نوې سروې ښیي، چې افغانان راتلونکي ته هیله من دي

سلام ټایمز

کابل -- د ایشیا فاونډېشن له خوا د افغانانو د ۱۳مې کالنۍ عامه نظر د سروې نتایج ښیي، چې د تېر کال په نسبت سږ کال ډېر افغانان باور لري چې د هغوی هېواد سم لوري ته روان دی.

په سروې کې راغلي چې ۳۲.۸٪ افغانان د خپل راتلونکي په هکله هیله من دي، چې دا د ۲۰۱۶ کال د ۲۹.۳٪ په وړاندې یو څه ډېرښت په ګوته کوي.‌

په افغانستان کې د ایشیا فاونډېشن رییس عبدالله احمدزي وویل، «دا روښانوي، چې افغانان د یوه بهتر راتلونکي غوښتونکي دي،‌ او د سږ کال ارقام له ننګونکي امنیتي چاپېریال او د وظیفو نشتوالي سره سره په مثبت ډول فکر کولو کې ډېرښت په ګوته کوي،»

هغه وویل، «په ۲۰۱۶ کې له یوه تاریخي کمي څخه وروسته،‌ په ۲۰۱۷ کال کې په حکومتي ادارو او افغان ملي امنیتي ځواکونو باندې اعتماد یو څه زیات شوی دی،»‌

دا سروې له ۱۰۰۰۰ څخه ډېرو افغانانو سره د مخامخ مرکو په اساس ترسره شوې ده.‌ په هغوی کې په ۳۴ واړو ولایتونو کې د ټولو لویو اتنیکي ګروپونو او ډېرو کوچنيو اتنیکي ګروپونو وګړي شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500