امنیت

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه خپل چلندونه بدلوي، او د اورپکو پر ضد تهاجمي ستراتیژي پرمخ وړي

د سلیمان راپور

ولسمشر اشرف غني د وږي په ۲۲ مه د ولسمشرۍ ماڼۍ کې د شهیدانو د اونۍ د یاد په مراسمو کې خبرې کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]

ولسمشر اشرف غني د وږي په ۲۲ مه د ولسمشرۍ ماڼۍ کې د شهیدانو د اونۍ د یاد په مراسمو کې خبرې کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]

کابل -- ولسمشر اشرف غني افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته امر کړی دی چې په تاوتریخوالي کې د وروستي زیاتوالي په غبرګون کې د طالبانو او نورو اورپکو ډلو پر ضد تهاجمي موقف ونیسي.

غني دا پرېکړه د وږي په ۲۱ مه په کابل کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ننګرهار ولایت اوسېدونکیو او مشرانو سره د یوې کتنې په ترڅ‌ کې،‌ او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د یو لړ مرګانیو ترهګریزو بریدونو څخه وروسته وکړه.

هغه وویل، «دښمن باید پوه شي چې کله د ماشومانو، ښځو، مشرانو او عامو خلکو پر ضد بریدونه ترسره کیږي، دا زما وظیفه ده چې دښمن ته ځواب ورکړم. ما امنیتي ځواکونو ته امر کړی دی چې له دفاعي موقف څخه تهاجمي فعالیتونو ته مخه کړي.»‌

هغه وویل، «په ملکي خلکو باندې د دښمن بریدونه ښیي چې هغوی نشي کولی چې زمونږ له امنیتي ځواکونو سره جنګ وکړي،»‌

په دغه عکس کې، چې د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د وږي په ۱۹مه په فیسبوک کې خپور کړی دی،‌ د افغان امنیتي ځواکونو یو غړی یوه د توپ ګولۍ واروي. [افغان ملي اردو]‌

په دغه عکس کې، چې د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د وږي په ۱۹مه په فیسبوک کې خپور کړی دی،‌ د افغان امنیتي ځواکونو یو غړی یوه د توپ ګولۍ واروي. [افغان ملي اردو]‌

غني وویل،‌«زمونږ تهاجمي عملیات پیل شوي دي،او افغان ځواکونو د تېرو څو ورځو په ترڅ کې د دښمن پر ضد ډېره بریا ترلاسه کړې ده،»‌

په ستراتیژۍ کې بدلون وروسته له هغه رامخې ته شو چې افغان حکومت د غبرګولي په میاشت کې د پخلاینې هڅه وکړه،‌او د کوچني اختر په ترڅ کې یې له طالبانو سره یو درې ورځنی دوه اړخیز اوربند اعلان کړ.

د زمري په میاشت کې،‌غني د یوه درې میاشتني اوربند، چې د لوی اختر په ترڅ کې پیلېده، وړاندیز وکړ،خوطالبانو هېڅ غبرګون ورته ونه ښود.

هغه وویل، «د غبرګولي د میاشتې اوربند وښودله چې په هېواد کې د سولې په هکله په ملي سطحه توافق موجود دی. هغه وښودله چې ملت له جنګ څخه ستړی دی.»

د تهاجمي عملیاتو بیا پیلول

د دفاع وزارت په وینا، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د نوي تهاجمي موقف هدف دا دی چې د اورپکو، په ځانګړې توګه د طالبانو سنګرونه ویجاړ کړي.‌

د دفاع وزارت ویاند غفوراحمد جاوېد سلام ټایمز ته وویل،«دښمن غواړي چې د سولې پروسه او د ولسي جرګې او ولسمشرۍ را روان انتخاباتتخریب کړي،»

هغه وویل، «هغوی د هېواد په ځینې برخو کې ځانمرګي بمي بریدونه او چاودنې کوي. مونږ د اورپکو ګروپونو پر ضد خپل پوځي عملیات زیات کړي چې د دښمن ترهګریز پلانونه شنډ کړو، افغانانو ته امنیت برابر کړو او په انتخاباتو کې د برخه اخیستنې په موخه رایه ورکوونکیو ته لاره هواره کړو.»

جاوېد وویل، «زمونږ په پوځي عملیاتو کې په ډېرښت او تهاجمي موقفونو ته د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د چارو په تغیر سره، مونږ هوډ لرو چې د طالبانو او نورو ترهګرو مرکزونه، چې له هغو ځایونو څخه هغوی ترهګریز بریدونه تنظیموي، ویجاړ کړو، چې هغوی ونشي کولی چې نور په لویو ښارونو او د ملکیانو په منځ کې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي.»

هغه وویل،‌ «زمونږ امنیتي ځواکونو عملیات زیات کړي چې په ننګرهار، کندوز، هلمند، غزني، پکتیا، بغلان او فراه ولایتونوکې ترهګر وځپي،»

د دفاع وزارت د وږي په ۲۲ مه په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي بریدونو او ځمکنیو چاپو په شمول، چې زمونږ د کمانډو ځواک له خوا ترسره کیږي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې په ګډو عملیاتو کې لږ تر لږه ۶۷ تنه اورپکي ووژل.

جاوېد وویل، «طالبان پرته له دې، چې د خبرو اترو مېز ته راشي او د سولې بهیر سره یوځای شي، بله لاره نه لري،»

د طالبانو 'ناکامه شوې' ایډیالوژي

افغان تحلیلګرانو پوځي عملیات وستایل، او وایي چې په طالبانو باندې د فشار ډېرول به مرسته وکړي چې هغوی د سولې خبرو ته کېناستلو ته مجبور کړي.

په کابل کې د پوځي چارو تحلیلګر، مقدم امین،‌ سلام ټایمز ته وویل،«د زمري په میاشت کې د اوربند په ردولو سره، طالبانو وښودله چې هغوی دې ته حاضر نه دي چې جنګ په سوله ییز ډول پای ته ورسوي،»

هغه وویل، «د طالبانو پر ضد افغان پوځي تهاجم یو ښه حرکت دی. افغان حکومت باید طالبان دې ته مجبور کړي چې د دغه زیات شوې پوځي فشار له لارې طالبان دې ته مجبور کړي چې د سولې مذاکراتو ته کېني.»

په کابل کې د پوځي چارو یوه تحلیلګر، اسدالله نادم، سلام ټایمز ته وویل، «دا چې طالبان نه غواړي، چې خپل د لسیزو اوږد جنګ د سیاسي خبرو اترو له لارې حل کړي، د دغې دلې پر ضد د عملیاتو زیاتول او د هغوی د ترهګریزو پلانونو او هدفونو شنډول، د دې وروستۍ او غوره لاره ده چې یا هغوی ته ماتې ورکړل شي یا مجبور کړای شي چې د مذاکراتو مېز ته راشي،»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر، فرهاد هاشمي، وویل، «طالبان به هېڅکله د جګړې له لارې بریا ترلاسه نه کړي. د تېرو دوه لسیزو جنګ دا ثابته کړې ده.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «جنایت، ځانمرګي بریدونه، چاودنې او د افغانانو وژنې، چې طالبان یې ترسره کوي، د عامو خلکو لپاره د دې سبب شوي چې حتی د دغې ډلې له نامه څخه کرکه وکړي. طالبان باید مخکې له دې، چې افغانان او حکومت د تل لپاره د هغوی پر مخ د خبرو اترو دروازې وتړي، دا جنګ او تاوتریخوالی ودروي.»‌

د کابل پوهنتون د ارواپوهنې استاد خلیل الرحمان سروري وویل، «د طالبانو ترهګریز او افراطي فعالیتونه هغوی ته د افغانانو په منځ کې د هغوی د اعتبار په قېمت تمام شوي دي. د هغوی ایډیالوژي ناکامه شوې، او هغوی هېڅکله نشي کولی چې د جګړې له لارې د عامو افغانانو زړونه وګټي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «کله چې د یوې ډلې ایډیالوژي ناکامېږي، هغه به د جنګ په میدان کې خپله جنګي وړتیا هم له لاسه ورکړي، له دې امله، د هغې له منځه تلل به حتمي وي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500