امنیت

د هرات دیني عالمانو او د مدني ټولنې فعالانو له طالبانو څخه وغوښتل چې خپله 'ناروا' جګړه ودروي

د عمر راپور

له ۱۰۰ څخه ډېر دیني عالمان د مرغومي په ۲۷مه د هرات ولایت په هرات ښار کې راټول شول، چې د افغان لوریو تر منځ د سولې له خبرو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي. [عمر]

هرات -- د افغانستان دیني عالمان او د مدني ټولنې فعالان یو ځل بیا سره ټول شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د افغانانو د سولې غوښتنې ته مثبت غبرګون وښیي.

په تر ټولو تازه هڅه کې، له ۱۰۰ څخه ډېر دیني عالمان د مرغومي په ۲۷مه په هرات ښار کې راټول شوي ول چې د افغان لوریو تر منځ‌ د سولې خبرو څخه ملاتړ څرګند کړي.‌

د هرات ولایت د حج او اوقافو رییس، سید محمد شېرزادي وویل، «په هرات کې دیني عالمان او د جوماتونو امامان د دې لپاره سره ټول شوي ول چې د سولې پروسې او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو څخه ټینګ ملاتړ وکړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د سولې پروسې څخه د ملاتړ له لارې، دیني عالمان غواړي چې د سولې خبرې قوي کړي او دواړه لوري دې ته وهڅوي چې د ملت غوښتنو ته ځواب ووایي،»

خواوشا ۱۰۰ دیني عالمان د مرغومي په ۲۷مه په هرات ښار کې راټول شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د افغانانو پر ضد خپله ناروا جګړه پای ته ورسوي. [عمر]

خواوشا ۱۰۰ دیني عالمان د مرغومي په ۲۷مه په هرات ښار کې راټول شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د افغانانو پر ضد خپله ناروا جګړه پای ته ورسوي. [عمر]

د هرات د مدني ټولنې د موسساتو د شبکې (HCSIN) یو شمېر فعالان د مرغومي په ۲۷مه په هرات ښار کې ښودل کیږي. د هرات د مدني ټولنې د موسساتو شبکې (HCSIN) له طالبانو څخه وغوښتل چې د افغان حکومت له خوا د سولې هڅو ته مثبت غبرګون وښیي. [عمر]

د هرات د مدني ټولنې د موسساتو د شبکې (HCSIN) یو شمېر فعالان د مرغومي په ۲۷مه په هرات ښار کې ښودل کیږي. د هرات د مدني ټولنې د موسساتو شبکې (HCSIN) له طالبانو څخه وغوښتل چې د افغان حکومت له خوا د سولې هڅو ته مثبت غبرګون وښیي. [عمر]

شېرزادي وویل، «جنګ ...‌ په مطلق ډول غیرمشروع دی. په هغو ځایونو کې تاوتریخوالی او ځانمرګي بریدونه ترسره کول، چې هلته بې ګناه او بې دفاع ملکي خلک اوسېږي، په اسلام کې جواز نه لري او نشي کېدلی چې د یوه دیني عمل په توګه توجیه کړای شي.»

هغه وویل، «په ښکاره توګه داسې دلیل نشته چې وښیي چې جنګ کولی شي د یوې ټولنې اړتیاوې پوره کړي، او نشي کولی چې د یوه ملت مدني، دیني، ملي او کلتوري ارزښتونو ته وده ورکړي. د جګړې د اغېز په نتیجه کې د یوې ټولنې ارزښتونه ویجاړېږي او کولی شي چې په ټولنه کې ترینګلتیاوې لا نورې زیاتې کړي.»

جګړه دیني توجیه نه لري

دیني عالمانو وویل، هغه دیني توجیه، چې طالبان یې په افغانستان کې د جګړې لپاره استعمالوي، د اسلامي لارښوونو ملاتړ نه لري.

د هرات ښار یوه دیني عالم، مولوي سید احمد حسیني، سلام ټایمز ته وویل، «خدای پاک وایي، په سوله کې خیر دی -- دا په دې معنی چې سوله د شخړې د ټولو لوریو -- دواړو هم د افغانستان د اسلامي جمهوریت او هم د طالبانو په ګټه ده. په هېواد کې د شخړې حل یوازې په سوله کې دی، نه په جنګ کې.»

هغه وویل، «جګړې هر چا ته تاوان ور رسولی دی. زه هیله لرم چې ټول لوري د خدای پاک (ج) او د نبی (ع) د حکمونو په تعقیبولو سره،‌ چې د اختلافاتو او ستونزو د هوارولو لپاره یې د سولې سپارښتنه کړې ده، د سولې خوا ته لاړ شي.»

حسیني وویل، «مونږ غواړو چې افغانان، چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې په جنګ کې وخت تېروي، له دغو حالاتو څخه خلاص شي او په یوه سوله ییز چاپېریال کې ژوند وکړي،»

په هرات ښار کې یوه بل دیني عالم، مولوي معراج الدین خوشکي، سلام ټایمز ته وویل، «طالبان باید د سولې په برخه کې د افغانانو غوښتنو ته غوږ ونیسي او باید د قران کریم د حکمونو له منلوڅخه سرغړونه ونه کړي،»

هغه وویل،‌«وژنه یو د تاسف وړ عمل دی، او اسلام یې منع کوي.‌ د دیني عالمانو پیغام روښانه دی: طالبان او حکومتدواړه مسلمانان دي، او مونږ غواړو چې هغوی د اسلام لارښوونې تعقیب کړي او سوله وکړي.»

د هرات یوه دیني عالم، مولوي محمد فقیري، چې هغه هم په دې غونډه کې برخه اخیستې وه، وویل، «د هرات ولایت عالمان او امامان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د پروسې ملاتړ کوي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د سولې په خبرو کې باید د دواړو لوریو مشروع غوښتنې -- چې د دین، هېواد او افغان ملت د ګټو لپاره دي -- په پام کې ونیول شي،»

هغه وویل،‌«دیني عالمان ځانمرګي بریدونه او چاودنې غندي او غیرانساني او غیر اسلامي یې بولي. کله چې طالبان او حکومت د سولې خبرې پیلوي، په کار دی چې په اوربند باندې موافقه وشي.»

طالبان د روسیې او ګاونډیو هېوادونو 'ګوډاګیان' دي

دیني عالمانو د سولې په پروسه کې د روسیې له ښکېلتیا سره په کلکه مخالفت وکړ.‌

شېرزادي د ۱۳۵۸ - ۱۳۶۸ اشغال ته په اشارې وویل، «افغان ملت ته دا روښانه ده چې شوروي اتحاد زمونږ په ولس باندې ډېر سخت ظلمونه وکړل او په میلیونونوځوانان او د هېواد اوسېدونکي ... هغه وخت د روسیې د ظالم رژیم له خوا شهیدان شول،»

هغه وویل، «نو، که مونږ له همدغه هېواد څخه وغواړو چې له مونږ سره زمونږ هېواد ته د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي، هغه به دا معنی ولري لکه غل چې د قاضي په ځای کېني،»

هغه وویل،‌«له روسیې څخه د مرستې غوښتنه د اسلام له نظره غلط کار دی. افغانان داسې سوله غواړي چې خدای او قران یې سپارښتنه کړې ده، او روسیه نشي کولی چې هغه ډول سوله راولي

په هرات کې د سیاسي‌ چارو تحلیلګر، عبدالقادر کامل، سلام ټایمز ته وویل، «ځینې ګاونډيو لوبغاړو او هېوادونو ... په طالبانو او ترهګرو ډلو باندې پانګونه کړې ده. هغوی هڅه کوي چېله یاغي ډلو څخه په خپلو سیمه ییزو دښمنیو کې د یوې وسلې په توګه کار واخلي او په دې توګه خپلو ښکاره او پټو هدفونو ته ورسېږي.»

هغه وویل، «که طالبان په ریښتیا افغانان وي، هغوی باید ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو ته اجازه ور نه کړي چې له هغوی څخه د ګوډاګیانو په توګه کار واخلي او په کار دی چې د سولې پروسې سره یوځای شي. هغوی باید د افغان حکومت له خوا د سولې هڅو ته مثبت ځواب ووايي.»

کامل وویل، «مونږ د متحده ایالاتو له خوا د کېدونکو هڅو ملاتړ کوو. افغانان یوه عادلانه او پایښت لرونکې سولهغواړي.»

هغه وویل، «طالبان باید وپوهېږي چې افغانستان هغه وخت ته بېرته نه ورستنېږي چې طالبانو د افغانانو خولې ورتړلې وې،»

د افغانستان د لاسته راوړنو خوندي کول

له دې جلا، د هرات د مدني ټولنې د موسساتو شبکې (HCSIN) د مرغومي په ۲۷مه په طالبانو غږ وکړ چې نور دې د افغانانو د وژلو خونړي جنګ ته د پای ټکی کېږدي.

د هرات د مدني ټولنې د موسساتو د شبکې (HCSIN) یوه غړي، سید اشرف سادات، وویل، «سوله د افغان عوامو یوه اصلي غوښتنه ده چې مونږ یې باید ترسره کړو، او د نیمې پېړۍ اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدو. په هرات ولایت کې د هرات د مدني ټولنې د موسساتو شبکه (HCSIN) د سولې د هڅو ملاتړ کوي او له افغانانو څخه غواړي چې د دې پروسې برخه واوسي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«مونږ په خپل هېواد کې د سولې بیا راتګ غواړو، خو همدارنګه مونږ هیله لرو چې د تېرو ۱۷ کالو په ترڅ کې د افغانستان لاسته راوړنې د سولې په خبرو کې یوه سره کرښه ده. سوله باید مونږ ته د افغانانو د لاسته راوړنو په قېمت تمامه نشي

د هرات د مدني ټولنې د موسساتو د شبکې (HCSIN) یوې بلې غړې، مریم جامي، وویل، ښځې باید «په یوه پایښت لرونکې سوله کې مهم رول ولوبوي،»

هغې سلام ټایمز ته وویل،‌«مونږ له ښځو څخه توقع لرو چې د سولې د خبرو په ترڅ کې په بېلابېلو -- سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو -- ساحو کې ځانونو ته یوه لویه برخه او یو ځانګړی ځای خوندي کړي،»

د هرات ولایت یوه اوسېدونکي، شعیب تنها، چې ۳۳ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ هیله لرو چې دا خبرې به ژر مېوه ونیسي،»

هغه وویل، «مونږ په افغانستان کې له جګړې څخه ستړي شوي یو، او مونږ ټول هیله لرو چې یو نېکمرغه او سوله ییز هېواد ولرو. د سولې هڅو زمونږ هیلې زیاتې کړي، او مونږ په طالبانو غږ کوو چې د افغان حکومت له استازو سره مستقیمې خبرې پیل کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر ښه خبر

ځواب ورکړئ