کندوز -- د ۱۳ طالب یاغیانو یو ګروپ د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شو او وایي چې هغوی نور نشي کولی چې د افغانانو پر ضد د یادې ډلې وحشتونه تحمل کړي.
دغه ګروپ د لیندۍ په ۲۲مه مقاماتو ته تسلیم شو.
ملا فیصل د لیندۍ په ۲۳مه د ولایت په امنیه قوماندانۍ کې سیمای صلح رادېو سره په خبرو کې وویل، «ما څلور کاله په دره صوف ولسوالۍ کې د طالبانو د ۱۲ کسیز ګروپ د قوماندان په توګه خدمت وکړ.»
هغه وویل، «په پیل کې، ما فکر کاوه چې هغه څه چې ما کول جهاد دی، خو وروسته زه پوه شوم چې طالبان د اسلام پر ضد کارونو کې ښکېل دي. دا چې دغه حالت زه نا ارام کړم، د ملي امنیت ریاست سره مې رابطه وکړه.»
ملا فیصل وویل، طالبان په بېلابېلو ډولونو له خلکو څخه پيسې اخلي. هغوی عشر، زکات او له لارۍ چلوونکیو، د ساختماني کمپنیو له مالکانو، دوکاندارانو او سوداګرو څخه غیرقانوني مالیات ټولوي. همدارنګه، هغوی په ناقانونه توګه د برېښنا بیلونه ټولوي.
هغه وویل، «ما نشوای کولی چې د یادې ډلې وحشتونه، زورونې او زما د خلکو په مقابل کې د هغوی تاوتریخوالی تحمل کړم. زما تر لاس لاندې کسانو [جنګیالیو] او ما پرېکړه وکړه چې مونږ به نور د طالبانو د فرېبونو قرباني کېږو نه او له حکومت سره به یوځای کیږو.»
دغه پخواني اورپکي له وړو او غټو وسلو سره یوځای تسلیم شول او وعده یې وکړه چې د افغانانو او حکومت تر څنګ به ودرېږي.
د طالبانو د تسلیم شوې ډلې یوه غړي عبدالحکیم فدایي وویل، «د طالبانو غیرقانوني او غیرانساني کارونه او د هغوی وحشتونه د دې سبب شول چې مونږ طالبان پرېږدو.»
هغه وویل، «زه د خپل حکومت او خلکو پر ضد په جنګ کولو د شرم احساس کوم ځکه مونږ نه پوهېدو چې مونږ کوم لوري ته روان یو.»
هغه داخلي درزونو ته په اشارې وویل، «طالبان په ډلو او ګروپونو وېشل شوي دي.»
سولې ته هو ووایئ
د سمنګانو د والي ویاند محمد صدیق عزیزي وویل، «د ۱۳ کسیز ګروپ تسلیمي به د نورو طالبانو په مورال باندې تاثیر وکړي ځکه چې د سمنګان په نورو برخو کې د ګروپ پاتې کسان به تشویق شي چې له حکومت سره یوځای شي.»
عزیزي وویل، محلي حکومتي اداره به دا تسلیم شوي جنګیالي د ولسي پاڅون ځواکونو ته ورزیات کړي، هغوی ته به امنیت ورکړي او د ژوند سطحه به یې ښه کړي.
په سمنګان ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال غلام محمد رسولي وویل، «نه یوازې د سمنګان اوسېدونکي بلکې همدارنګه د اکثرو ولایتونو اوسېدونکي له جګړې او تاوتریخوالي څخه ستړي شوي او د اوربند او سولې په تمه شپې سبا کوي.»
هغه وویل، «یوه لوري ته، طالبان له امریکایانو سره د سولې خبرې کوي، خو بل لوري ته هغوی د بې ګناه ملکي خلکو وژلو ته دوام ورکوي. دا داسې یو پیغام ورکوي چې طالبان په سوله باور نه لري.»
هغه وویل، «مونږ په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوو چې په طالبانو باندې فشار وارد کړي څو اوربند ومني او جنګ ته د پای ټکی کېږدي چې مونږ وکولی شو په سوله کې ژوند وکړو.»
عزیزي وویل، د هغو کسانو پرمخ، چې تاوتریخوالی پرېږدي او د سولې پروسې سره یوځای کېږي، دروازه پرانستې ده او زیاته یې کړه چې حکومت په بین الافغاني سوله باندې باور لري.
هغه وویل، «حکومت تل طالبان سولې ته رابللي، او تل یې له طالبانو څخه غوښتي چې د سولې غږ ته مثبت ځواب ووایي.»