امنیت

افغانان هیله لري چې موقت اوربند په یوه تلپاتې اوربند باندې بدل شي

د عمر راپور

افغانانو د حکومت او طالب اورپکو له خوا د اعلان شوي اوربند هرکلی وکړ او د هغه د اوږدېدلو غوښتنه یې وکړه. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- که څه هم چې د جمعې په ورځ /د غوایي ۲۴مه/ یوې مرګونې چاودنې افغانانو ته هغه تاوتریخوالی چې هغوی ورسره مخامخ دي، بیا ور یاد کړ، هغوی هیله لري چې د دې اونۍ اوربند اوږد شي.

د کابل دامنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل، دغه چاودنه د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې په یوه جومات کې دننه د جمعې په لمانځه کې وشوه چې د جومات د امام په ګډون ۱۲ کسان یې ووژل او۱۵ نور یې ټپیان کړل.

سمدلاسه هېڅ ډلې هم د برید مسؤلیت نه دی منلی او طالبانو یې له مسؤلیت منلو څخه انکار وکړ.

له چاودنې څخه مخکې، افغانانو له څو اونیو سخت جنګ څخه وروسته په احتیاط سره له تاوتریخوالي څخه دمې نه خوند اخیست.

یو پولیس د غوایي په ۲۳مه د هرات په لوی جومات کې په داسې حال کې په پیره ولاړ دی چې عبادت کوونکي د اختر لمانځه کې برخه اخلي. [عمر/سلام ټایمز]

یو پولیس د غوایي په ۲۳مه د هرات په لوی جومات کې په داسې حال کې په پیره ولاړ دی چې عبادت کوونکي د اختر لمانځه کې برخه اخلي. [عمر/سلام ټایمز]

مسلمان ځوانان د غوايي په ۲۳مه د کابل په عبدالرحمان جومات کې د کوچني اختر د پیل لمونځ‌ کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

مسلمان ځوانان د غوايي په ۲۳مه د کابل په عبدالرحمان جومات کې د کوچني اختر د پیل لمونځ‌ کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

طالبانو او افغان حکومت د کوچني اختر لپاره یو درې ورځنی اوربند اعلان کړ چې د پنجشنبې په ورځ پیل شو او په پام کې ده چې تر شنبې پورې دوام ومومي.

د تلپاتې اوربند لپاره هیلې

د هرات ښار یوه اوسېدونکي عبدالقیوم ثاقب چې د هرات په جامع جومات کې یې د اختر په لمانځه کې برخه اخیستې وه، وویل، هر افغان غواړي چې دا درې ورځنی اوربند په دایمي اوربند باندې واوړي.

هغه وویل، «موږ غواړو چې د یوه تلپاتې اوربند له لارې ورور وژنه پای ته ورسېږي څو موږ ټول وکولی شو چې یو د بل تر څنګ په سوله کې ژوند وکړو،زموږ ځوانان نور ونه وژل شي او موږ وکولی شو چې خپل هېواد جوړ کړو.»

هغه د پنجشنبې په ورځ وویل، «زه چې نن له خپل کور نه راووتلم چې د اختر لمانځه ته لاړشم، د اوربند په لیدلو سره ډېر زیات خوښ شوم، تر دې چې له خوشحالۍ نه مې وژړل.»

ثاقب زیاته کړه، «زه هیله لرم چې اوربند تلپاتې شي او هر څوک وکولی شي چې په سوله کې ژوند وکړي.»

د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو یوه اوسېدونکي احمد رحیمي هم هیله څرګنده کړه چې اوربند د اختر له درې ورځو نه وروسته همداسې پسې وغزېږي.

هغه وویل، «موږ باور لرو چې له اختر نه وروسته د اوربند اوږدېدل به د وژنو او وینو تویولو پای ته لاره هواره کړي او یوه تلپاتې سوله به رامنځته کړي.»

د نیمروز د مرکز زرنج یوه اوسېدونکي سهیل وویل، اوربند د اختر خوښي دوه برابره کړه.‌

هغه وویل، افغانان د ۴۰ کالونو اوږده جنګ، چې ډېرې وینې یې تویې کړې، ستړي کړي او په هېواد کې یو تلپاتې اوربند او ارامي غواړي.

هغه وویل، «دا درې ورځنی اوربند باید له اختر نه وروسته هم دوام ومومي، څو په هېواد کې د وینو تویېدل پای ته ورسیږي او نور موږ د هیچا مرګ هم ونه وینو.»

هغه زیاته کړه، «موږ له طالبانو څخه غواړو چې د سولې لاره غوره کړي او له حکومت سره هوکړې ته ورسیږي چې ورور وژنه پای ته ورسیږي.»

تلپاتې سوله د دین غوښتنه ده

دیني عالمان وایي، تلپاتې سوله یوه اړتیاده، ځکه چې اسلام جنګ او شخړه منع کړي دي.

په هرات ښار کې یوه دیني عالم مولوي عزیزالرحمان مولوي زاده وویل، «خدای پاک په قران کریم کې سولې ته خیر ویلی دی. په ټولو مسلمانانو باندې فرض ده چې دغه لارښوونې تعقیب کړي.»

هغه وویل، «په دې جنګ کې یواځې مسلمانان وژل کیږي، له دې امله حرام دی. هر څوک چې د دې جنګ اور ته پکی وهي هغه د اسلام له دایرې څخه وتلی دی.»

مولوي زاده وویل، د سولې فرصت باید ضایع نشي او ټول لوري باید په دې کار وکړي چې یو تلپاتې اوربند او سوله رامنځته شي.

په قلعه نو کې یوه دیني عالم مولوي علي محمد رحماني وویل، اسلام د هر هغه ګام ملاتړ کوي چې هغه جنګ او د بې ګناه خلکو د وینې تویېدل پای ته رسوي.

هغه وویل، «موږ، دیني عالمان، د طالبانو او حکومت له خوا د اعلان شوي اوربند ملاتړ کوو او په دې شرایطو کې یې یو جدي ضرورت بولو.»

رحماني وویل، دا به ښه وي چې که اوبند تلپاتې وګرځي او په هېواد کې جنګ او وینه تویول د تل لپاره پای ته ورسوي.

هغه وویل، «یواځې یو تلپاتې اوربند کولی شي چې دا ویجاړونکی او غیر اسلامي جنګ پای ته ورسوي. موږ له ټولو ښکېلو خواوو، په ځانګړې توګه طالبانو څخه غواړو چې د اسلام په لارښوونو باندې عمل وکړي او له اختر څخه وروسته له تاوتریخوالي څخه ځانونه وژغوري.»

په زرنج کې یوه دیني عالم مولوي امام الدین سلطاني وویل، افغانان له بل هر څه څخه ډېر سوله او اوربند غواړي، چې په شخړه کې ښکېل لوري د خلکو غوښتنو ته پام وکړي.

هغه وویل، افغانان له جنګ څخه ستړي شوي دي او د هغو افغانانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي چې له هېواد څخه وځي، دا په داسې حال کې ده چې بې شمېره ملکي خلک وژل کیږي.

هغه وویل، «سوله په اسلام کې یو ځانګړی ځای لري له همدې امله خدای پاک ټول مسلمانان سولې ته وربللي دي. یو تلپاتې اوربند کولی شي چې په هېواد کې تلپاتې سوله ډاډمنه کړي.»

سلطاني وویل، طالبان باید پوه شي چې که هغوی مسلمانان وي بیا نو په کار دی چې هغوی د خدای احکام تعقیب کړي او د جنګ په پرتله سولې ته ترجیح ورکړي.

هغه وویل، «جنګ د حل لاره نه ده. له سولې یا امنیت څخه پرته ژوند ناشونی دی.‌ افغانان له ۴۰ کالونو راهیسې له یوه تحمیل شوي جنګ څخه کړېږي. دا جنګ باید پای ته ورسیږي.»

د طالبانو د دروغو جهاد

له افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو په وتلو سره، افغانان حیران پاتې دي او پوښتنه کوي چې: د طالبانو د جنګ هدف څه دی؟

د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ګل میر پوښتنه وکړه چې، «طالبان په کوم دلیل هره ورځ افغانان وژني؟»

هغه وویل، «طالبان هره شپه زموږ په کورونو باندې راکټونه وروي. د خدای لحاظ دې وکړي‌ او نور دې دا کار ودروي. زموږ یو شمېر خپلوان د طالبانو په بریدونو کې ووژل شول. طالبانو زموږ د قوم څو کسان څو ورځې مخکې ووژل.»

هغه وویل، «امریکایان وځي، نو بیا ولې طالبان جنګ کوي او د جنګ لپاره د هغوی بهانه څه ده؟ طالبان باید له خدای نه وډار شي، د نورو وطنونو مزدوري ونه کړي او د افغانانو وژل ودروي.»

په هرات ښار کې یوه دیني عالم مولوي محمد رفیع احدي وویل، طالبان د افغانانو د وژلو لپاره دیني توجیه نه لري او د جنګ په اوږدولو سره کبیره ګناه کوي.

هغه وویل، «طالبانو په روان جنګ باندې د جهاد نوم ایښی دی، په داسې حال کې چې بې ګناه مسلمان افغانان وژني. هر څوک چې یو بې ګناه مسلمان ووژني هغه د خدای پاک په قهر اخته کیږي او د تل لپاره دوزخ ته ځي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان به دایمي اوربند اعلان نه کړي، خو که امریکا وغواړي، کولی شي چې طالبان د دایمي اوربند منلو ته چمتو کړي.‌

ځواب ورکړئ

څو چې په افغانستان کې دواړه لوري یو دایمي او د ټول هېواد په کچه اوربند اعلان نه کړي، بین الافغاني خبرې هېڅ معنی نه لري. که طالبان په ریښتیا د افغانستان د شخړې حل غواړي او د جنګ پلوي نه وي، هغوی باید یو تلپاتې اوربند ومني، ځکه چې د طالبانو له خوا د اوربند له اعلانولو څخه پرته به خلک باور ونه کړي چې طالبان سوله غواړي او هغوی په سوله باور لري. په روان جنګ کې، افغانان، اکثر طالب یاغیان وژل کیږي. هغوی که د افغانستان په خلکو باندې زړونه نه سوزوي، لږ تر لږه په خپلو جنګیالیو باندې باید زړونه وسوزوي، ځکه چې هره ورځ د هغوی په سلګونو کسان وژل کیږي. د افغانستان د جنګ حل د خبرو په ترسره کولو، سوله کولو او د یوه ټولشموله حکومت په جوړولو کې دی. افغانستان د ټولو افغانانو ګډ ګور دی. ټول ګروپونه او قومونه باید په حکومت کې خپل ځانونه وویني.‌

ځواب ورکړئ