امنیت

افغان او پاکستاني دیني عالمانو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د جنګ دوام وغانده

د سلیمان راپور

د افغانستان او پاکستان دیني عالمان د غبرګولي په ۲۰مه د سعودي عربستان په مکه معظمه کې سره راټول شول ترڅو په افغانستان کې جنګ وغندي او له طالبانو څخه وغواړي چې سوله وکړي. [د افغانستان د حج او اوقافو وزارت]

د افغانستان او پاکستان دیني عالمان د غبرګولي په ۲۰مه د سعودي عربستان په مکه معظمه کې سره راټول شول ترڅو په افغانستان کې جنګ وغندي او له طالبانو څخه وغواړي چې سوله وکړي. [د افغانستان د حج او اوقافو وزارت]

کابل -- افغان او پاکستاني دیني عالمانو په ګډه تېره اونۍ د سعودي عربستان په کوربه توب جوړ شوي یوه کانفرانس څخه وروسته په افغانستان کې د طالبانو روانه جګړه وغندله.

دغه دوه ورځنۍ کتنه چې علماوو په کې مخامخ حضور درلود د غبرګولي په ۲۰مه د رابطه العالم اسلامي په همکارۍ په مکه معظمه ښار کې ترسره شوه.

د دواړو هېوادونو دیني عالمانو له مذاکراتو څخه ملاتړ څرګند کړ او په دواړو لوریو باندې یې غږ وکړ چې سمدلاسه په افغانستان کې د وینو تویولو بهیر ودروي.

دغه راز، هغوی د شخړو زیاتېدل وغندل او ټینګار یې وکړ چې ترهګري او ځانمرګي بریدونه ټول د اسلامي ارزښتونو خلاف دي.

علماوو د دواړو هېوادونو د دیني عالمانو د همغږۍ د شورا په جوړولو هوکړه وکړه، چې هغه به د افغانستان د سولې پروسه کې عملي ګامونه اخلي او فتواګانې به مدیریت کوي.‌

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي او د پاکستان د مذهبي چارو وزیر نورالحق قادري د مجلس مشري کوله.

حلیمي سلام ټایمز ته وویل، افغانستان، پاکستان او سعودي عربستان د ۱۳۹۷ په اوړي کې په سعودي عربستان کې د اسلامي عالمانو د یوه نړۍ وال کانفرانس په ترڅ کې هوکړه وکړه ترڅو په راتلوکې کې د دیني عالمانو یوه درې اړخیزه ناسته جوړه کړي چې په افغانستان کې د سولې د پروسې په هکله خبرې اترې وکړي.

هغه وویل، د دې میاشتې مجلس مهم وو ځکه چې پاکستاني عالمانو په لومړي ځل او په مشخص ډول د سولې په پروسه کې د افغانستان د موقف او د افغان حکومت د مشروعیت ملاتړ وکړ.

هغه وویل، پاکستاني چارواکو او دیني عالمانو ټینګار وکړ چې په افغانستان کې ثبات په پاکستان کې د ثبات معنی لري.

ګډه همغږي

د حلیمي په وینا، د کتنې په نتیجه کې جوړېدونکې ګډه د همغږۍ شورا به مرسته وکړي ترڅو د هېوادونو پر ضد د فتواګانو مخه ونیسي.‌

پخوا افغان او پاکستاني دیني عالمانو متناقضې فتواګانې صادرې کړې وې چې د پلویانو په منځ کې د ګډوډۍ لامل ګرځیدلې وې.‌

هغه وویل، «د مجلس د اعلامیې په اساس، دواړه لوري به ډاډ تر لاسه کوي چې یو د بل پر ضد به هېڅ فتواګانې نه صادروي، او که دا کار وشي، د هر هېواد عالمان به یې مسؤل وي.»

حلیمي وویل، د دواړو هېوادونو عالمانو هوکړه وکړه چې جنګ توجیه نه لري او هغه جهاد نه دی او دا چې تاوتریخوالی له هیچا سره هم مرسته نه کوي.

حلیمي زیاته کړه، د پاکستان د مذهبي چارو وزیر قادري په مجلس کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې په افغانستان کې تاوتریخوالی، ځانمرګي بریدونه او ویجاړوونکي فعالیتونه د توجیه وړ نه دي،‌ نو د دواړو هېوادونو دیني عالمان باید د تاوتریخوالي او افراطیت دغه ډول عملونه وغندي.

حلیمي وویل، «ما په مکه معظمه کې د بیت الله شریف امام او د مسجد الحرام او مسجد النبوي د چارو لوی رییس عبدالرحمن السدیس سره یوه ډېره ګټوره کتنه درلودله.»

هغه وویل، «السدیس د غونډې اعلامیه تایید کړه او د جنګ په لوریو باندې یې غږ وکړ چې سمدلاسه روان جنګ ودروي. همدارنګه، هغه د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ وکړ او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې د جنګ د دوام لپاره هېڅ دلیل نشته.»

د رابطه العالم اسلامی موسسې عمومي منشي دوکتور محمد بن عبدالکریم العیسی زیاته کړه چې په افغانستان کې د شخړې دوام هیچاته هم ګټه نه رسوي.

هغه په دواړو لوریو باندې غږ وکړ چې سمدلاسه جنګ ته د پای ټکی کېږدي.

د افغانستان د علماوو د شورا رییس سردار محمد ځدراڼ وویل، د دواړو هېوادونو عالمانو هوکړه وکړه چې د افراطیت د ریښو په اېستلو کې به یو له بل سره همکاري کوي او د تعقیبي کتنو په ترسره کولو سره به چارې په سوله ییز ډول پر مخ بیایي.

ځدراڼ وویل، د مکې معظمې د مجلس هدف دا وو چې د دې ټکي د تایید په هکله د افغان او پاکستاني دیني عالمانو غږ یو کړي چې د افغانستان جګړه د توجیه وړ نه ده او په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګېدلو لپاره سخته اړتیا ده.

هغه وویل، «د مکې معظمې د مجلس برخه والو په یوه خوله اعلان وکړ چې روان جنګ غیرمشروع دی او په افغانستان کې یې د تلپاتې سولې او ثبات د رامنځته کولو غوښته وکړه.»

سوله رامنځته کول

افغانان په مکه معظمه کې د ترسره شوي مجلس پایلو ته ښه راغلاست وایي.

د کابل یوه اوسېدونکي شېرشاه کوهدامني چې ۳۰ کاله عمر لري، وویل، «الله تعالی د مسلمانانو له خوا د نورو مسلمانانو وینې تویول منع کړي دي، او موږ د اسلامي نړۍ په دیني عالمانو باندې غږ کوو چې خپلو هڅو ته دوام ورکړي ترڅو په افغانستان کې روان جنګ پای ته ورسیږي او یوه تلپاتې سوله رامنځته شي.»

له فاریاب ولایت څخه د مشرانو جرګې یوه غړي ګل محمد رسولي وویل، دا لومړی ځل دی چې مشهورو پاکستاني دیني عالمانو په افغانستان کې روان جنګ وغانده او هوکړه یې وکړه چې دواړه لوري به وهڅوي چې جنګ ودروي او سوله وکړي.‌

هغه زیاته کړه، «زه د خلکو د یوه استازي په توګه، د مکې معظمې د مجلس هرکلی کوم.»

رسولي وویل، «اوس چې بهرني ځواکونه له افغانستان څه وځي، طالبان داسې د قناعت وړ توجیه نه لري چې جنګ او د افغانانو وژنې ته دوام ورکړي.»

هغه وویل، دا چې پاکستاني عالمانو دا درک کړې ده چې په افغانستان کې شخړه او ناامني به په پاکستان کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ سبب شي، د سولې د چټکولو او د جنګ د پای ته رسولو لپاره د داسې مجلسونو دوام ګټور دی.

هغه زیاته کړه، له دې امله دا مهمه ده چې د دواړو هېوادونو دیني عالمان خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې دواړه هېوادونه امن وي او ثبات ولری.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500