دین

دیني عالمانو د طالبانو او داعش غیر اسلامي بریدونه وغندل

د عمر راپور

په هرات ولایت کې په سلګونو دیني عالمانو او امامانو په یوه غونډه کې د طالبانو او داعش فعالیتونه غیراسلامي وبلل او په کابل او ننګرهار ولایتونو کې وروستي وژونکي بریدونه یې وغندل. [عمر]

هرات -- په هرات، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې په سلګونو دیني عالمانو او امامانو په جلا جلا غونډو کې د طالبانو او داعش فعالیتونه غیر اسلامی وبلل او د یادو دو ډلو له خوا د وروستۍ لړۍ مرګوني بریدونه یې وغندل.

په لویدیځ زون کې د علماوو شورا د غوایي په ۲۷مه د هرات په لوی جومات کې اعلان وکړ چې د طالبانو په څېر ترهګرې ډلې دیني اجندا نه لري. پرځای یې، هغوی د ښځو او ماشومانو په ګډون افغانان وژني چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو استخباراتي پلانونه تطبیق کړي.

په لویدیځ زون کې د علماوو د شورا رییس مولوي خداداد صالح وویل، د طالبانو له خوا د ملکي خلکو وژل دیني توجیه نه لري.

هغه وویل، «موږ، په لویدیځ زون کې د دیني عالمانو شورا چې د ټولو دیني عالمانو استازیتوب کوو، وروستی مرګوني بریدونه، په ځانګړې توګه هغه چې په کابل او ننګرهار کې ترسره شول، غندو، او دغه عملونه غیر اسلامي او ناوړه بولو.»‌

د هرات ولایت د هرات ښار په لوی جومات کې له ۱۰۰ څخه ډېر دیني عالمان راټول شوي چې د طالبانو او داعش فعالیتونه وغندي. [عمر]

د هرات ولایت د هرات ښار په لوی جومات کې له ۱۰۰ څخه ډېر دیني عالمان راټول شوي چې د طالبانو او داعش فعالیتونه وغندي. [عمر]

شاوخوا ۳۰ دیني عالمان د غوایي په ۲۵مه د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې راغونډ شول او په کابل او ننګرهار کې وروستي بریدونه یې وغندل او په طالبانو باندې یې غږ وکړ چې د سولې پروسې سره یوځای شي. [د کونړ د والي دفتر]

شاوخوا ۳۰ دیني عالمان د غوایي په ۲۵مه د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې راغونډ شول او په کابل او ننګرهار کې وروستي بریدونه یې وغندل او په طالبانو باندې یې غږ وکړ چې د سولې پروسې سره یوځای شي. [د کونړ د والي دفتر]

هغه وویل، «هیڅوک هم نشي ویلی چې ترهګریز بریدونه مجاز دي ځکه چې هغه غیر مشروع دي. هغه کسان چې د بې ګناه خلکو وژل او ځانمرګي او ویجاړوونکي بریدونه توجیه کوي هغوی د اسلام په هکله په هېڅ هم نه پوهېږي، او هغوی د خپلې ناپوهۍ په اساس د افغانانو په وژلو کې ښکېل دي.»

دغه غونډې د تېرې اونۍ له دوه غټو ترهګریزو بریدونو څخه وروسته ترسره شوې.‌

د غوایي په ۲۳مه،‌ درې وسله وال سړي په کابل کې د برچي ملي روغتون ته ننوتل او د نویو زیږیدلو ماشومانو، میندو او نرسانو په ګډونلږ تر لږه ۲۴ افغانان یې ووژل او ۱۶ نور یې ټپیان کړل.

هېڅ ډلې هم د پېښې مسؤلیت نه دی منلی، خو چارواکي او شنونکي وایي چې د دغې ډلوژنې له نښو څخه معلومیږي چې دا د داعش کار دی.

په همدې ورځ، شاوخوا یو ساعت وروسته، د داعش یوه بمي بریدګر په ننګرهار ولایت کې د پولیسو د یوه ځایي قوماندان په جنازه کې ځان ته چاودنه ورکړه، چې لږ تر لږه ۲۴ کسان یې ووژل او ۶۸ نور یې ټپیان کړل.‌

پولیسو وویل، د غوایي په ۲۲مه، له ۹۰ دقیقو څخه په لږ وخت کې، په کابل کې څلور ځانمرګي بریدونه وشول چې د یوه ماشوم په ګډون څلور ملکي کسان یې ټپیان کړل. د هغو بریدونو مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست.‌

دغه بمي بریدونه د پلازمېنې په ۱۷مه ناحیه کې وشول. دا هغه سیمه ده چې د افغانستان د استخباراتو ادارې په کې په وروستیو کې د داعش - حقاني شبکې یو ګډ مرکز، چې د ګڼو بریدونو د ترسره کولو تور پرې لګېدلی وو، ویجاړ کړ.

هغو پېښو پسې وروسته د غوایي‌ په ۲۵مه، په پکتیا ولایت کې د افغان ملي اردو په یوه اډه باندې یو ځانمرګی برید وشو چې مسؤلیت یې طالبانو پر غاړه واخیست. افغان چارواکو وویل چې دغې چاودنې لږ تر لږه ۵ ملکي کسان ووژل او ۲۴ نور یې ټپیان کړل.‌

مسلمانان نه دي

په هرات ښار کې د ګذرګاه د جومات امام مولوي مجیب الرحمان انصاري وویل، هغه کسان چې د ښځو او ماشومانو په څېر د بې ګناه خلکو په وژلو کې ښکېل دي هغوی مسلمانان نه دي.

هغه وویل، «په کابل کې په یوه روغتون باندې شوی ناوړه برید چې د وحشي انسانانو له خوا ترسره شوی دی، غیر اسلامي او غیرانساني کار دی. موږ دغه حمله چې په نتیجه کې یې ښځې او نوی زیږیدلي ماشومان ووژل شول په سختو ټکو غندو.»

هغه وویل، «ترهګریز بریدونه، په ځانګړې توګه هغه یو چې په ننګرهار ولایت کې د جنازې په مراسمو کې وشو او په لسګونو مسلمانان یې شهیدان او ټپیان کړل، د ترهګرو ډلو وحشیانه طبعیت څرګندوي. د دغې پېښې مرتکبینو ته د خدای له خوا سخته سزا انتظار کوي.»

د هرات د حج او اوقافو د رییس مرستیال مولوي عبدالغني جمشېدي وویل، «په روغتونونو، د ملکي خلکو په غونډو او جوماتونو باندې د طالبانو بریدونه ښیي چې هغوی جاهلان او عملونه یې غیرمشروع دي.»

هغه وویل، «د مسلمانانو پر ضد د ځانمرګو او بمي بریدونو ترسره کول ممنوع دي.اسلام ترهګریز بریدونه، په ځانګړې توګه هغه چې د روژې د میاشتې په ترڅ کې په هېواد کې ترسره کیږي، غندي.»

هغه وویل، «ځانمرګي بریدونه په اسلام کې غلط او ممنوع دي، او هغه کسان چې دغه ډول بریدونه ترسره کوي نور د اسلام برخه نه دي؛ له هغوی څخه به د خدای په حضور کې د هغوی د فجیع او غیرمشروع عملونو پوښتنه وشي.»

په هرات ښار کې یوه دیني عالم مولوي عبدالولي سلیم وویل، «په ملکي خلکو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو باندې برید کول غلط او ممنوع دی.»

هغه وویل، «هر څوک چې ځانمرګي بریدونه او بمي چاودنې ترسره کوي هغه په اسلام کې ځای نه لري. په جومات یا د جنازې په لمانځه کې د بې ګناه ملکي خلکو وژل یو غیر اسلامي او غیرانساني کار دی.»

سوله لازمي ده

دغو دیني عالمانو د جنګ په ټولو اړخونو باندې غږ وکړ چې تاوتریخوالی ودروي او په سملاسي توګه د سولې بین الافغاني خبرې پیل کړي.

په لویدیځ زون کې د علماوو د شورا رییس صالح وویل، «جګړه بس ده. په هر قېمت چې وي افغانستان ته باید سوله راوستل شي.»

هغه وویل، «دا چې جګړه د افغانستان مسئله نه حلوي، په کار دی چې سوله راشي -- داسې سوله چې کولی شي د افغانانو ملي او اسلامي ارزښتونه خوندي کړي،» او زیاته یې کړه چې د سولې لپاره کار د مسلمانانو لپاره د روژې او لمانځه په څېر فرض دی.

هغه وویل، «که طالبان په اخرت او خدای ایمان لري، هغوی باید سوله ومني ځکه چې خدای پاک هر څوک سولې ته وربللی دی. که طالبان د خدای پاک وینا نه مني، موږ هم ترې د سولې تمه نشو کولی.»

په غور ولایت کې یوه دیني عالم مولوي شجاع الدین محمدي وویل، «موږ، دیني عالمان په طالبانو او حکومت باندې غږ کوو چې د خلکو لپاره اوربند اعلان کړي.»

هغه وویل، «جګړه په افغانستان کې ډېر زیات ملکي خلک وژني. جګړې زموږ تعلیمي نظام کمزوری کړی، او د فقر او لوږې سبب شوې ده، نو دا ویجاړوونکې جګړه باید ودرېږي.»

ترهګر دوزخ ته ځي

په ورته وخت کې، په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې دیني عالمانو د غوایي په ۲۵مه په جلا جلا غونډو کې وروستي ترهګریز بریدونه په سختو ټکو وغندل.‌

هغوی په طالبانو او نورو ډلو باندې غږ وکړ چې د قدرت ترلاسه کولو لپاره روانې جګړې او وژنې ودروي.

د ننګرهار یوه دیني عالم مولوي حبیب الله جلال ابادي وویل، «موږ دا بریدونه غندو،‌ او موږ -- د ننګرهار ټول عالمان -- په یوه غږ اعلانوو چې دا د اسلام له نامه څخه غلطه استفاده د انسانانو ډله ییزه وژنه ده چې ترسره کوونکي او پلانوونکي به یې ونه بښل شي.»

په ننګرهار کې یوه بل دیني عالم مولوي عبدالغار وویل، «په افغانستان کې له تېرو ۴۱ کلونو راهیسې ګډوډي روانه ده. هره یاغي ډله عادي افغانان وژني، او فکر کوي چې د دې کار په کولو سره به هغوی جنت ته داخل شي. هغوی جنت ته نه ځي،‌ دا ټول قاتلان دوزخ ته ځي.»

هغه وویل، «طالبان باید لومړی اوربند اعلان کړي او بیا سوله وکړي. که هغوی دا کار ونه کړي، معنی یې دا ده چې هغوی په افغانستان کې ارامي نه غواړي او هغوی د انسانانو قاتلان دي.»

د کونړ یوه دیني عالم مولوی ضیاءالرحمان الله یار په اسداباد کې ترسره شوې غونډه کې وویل، «په روغتونونو، نوی زیږیدلی ماشومانو او ښځو باندې بریدونه ترسره کول په اسلام باندې برید دی چې دا یو غټ جنایت دی. د کونړ دیني عالمان دا عمل غندي ځکه چې په اسلام کې د داسې عملونو هېڅ توجیه نشته.»

[له ننګرهار څخه خالد د دې راپور په تیارولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

غندنې پرته له دې چې له خلکو نه احمقان جوړ کړي، نورهېڅ درد نه دوا کوي.‌ ولې دیني عالمان د خدای د رسول د منبرونو (جوماتونو) له لارې نه اعلانوي چې آیا ځانمرګی برید مشروع دی که غیرمشروع؟‌ ولې هغوی دا اعلان د جمعې په ورځ په جامع جوماتونو کې د خطبې پر وخت په رسمي توګه نه کوي چې،‌ «ای خلکو، دا حقیقت دی او تاسو باید دلته حقیقت ولټوئ.» ولې هغوی ریښتیا نه وایي؟ د هر ملا مخې ته ښه غوړ خواړه او ورسره څو بوتله منرالي اوبه چې اوس عام شوي دي، ایښي دي، او په سرونو باندې پاس ورته ایرکنډېشنونه هم لګېدلي دي. په اوړي کې هغوی د ګرمۍ احساس نه کوي او په ژمي کې د یخنۍ احساس نه کوي. آیا تاسو د یوه غریب عسکر یا پولیس له حاله خبر یئ چې ماشوم یا پلار یې د اختر په ورځ‌ د هغه تر څنګ نه وي؟‌ آیا د شهید عسکر د کورنۍ د ۵، ۶، ۷ کلنو ماشومانو لپاره د هغه تابوت د اختر سوغات دی؟‌ تاسو ملا او مولوي یوازې په خپله ډکه خېټه غندنې کوي، دا به مرسته ونه کړي. د جګړې لومړۍ کرښې ته لاړ شئ او که تاسو په ریښتیا سره ریښتیا ووایئ مونږ به مو لاره تعقیب کړو.‌ د دین غم مه کوئ. هغه څوک چې دین یې پیدا کړی دی هغه یې ساتي هم.‌ تاسو ماته د یوه ملا قبر وښیئ چې وژل شوی وي.‌ آیا تاسو یو لیدلی دی؟ زه جدي خبره کوم. له سلو کالو راهیسې هغوی ځوانان جنګ ته لېږلي، وژلي، او د هغوی ښځو سره یې ودونه کړي دي.‌ له ۱۱۵ کالو څخه وروسته د هغوی هر یو د لوی مفتي او شیخ لقب ترلاسه کوي او یو مجلل ژوند لري، خو د غریبو خلکو په حال دې افسوس وي.‌

ځواب ورکړئ

دا غندنې نتیجه نه ورکوي. افغان دیني عالمان باید یو کلک تصمیم ونیسي، او له طالبانو او حکومت څخه وغواړي چې سره راټول شي او سوله وکړي.‌ که طالبان په اساسي قانون کې اصلاحات غواړي یا بیرغ نه قبلوي،‌ دا عالمان باید حکومت دې ته جوړ کړي چې ویې مني ځکه چې د اساسي قانون او بیرغ بدلول حتی د یوه کس په وژلو هم نه ارزي،‌ په داسې حال کې چې د تېرو ۱۸ کالو په ترڅ کې هره ورځ په سلګونو خلک وژل شوي دي.‌ دا وخت، په افغانستان کې د شمال ټلوالې په شمول ډېرې ډلې نه د افغانستان بیرغ مني نه یې اساسي قانون مني، او که طالبان ولسواک نظام نه مني، دا عالمان باید طالبان دې ته جوړ کړي چې قبول یې کړي.‌ حکومت باید پنځوس فیصده خپلې غوښتنې پرېږدي او طالبان هم باید پنځوس فیصده خپلې غوښتنې پرېږدي،‌ بیا کېدی شي چې سوله راشي. که داسې ونشي،‌ وضعیت به د پخوا په نسبت لا نور پسې بدتر شي.

ځواب ورکړئ

حکومت دې داسې وکړي چې همدا د هرات او ننګرهار دینی عالمان دې په غېږ کې ونیسي، منظم معاشونه او حمایه دې ورکړي او دا وظیفه دې ورکړي چې د خپلو سیمو خلک د پاکستان د ترهګر پوځ او آی ایس آی، او د ایران د ترهګر سپاه انقلاب د جنایتونو په هکله خبر کړي او په دې یې وپوهوي چې د یادو دواړو هېوادونه ذکر شوي اورګانونه یاغیانو ته وسلې او پیسې ورکوي، افغانان پرې وژني او افغانستان پرې ورانوي.

ځواب ورکړئ