امنیت

چارواکي اندېښنه لري چې طالبان په قصدي توګه بین الافغاني خبرې ځنډوي

د عمر راپور

په قطر کې د سولې د بین الافغاني خبرو د دویم پړاو له پیلېدلو څخه مخکې، د هرات ولایت له ۱۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د مرغومي په ۱۴مه په هرات ښار کې راټول شول څو پر افغان حکومت او طالبانو غږ وکړي چې اوربند اعلان کړي. [عمر]

هرات -- د افغان حکومت مرکچیان د سې شنبې په ورځ /د مرغومي ۱۶مه/ له طالبانو سره د خبرو د دویم پړاو ترسره کولو لپاره قطر ته ستانه شول، هغوی به هلته فشار واچوي ترڅو یو تلپاتې اوربند اعلان شي او د حکومت موجوده جوړښت خوندي وساتل شي

ای اېف پي راپور ورکړ چې، افغان پلاوی د مرغومي په ۱۶مه دوحې ته ورسېد، خو دا لا معلومه نه ده چې خبرې به کله پیل شي.

د هېواد د ملي روغې جوړې د عالی شورا ویاند فریدون خوځون د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۷مه/ په یوه ټویټ کې ولیکل، «د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي ټیم خپلمنځي کتنې پیل کړي او د طالبانو پلاوي ته انتظار باسي.»

یوه ورځ مخکې ولسي جرګې ته په خبرو کې، د افغانستان د استخباراتو رییس احمد ضیاء سراج اندېښنه وښودله چې طالبان به هڅه وکړي ترڅو خبرې وځنډوي.‌

د هرات ولایت له ۱۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د مرغومي په ۱۴مه په هرات ښار کې راټول شول ترڅو طالبان وهڅوي چې په دوحه کې د سولې د خبرو د دویم پړاو په ترڅ کې په اوربند باندې هوکړه وکړي. [عمر]

د هرات ولایت له ۱۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د مرغومي په ۱۴مه په هرات ښار کې راټول شول ترڅو طالبان وهڅوي چې په دوحه کې د سولې د خبرو د دویم پړاو په ترڅ کې په اوربند باندې هوکړه وکړي. [عمر]

له ۱۰۰ څخه ډېر دیني عالمان د مرغومي په ۱۱مه د هرات په لوی جومات کې راټول شول ترڅو په افغانستان کې جنګ وغندي او د شخړې طرفونه وهڅوي چې اوربند اعلان کړي. [عمر]

له ۱۰۰ څخه ډېر دیني عالمان د مرغومي په ۱۱مه د هرات په لوی جومات کې راټول شول ترڅو په افغانستان کې جنګ وغندي او د شخړې طرفونه وهڅوي چې اوربند اعلان کړي. [عمر]

هغه وویل، «موږ باور لرو چې طالبان پلان لري څو خبرې د غوایي په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو پورې وځنډوي.»

هغه زیاته کړه، «موږ نه وینو چې طالبان د سولې لپاره کومه اراده لري.»

په هرات کې د سولې غوښتنې

له خبرو څخه مخکې،‌ د یکشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۴مه/ د دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډون د هرات ولایت له ۱۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي په هرات ښار کې راټول شول څو پر حکومت او طالبانو غږ وکړي چې اوربند اعلان کړي او جنګ پای ته ورسوي.

د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالرشید وویل، «موږ له حکومت او طالبانو څخه غواړو چې جنګ ودروي څو افغانان وکولی شي چې په ارامۍ کې ژوند وکړي.»

هغه زیاته کړه، «زموږ ځوانان باید نور ونه وژل شي، او موږ نور نشو کولی چې د خپلو عزیزانو له لاسه ورکول وزغمو.»

هغه وویل، «په افغانستان کې له ۴۰ کالونو راهیسې جنګ روان دی، خو کومه ګټه یې نه ده کړې. دغه جنګ د ویجاړتیا او د عادي افغانانو د مرګ سبب شوی دی.»

د هرات ولایت یوه قومي مشر تورمحمد ظریفي وویل، هره ورځ بې ګناه ملکي خلک وژل کیږي. هغه د سملاسي اوربند او د افغانانو د وینو تویېدلو د درېدلو غوښتنه وکړه.

هغه وویل، «امنیتي ځواکونه او طالبان چې ټول د دې هېواد بچیان دي هره ورځ خپل ژوند له لاسه ورکوي. جنګ سخت شوی او تلفات ډېر شوي دي.»

په هرات ښار کې یوه دیني عالم مولوي شېراغا قتالي وویل، د طالبانو له خوا د امنیتي منسوبینو او ملکي خلکو وژل نامشروع کار دی، او څوک چې دا کار کوي هغوی به د خدای پاک له خوا له سزا سره مخامخ شي.‌

هغه وویل، «ملکي خلک او دیني عالمان په هېواد کې د یوې تلپاتې او ټولشموله سولې غوښتنه کوي. زموږ د عزیزانو وژل باید ودرول شي، او موږ نشو کولی چې نور هره ورځ وژنې، ځانمرګي بریدونه او ویجاړتیاوې ووینو.»

سوله یو لومړیتوب او مکلفیت ده

د مرغومي په ۱۱مه د هرات په لوی جومات کې د یوې جلا کتنې په ترڅ کې، د لویدیځې حوزې له ۱۰۰ څخه ډېرو غټو دیني عالمانو په افغانستان کې روان جنګ غیرمشروع اعلان کړ او ویې ویل چې اوربند «یوه مکلفیت» ده.‌

عالمانو د مسلمانانو وژل وغندل او ویې ویل چې هغه څوک چې بې ګناه خلک وژني هغوی ته به خدای پاک سزا ورکړي.

د افغانستان په لویدیځه حوزه کې د عالمانو د شورا رییس مولوي خداداد صالح وویل، سوله یو لومړیتوب دی ځکه چې که سوله نه وي، هیڅوک هم نشي کولی چې خپل فرایض ترسره کړي.

هغه وویل، «دیني عالمان په حکومت او طالبانو باندې غږ کوي چې ژر تر ژره اوربند اعلان کړي او د یوې تلپاتې او ټولشموله سولې لپاره زمینه مساعده کړي.»

هغه وویل،‌ «د اسلام هغه تش په نامه نسخه چې طالبان یې د اسلامي نظام په نامه تبلیغوي د افغان عوامو او دیني عالمانو لپاره د منلو وړ نه ده. طالبان دا حق نه لري چې د افغان ملت لپاره یو [تش په نامه] اسلامي‌ نظام انتخاب کړي، ځکه چې په حقیقت کې موجود نظام اسلامي دی.»

د حج او اوقافو ریاست رییس عبدالخالق حقاني وویل، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ باید په داسې یوه ټولشموله حکومت باندې توافق وشي چې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کوي.

هغه زیاته کړه، «ټول دیني عالمان د حکومت او طالبانو تر منځ په قطر کې د سولې د خبرو ملاتړ کوي او هغه په هېواد کې د مسلمانانو د وینو تویېدا د درولو لپاره یو زرین فرصت بولي.»

د ژورنالستانو او فعالانو وژنه

د مدني ټولنې فعالانو او ژورنالستانو د مرغومي په ۱۳مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې په غور ولایت کې یو ژورنالست ووژل شو، په طالبانو باندې غږ وکړ چې په افغانستان کې وژنې ودروي.

د غور غږ راډېو رییس بسم الله عادل ایماق د مرغومي په ۱۲مه له فیروزکوه سره نږدې د ټوپک په ډزو ووژل شو.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوې فعالې نوریې افغان وویل، په یو شمېر ولایتونو کې د ژورنالستانو او د مدني ټولنې د فعالانو وژنې د اندېښنې وړ دي.‌

هغې زیاته کړه، «موږ له طالبانو څخه غواړو چې د ژورنالستانو او د مدني ټولنې او بشري حقونو د فعالانو وژنې ودروي. ژورنالستان او د مدني ټولنې فعالان بې طرف دي، او هغوی د خلکو غږونه بیانوي.»

نوریې افغان په حکومت باندې غږ وکړ چې د وژنو د مخنیوي لپاره دې کار وکړي او قاتلانو ته دې سزا ورکړي.

هغې وویل، «طالبان غواړي چې په ژورنالستانو او د مدني ټولنې او بشري حقونو په فعالانو باندې د رواني فشار په اچولو سره د افغاني رسنیو خولې بندې کړي.»

د متحده ایالاتو پوځ د دوشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۵مه/ طالبان د مخکښو افغانانو په وژلو پړه وبلل.

په هرات ښار کې یوه ژورنالست خلیل رسولي وویل، د ژورنالستانو د په نښه کولو په ډېرېدلو سره د رسنیو فعالان سخت اغېزمن شوي، او ډېر یې د وژل کېدلو له وېرې په کورونو کې پاتې کېږي.

هغه وویل، «ترهګر ګروپونه غواړي چې په زنځیري وژنو ...‌ سره د بیان ازادي محدوده او دا ډاډمنه کړي چې هیڅوک هم دا زړه ونه کړي چې د هغوی پر ضد خپل غږ پورته کړي،» او د ژورنالستانو د وژنې د پای ته رسولو او د بیان د ازادۍ د خوندي ساتلو غږ یې وکړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که واقعیت ته وگورو، طالبان هیڅګله هم د مذاکرات لړۍ نده ځڼډولې بلکه د افغان حکومت چارواکو همیشه د سولې خبر اترو په تخریبولو کې زیار ایستلی. کله د بندیانو خبره را مینځ ته کړي او کله د مذهبي مسایل مطرح کړي. په اصل کې د افغان حکومت زړه سولې ته ندی. دوی نغواړي چې د سولې په خاخر د خپل مقام څخه لري شي.

ځواب ورکړئ

طالبان ډېر مغرور دي،‌ هغوی وایي چې هغوی امریکا ته ماتې ورکړې ده او د دغه هېواد مقامات مجبور شول چې خپل عسکر له افغانستان څخه وباسي. نو هغوی غواړي چې افغان سیاستوال قدرت هغوی ته وسپاري، ځکه چې هغوی خپل ځانونه د دې جنګ فاتحان بولي، له دې امله، سولې ته ډېره هیله مندي نشته. نه طالبان چمتو دي چې له هغوی سره واک شریک کړي، نه د افغان حکومت چارواکي چمتو دي چې واک طالبانو ته وسپاري. تر دې چې افغان چارواکي تیار نه دي چې یو موقت حکومت جوړ شي یا نظام تغیر وکړي.‌ هغوی ټینګار کوي چې طالبان باید راشي او د انتخاباتو له لارې واک ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې طالبان به هېڅکله هم دا قبول نه کړي، او داسې ګڼل کیږي چې په راتلونکي اوړي کې به په هیواد کې خونړي جنګونه پیل شي.

ځواب ورکړئ