سياست

د متحده ایالاتو مرکچي له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیلوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

ولسمشر اشرف غني د لیندۍ په ۷مه په بګرام هوایي ډګر کې په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوږ نیولی دی، امریکایي عسکرو ته خبرې کوي.‌ ولسمشر ټرمپ په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی وو. [اولیوایر ډولیري/ای اېف پي]

ولسمشر اشرف غني د لیندۍ په ۷مه په بګرام هوایي ډګر کې په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوږ نیولی دی، امریکایي عسکرو ته خبرې کوي.‌ ولسمشر ټرمپ په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی وو. [اولیوایر ډولیري/ای اېف پي]

کابل -- د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ په ۱۳مه/ دوحې ته له تګ او طالبانو سره د خبرو د لړۍ له بیا نیولو څخه مخکې په کابل کې وو چې د افغان حکومت له چارواکو سره خبرې وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په اساس، په کابل کې خلیلزاد، د افغان حکومت چارواکو او نورو افغان مشرانو سره «په دې هکله خبرې وکړې چې څنګه داسې هڅې چټکې کړي چې ټولې ډلې بین الافغاني مذاکراتو ته جوړې کړي.»

خلیلزاد د لیندۍ په ۱۳مه په کابل کې په دوه جلا جلا کتنو کې، له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله سره وکتل.

د غني د دفتر له خوا د لیندۍ په ۱۳مه د خپرې شوې یوې اعلامیې په اساس، غني او خلیلزاد له طالبانو سره د اوربند د مسئلې په هکله خبرې اترې وکړې.

ولسمشر اشرف غني د لیندۍ په ۱۳مه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد (د مېز پاس ښي لور) سره خبرې کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فېسبوک]

ولسمشر اشرف غني د لیندۍ په ۱۳مه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد (د مېز پاس ښي لور) سره خبرې کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فېسبوک]

د متحده ایالاتو د سولې مرکچي زلمی خلیلزاد د لیندۍ په ۱۳مه په کابل کې له اجرائیه رییس عبدالله عبدالله سره مشورې کوي. [ډاکتر عبدالله عبدالله/فېسبوک]

د متحده ایالاتو د سولې مرکچي زلمی خلیلزاد د لیندۍ په ۱۳مه په کابل کې له اجرائیه رییس عبدالله عبدالله سره مشورې کوي. [ډاکتر عبدالله عبدالله/فېسبوک]

هغه له یوې اونۍ څخه لږ وروسته له هغه په دې کتنه راغی چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان ته راوالوت او مذاکراتو ته ستنېدلو سره یې موافقه څرګنده کړه.

په دوحه کې به خلیلزاد «له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړي او د داسې ګامونو په هکله به بحث وکړي چې کولی شي بین الافغاني خبرو اترو او د جګړې سوله ییز حل ته لاره هواره کړي، تاوتریخوالی کم شي او په نتیجه کې یې اوربند نافذ شي.»

د غني له خوا راپورته شویو اندېښنو ته په ځواب کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د اوربند ملاتړ وکړ. طالبان له ډېر وخت راهیسې د اوربند مخالفت کوي او له یاغیانو سره د خلیلزاد د پخوانیو خبرو په مسوده کې یې ذکر نه دی شوی.

د وږي په میاشت کې، متحده ایالات او طالبان د داسې یوې هوکړې لاسلیکولو ته سره نژدې شوي وو چې په نتیجه کې به یې واشنګټن له افغانستان څخه د زرګونو عسکرو اېستل پیلول او په مقابل کې به یې داسې ژمنې ترلاسه کولې چې بهرني افراطیان به له دغه هېواد څخه اېستل کېدل.

دا تمه هم کېدله چې د طالبانو او په کابل کې د حکومت تر منځ مستقیمو خبرو ته لاره جوړه شي او بالاخره له ۱۸ کالو څخه د ډېر اوږده جنګ څخه وروسته د سولې یوه ممکنه هوکړه وشي.‌

خو په عین میاشت کې، په کابل کې د یوه امریکایي عسکر په شمول د ۱۲ کسانو له وژل کېدلو څخه وروسته، ټرمپ یاغیانو ته ورکړې هغه بلنه لغوه کړه چې په متحده ایالاتو کې د کتنې لپاره یې ورته کړې وه.‌

د لیندۍ په ۷مه په افغانستان کې له یوه امریکایي پوځي بېس څخه د یوې ناڅاپي کتنې په ترڅ کې،‌ ټرمپ وویل چې طالبان «غواړي چې یوه معامله وکړي».

طالبانو وروسته وویل چې دا لا له وخت نه ډېره مخکې ده چې له واشنګټن سره د مستقیمو خبرو د بیا پیلولو په هکله څه ووایي.‌

د همکارۍ نښې

طالبانو د تاوتریخوالي په وحشتناک کمپاین کې چې هغوی د فشار د اعمال د یوې وسیلې په توګه ترې کار اخلي، هېڅ دمه نه ده کړې.‌

خو ان د خبرو د ودرېدلو په ترڅ کې، خلیلزاد داسې نښې لیدلې چې طالبان دې ته تیار دي چې همکاري وکړي.‌

هغه په وروستیو کې د بندیانو د تبادلې په ترتیبولو کې مرسته وکړه. په دې تبادله کې د حقاني شبکې درې قوماندانان او د افغانستان د امریکایي پوهنتون دوه استادان چې طالبانو درې کاله بندیان کړي وو، شامل وو.

او د ګټو په یوه غیرمستقیم جوړښت کې چې خلیلزاد ګټور وباله،‌ امریکایي او افغان ځواکونو دواړو او همدارنګه طالبانو د داعش له خراسان څانګې سره جنګونه وکړل.‌

د داعش د خراسان څانګې پر ضد پرمختګ

افغان ځواکونو په وروستیو کې اعلان وکړچې په ننګرهار ولایت کې داعش په بشپړ ډول مات شوی دی.

خلیلزاد په ټوېټر ولیکل، «د داعش خراسان څانګه له منځه وړل شوې نه ده بلکې دا یو حقیقي پرمختګ دی» چې د متحده ایالاتو، افغان حکومت په مشرۍ ځواکونو او طالب جنګیالیو ترسره کړی دی.

خلیلزاد همدارنګه د پاکستان په شمول د هغو هېوادونو لیدنې ته چې د افغانستان د سولې لپاره مهم دي، هم دوام ورکړی دی .

د تلې د میاشتې په نیمیایي کې، د جیګپوړو طالبانو یوه ګروپ ته په اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو له خوا تود هرکلی وویل شو، او په دې مناسبت خبرو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د سولې د خبرو د بیا پیلولو غوښتنه وکړه.‌

د وږي د میاشتې په نیمیایي کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د سولې د خبرو له ناکامېدلو څخه وروسته، د طالبانو ګروپونو له مشکوکو متحدینو څخه د مرستو غوښتنه کړې ده.

د وږي په ۲۲مه، درې طالب چارواکو په مسکو کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره خبرې اترې ترسره کړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او د دولت له خوا تمویلېدونکي خبري اژانس ریانووستي دغه کتنه تایید کړه، خو د طالبانو د ټولنیزو رسنیو په اکاونټونو کې یې هېڅ ذکر ونشو، چې ښیي چې دغې ډلې غوښتل چې دا پېښه کم اهمیته وښیي.

تېره اونۍ،تهران د طالبانو د یوه هیئت کوربه وواو ښکاره هدف یې دا وښودل شو چې غوښتل یې د مذاکراتو له لارې د افغانستان د جګړې د حل په هکله خبرې اترې وکړي.

خو د ایران له خوا طالبانو ته د پوځي، مالي او لوجیستیکي ملاتړ د برابرولو په پام کې نیولو سره، دا سخته ده چې باور وشي چې رژیم د افغانستان د روغې جوړې په برخه کې صادقانه نیت ولري.‌

د روغې جوړې لپاره هیلې غوړېدل

په سان فرانسیسکو کې د مېشت ایشیا فاونډېشن په یوه کالنۍ سروې کې چې دا اونۍ خپره شوه له طالبانو سره د سولې کولو بې درېغه ملاتړ شوی دی.

په سروې کې راغلي چې د هغو ۱۷۸۱۲ افغانانو له جملې څخه چې سروې شوي دي، ۸۸.۷٪ د روغې جوړې د هڅو قوي یا څه ناڅه ملاتړ کړی دی.

اکثریت -- ۶۴٪ -- فکر کاوه چې کېدای شي چې سوله راشي. دا د تېر کال په نسبت ۱۰٪ ډېرښت ښیي، خو ښځې -- چې حقونه یې په ۱۳۷۵-۱۳۸۰ کې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت سخت محدود شوي وو، ډېرې زړه نازړه وې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500