کابل -- افغان ولسمشر اشرف غني د چارشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۲۸ مه/ له طالبانو سره د سولې د خبرو له پلان څخه پرده پورته کړه، او بالاخره یې وویل چې حاضر دی هغوی د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژني. د اورپکو دغې ډلې څو ورځې مخکې له متحده ایالاتو سره د مخامخ خبرو اترو ترسره کولو غږ کړی وو.
غني دا چوکاټ، د چارشنبې په ورځ د کابل بهیر په نامه د سولې کانفرانس په دویمه مرحله کې، چې هدف یې افغانستان ته د سولې راوستل دي، څرګند کړ. د ۲۵ هېوادونو استازو په دې کانفرانس کې برخه اخیستې وه، چې د ترهګرۍ پر ضد او د شخړې د حل په ستراتیژیو یې خبرې اترې وکړې.
هغه د اوربند غږ وکړ، چې ترهغه وروسته کیدای شي چې طالبان یو سیاسي ګوند شي او په انتخاباتو کې سیالي وکړي.
غني د تېر وخت د وړاندیزونو په څېر خبرو کې وویل، «په کار دی چې اوربند وشي، طالبان باید د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي او د اعتماد جوړونې یوه پروسه باید پیل شي،»
غني د خبرو پیلولو لپاره د تېر په څېر وویل، په مقابل کې یې طالبان باید حکومت او اساسي قانون په رسمیت وپېژني.
پرېکړه د طالبانو په لاس کې ده
هغه وویل، «اوس پرېکړه ستاسو په لاسونو کې ده؛ سوله قبوله کړئ... او راځئ چې دې هېواد ته ثبات راوړو،»
د دوشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۲۶ مه/،طالبانو وویل، چې هغوی دې ته چمتو دي چې له متحده ایالاتو سره مستقیمې خبرې اترې پیل کړياو له ۱۶ کالو څخه د اوږدې جګړې لپاره «یو سوله ییز حل» ومومي.
پاکستاني ژورنالست او د طالبانو د چارو تحلیلګر رحیم الله یوسفزي وویل، «په طالبانو کې ځینې خلک شته چې باور لري چې هغوی باید له افغان حکومت سره خبرې اترې وکړي،»
هغه وویل، اورپکو ته د متحده ایالاتو تر نوې ستراتيژۍ لاندې، چې هوایي بریدونه او د کمانډو چاپې په کې زیاتې شوي، درانه تلفات وراوښتي دي.
یوسفزي وویل، له تاوانونو ور رسېدلو سره سره به دغه ګروپ یاغیتوب ته دوام ورکړي. هغه وویل، «هغوی د جګړې د دوام لپاره قدرت له خپلو مهارتونو څخه اخلي،»