ديپلوماسي

نړیوالې ټولنې له طالبانو سره د سولې د افغان پلان هرکلی وکړ

سلام ټایمز

د متحده ایالاتو او همدارنګه د ملګرو ملتونو په شمول له ۲۰ څخه د ډېرو هېوادونو استازو د کب په ۹ مه د کابل پروسې په دویم کانفرانس کې برخه واخیسته. غني په تېر جون کې لومړۍ مرحله رامنځته کړه.

د متحده ایالاتو او همدارنګه د ملګرو ملتونو په شمول له ۲۰ څخه د ډېرو هېوادونو استازو د کب په ۹ مه د کابل پروسې په دویم کانفرانس کې برخه واخیسته. غني په تېر جون کې لومړۍ مرحله رامنځته کړه.

کابل -- د افغانستان ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې له طالبانو سره د سولې د بې قیدو شرطه خبرو لپاره د افغان حکومت د غږ هرکلی کړی، او د سولې لپاره د هغه د چوکاټ ملاتړ کوي.

افغان حکومت خپل پلان د چارشنبې په سهار /د کب ۹ مه/ د کابل د پروسې د کانفرانس په دویمه مرحله کې اعلان،او د سولې لپاره خپل وړاندیز مطرح کړ -- چې هېڅ مخ شرطونه نه لري.

د کابل په کانفرانس کې د افغانستان د ټولو ګاونډیانو، د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پنځو دایمي غړو او نورو اړخونو په شمول -- د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو موسسو استازي راغوښتل شوي ول -- چې د افغانانو په مشرۍ د سولې په پروسه باندې اجماع رامنځته کړي.

جګړې ته د یوه سیاسي پای موندل

د افغان حکومت پلان بیانوي چې -- د نورو له منځه د ښځو، د مدني ټولنې د غړو، علماو، سوداګرو، زده کوونکیو، مسلکي کسانو، سیاستوالو، بزګرانو او کارګرانو په شمول -- د ټولنې د بېلابېلو برخو افغان شریکان له حکومت او د سولې عالي شورا سره په مشوره کې د سولې لپاره د هیلې په هکله یوې اجماع ته ورسېږي.

ولسمشر اشرف غني (منځ کې)، افغان لومړۍ مېرمنې رولا غني (چپ لور ته) او د اندونیزیا د ولسمشر مرستیال جوزف کالا (ښي لور ته) د کب په ۹ مه په کابل کې د کابل پروسې په دویم کانفرانس کې برخه اخیستې ده. [د افغان ولسمشرۍ د ماڼۍ له خوا اخیستل شوی عکس]

ولسمشر اشرف غني (منځ کې)، افغان لومړۍ مېرمنې رولا غني (چپ لور ته) او د اندونیزیا د ولسمشر مرستیال جوزف کالا (ښي لور ته) د کب په ۹ مه په کابل کې د کابل پروسې په دویم کانفرانس کې برخه اخیستې ده. [د افغان ولسمشرۍ د ماڼۍ له خوا اخیستل شوی عکس]

په دغه سند کې راغلي، «افغانان د څلورو لسیزو د اوږدو کړاوونو، او په وروستیو کې د هېوادوالو په وړاندې د نامحدودې جګړې له امله په یوه اضطراري حالت کې واقع دي،»

طلوع نیوز راپور ورکړ، چې د ملي وحدت حکومت دغې اجماع او اضطرار ته، د سولې د یوه لید د رامنځته کولو، او د یوې پروسې او پروګرام د جوړولو له لارې، غبرګون ښیي.

په سند کې راغلي، «د دغه لید په هکله پوهېدا له طالبانو سره په چلند کې همدردۍ، جدیت او زړورتیا ته ضرورت لري،»

دغه سند وایي، «مونږ باید د جنګیالي د لرلید په هکله د پوهېدلو لپاره همدردي ولرو. مونږ باید داسې جدیت ولرو چې د مشترکې وجې د لټولو لپاره د افغانانو او مسلمانانو په توګه د الله (ج) په حکم باندې عمل وکړو،»

«مونږ باید دا زړورتیا ولرو چې شکایتونو ته غوږ ونیسو، د شخړې اصلي سببونه او عوامل تحلیل کړو او د روغې جوړې لپاره ډول ډول وړاندیزونه واورو.»

دغه سند د سولې د رامنځته کولو لپاره، د دواړو اړخونو له خوا د منلو وړ سیاسي پروسې، یوه قانوني چوکاټ، د دولت د بیا ترتیب، امنیت، اقتصادي/ټولنیز انکشاف، د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او مشارکت، او د عاجلو، لنډ - او منځنمهالو معیارونو او همدارنګه د څارنې او ارزونې د مېکانیزمونو په شمول، اوه برخې طرحه کړې.

افغان ولسمشر اشرف غني وویل، هر جنګ یوه سیاسي حل ته ضرورت لري.

هغه له سي اېن اېن سره په یوه مرکه کې وویل، «مونږ دا وړاندیز د نهیلۍ له امله نه کوو، بلکې د زړورتیا او جدیت له امله یې کوو. هغه تاوتریخوالی، چې زمونږ پر خلکو تحمیل شوی، اوهغه تاوتریخوالی، چې طالبان یې ترسره کوي، د قوت نه بلکې د کمزورۍ ښودنه کوي.»

هغه وویل، «د بې ګناه ملکي خلکو وژل د زړورتیا کار نه دی،»

طالبانو تر اوسه د افغان حکومت وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی.

خو د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل پروسې په کانفرانس انتقاد وکړ، او په یوه ټویټ کې یې وویل چې په هغې کې د طالبانو د «تسلیمۍ» غوښتنه شوې ده.

نړیوال لوري د افغانانو په مشرۍ د سولې ملاتړ کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، «د ملګرو ملتونو ماموریت د بین الافغاني ډیالوګ له لارې په کلکه د سولې د پروسې ملاتړ کوي او په ټولو ښکېلو اړخونو باندې تاکید کوي چې ژر تر ژره په دې برخه کې لاس په کار شي،»

په اعلامیه کې د افغان مقاماتو د دې چمتووالي ستاینه شوې چې د سولې د پروسې د برخې په توګه د اساسي قانون، په افرادو او بنسټونو باندې د لګېدلو بندیزونو د لیرې کولو او د بندیانو د ازادولو په څېر مهمو مسایلو په هکله خبرو اترو ترسره کولو ته حاضر دي.

د متحده ایالاتو حکومت هم له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د ترسره کولو لپاره د افغانستان د پلانونو هرکلی وکړ، خو ویې ویل چې هغه به د اورپکو پر ضد نظامي فشار ته دوام ورکړي.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو سفیر جان ر. باس د غني «ډېر زړور موقف او د خبرو اترو له لارې د یوه سوله ییز حل د لټولو لپاره ژمنتیا» وستایل.

هغه د پنجشنبې په ورځ /د کب ۱۰ مه/ په کابل کې ژورنالستانو ته وویل، «مونږ له طالبانو څخه دا غوښتنه، چې له افغان حکومت سره له مخ شرطونو څخه پرته مخامخ خبرې وکړي، تکراروو. مونږ له طالبانو څخه غوښتي چې تاوتریخوالی ودروي، او مونږ ټول دې ته انتظار کوو چې هغوی به څنګه غبرګون ښیي.»

هغه د طالبانو د مورچلو، د روزنې د کمپونو او د نشه ییزو توکو د لابراتوارونو پر ضد، د متحده ایالاتو پیاوړي شوي هوایي کمپاین ته، چې په ننګرهار کې پیل شو، په اشارې سره، وویل، «هغوی په واقعیت کې، د جګړې په ډګر کې فشار، د هغوی د نشه ییزو توکو د عوایدو او د هغوی د مالي تمویل پر ضد فشار، احساس کړی دی،»

باس وویل، «د سولې لپاره په دې متفق غږ سره، اوس هغوی د یو شمېر سیمه ییزو برخه والو له خوا لا زیات فشار احساسوي، خو تر هغه چې مونږ نتایج وینو، مونږ به... د افغان ځواکونو ملاتړ وکړو.»

باس وویل، چې د سولې په هکله اجماع «یوه ډېره مهمه لاسته راوړنه وه چې ښیي چې د سیمې ټول هېوادونه غواړي چې دا شخړه حل شي او ټول حاضر دي چې په دې برخه کې مرسته وکړي.» پاکستان، چې په منظمه توګه د یاغیانو د ملاتړ تور پرې لګېږي، هم په دې ډله کې شامل دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد آصف وویل، د هغه هېواد له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د پلان ملاتړ کوي.

د ډان د راپور له مخې، هغه د پنجشنبې په ورځ وویل، «د طالبانو او د افغان حکومت تر منځ خبرې اصلاً د دوه سیاسي ځواکونو تر منځ خبرې اترې دي، او پاکستان به یې ملاتړ وکړي. پاکستان هم تیار دی چې له افغان طالبانو سره د مخامخ خبرو په برخه کې منځګړتوب وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نظري

ځواب ورکړئ