زده کړه

طالبانو د میدان وردک نجونې له ۶م ټولګي څخه پورته زده کړو څخه ایسارې کړې

د رازق کندهاري راپور

په کندوز ولایت کې د آق تېپې د نجونو د ښوونځي دا ټولګی وروسته له هغه ویجاړ شو چې طالبانو د تلې په ۱۳مه اور ورته کړ. [ټولنیزې رسنۍ]

په کندوز ولایت کې د آق تېپې د نجونو د ښوونځي دا ټولګی وروسته له هغه ویجاړ شو چې طالبانو د تلې په ۱۳مه اور ورته کړ. [ټولنیزې رسنۍ]

کندهار -- محلي مقامات او اوسېدونکي وایي، طالب اورپکي په میدان وردک ولایت کې کورنیو ته ګواښونه کوي چې که خپلې نجونې ښوونځي ته ولېږي تاوان به ترې واخلي او وهل ټکول به ورکړي.

د مدني ټولنې یوې ځایې فعالې حمیدې وردک وویل، «په میدان وردک ولایت کې طالبان له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته اجازه نه ورکوي چې زده کړې وکړي.»

هغې وویل، «پخوا هغوی یو شمېر استادان وتښتول او دغه کار د میدان وردک نجونې له زده کړو څخه بې برخې کړې.»

وردک وویل، «دا چې طالبانو ته د افغان او نړۍ والو ځواکونو له خوا ترسره شویو عملیاتو کې درانه تلفات او مالي زیانونه ور اوښتي دي، له دې امله طالبانو یو ځل بیا د دغه کار په مقابل کې د ملکي خلکو پر ضد جنګ پيل کړی دی.»

هغې وویل، «مونږ هڅه وکړه چې نجونې له ولسوالیو څخه د ولایت مرکز میدان ښار ته راولو، خو طالبانو کورنیو ته ګواښونه وکړل او هغوی ته یې حکم وکړ چې ښوونځي ته د نجونو د لېږلو په بدل کې دې ۴۰ زره افغانۍ (۵۰۹ ډالر) جریمه ورکړي یا دې په ولسوالیو کې د خپلو کرل شویو پټیو دوه برابره عشر ورکړي.‌ تر دې وروسته، هېڅ مور او پلار دې ته تیار نشو چې خپلې لوڼې ښوونځي ته ولېږي.»

ښځو او نجونو ته ګواښونه کول

همدارنګه، ښوونځیو ته د نجونو د تګ په مخنیوي سربېره، طالبانو د ښځو د کار کولو حق هم ډېر سخت محدود کړی دی.

وردک وویل، «طالبانو په وروستیو کې په میدان وردک ولایت کې ښځو ته ډېر ګواښونه متوجه کړي چې یو یې دا دی چې ښځې په دولتي ماموریتونو یا روغتیایي مرکزونو کې له کار کولو څخه منع کوي.»

له کار کولو څخه د ښځینه نرسانو یا ډاکترانو ایسارول دا معنی لري چې ښځینه ناروغانې به درملنه نه ترلاسه کوي ځکه چې نارینه ډاکتران د ښځو تداوي نه کوي.‌

د میدان وردک د ولایتي شورا یوه غړي شریف الله هوتک وویل، د میدان وردک ولایت په ولسوالیو کې ځینې ښځې د ماسټرۍ ډګري ګانې لري خو د طالبانو له ډاره نشي کولی چې کار وکړي.‌

هغه وویل، «طالبانو په میدان وردک ولایت کې ښځو ته حکم کړی چې په دولتي ادارو کې کار ونه کړي. هغه لږ شمېر ښځې چې د میدان وردک په محلي حکومتي ادارو کې کار کوي هغوی له کابل څخه راځي.»

هغه وویل، «دا د طالبانو له خوا یو جدي ګواښ دی چې باید مخه یې ونیول شي. دا یوه غټه ستونزه ده. حکومت یې باید حل کړي.»

جهالت او تاوتریخوالی خپرول

د میدان وردک ولایت د جغتو ولسوالۍ یوه قومي مشر الله داد چې ځان یې په مستعار نامه معرفي کړ، وویل، «طالبان باید د علم او زمونږ د ماشومانو د راتلونکي په مقابل کې خپله دښمني ودروي.»

هغه وویل، «د طالبانو خپل ماشومان په پاکستان او ایران کې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې درسونه لولي، خو زمونږ لپاره یې هر څه منع کړي دي.»

هغه وویل، «دا ظلم دی او دا د شریعت ضد کار دی.»

الله داد وویل، طالبانو د نجونو تعلیم بند کړی څو دا ډاډمنه کړي چې راتلونکی نسل بې علمه او د هغوی ارادې ته تسلیم پاتې شي.»

هغه وویل، «هغه کسان چې تعلیم ته اجازه نه ورکوي هغوی هڅه کوي چې دلته تاوتریخوالی خپور کړي او غواړي چې زمونږ ماشومان د هغوی په څېر شي -- چې تاوتریخوالی او د ملکي خلکو وژنې ترسره کړي.»

هغه وویل، «زه په مشرانو او د میدان وردک ولایت په ځایي حکومتي اداره باندې غږ کوم چې له ځواکونو سره لاس یو کړي او د طالبانو د تاوتریخوالي پر ضد ودرېږي او په دې توګه زمونږ ماشومان د دې وړ وګرځوي چې ښوونه او روزنه ترلاسه کړي.»

د میدان وردک والي مظفرالدین یمین وویل، طالبان د دغه ولایت په ځینې سیمو کې د نجونو د ښوونې او روزنې مخه نیسي، خو د طالبانو کارونه یوازې له نهم ټولګي څخه پورته نجونې متاثرې کوي او ویې ویل چې دا کار خفه کوونکی دی.

طالبانو په کندوز کې هم په نجونو باندې دې ته ورته محدودیتونه لګولي دي.

د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي امرالدین ولي وویل، طالبان د کندوز ولایت په چاردره، دشت ارچي او قلعه زال ولسوالیو کې په زرګونو نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړو څخه ایساروي.‌

هغه د روان کال په لومړیو کې وویل، له ۱۳۹۶ راهیسې په دې ولایت کې له ۲۰ څخه ډېر د نجونو ښوونځي بند شوي دي.‌

د تلې په میاشت کې طالبانو یو قدم وړاندې واخیست او د آق تېپې د نجونو لېسه یې ولوټله او اور یې ور واچاوه.‌

د قلعه زال ولسوال احمد فهیم قرلق وویل، دا پېښه د تلې په ۱۳مه وشوه.

هغه وویل، «کله چې طالبانو د نجونو ښوونځي ته اور ورته کړ، د هغه په کتابتون کې ایښي اکثر کتابونه چې دیني کتابونه او د قران کریم نسخې هم په کې وې وسوزېدل.»

هغه وویل، «طالبان په دې کار سره ثابتوي چې هغوی د دې هېواد د بچیانو د تعلیم او تربیې پر ضد دي.»

[له کندوز څخه هدایت الله د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د وطن د دښمنانو له خوا یو ډول لوبه ده.‌

ځواب ورکړئ

سلام ټایمز می په دی خوښیږي چی راپورونه یی هر اړخیز او له معلوماتو ډک وي. ډیر داسی موضوعات وي چی اکثره نوری رسنۍ ورباندی لیکل نه کوي خو سلام ټایمز پری لیکل کوي. سلام‌ټایمز عیبونه هم لري مثلا نوم یی د سړي په یاد نه پاتی کیږي ډیر اوږد دی. افغانستان ټکی اسیا هایپین نیوز ټکی کام.‌ دومره اوږد نوم سخته ده چی د سړي په یاد پاتی شي. بل دا چی پښتو سایټ په کی داسی جوړ شوی چی د دری برخه ښکاري. یعنی لوستونکی به اول سایټ پرانیزی بیا به سلش ورکوي او بیا به پښتو لیکي چی دا په کی پښتو ژبی ته سپکاوی ښکاري. باید د ویب سایټ جوړښت داسی وي چی اول مخکی یوازی دری بټنی وي چي پښتو، دري او انګریزي پری لیکلی وي او بیا چی د هری ژبي مینه وال هره ژبه انتخابوي هغه به تعقیبوي. دریمه خبره دا ده چی سلام ټایمز په افغانستان کی یوازی د ایران په رابطه لیکل کوي. دا صحیح ده چی ایران حتی د میرویس نیکه او احمدشاه بابا له وخته زمونږ دښمن دی او اوس هم له افغانستان سره زړه دښمني په نوي شکل پالي لاکن د افغانستان اصلي دښمن او د ترورستانو اصلي ځالی په پاکستان کی دي او افغانستان د پاکستاني استخباراتو له لاسه وران شوی او هره ورځ چی افغان او د افغانستان مرستندوی نړۍ وال ملګري وژل کیږي د دوی قاتلان د پاکستان له خوا تربیه کیږي او په وسلو سمبالول کیږي.

ځواب ورکړئ