میدان وردک -- خامه پرېس د یکشنبې په ورځ /د جنورۍ ۷ مه/ راپور ورکړ، چې افغان مقاماتو، په میدان وردک ولایت کې یو ۱۲ کلن ماشوم، چې اورپکو د دې لپاره تښتولی وو چې پلان یې درلود څو د ځانمرګي برید ترسره کولو لپاره ترې کار واخلي، ژغورلی دی.
چارواکو وویل، اورپکو دغه ماشوم څو ورځې مخکې په کابل کې وتښتاوه او میدان وردک ولایت ته یې بوتلو چې د یوه احتمالي ځانمرګي برید د ترسره کولو لپاره روزنه ورکړي.
امنیتي چارواکو وویل، پولیسو یاد هلک د میدان وردک ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د یوه عملیات په ترڅ کې وژغوره.
د تېر کال په اکتوبر کې،افغان پولیسو یو ۱۳ کلن هلک، چې د داعش له خوا د دې لپاره استخدام شوی وو چې یو ځانمرګی برید ترسره کړي، ونیو.