امنیت

افغان ځواکونه د ژمي په میاشتو کې په طالبانو باندې پوځي فشار روان ساتي

د نجیب الله راپور

د افغان ځانګړیو ځواکونو یو غړی، په داسې حال کې چې افغان ځانګړي ځواکونه د تلې د میاشتې په ۱۸مه د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې د طالبانو په مرکزونو بریدونه کوي، ترصد کوي. [عکس ناټو اخیستی دی]

د افغان ځانګړیو ځواکونو یو غړی، په داسې حال کې چې افغان ځانګړي ځواکونه د تلې د میاشتې په ۱۸مه د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې د طالبانو په مرکزونو بریدونه کوي، ترصد کوي. [عکس ناټو اخیستی دی]

کابل -- افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو، د ژمي په ترڅ کې په بریدونو کې د معمول سکوت پر ځای په ستراتیژۍ کې تغیر راوستی، او د طالبانو او داعش پر ضد یې تهاجمي بریدونه زیات کړي دي.‌

د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال، نصرت رحیمي، سلام ټایمز ته وویل، «د افغانانو د دښمنانو پر ضد دا تهاجمي او دفاعي عملیات د دې لپاره ترسره کیږي چې دوه هدفونه ترلاسه کړي:‌ چې په ټول افغانستان کې امنیت ته وده ورکړي او د امنیتي ځواکونو تلفات راکم کړي،»

هغه وویل، «مونږ د دغو دواړو هدفونو ترلاسه کولو ته ډېر نژدې شوي یو او مونږ په کابل او نورو ولایتونو کې په امنیتي وضعه کې یو ښه والی ګورو،»

د چارواکو په وینا، د تېرې میاشتې په ترڅ کې په دغو عملیاتو کې په سلګونو اورپکي وژل شوي،‌ ټپي شوي او نیول شوي دي.‌

د افغان ملي اردو یو عسکر د تېر کال د سلواغې په ۸ مه په فراه ولایت کې د طالبانو پر ضد عملیاتو کې یوه د هاوان ګولۍ واروي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو یو عسکر د تېر کال د سلواغې په ۸ مه په فراه ولایت کې د طالبانو پر ضد عملیاتو کې یوه د هاوان ګولۍ واروي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

رحیمي وویل، «هره اونۍ د ۱۰ او ۱۵ طالب مشرانو تر منځ او همدارنګه په لسګونو ټیټ رتبه جنګیالي وژل کیږي.

د دفاع وزارت ویاند غفوراحمد جاوېد وویل، دا عملیات به تر هغه وخته دوام وکړي څو چې ورته اړتیا وي.‌

د دفاع وزارت د رسنیو د دفتر په وینا،‌ د ۱۳۹۷ د لیندۍ د ۱۵مې او د مرغومي د ۱۶مې تر منځ موده کې، د افغان ملي اردو عسکرو په اوسط ډول په ورځ کې لس تصفیوي عملیات، او همدارنګه ۸۹ د کمانډو ځانګړي ماموریتونه ترسره کړي دي.‌

دغه وزارت وویل، «د تېرې میاشتې په ترڅ کې، ۷۴۸ طالبان او ۱۱ د داعش اورپکي ووژل شول، ۲۵۵ طالب اورپکي ټپیان شول، او ۱۳ نور ونیول شول. د مړو په ډله کې ۲۴ طالب قوماندانان او ۳ د داعش قوماندانان شامل ول.»

په طالبانو باندې زیات شوی فشار

په تېرو کلونو کې، د ژمي په ترڅ‌ کې د طالبانو پر ضد د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د عملیاتو شدت کمېده،‌ خو سږ کال افغان حکومت د اورپکې ډلې پر ضد عملیات زیات کړي دي.‌

په کابل کې د پوځي چارو تحلیلګر او د کورنیو چارو د وزارت پخواني مرستیال،‌ جنرال میرزا محمد یارمند،‌ وویل چې د ژمي عملیات ډېر مهم دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د سخت موسم په ترڅ‌ کې، دښمن غواړي چې خپل تأمینات پوره کړي، د روزنې او چمتووالي سطحه لوړه کړي،‌ او د خپلو ځانونو لپاره فرصتونه رامنځته کړي او بیا د تاوده موسم په پيلېدلو سره تهاجمي موقف ونیسي،»

د دې لپاره، چې د طالبانو د بیا صف بندۍ مخه ونیسي، حکومت خپل تهاجمي عملیات پراخ کړي دي.

یارمند وویل،‌«د سولې له روانو خبرو څخه د غوره نتایجو د ترلاسه کولو لپاره، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې هغوی له افغان حکومت سره په مذاکراتو ترسره کولو کې انعطاف منل رد کړل، افغان حکومت په طالبانو باندې فشار زیات کړی دی،»

هغه وویل، «حکومت حق لري چې خپله ستراتیژي له دفاعي څخه تهاجمي ته بدله کړي.‌ دا یوه ښه قاعده ده ځکه چې دا د جګړې په ډګر کې د حکومت قوت زیاتوي. زمونږ امنیتي ځواکونه ډېر دي.‌ که په صحیح توګه ترې استفاده وشي، دا ستراتیژي کولی شي چې دښمن په ګونډو کړي.»

د سولې هڅې زور اخلي

په کابل کې د پوځي چارو تحلیلګر او د کورنیو چارو د وزارت متقاعد چارواکي، جنرال محمد طاهر یرغل، سلام ټایمز ته وویل، «افغان حکومت او طالبانو د سولې د هڅو په زیاتېدلو سره یو پر بل بریدونه زیات کړي دي،»

هغه وویل،‌دواړه لوري هڅه کوي چې د سولې په خبرو کې ډېر امتیازات ترلاسه کړي.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند رحیمي وویل، «د افغان ځواکونو وړتیاوې له یوې ورځې څخه بلې ته د جګړې، پلان جوړونې،‌ عملیاتي او تخنیکي مهارتونو په شمول، په هره برخه کې وده کوي. افغان ځواکونه له ۱۳۹۳ راهیسې د هېواد د دښمنانو پر ضد د جګړې مشري کوي.»

هغه وویل،‌«زمونږ هوایي ځواک د تجهیزاتو د ور رسولو په شمول د افغان ملي اردو د ملاتړ لپاره هره ورځ په اوسط ډول ۹۰ الوتنې کوي. افغان هوایي ځواک د تېرې میاشتې په ترڅ کې د دښمن د هستو د په نښه کولو لپاره ۳۳۶ هوایي بریدونه ترسره کړي دي.»

د دفاع وزارت د مرغومي په ۱۷مه اعلان وکړ،‌ چې یوازې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې،‌د فاریاب ولایت په المار او قرغان ولسوالیو کې ۶۹ تنه اورپکي ووژل شول.‌

دغه وزارت وویل،‌په مړو کې د المار ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال،‌ ملا سرور، د قرغان ولسوالۍ لپاره د طالبانو د تش په نامه ولسوال مرستیال ملا ذکرالله او د طالبانو د سرې قطعې قوماندان مولوي حبیب الله شامل ول.

په کابل کې د یوې محلي غیرحکومتي موسسې یوه کارکوونکي، محب الله ناصري، چې ۲۷ کاله عمر لري او د امنیتي دلایلو له امله یې د خپلې موسسې نوم یاد نه کړ، په طالبانو باندې د فشار زیاتېدا وستایله.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که طالبان خپل ځانونه افغانان او مسلمانان بولي،‌ بیا [هغوی باید په دې پوه شي] چې یوازنۍ حل لاره دا ده چې له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې وکړي. که نه،‌ حکومت باید خپلو پوځي عملیاتو ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړي [چې طالبان] د سولې د خبرو له پیلولو څخه پرته بله لاره ونه لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500