امنیت

طالبان ديني عالمان د دې لپاره وژني ترڅو مخالفتونه وځپي

د نجیب الله راپور

په عکس کې چې د غوایي په ۲۳مه اخیستل شوی، افغانان د کابل په عبدالرحمن جومات کې د روژې په پای کې د کوچني اختر د لمانځه پر مهال لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په عکس کې چې د غوایي په ۲۳مه اخیستل شوی، افغانان د کابل په عبدالرحمن جومات کې د روژې په پای کې د کوچني اختر د لمانځه پر مهال لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د طالبانو له خوا د هغو دیني عالمانو د وژلو کمپاین، چې د دوی جنګ ناروا بولي، د هغې روانې هڅې برخه ده چې غواړي دغه عالمان د هغوی د اختلافاتو له امله وځپي. طالبان له دغو عالمانو څخه غواړي چې د هغوی تش په نامه جهاد توجیه کړي.‌

په وروستۍ پېښه کې، اورپکو د مولوي سمیع الله راشد په نامه یو دیني عالم چې په لوګر کې یوې جنازې ته روان وو د غبرګولي په ۲۲مه وواژه.

د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزي د غبرګولي په ۲۳مه خبریالانو ته وویل، طالبانو د راشد موټر ودراوه او هغه یې وویشت.

تر دې مخکې د غبرګولي په ۱۳مه، وسله والو سړیو د لوېدیځ زون د علماوو د شورا مرستیال مولوي محمد کبابیاني د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې په داسې حال کې چې له جومات نه کور ته روان وو په ډزو وویشت.

د کب په ۱۳مه، وسله والو سړیو د کابل د عربي دارالعلوم استاد او د کندوز د علماوو د شورا پخوانی رییس مولوي فیض محمد فایض په کابل کې وواژه.

د سلواغې په ۱۴مه، د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رییس محمد عاطف په کابل کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.

په داسې حال کې چې دقیق ارقام معلوم نه دي، په بریدونو کې د وژل شویو دیني عالمانو شمېرنې سره فرق لري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د وري په ۲۰مه په یوه اعلامیه کې وویل چې طالبانو د تېر یوه کال په ترڅ‌ کې په ۱۴ ولایتونو کې ۲۸ تنه دیني عالمان وژلي دي.

خو یوه افغان دیني عالم مولوي عبدالسلام عابد د غبرګولي په ۱۴مه وویل چې د تېرو ۱۸ میاشتو په ترڅ کې ۱۲۰۰ دیني عالمان وژل شوي دي.

یوه دیني عالم او د ولسمشر اشرف غني سلاکار محمد سالم حسني وویل، طالبان بېلابېل عالمان په بېلابېلو دلایلو په نښه کوي.

هغه وویل، «لومړۍ ډله هغه عالمان دي چې په نظام او حکومت کې کار کوي. هغوی لومړنی هدف دی ځکه چې هغوی د حکومت مشروعیت زیاتوي.»

حسني وویل، «دویمه ډله هغه عالمان دي چې په حکومت کې کار نه کوي خو تر بیرغ لاندې یې ژوند کوي او د امامانو او استادانو په توګه کار کوي. هغوی اسان هدفونه دي.»

هغه زیاته کړه، «درېیمه ډله هغه عالمان دي چې نه د طالبانو ملاتړ کوي نه یې مخالفت کوي. هغوی دا عالمان هم په نښه کوي چې ویې وېروي او مجبور یې کړي ترڅو له حکومت څخه فاصله ونیسي.»

د دیني عالمانو چوپ کول

افغانان وایي، طالبان هڅه کوي چې د دیني عالمانو د په نښه کولو له لارې د حقیقت او عدالت غږ چوپ کړي.

حسني وویل، «په ډېرو حالتونو کې چې کله د افغان ملي اردو یو سرتیری یا ملکي خلک شهیدان شي، دیني عالمان د طالبانو عملونه غندي. دا د دې سبب کېږي چې طالبان د عالمانو خبرو ته پام وکړي.»

په کابل کې مېشت یوه دیني عالم ولی الله لبیب وویل، د دیني عالمانو وژل «ممنوع دي ځکه چې هغوی منور دي او خلکو ته سمه لاره ښیي.»

هغه وویل، «هغه کسان چې دیني عالمان وژني هغوی یا په اسلام عقیده نه لري یا غولول شوي او مغزونه یې وینځل شوي دي.»

لبیب وویل، «که تاسو په یوه اسلامي غونډه کې کېنئ، هیڅوک هم دا نشي ثابتولی چې په افغانستان کې جنګ یو اسلامي جهاد دی، او هر څوک چې خپل غږ پورته کړي د یادې ډلې اورپکي یې په نښه کوي.»

د هرات ولایت یوې اوسېدونکې مریم محمدي وویل، طالبان هغه دیني عالمان چې هڅه کوي طالب اورپکي په دې پوه کړي چې د خپلو مشرانو په خبرو دې نه غولېږي او ورور وژنه دې پای ته ورسوي په نښه کوي.

هغې د هرات د هغه دیني عالم مرګ ته په اشارې چې د غبرګولي په ۱۳مه ووژل شو، وویل، «مثلا، کبابیاني داسې یو دیني عالم وو چې تل یې خلک د ښو کارونو کولو ته هڅول او د حکومت ضد عناصر یې هڅول چې د سولې لاره ونیسي.»

هغې وویل، «هغه په افغانستان کې د جنګ د دوام او ورور وژنې مخالفت کاوه.»

محمدي وویل، «زه فکر کوم چې د دې تر شا د حکومت ضد عناصر لاس لري ځکه هغوی نه غواړي چې سوله وکړي او نه غواړي چې دیني عالمان د هغوی د نا مشروع جګړې په هکله خبرې وکړي.»

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون محصل جلیل نوري وویل، «له بده مرغه چې طالبان هر هغه دیني عالم چې د دغې ډلې د کاذب جهاد د ردولو جرئت کوي په نښه کوي.»

هغه د مولوي ایاز نیازي او مولوي عزیزالله مفلح نومونه یاد کړل چې تېر کال په کابل کې په جوماتونو کې په چاودنو کې ووژل شول.‌

هغه وویل، دواړو عالمانو «په مکرر ډول په افغانستان کې روان جنګ غیر مشروع بللی وو او ځانمرګي بریدونه یې غندلي وو. په نتیجه کې، طالبانو اسلام ته غټ سپکاوي وکړ او هغوی یې په جوماتونو کې دننه ووژل.»

د کابل ښار یوه اوسېدونکي او د حکومت کارکوونکي ذبیح الله اکبري چې ۳۵ کاله عمر لري، وویل، «ډېری دیني عالمان پوهېږي چې د طالبانو جنګ نامشروع دی، او هغوی دا خبره په ۱۳۹۸ کې په کابل کې ترسره شوې تاریخي جرګه کې په ښکاره وکړله.»

هغه زیاته کړه، «له هغه وخت راهیسې، طالبان د دیني عالمانو فعالیتونه څاري او هر هغه عالم چې د حقیقت غږ پورته کوي هغه وژني.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500
د تبصرو له تګلارې څخه د سرغړونې له امله تبصره لیرې شوه

اصلا په دې برخه کې د افغانستان حکومت او نړۍ واله ټولنه هم پړه دي ځکه چې دوی په شلو کالونو کې ونه توانېدل چې له پاکستان او ایران نه مهاجر افغانان راستانه کړي او د جنګ او د جنګي کسانو د استخدام دغه ځالې چې پاکستان او ایران جوړې کړي دي له منځه وېسي. که دا نن هم د افغانستان حکومت او نړۍ واله ټولنه په واقعي توګه د افغانانو د راستنولو لپاره پروګرام جوړ کړي او شپږ میاشتې الی یو کال وخت ورکړي او ووایي چې د ۲۰۲۲ د جون تر ۳۰مې چې څومره افغانان راستانه شول هغه مني او چې راستانه نشول هغه نشي کولی چې بیا راستانه شي، خو د راستنېدلو د بهیر له پیلولو نه مخکې باید په هر ولایت کې یوه دښته مشخصه کړي او د استوګنې د نومرو نقشې ورته وباسي. که څوک په افغانستان کې کور لري او که نه یې لري هغوی چې راستنیږي هغوی به حق لري چې دغو مېنو کې واړوي. د هرو ۱۰۰۰ کورنیو په سر چې یو ټیوب وېل وباسي او خلکو ته اوبه ورسېږي کفایت کوی، خلک پخپله ځانونو ته کورونه جوړوي، خلک پخپله په نویو مېنو کې دوکانونه، مارکېټونه، ښوونځي،‌ مدرسې، کلینیکونه جوړوي ځکه هر چېرې چې مېنه جوړېږي هلته معلم ته اړتیا وي، هلته موټروان ته اړتیا وي، هلته ناییي ته اړتیا وي، هلته نجار ته اړتیا وي، هلته ملا ته اړتیا وي،‌ هلته اشپز ته اړتیا وي... او دا خلک پخپله خپلو ځانونو ته کورونه او ژوند جوړوي البته که د کورنۍ په سر په ابتدایي توګه یوه یوه خېمه او تر درې زرو ډالرو پورې ورکول شي خلک کولی شي چې پخپله په خېمه کې ابتدایي ژوند شروع کړي او بیا د خپلو کورونو دېوالونه تاو کړي او ژوند روان کړي. یعنې څو چې له پاکستان او ایران نه خلک راستانه نشي مونږ به تر قیامته هم سوله ونه وینو ځکه پاکستان او ایران د همدغو کډوالو له منځه کسان نیسي، د ترهګرۍ روزنه ورکوي...

ځواب ورکړئ