امنیت

په هرات کې په دېوالونو شوي هنري کارونه جګړه ځپلیو افغانانو ته هیلې ورکوي

د نصیر صالحي راپور

د طالبانو له خوا د جګړې له دوام، او د افغانانو په مشرۍ د مذاکراتو له ردولو سره سره،‌ په هرات ښار کې شوی هنري کار سولې ته د افغانانو هیله مندي ښیي. [نصیر صالحي]

هرات -- د هرات ښار په ګڼ مېشتو سیمو کې داسې پوسټرونه او رنګ شوي دېوالونه، چې د سولې پیغامونه پرې لیکل شوي، د اوسېدونکیو او سیلانیانو پام ځان ته ورجلبوي.

دغه هنري کار، چې په نړیواله کچه یې ملاتړ کیږي، سږ کال د ښار په بېلابېلو برخو کې راڅرګند شو.

د طالبانو له خوا د افغان حکومت د سولې د مذاکراتو لپاره د غږونو له مکررو ردولو سره سره، دغه هنري کار سولې ته د عادي افغانانو هیله او امېدواري ښیي.‌

د هرات یوه ۷۲ کلن اوسېدونکي، امین جان، چې خپل نیم عمر یې د جنګ په وخت کې تېر کړی، د سولې په هکله پیغام لرونکې یوې نقاشۍ ته په کتلو سره، وویل، دغه ډول تصویرونه د هغه په څېر یو چاته د ارامۍ یو پیغام له ځان سره لري.

امین جان، چې ۷۲ کاله عمر لري، د وږي په ۲۳ مه په هرات ښار کې په یوه دېوال باندې شوې نقاشي ګوري چې د هلمند ولایت د خلکو د سولې حرکت انځوروي او د سولې په هکله یو پیغام په کې نغښتی دی. [نصیر صالحي]‌

امین جان، چې ۷۲ کاله عمر لري، د وږي په ۲۳ مه په هرات ښار کې په یوه دېوال باندې شوې نقاشي ګوري چې د هلمند ولایت د خلکو د سولې حرکت انځوروي او د سولې په هکله یو پیغام په کې نغښتی دی. [نصیر صالحي]‌

د هرات په ښار کې د وږي د ۲۳ مې یو عکس په یوه دېوال نقاشي ښیي چې د افغان ملي اردو یو عسکر په داسې حال کې انځوروي چې له یوه طالب یاغي سره یې لاس ورکړی دی. طالب اورپکي د غبرګولي په میاشت کې ښارونو ته راښکته شول چې له خلکو او افغان ځواکونو سره د کوچني اختر اوربند ولمانځي. [نصیر صالحي]‌

د هرات په ښار کې د وږي د ۲۳ مې یو عکس په یوه دېوال نقاشي ښیي چې د افغان ملي اردو یو عسکر په داسې حال کې انځوروي چې له یوه طالب یاغي سره یې لاس ورکړی دی. طالب اورپکي د غبرګولي په میاشت کې ښارونو ته راښکته شول چې له خلکو او افغان ځواکونو سره د کوچني اختر اوربند ولمانځي. [نصیر صالحي]‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «خدای دې په دې ځانمرګو بمي بریدګرو او د هغوی په چاودنو باندې لعنت وکړي.‌ مونږ سوله غواړو.‌افغانان تباه شول. مونږ سولې ته ډېر هیله مند او له جنګ نه ستړي یو.»

د هرات یوه بل اوسېدونکي، نجیب الله، چې ۴۵ کاله عمر لري، وویل، «سوله د ماشومانو او زړو په شمول، د هر افغان غوښتنه ده،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «کله چې مونږ په خپل ښار کې د سولې په هکله تصویرونه او نقاشۍ ګورو، هغه مونږ لا ډېر هیله مند کوي.‌ هغه څوک، چې د طالبانو تر نامه لاندې جنګ کوي، هغوی باید دا عکسونه وګوري -- او عکس العمل وښیي.»

نجیب الله وویل، «سوله د ټولو افغانانو لپاره یو رحمت دی. مونږ غواړو چې ماشومان مو په سوله او ارامۍ کې ښوونځي ته لاړ شي او مونږ له کوم خطر سره له مخامخ کېدلو څخه پرته کار ته لاړ شو.»

د هرات یوه ۳۶ کلن اوسېدونکي، روحاني رهیاب،‌ له طالبانو څخه وغوښتل چې د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر سره یوځای شي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه د سولې د پروسې د نتیجې په هکله او په افغانستان کې د جنګ پای ته رسېدلو ته ډېره هیله مند یم. زه په طالبانو غږ کوم چې جنګ ودروي ځکه چې مونږ،‌ او ان زمونږ پلرونه، په جنګ کې لوی شول.»

هغه وویل، «لږ تر لږه، طالبان باید د افغانانو راتلونکي نسل ته اجازه ورکړي چې په سوله کې ژوند وکړي، او طالبان باید د هغوی په وړاندې زړه سوی وښیي،»

د هنري کار له لارې د ذهني فشار کمول

ډاکتران وایي، د افغانستان ویجاړوونکي جنګ او ناامنۍ د افغانانو په منځ‌ کې د ذهني ناروغۍ پېښې زیاتې کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت د دماغي روغتیا د ریاست رییس، ډاکتر بشیراحمد سروري، سلام ټایمز ته وویل، اټکل ۴۵٪ - ۵۰٪ افغانان د ذهني روغتیا په بېلابېل ډول ستونزو اخته دي.‌

هغه وویل، «هغوی اکثر د جنګ د منفي اغېزو له امله په ذهني ناروغۍ اخته شوي دي،»

نوموړي وویل، خو د هرات ښار په بېلابېلو برخو کې په دېوالونو باندې نقاشۍ او د سولې پیغامونه په ټولنه کې د پرېشانۍ او د اروایي فشار د کمولو په برخه کې مرسته کوي.‌

په هرات ولایت کې یوه ارواپوه، مؤیدالحق موحدي، وویل، دغه ډول عکسونو او نقاشیو ته د دې لپاره اړتیا ده چې د ټولنې یوې لویې برخې سره په مؤثره توګه مفاهمه وشي ځکه چې په افغانستان کې د سواد کچه ډېره ټیټه ده.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د هرات په شمول په افغانستان کې د دماغي ناروغیو په سببونو کې یو لوی سبب، پخپله جګړه دی. مونږ جګړه د دماغي ستونزو لومړنی او تر ټولو لوی اړوند سبب بلو،‌ چې ورپسې د کورنۍ، فقر،‌ بې کارۍ او د ناقانونه نشه ییزو توکو په څېر مسایل راځي.»

هغه وویل، «په هرات ښار کې داسې عکسونه او نقاشۍ، چې د سولې پیغامونه لېږدوي، عامو خلکو ته د هیلې یو احساس راوړي او هغوی راتلونکي ته هیله مند کوي،»

طالبان 'سولې ته تیار دي'

د هرات د سولې د ولایتي شورا رییس، مولوي غلام سرور بارکزی،‌ وایي،‌په هرات کې،‌ طالبان دې ته تیار دي چې د سولې په هکله خبرې اترې وکړي،‌ خو له دې امله جنګ ته دوام ورکوي چې د اورپکو ډلو د مشرانو او د هغوی د بهرنیو ملاتړ کوونکیو له خوا پرې فشار دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «په هرات ولایت کې طالبان سولې ته تیار دي.‌ هغوی د خپلو مشرانو له خوا جنګ کولو ته مجبوریږي،»

هغه وویل، «طالبان د ځینې داسې شرایطو غوښتنه کوي چې مونږ یې نشو منلی،‌ او په ورته ډول،‌ زمونږ [افغان حکومت] ځینې شرطونه او غوښتنې هغوی ته د منلو وړ نه دي. البته،‌ زمونږ او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پرمخ ځي،‌ او مونږ ډېر هیله مند یو.‌ طالبان وایي چې که د هغوی مشران شرایط ومني،‌ هغوی به یوه دقیقه هم نور جنګ ونه کړي.»

مولوي بارکزي وویل، «د هرات په ولسوالیو کې جنګ ډېر راکم شوی دی،» او زیاته یې کړه، «افغانان اوس له بل هر وخت نه ډېر د سولې د پروسې ملاتړ کوي.»

د هرات والي محمد آصف رحیمي وویل، طالبانو «په هرات کې څو قوماندانان او ولسوالان له کاره ګوښه کړل او پرځای یې د کندهار او هلمند ولایتونو نور کسان مقرر کړل،»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «له ما سره د هغوی د نومونو لست شته.‌ د هرات لپاره د هغوی د تش په نامه والي په شمول اوه طالب قوماندانان او مشران ګوښه او پرځای یې نور مقرر کړای شول.‌ د طالبانو مشرتابه ویلي چې هغوی داسې کسان دي چې جنګ نه کوي.»

رحیمي وویل، «حقیقت دا دی چې په هرات کې طالب قوماندانانو او ولسوالانو جنګ نه کاوه. په حقیقت کې، د طالبانو د ډلې ډېر غړي نه غواړي چې د هغوی ولایت وران او خلک یې ووژل شي

د سولې یو نامشروع منځګړی

دیني عالمان وایي، افغانان حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي او طالبان د هغوی د وژلو لپاره هېڅ‌ توجیه نه لري.‌

د هرات ولایت د حج او اوقافو ریاست رییس، سید محمد شېرزادي، سلام ټایمز ته وویل،‌ «الله پاک په قران کریم کې ویلي چې د مسلمانانو تر منځ سوله وساتئ -- له دې امله،‌ طالبان باید له نورو هېوادونو سره د سولې په خبرو اترو او دیالوګ کې ښکېل نشي،»

هغه وویل،‌«دا څنګه حتی ممکنه ده چې روسیه -- داسې یو هېواد، چې زمونږ په سلګونو زره هېوادوال یې په ۱۳۶۰موکلونو کې د شوروي له خوا د افغانستان د اشغال پر وخت، په دین د عقیدې لرلو له امله، ووژل -- اوس د افغانانو په هکله اندېښمنه ده او غواړي چې د سولې د خبرو اترو کوربه توب وکړي؟»

د طالبانو له خوا له دې سره په هوکړه، چې د مسکو په مشرۍ نړیوال کانفرانس کې، چې مسکو وروسته له هغه وځنډاوه چې افغانستان او متحده ایالاتو په کې له برخه اخیستنې څخه ډډه وکړه، برخه واخلي، په انتقاد کولو سره، شېرزادي وویل،«د روسیې غېږې ته په ور لوېدلو سره، طالبانو د خپل تش په نامه جهاد نه مشروعیت څرګند کړ،»

هغه وویل،‌ «طالبان باید د سولې په هکله د اسلام له لارښوونو څخه استفاده وکړي او باید چې د ځان غوښتنې او قدرت ته د لېوالتیا په دلایلو د دښمنانو غېږې ته ځانونه ور ونه غورځوي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500