امنیت

سولې ته د هیلو او ښه امنیت له امله په افغانستان کې هیله مندي زیاته شوې ده

د نجیب الله راپور

سړي او ماشومان په داسې حال کې ګوري چې د لړم په ۱ په کابل کې د سرک پر غاړه لیلامي کالي خرڅوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

سړي او ماشومان په داسې حال کې ګوري چې د لړم په ۱ په کابل کې د سرک پر غاړه لیلامي کالي خرڅوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د یوې وروستۍ سروې له مخې، په امنیت،‌ اقتصاد او د ښځو حقونو کې دوامدار پرمختګونه د خپل هېواد د راتلونکي په هکله د افغانانو هیله مندي زیاتوي.‌

په یوې سروې کې چې ایشیا فاونډېشن ترسره کړې له ۳۶٪ څخه ډېرو برخه والو افغانانو ویلي هغوی باوري دي چې افغانستان په صحیح لوري روان دی. دا د تېر کال د عین وخت د سروې په نسبت ۳۲٪ پرمختګ ښیي. خواوشا ۵۸٪ ویلي چې هېواد په غلط لوري روان دی چې د ۲۰۱۸ د ۶۱.۳٪ په نسبت کموالی په ګوته کوي.‌

په افغانستان کې د ایشیا فاونډېشن استازي عبدالله احمدزي د لیندۍ په ۱۲مه وویل، دا سروې د نژدې ۱۸۰۰۰ برخه والو د مرکو په اساس ترتیب شوې چې ۱۸ کاله او تر دې ډېر عمرونه لري.‌

هغه زیاته کړه چې د سروې د برخه والو خواوشا ۵۰٪ ښځې وې.‌

یوه افغانه ښځه د لیندۍ په ۱۸مه په کابل کې ترکاري اخلي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یوه افغانه ښځه د لیندۍ په ۱۸مه په کابل کې ترکاري اخلي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

سروې ښیي چې په امنیت باندې اعتماد ۵۵.۷٪ ته پورته شوی په داسې حال کې چې په ۲۰۱۸ کال کې هغه ۵۱.۸٪ وو. ۱۴٪ ځواب ویونکیو ویلي چې د ښځو په حقونو کې ښه والی راغلی دی، دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۸ کال کې دا فیصدي ۱۱.۷٪ وه.

د سروې شویو کسانو خواوشا ۱۴٪ ویلي چې د اقتصاد ښه کېدا د هېواد د راتلونکي په هکله، چې د تېر کال په نسبت ۱۱.۲٪ ښه والی په کې راغلی، د هغوی هیلې غوړولي دي، دا په داسې حال کې ده چې ۴۸.۶٪ ویلي چې بیارغونې، بیاجوړونې او بېخبنأ یې هیلې غوړولي دي چې تېر کال ۴۷.۹٪ وه.

جګړه پر مونږ تپل شوې ده

په داسې حال کې چې د سروې ۹۰٪ برخه والو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو ملاتړ کړی، افغانانو او حکومتي چارواکو وویل چې د جګړې د پای ته رسېدلو احتمال د هیله مندۍ په زیاتولو کې مرسته کوي.‌

د ایشیا فاونډېشن په سروې کې ځواب ویونکي چې د خپلې هیله مندۍ لپاره یې په سوله یا د جنګ پای ته رسولو باندې استناد کړی دی د تېر کال له ۱۶.۴٪ څخه سږ کال ۲۶.۳٪ ته زیات شوي دي.

په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت یوې استازې وږمې ساپۍ وویل، «د څلورو لسیزو جګړې زمونږ خلک ستړي کړي دي. افغانان له جنګ څخه پوزې ته رسېدلي دي. په کار دی چې سوله وشي. افغانان له دې امله هیله مند دي چې جنګ یې په ګټه نه دی.»

ساپۍ وویل، «تر دې چې دا جنګ د افغانانو جنګ نه دی. هغه په مونږ باندې راتپل شوی دی.»

ساپۍ زیاته کړه، «زمونږ خلک په ریښتیا سره له جګړې څخه ستړي شوي دي. یو ماشوم چې د جګړې په پیل کې پیدا شوی هغه اوس ۴۰ کلن دی.»

هغې وویل، «افغانان د هغو په څېر نه دي چې پخوا ول چې ټوپکونه یې را اخیستل او خپل وطن یې وراناوه. مونږ هیله لرو چې خدای پاک یو څو خاینانو ته چې پاتې دي هدایت وکړي چې د سولې پروسې سره یوځای شي او خپل احمقانه فعالیتونه پای ته ورسوي.»

د ایشیا فاونډېشن سروې ښیي چې افغانان له جګړې څخه کرکه لري. دا خبره په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر احمد بهروز هم تایید کړه.‌

بهروز وویل، «مونږ افغانان له جګړې څخه ستړي یو. هر قدم چې مونږ د سولې په لور اخلو، هغه د راتلونکي لپاره زمونږ هیله تازه کوي.»

بهروز زیاته کړه، «مونږ هیله لرو چې طالبان خپل لجاجت ته د پای ټکی کېږدي او له افغان حکومت او ټولنې سره خبرې وکړي او د خپلو ورونو وژلودروي.»

په کابل کې د یوه خصوصي ښوونځي ښوونکې مریم سادات چې ۴۰ کاله عمر لري د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو استازي زلمي خلیلزاد ته په اشارې وویل، «مونږ هیله مند یو چې په قطر کې به د سولې خبرې بیا پیل شي او د متحده ایالاتو او ښاغلي‌ خلیلزاد هڅې به مثبته نتیجه ورکړي.»

هغه دوحې ته له طالبانو سره د مذاکراتو د بیا پیلولو لپاره له تګ څخه مخکې د لیندۍ په ۱۳مه کابل ته لاړ او د افغان حکومت له چارواکو سره یې خبرې وکړې.‌ د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وږي په میاشت کې وروسته له هغهچې یوه برید په کابل کې د یوه امریکایي عسکر په شمول ۱۲ کسان ووژل،‌ له یادې ډلې سره خبرې لغوه کړې.‌

سادات وویل، «زه هیله لرم چې د طالبانو مشران د ځان غوښتنې کارونه او د افغانانو وژل ودروي. مونږ خپله ځواني په جنګ کې تېره کړه. هغوی [طالبان او د حکومت ضد عناصر] کولی شي چې لږ تر لږه زمونږ ماشومانو ته وخت ورکړي چې یو بهتر راتلونکی ولري.»

یوه پخواني پوځي افسر متقاعد جنرال دولت وزیري وویل، «د خلکو د هیله مندۍ تر شا اصلي دلیل د سولې روانې خبرې دي. خلک هیله مند دي چې دا خبرې به یوه نتیجه ورکړي او په افغانستان کې به سوله رامنځته کړي.»

هغه د ولسمشرۍ سږني انتخابات د افغانانو د هیله مندۍ لپاره یو بل دلیل یاد کړ.

هغه وویل، «د افغانستان دښمنانو ویل چې افغانستان دا وړتیا نه لري چې انتخابات ترسره کړي،‌ خو افغانستان وکولی شوای چې دا انتخابات ترسره کړي چې خلک یې هیله مند کړل.»

په امنیتي ځواکونو کې پرمختګونه

د افغان امنیتي ځواکونو په وړتیاوو کې پرمختګونه چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي ډک کمپاین د دوام مخه یې ونیوله یو بل لوی دلیل دی چې د راتلونکي لپاره د خلکو هیلې یې زیاتې کړي دي.

وزیري وویل، «له نېکه مرغه چې، زمونږ د وسله والو ځواکونو وړتیاوې هر کال ښې کېږي، او سږ کال هغوی وکولی شوای چې د دښمن بریدونه په شا وتمبوي او هغه سیمې چې د حکومت ضد عناصرو تر واک لاندې وې بېرته ونیسي.»

هغه وویل، «هیڅوک هم نشي کولی چې د زور له لارې قدرت ترلاسه کړي او افغان حکومت ته ماتې ورکړي. زمونږ دښمن هم په دې پوهېږي چې زمونږ دفاعي او امنیتي ځواکونه پیاوړي شوي دي.»

وزیري زیاته کړه، «ناټو، اروپایي اتحادیې او متحده ایالاتو له افغان وسله والو ځواکونو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړی» چې دا د اورپکو پر ضد د امنیتي ځواکونو مؤثریت زیاتوي.

د کونړ ولایت وکیلې ساپۍ وویل، اوس په هېواد کې امنیتي ځواکونه د ترهګرو له منځه وړلو ته د دوام ورکولو لپاره په یوه ښه موقف کې دي.

هغې وویل، «زمونږ د امنیتي ځواکونو وړتیا د ۱۰ الی ۱۲ کالو پخوا په نسبت ښه شوې ده. هغوی دا وړتیا ترلاسه کړې چې په مستقله توګه عملیات ترسره کړي، په داسې حال کې چې پخوا یې د دې کار لپاره د ناټو په ځواکونو باندې تکیه لرله.»

ساپۍ زیاته کړه، «له نېکه مرغه چې، زمونږ امنیتي ځواکونو د دښمن بریدونه شنډ کړي، او تر دې چې د پام وړ شمېر سیمې یې له طالبانو څخه پاکې کړي دي.»

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي هم وویل چې د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه کېدا تر شا دلیل د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو پیاوړتیا ده.

هغه وویل، «تاسو کولی شئ زمونږ د ځواکونو وړتیاوې له دې نه معلومې کړئ چې څنګه هغوی دښمن له منځه وړي او د هغوی تر کنټرول لاندې سیمې ترې نیسي.»

احمدزي وویل، «زمونږ دفاعي او امنیتي ځواکونو خپلې وړتیاوې د پنځه کاله پخوا په نسبت قوي کړي دي. زمونږ ځمکني او هوایي ځواکونه دواړه د لا نور مسلکیتوب په لور روان دي.»

هغه زیاته کړه، په پسرلي کې د طالبانو د تهاجم پر ضد د حکومت د دفاعي عملیاتو له پیل راهیسې، «مونږ وتونېدلو چې ۱۳ ولسوالۍ له دښمن څخه ونیسو.»

«مونږ په هره ازاده شوې ولسوالۍ کې دفاعي او امنیتي ځواکونه توظیف کړي دي. دښمن دا فرصت نه لري چې بیا سر راپورته کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه فکر کوم چې سږ کال د تېر کال او تېر کال د ابل کال په نسبت بدمرغي ډیره شوي ده. تاسو پوهیږئ په رڼا ورځ په کابل، جلال اباد او نورو ښارونو کی انسانان وژل کیږي سړی حیران شي چی له چانه پوښتنه وکړي. اقتصادي پرمختګ هغه وخت چی امنیت وي. امنیت چی نه وي خلک به هوایي دهلیز او ځمکنی دهلیز څه کړي. په کابل او جلال اباد کی خو د موبایل تښتول، د موټر نمبر پلیټ غلا کول، د خلکو تښتول او لوټل، د خلکو تښتول او وهل، وژل... داسې کارونه دي چې ورځنۍ چاره ګرځېدلې ده. که سړی پولیس ته ځي هم څه هیله او امید تری نشته او که نه ځی هم حیران شي چی څه وکړي؟

ځواب ورکړئ