امنیت

په بادغیس کې طالب جنګیالي د سولې د خبرو په هیله تسلیم شول

د عمر او ای اېف پي راپور

په بادغیس ولایت کې، ۲۲ طالب جنګیالیو د لوی اختر په ترڅ کې له درې ورځني اوربند څخه مخکې خپلې وسلې کېښودلې او د سولې پروسې سره یوځای شول.‌ افغانان هیله لري چې دغه اوربند به د سولې بین الافغاني خبرو او د جګړې پای ته رسولو ته لاره هواره کړي. [شمیل مشال]

هرات -- په بادغیس ولایت کې، ۲۲ طالب جنګیالیو د لوی اختر په ترڅ کې له درې ورځني اوربند څخه مخکې خپلې وسلې کېښودلې او د سولې پروسې سره یوځای شول.‌ افغانان هیله لري چې دغه اوربند به د سولې بین الافغاني خبرو او د جګړې پای ته رسولو ته لاره هواره کړي.

ځایي چارواکو وویل، تسلیم شوي اورپکي له تېرو شپږو کالونو راهیسې د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې په ویجاړوونکیو فعالیتونو کې ښکېل ول.‌

یاغیان په خپلو کارونو پښېمان دي او نور طالب جنګیالي هڅوي چې د سولې پروسې سره یوځای شي.‌

د زمري په ۶مه د تسلیم شوي ګروپ یوه قوماندان ملا عصمت الله وویل، جنګ له ده څخه هر څه اخیستي او هغه نور نه غواړي چې د حکومت پر ضد جنګ وکړي.‌

پخواني طالب جنګیالي د زمري په ۶مه د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې وسلې ځایي چارواکو ته سپاري. [شمیل مشال]‌

پخواني طالب جنګیالي د زمري په ۶مه د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې وسلې ځایي چارواکو ته سپاري. [شمیل مشال]‌

هغه وویل، «زه په طالبانو باندې غږ کوم چې تاوتریخوالی پرېږدي او د سولې پروسې سره یوځای شي.»

عصمت الله وویل، افغان حکومت یو قانوني او مشروع حکومت دی، او په طالب جنګیالیو باندې یې غږ وکړ چې له خپلو ټولو وسلو سره چارواکو ته تسلیم شي.

د طالبانو یوه پخواني جنګیالي محمد قاسم چې تاوتریخوالی یې پرېښی دی، وویل، «ټولو طالبانو ته زما پیغام دی چې تاوتریخوالی ترسره کول، د خلکو کورونو ته اور اچول او د افغانانو وژل د حل لاره نه ده، او هغوی باید د سولې پروسې سره یوځای شي.»

هغه وویل،‌«هیڅوک هم نشي کولی چې د ملکي خلکو د وژلو له لارې بریا ترلاسه کړي او د طالبانو لپاره دا غوره ده چېد تاوتریخوالي د ترسره کولو او د افغانانو د وژلو پر ځای د سولې پروسې سره یوځای شي.»

قاسم وویل، «زه له څو کالونو راهیسې د حکومت پر ضد فعالیتونو کې ښکېل وم، چې په ترڅ کې یې زما ژوند سخت وو ځکه چې له ما سره تل دا وېره وه چې ښایي هره شېبه ووژل شم. اوس چې زه د سولې پروسې سره یوځای شوی یم، زه خوښ یم ځکه زه دې ته وارخطا نه یم چې کېدی شي ووژل شم. زه به له خپلې کورنۍ سره یوځای یو سوله ییز ژوند وکړم.»

د سولې د بین الافغاني خبرو د پیلولو لپاره چمتووالی

د بادغیس ولایت سرپرست فیض محمد میرزازاده وویل، د دغو طالب جنګیالیو په تسلیمېدلو سره به په دې ولایت کې امنیتي وضعه بهتره شي.

هغه وویل، «افغان حکومت چمتو دی چې د سولې بین الافغاني خبرې پیل کړي، او موږ د طالبانو د ډلې هر غړي ته چې حکومت په رسمیت پېژني او تاوتریخوالی پرېږدي،‌ ښه راغلاست وایو.»

هغه زیاته کړه، د سولې د خبرو په لور د حکومت او طالبانو پرمختګ ډېر طالب جنګیالي د سولې پروسې ته هیله من کړی او هغوی د جګړې ډګرونه پرېږدي.

د ولایت په مرکز قلعه نو کې یوه دیني عالم مولوي علي محمد رحماني وویل، طالبان باید پوه شي چې د افغانستان بحران له پوځي لارې نشي حل کېدلی او دا چې هغوی به هېڅکله هم د جګړې او د نورو افغانانو د وژلو له لارې بریالي نشي.‌

هغه وویل، «زه په هغو طالبانو باندې چې د حکومت پر ضد جنګ کوي، غږ کوم چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي او په جګړه، فقر او نهیلۍ کې ښکېل افغانان وژغوزي.‌»

رحماني وویل، طالبان باید تاوتریخوالی پرېږدي، د خپلو خلکو تر څنګ ودریږي او د ژوند کولو لپاره یوه سوله ییزه او له تاوتریخوالي څخه پاکه لاره غوره کړي.‌

د بادغیس د ولایتي شورا یوه غړي محمد ناصر نظري وویل، په داسې حال کې چې بین الافغاني خبرې د پیل کېدلو په درشل کې دي، د طالب جنګیالیو له خوا د وسلو اېښودلو پرېکړه هیله بخښونکې ده.

هغه وویل، «سم چې موږ د سولې خبرو ته نږدې کېږو، دا بهتره ده چې طالب جنګیالي جنګ بس کړي او د افغانانو تر څنګ ودریږي. طالبان باید خپلې غوښتنې له خلکو او افغان حکومت سره شریکې کړي او هڅه وکړي چې د ملي پروسې له لارې -- نه د وحشت او وینو تویولو له لارې، یوه حل ته ورسیږي.»

هغه زیاته کړه، دا چې طالب جنګیالي د سولې پروسې سره یوځای کیږي، دا کار به د امنیتي ځواکونو مورال پياوړی کړي.

نظري وویل، «که طالبان تاوتریخوالی پرېږدي او خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي، د تاوتریخوالي سطحه به ټیټه شي.»

د طالبانو تاوتریخوالی د سولې لپاره تاریخي فرصت له ګواښ سره مخامخوي.‌

ټاکل شوې ده چې اوربند د لوی اختر په ترڅ کې -- له جمعې (د زمري ۱۰مې) څخه تر یکشنبې (د زمري ۱۲مې) پورې -- دوام ومومي، او دا په تقریبا ۱۹ کلنه جګړه کې یواځې درېیم ځل اوربند دی.‌

د ۱۳۹۷ په کوچني اختر کې او د روان کال د غوایي په میاشت کې له دوه پخوانیو اوربندونو څخه وروسته، طالبان په سملاسي توګه د جګړې ډګر ته بېرته ورستانه شول.

ولسمشر اشرف غني او طالبانو دواړو داسې زرغون څراغ ښودلی چې کېدی شي د سولې خبرې له اختر څخه وروسته سمدلاسه پیل شي، او له جګړه مارو ډلو څخه په پراخه کچه داسې غوښتنې کیږي چې اوربند اوږد کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د زمري په ۶مه خپاره شوي یوه راپور کې وویل، په افغانستان کې د ملکي خلکو د تلفاتو تر شا اصلي سبب د طالبانو کارونه دي.‌

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې نږدې ۱۳۰۰ ملکي کسان وژل شوي دي.

راپور وایي، ډیری ملکي تلفات -- ۵۸٪ -- د حکومت ضد عناصرو له خوا رامنځته شوي چې په کې طالبان د ۱۴۷۳ کسانو د تلفاتو (۸۵۰ مړو او ۷۹۳ ټپیانو) مسؤل دي.‌ دا د جنورۍ د ۱ (د مرغومي ۱۱) او د جون د ۳۰مې (د چنګاښ ۱۰) تر منځ د ټولو ملکي تلفاتو ۴۳٪ جوړوي چې د طالبانو له خوا شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د چنګاښ د ۲۴مې یو راپور ښیي چې په افغانستان کې له نیمو څخه د ډېرو ملکي تلفاتو مسؤل طالبان دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې ډیبورا لیونس وویل، «په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت او طالبان د سولې د خبرو لپاره د مذاکراتو مېز ته د راټولېدلو یو تاریخي فرصت لري، تریخ حقیقت دا دی چې جنګ روان دی چې هره ورځ ملکي خلکو ته سخت زیانونه ور اړوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خداوند به همه زندانیان رها شده ای طالبان هدایت نصیب کند که توبه بکشند و دوباره راه جنگ را انتخاب نکنند. دوران زندان برای همه ای شان یک دوره خوبی بود که خدا کند به عقل آمده باشند و از گذشته شان پند گرفته باشند. انسان در زنده گی اشتباه می کنند و خواست ما از دولت این که پشت زندانیان خطرناک و غیر خطرناک نگردد. باید همه ۵۰۰۰ زندانیان طالب را رها کرده تا توافقنامه صلح امریکا با طالبان ناکام نه شوند و فصل جدید گفتگو های بین الافغانی باز شود. زیرا مردم افغانستان از جنگ خیلی خسته شده و خواهان صلح اند. همه مردم منتظر هستند که چه وقت مذاکرات بین افغانها شروع می شوند و صلح در این کشور تامین می گردد. خداوند به حال مردم مظلوم افغانستان رحم بکند و هر چه عاجل صلح را در این کشور تامین نمایند. آمین.

ځواب ورکړئ

زه هیله لرم چې ټول خوشې شوي طالب بندیان په خپلو تېرو کړو پښېمان وي او د سولې ژوند غوره کړي. که چېرې دغه ۵۰۰۰ طالبان د جګړې ګرمو ډګرونو ته ستانه شي، د طالبانو لیکې به پیاوړې شي او هغوی به افغان حکومت وننګوي، ځکه چې د طالبانو ۵۰۰۰ جنګيالي ځواکونه د افغان حکومت له ۵۰۰۰۰ ځواکونو سره برابر دي. که په هغوی کې په هرو پنځو کې یو کس ځانمرګی بمي بریدګر وي، زر تنه ځانمرګي بمي بریدګر کیږي، او زر ځانمرګي بریدونه به د حکومت د نسکورېدلو سبب شي.‌ زه هیله لرم چې زما فرضیه غلطه وي او دغه بندیان د سولې لاره ونیسي او بیا د تاوتریخوالي او جنګ لاره ونه نیسي.‌

ځواب ورکړئ