امنیت

له طالبانو سره لنډمهالی اوربند جنګ ځپلیو افغانانو ته هیلې ورکوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

ولسمشر اشرف غني د غبرګولي په ۱۰ مه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په قوماندانۍ کې د افغان ملي اردو افسرانو ته غوږ نیولی دی. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]

ولسمشر اشرف غني د غبرګولي په ۱۰ مه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په قوماندانۍ کې د افغان ملي اردو افسرانو ته غوږ نیولی دی. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]

کابل -- افغان ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۷ مه/ د اختر په مناسبت له طالبانو سره یو موقت اوربند اعلان کړ، خو د داعش په شمول د نورو ډلو پر ضد به عملیات روان وي.

دغه یوه اونۍ اوږد اوربند، چې متحده ایالات یې ملاتړ کوي، به جګړه ځپلیو ملکي خلکو ته ارام ورکړي، او ولسمشر غني په ټوېټر وویل، هغه به «د روژې له ۲۷ مې څخه د کوچني اختر تر ۵ مې ورځې پورې» دوام ومومي، چې ښیي چې د غبرګولي له ۲۲ مې څخه تر ۲۹ مې پورې به پرځای وي.

هغه وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به یوازې د افغان وسله والو طالبانو پر ضد تهاجمي بریدونه ودروي او د داعش او نورو ترهګرو سازمانونو او د هغوی د اړوندو، چې له خارج نه یې ملاتړ کیږي، په نښه کول به روان وي،»

غني په فیسبوک په یوه ژوندۍ ویډیو کې وویل، د اوربند په هکله نور جزیات به راتلونکې اونۍ په کابل کې د یوې «لویې غونډې» په ترڅ کې څرګند شي، خو نور تفصیل یې ورنه کړ.‌

د افغان ملي اردو لوی درستېز جنرال شریف یفتلي (چپ) او د کورنیو چارو د وزارت مرستیال جنرال اخترمحمد ابراهیمي (ښی) د غبرګولي په ۱۷ مه په کابل کې یو خبري کانفرانس ورکوي. په همدې ورځ، افغانستان د اختر په مناسبت له طالبانو سره یو اونیز اوربند اعلان کړ خو د داعش په شمول د نورو ډلو پر ضد عملیات به روان وي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

د افغان ملي اردو لوی درستېز جنرال شریف یفتلي (چپ) او د کورنیو چارو د وزارت مرستیال جنرال اخترمحمد ابراهیمي (ښی) د غبرګولي په ۱۷ مه په کابل کې یو خبري کانفرانس ورکوي. په همدې ورځ، افغانستان د اختر په مناسبت له طالبانو سره یو اونیز اوربند اعلان کړ خو د داعش په شمول د نورو ډلو پر ضد عملیات به روان وي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

چارواکو وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو په غزني ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې ۵ تنه طالب اورپکي ونیول. هغوی د وري په ۲۵ مه توقیف شوي کسان رسنیو ته ښیي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

چارواکو وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو په غزني ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې ۵ تنه طالب اورپکي ونیول. هغوی د وري په ۲۵ مه توقیف شوي کسان رسنیو ته ښیي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

دا سمدلاسه روښانه نشوه چې آیا طالبان به له دغه اوربند سره، چې په ۲۰۰۱ کې د طالبانو له نسکورېدلو راهیسې لومړی دی، موافقه وکړي.‌

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ای اېف پي ته وویل، «مونږ د اوربند د اعلان په هکله له خپلو مشرانو سره خبرې کوو،»

د افغان ملي اردو لوی درستېز جنرال محمد شریف یفتلي وویل، که کار ورکړي «کېدای شي چې دغه اوربند دوام ومومي».‌

د کورنیو چارو د وزارت امنیتي مرستیال جنرال اخترمحمد ابراهیمي د کورنیو چارو وزارت کې وویل، خو که د اوربند په دوران کې په امنیتي ځواکونو باندې برید وشي، «ستاسو امنیتي او دفاعي ځواکونه به ځواب ورکړي،».

په افغانستان کې امریکایي ځواکونو په یوه اعلامیه کې وویل، چې متحده ایالات به هم د اوربند «درناوی» وکړي، البته هغوی د غني شرط تکرار کړ چې دغه ګام به د داعش او نورو ګروپونو په حق کې رعایت نشي.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن وویل،‌«مونږ به د روژې د مقدسې اسلامي میاشتې د یوه سوله ییز پای پر وخت د خوښیو د لمانځنې لپاره د افغانستان هیلو ته درناوی وکړواو د شخړې د پای ته رسولو لپاره د لټون ملاتړ به وکړو،»

طالبان باید غبرګون وښیي

د غني له خوا دغه حیرانوونکې اعلامیه له هغې فتوا څخه وروسته راځي چې د افغانستان جیګپوړو دیني عالمانوصادره کړه او ځانمرګي بریدونه یې «حرام» وبلل، او پنتاګون اعلان وکړ چې د طالبانو جیګپوړي چارواکي له افغان مقاماتو سرهد یوه ممکن اوربند په هکله په خبرو بوخت دي.

طالبان د غني حکومت غیرمشروع بولي او مخکې یې ویلي وو چې هغوی به یوازې له متحده ایالاتو سره، چې هغوی یې د شخړې اصلي لوری بولي، خبرې وکړي.‌

د کب په میاشت کې،‌غني داسې یو پلان څرګند کړ چې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي،چې دا هم په کې شامل وو چې هغوی به بالاخره د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژني.‌ هغه وخت نوموړي ویلي وو چې د پلان په اساس به هغه اوربند اعلان کړي.‌

یاغیانو د غني لومړیو وړاندیزونو ته په رسمي توګه ځواب ونه ویل، خو له هغه وخت راهیسې بریدونه، په ځانګړې توګه په کابل کې زیات شوي دي.‌

خو د پاکستان په پېښور کې د طالبانو تحلیلګر رحیم الله یوسفزي وویل، چې له فتوا سره جوخت د اوربند اعلان پر طالبانو فشار اچوي.‌

هغه ای اېف پي ته وویل، «که هغه یوازې غني یا حکومت وای، بیا به یې طالبانو دومره پروا نه وای کړې. دا علما دي... طالبان نشي کولی چې تش دا ووایي چې هغوی موافق نه دي، هغوی باید دې ته یو ځواب ولري.»

سوله کول یوه اسلامي وجیبه ده

د کابل د ولایتي شورا یوه غړي سید نقیب الله هاشمي وویل، «د دې لپاره، چې د روژې د مبارکې میاشتې او د دیني عالمانو د غوښتنو،‌ د افغانانو د خیر او د اسلامي فرایضو درناوی وکړي، حکومت او د افغانستان ولسمشر له طالبانو سره اوربند اعلان کړ،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که طالبان د خارجیانو مزدوران نه وي او په ریښتیا افغانان او مسلمانان وي، هغوی باید د ولسمشر دې اسلامي غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي،»

هغه وویل، «طالبان باید پوه شي چې جنګ نه د هغوی په ګټه دی او نه د حکومت -د جنګ ګټه یوازې د افغانستان دښمنانو ته رسېږي،»

هاشمي د غني د کب د میاشتې وړاندیز ته په اشارې وویل، «د کابل پروسه کې د حکومت وړاندیز او اوس د اوربند اعلان طالبانو ته غوره فرصت برابر کړی چې جنګ بس کړي او په عزت سره د سولې پروسې سره یوځای شي،»

په کابل کې د سیاسي چارو تحلیلګر امین الله شارق سلام ټایمز ته وویل، «غني یو ځل بیا خپله اسلامي فریضه ترسره کړه. اوس د طالبانو وار دی چې هغوی هم خپله اسلامي وجیبه ترسره کړي او د حکومت او افغان ولس دې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي،»

هغه وویل، «قران کریم په روښانو ټکو بیان کړې چې په سوله کې خیر او برکت دی،‌ او که طالبان د سولې او اوربند غوښتنه رد کړي، دا به دا معنی ولري چې هغوی قران نه مني،»

هغه وویل، «افغانان له جنګ څخه ستړي شوي دي،‌ او که طالبان د حکومت اوربند رد کړي او خپل جنګ او تاوتریخوالي ته دوام ورکړي، ټول افغان ملت به د هغوی پر ضد پورته شي،»

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500