اوقافو د ریاست رییس مولوي عبدالخالق حقاني وویل،‌ خدای پاک خپل بنده ګان سولې ته وربللي او دا په مسلمانانو باندې فرض دی چې خپل اختلافات حل کړي او سوله وکړي.‌

هغه وویل، «افغانان سولې ته ډېره اړتیا لري ځکه چې جنګ له هغوی څخه هر څه اخیستي دي. د شخړې ټول لوري باید خپل اختلافات یو طرف ته کړي او د سولې خبرو سره یوځای شي

هغه وویل، د هرات دیني عالمان وایي چې د اوربند اعلانول ضروري دي او د سولې بین الافغاني خبرو ته به لاره هواره کړي، تلپاتې سوله به راولي او په افغانستان کې به جګړه پای ته ورسوي.

حقاني وویل، «موږ باید هر هغه خنډ چې د سولې د پروسې مخه یې نیولې ده لیرې کړو ځکه دا کار به له حکومت او طالبانو سره مرسته وکړي چې یوه مېز ته سره کېني او د شخړې لپاره د حل لاره ولټوي. دواړه لوري باید باور وکړي او یو بل ته غېږې ورکړي چې بهرنیان د سولې په پروسه کې لاس ونه وهي.»

په هرات کې یوه دیني عالم مولوي محمد یوسف منیب وویل، «د شخړې لوري، په ځانګړې توګه طالبان، باید تاوتریخوالی کم کړي چې د اوربند او سولې فرصت رامنځته شي، او افغانان له دغو بدمرغیو او جګړې څخه خوندي شي.»

نوموړي زیاته کړه، «موږ د شخړې په لوریو باندې غږ کوو چې دغه وینه تویول پای ته ورسوي. طالبانو ته د دیني عالمانو پیغام دا دی چې وژنې ودروي او د سولې بین الافغاني خبرې پیل کړي.»

هغه وویل، «دواړو خواوو ته افغانان وژل کیږي،‌ میندې ویر کوي، ښځې کونډې کېږي او ماشومان یتیمان کیږي.‌ کله چې موږ د دې جګړې په هکله تحلیل کوو، موږ وینو چې هیچاته هم ګټه نه رسوي. دا چې موږ سولې ته ور نږدې کېږي، نو جګړه بې ګټې ده.»

ملکي قربانیان

د پوځي چارو شنونکو په یاده ډله باندې تور لګولی چې د جګړې قوانین یې مات کړي ځکه چې د طالبانو د تاوتریخوالي د فعالیتونو له امله د ملکي خلکو تلفات زیات شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په راپور کې چې د چنګاښ په ۲۴مه یې خپور کړی دی، راغلي چې، طالبانو د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې ۵۴۲ ملکي خلک وژلي او ۸۹۶ نور یې ټپي کړي دي.‌

په هرات ښار کې د پوځي چارو یوه شنونکي محمد نعیم غیور وویل، «طالبان په دوامداره توګه -- د ښځو او ماشومانو په ګډون -- ملکي خلک په نښه کوي، چې دا د بشري حقونو له کنوانسیونونو او د جګړې له قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده.»

هغه زیاته کړه، «ملکي خلک په ښارونو، جوماتونو او مدرسو باندې د طالبانو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.‌ طالبان د انسانانو ژوند ته هېڅ درناوی نه لري، له دې امله د طالبانو په بریدونو او چاودنو کې ډېر تلفات ملکي خلکو ته ور اوړي.»

د هرات د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې رییس وکیل احمد کروخي وویل، «طالبان او نور ترهګر ګروپونه د جګړې په قوانینو او د بشري حقونو په ارزښتونو باندې باور نه لري، او نه د دې پروا لري چې د هغوی په بریدونو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ملکي خلک وژل کیږي.»

هغه وویل، «طالبان خپلو د سړک د غاړې بمي چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې مستقیما ملکي خلک په نښه کوي. طالبان خپل ځانونه د ملکي خلکو په کورونو کې پټوي او له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې له کورنیو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په دې ۲۱مه پېړۍ کې، ټول خلک ښه او بد کارونه ښه پېژني. حتی غیر مسلمانان پوهېږي چې د بې ګناه انسانانو وژل لویه ګناه ده. طالبان مسلمانان دي، او هغوی ځانونه د اسلام ناجیان بولي. هغوی ښه پوهېږي چې هغوی به په خپلو عملونو سره دوزخ ته لاړ شي،‌ خو طالبان د دې شیانو پروا نه لري. د هغوی لپاره د هغوی د قوماندانانو او مشرانو حکمونه مهم دي چې څوک ووژني او څوک ونه وژني.‌

ځواب ورکړئ

طالبانو د دوزخ پروا نلری، که دوی د دوزخ او جنت په فکر کې وای، دوی به داسی کړنې نه تر سره کولې. هغوی ته د هیڅ دیني عالم فتوا اهمیت نلری. هغوی ته پرته د خپلو علماوو او رهبرانو فتوا نه بله هیڅ فتوا نه مني.

ځواب ورکړئ