امنیت

د جنګ د ستراتیژۍ د ناکامۍ په دوام سره د سولې لپاره د طالبانو فرصت کمزوری کېږي

د سلیمان راپور

افغان سرتېري د وري په ۲۵ مه په غزني ولایت کې د نیول شویو طالب اورپکو څنګ ته ولاړ دي. تحلیلګران او کتونکي وایي، له نژدې ۲۰ کاله اوږده جنګ څخه وروسته، طالبانو خپل هېڅ هدفونه نه دي ترلاسه کړي او په کار دی چې له افغان حکومت سره د سولې د مذاکراتو په پیلولو کې فرصت له لاسه ورنه کړي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

افغان سرتېري د وري په ۲۵ مه په غزني ولایت کې د نیول شویو طالب اورپکو څنګ ته ولاړ دي. تحلیلګران او کتونکي وایي، له نژدې ۲۰ کاله اوږده جنګ څخه وروسته، طالبانو خپل هېڅ هدفونه نه دي ترلاسه کړي او په کار دی چې له افغان حکومت سره د سولې د مذاکراتو په پیلولو کې فرصت له لاسه ورنه کړي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- افغان تحلیلګران او کتونکي وایي، له نژدې دوه لسیزو جنګ څخه وروسته، د طالبانو له خوا ترسره شوي کارونه یوازې دا دي چې افغانستان یې وران کړ او کړاوونه یې ورته رامنځته کړل، او د سولې لپاره د هغوی د کار کولو فرصت له منځه تلونکی دی.‌

د اسلامي اصولو په اساس د جنګ توجیه کول نور کار نه کوي ځکه چې د افغانستان او او د اسلامي نړۍ ګڼ شمېر دیني عالمانو د طالبانو جنګ«حرام» اعلان کړ.

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال نعیم نظري سلام ټایمز ته وویل، «طالبان له ۲۰ کالو راهیسې جنګ کوي، او د هغوی د جنګ یوازنۍ نتیجه د افغانانو وژل او ټپي کول او د افغانستان ورانول دي. له دې ټول وخت څخه وروسته، دې ډلې خپل هېڅ هدف نه دی ترلاسه کړی.»

هغه وویل، «اسلامي علماوو په ګڼو کانفرانسونو کې د طالبانو جنګ او فعالیت حرام بللي دي،‌ له دې امله،‌ هغوی د جنګ د دوام لپاره هېڅ مذهبي دلیل نه لري، او د هغوی یوازنۍ لاره دا ده چې سولې ته مخه کړي.»

د طالب اورپکو یو ۵۰ کسیز ګروپ د زمري په ۲۰ مه په بادغیس ولایت کې خپلې وسلې سپاري او د سولې پروسې سره یوځای کیږي. د هېواد په بېلابېلو برخو کې افغانان له یادې ډلې څخه په مکرر ډول غوښتنه کوي چې د سولې مذاکراتو کې برخه واخلي. [آرشیف]‌

د طالب اورپکو یو ۵۰ کسیز ګروپ د زمري په ۲۰ مه په بادغیس ولایت کې خپلې وسلې سپاري او د سولې پروسې سره یوځای کیږي. د هېواد په بېلابېلو برخو کې افغانان له یادې ډلې څخه په مکرر ډول غوښتنه کوي چې د سولې مذاکراتو کې برخه واخلي. [آرشیف]‌

اوس د سولې د مذاکراتو لپاره تر ټولو ښه وخت دی

په کابل کې د سیاسي چارو شنونکي حبیب الله جانبدار وویل،‌ ولسمشر اشرف غني مخکې اعلان کړی وو چې هغه به له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي او دغه ډله به د یوې قانوني سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژني.‌

هغه وویل، د غبرګولي په میاشت کې د کوچني اختر په ترڅ کېد افغان حکومت او طالبانو تر منځ‌ له بریالي اوربند څخه وروسته،غني همدارنګه «یو درې میاشتنی اوربند اعلان کړ چې له لوی اختر څخه پیلېده او شرط یې دا وو چې طالبان د غني وړاندیز ته مثبت غبرګون وښیي»

جانبدار سلام ټایمز ته وویل، «طالبان باید دا طلایي چانسونه او وړاندیزونه رد نه کړي. اوس د طالبانو لپاره تر ټولو ښه وخت دی چې د سولې مذاکرات پیل کړي.»

جانبدار وویل، «د تر ټولو وروستي اوربند په اعلانولو سره، افغان ولسمشر د طالبانو، د سولې د خبرو او د جنګ د بندولو په هکله خپل اسلامي وجایب ترسره کړي دي،»

هغه وویل، «که طالبان په ریښتیا سره هم افغانان وي، او که هغوی په ریښتیا سره د افغانستان او د هېواد د خلکو په هکله اندېښنه لري، بیا نو د هغوی نوبت دی چې خپله افغاني او اسلامي وجیبه او انساني مسؤلیت ترسره کړي.‌هغوی باید جنګ او تاوتریخوالی ودروي او د دې لپاره د سولې مذاکرات پیل کړي چې په افغانستان کې یوه دایمي سوله او نېکمرغي راشي.»

په کابل کې د پوځي چارو یوه تحلیلګر، محمدا ګل، وویل، چې د طالبانو قوت او وړتیا مخ په ځوړ روان دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په دې توګه، اوس د دې وخت دی چې دغه ډله یوه د سولې ستراتیژي تعقیب کړي،»‌

هغه وویل، «د اوسني حالت په پام کې نیولو سره، دا د سولې د مذاکراتو لپاره تر ټولو ښه وخت دی. که هغوی د سولې په لور د کار کولو پر ځای جنګ کولو ته دوام ورکړي، هغوی به نه یوازې د خپلو هدفونو په ترلاسه کولو کې پاتې راشي، بلکې همدارنګه هغوی به د افغانستان خلکو سره خپل اعتبار له لاسه ورکړي.»

افغان حکومت او خلک دې ته هوډمن دي چې جنګ پای ته ورسوي

د ولسي جرګې یوه غړي ذکریا ذکریا سلام ټایمز ته وویل، «حکومت او افغان عوام قاطع هوډ لري چې له طالبانو سره د جنګ د پای ته رسولو او د سولې د کولو لپاره خبرې اترې وکړي،»

هغه وویل، «ولسمشر، د ولس او خلکو غوښتنې ته د ځواب ویلو په لړ کې، دوه ځلې اوربند اعلان کړ:‌ لومړی د کوچني اختر په ترڅ کې او دویم د لوی اختر په ترڅ کې،»

هغه وویل، «که طالبان بیا د مذاکراتو مېز ته په حاضرېدلو کې پاتې راشي او جنګ ته دوام ورکړي،‌ هغوی باید په مطلق ډول له دې څخه خبر اوسي چې هغوی به بیا د مذاکراتو او د سولې کولو لپاره بل چانس ونه لري،»

«زه باوري یم چې، په داسې یوه حالت کې،‌ د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې بله ستراتیژي به دا وي چې لاس په کار شي او طالبان له منځه وېسي.»‌

ذکریا وویل، «طالبانو د تېرو ۲۰ کلونو په ترڅ کې هېڅکله هم داسې فرصت نه درلود لکه اوس یې چې لري،»

هغه وویل، «که دغه ډله د ولسمشر اشرف غني د سولې غږونو ته مثبت ځواب ونه وایي، هغوی به د تل لپاره د یوې دایمي سولې د کولو او له حکومت او ټولنې سره د یوځای کېدلو چانس له لاسه ورکړي،»

'جنګ د حل لاره نه ده'

د افغانستان د سولې عالي شورا هم د طالبانو په مشرتابه په مکرر ډول غږونه کوي چې د عامو خلکو غوښتنو ته دې درناوی وکړي او له دې نه دې ځانونه وساتي چې نور افغانان د طالبانو د تاوتریخوالي ښکار وګرځي.‌

د سولې د عالي شورا ویاند احسان طاهري سلام ټایمز ته وویل، «جنګ د حل لاره نه ده. یو ځل بیا، مونږ د طالبانو په مشرتابه غږ کوو چې د خلکو د سولې د غږونو درناوی وکړي او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو اترو لپاره چمتووالی وښیي.»‌

هغه وویل، «د طالبانو د روان جنګ یوازنۍ نتیجه د لا نورو افغانانو د ژوند ضایع کول، د ملکي خلکو بې ځایه کول او د ملکي تلفاتو ډېرول دي،»

طاهري وویل، «طالبان باید دا طلایي چانس له لاسه ورنه کړي،»‌

په کابل پوهنتون کې د ټولنیزو علومو یوه محصل ارش رحمتي، چې ۲۳ کاله عمر لري، وویل، «طالبان، افغان حکومت او ټولنه نشي‌ کولی چې په هېواد کې د سولې له راتګ څخه پرته خپل هدفونه او مقصدونه ترلاسه کړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «کله چې د سولې مذاکرات پیل شي،‌ کله چې طالبان جنګ ودروي او کله چې هغوی د یوه سیاسي ګوند په توګه له منظم پلان او پلاټفورم سره په انتخاباتو کې برخه واخلي -- او اجازه ورکړي چې افغان رایه ورکوونکي هغه څوک، چې هغوی یې غواړي، انتخاب کړي -- یوازې هغه وخت مونږ ټول کولی شو چې خپل مقصدونه ترلاسه کړو،»‌

هغه وویل، «که طالبان انتخاب کړای شي، بیا هغوی ... کولی شي چې د خلکو خدمت وکړي، که نه، د جنګ دوام به هم د طالبانو او هم د عامو خلکو دواړو لپاره خطرناک نتایج رامنځته کړي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا جنګ به طالبان ګټي خو زه باید ووایم چې هغوی دا جنګ ګټلی دی.. امریکا دې وشرمیږي. دا راپور په ځمکه کې له موجودو شرایطو څخه ډېر لیرې دی...

ځواب ورکړئ

د طالبانو مذهب وایی، که غواړې چې جنت ته لاړ شې خلک ووژنه، هېڅکله د مسلمانانو وژل مه دروه.

ځواب ورکړئ

دا راپور جالب دی ځکه چې زمونږ خلک د نا امنۍ له امله له سختو ستونزو سره مخامخ دي. مونږ غواړو چې په خپل هېواد افغانستان کې د جنګ د پای ته رسولو د حل لارې په هکله خبرې وکړو. د یوه افغان په توګه، زه غواړم ووایم چې دا د طالبانو لپاره یو طلایي چانس دی چې د سولې پروسې سره یوځای شي او جنګ پرېږدي.

ځواب ورکړئ

هو، مونږ سوله غواړو، جنګ بس کړئ.

ځواب ورکړئ

زه د دې هېواد د یوه ځوان په توګه، غواړم چې له تاسو سره شم.

ځواب ورکړئ