کابل -- طالبانو او افغان امنیتي سرچینو ای اېف پي ته وویل، د بندیانو یوه داسې تبادله چې له ډېر وخت راهیسې یې تمه کېدله او د حقاني شبکې درې قوماندانان او د افغانستان د امریکایي پوهنتون دوه استادان په کې شامل دي، ترسره شوه.
د پولیسو یوې ځایي سرچینې د سې شنبې په ورځ /د لړم په ۲۸مه/ وویل، «نن سهار خواوشا ۱۰ بجې د امریکایي پوهنتون دوه استادان د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې ازاد کړای شول. هغوی د امریکایي الوتکو په وسیله له زابل څخه پورته او بوتلل شول.»
طالبانو په یوه اعلامیه کې د بندیانو تبادله تایید کړه او ویې ویل چې یادې ډلې هم ۱۰ تنه افغان سرتېري خوشې کړل.
په اعلامیه کې راغلي، «دا کارونه د ښه نیت ښودنې او اعتماد جوړونې په لور یو ښه ګام دی چې کولی شي د سولې پروسه کې مرسته وکړي.»
سرچینو طلوع نیوز ته وویل، د حقاني شبکې درې قوماندانان د دوشنبې په ماخستن /د لړم په ۲۷مه/ له بګرام محبس څخه ازاد او په الوتکه کې دوحې ته والوزول شول چې هلته به هغوی «نظربند» وي.
په دغو قوماندانانو کې انس حقاني، چې په ۱۳۹۳ کال کې نیول شوی وو او د طالبانو د ډلې د مرستیال سراج الدین حقاني کشر ورور او د حقاني شبکې د مؤسس جلال الدین زوی دی، شامل دی.
دوه نور، حاجي مالي خان چې باور کیږي د سراج الدین تره دی، او عبدالرشید چې ویل کیږي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د یوه غړي محمد نبي عمري ورور دی، دي.
هغوی د افغانستان د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو ۶۳ کلن امریکایي کیوین کینګ او ۵۰ کلن استرالیایي تیموتي ویکس په بدل کې ازاد کړای شوي دي.
کینګ او ویکس د ۱۳۹۵ له زمري راهیسې چې وسله والو په کابل کې د هغوی موټر ته کمین نیولی او تښتولي وو، د طالبانو په بند کې وو.
حقاني شبکه، چې د طالبانو یوه بدنامه ملګرې ډله ده، د افغان ملکیانو، امنیتي ځواکونو او د متحده ایالاتو په مشرۍ ناټو عسکرو پر ضد د ځانمرګو بمي بریدګرو په سخت استعمال مشهوره ده.
د طالبانو دروغژنې وعدې
ولسمشر اشرف غني د لړم په ۲۱مه د بندیانو د تبادلې اعلان وکړ او ویې ویل چې دغه پرېکړه «ډېره سخته او ضروري وه.»
خو وروسته پوښتنې راپورته شوې چې په کې چارواکو او کتونکیو د ځنډونو پړه د وعده خلافیو له امله په طالبانو باندې ور واچوله.
د غني ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ /د لړم په ۲۵مه/ په یوه ټویټ کې ولیکل، «د شرایطو په پوره کولو کې د طالبانو نه وړتیا په تبادله کې د ځنډ سبب شوه.»
په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر صادق باقري وویل، طالبانو یو ځل بیا د خپلو وعدو په ماتولو سره د بندیانو تبادله ټکنۍ کړه.
هغه وویل، «افغان حکومت له خپلو نړۍ والو شریکانو سره په مشوره پرېکړه کړې وه چې هغوی به د ښه نیت ښودنې لپاره درې تنه طالب بندیان د افغانستان د امریکایي پوهنتون استادانو سره تبادله کړي او په دې توګه به د سولې د پروسې پیلولو او د تاوتریخوالي کمولو ته لاره هواره کړي.»
هغه وویل، «شرطونه دا وو چې طالب بندیان باید د افغانستان اساسي قانون ومني او د جګړې ډګر ته بېرته ستانه نشي، او همدارنګه طالبان باید د افغانستان د امریکایي پوهنتون استادان ازاد کړي. له بده مرغه چې طالبانو د تاوتریخوالي کچه راټیټه نه کړه او حتی د هېواد په ډېرو برخو کې یې ترهګریز بریدونه پیل کړل... چې یو شمېر ملکي کسان یې ووژل او ټپیان کړل.»
د کابل پوهنتون یوه استاد داود راوش وویل،«افغان حکومت او متحده ایالاتو خپلې ژمنې په صداقت سره ترسره کړې، خو طالبانو د تل په څېر خپلې وعدې پوره نه کړې ځکه چې هغوی د طالبانو د بندیانو د ازادولو له اعلان څخه یوازې یوه ورځ وروسته په کابل کې یو ځانمرګی برید وکړ چې په د ماشومانو په ګډون ملکي خلک یې ووژل.»
د لږ تر لږه درې ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۲ کسان هغه وخت ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول چې یو کوچنی موټر چې په چاودېدونکو توکو سمبال وو د لړم په ۲۲مه په کابل کې د ګڼه ګوڼې په ساعت کې وچاودېد.
په سملاسي توګه هیچا هم د برید مسؤلیت پر غاړه وانه خیست. طالبانو او داعش دواړه په دې ښار کې فعال دي.
راوش وویل، «طالبانو وعده کړې چې هغوی به د تبادلې لپاره ټول اېښودل شوي شرطونه پوره کړي، خو داسې یې ونه کړل.»
صدیقي په یوه ټویټ کې ولیکل، غني د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار روبرټ او بریان سره د دوشنبې په ورځ وکتل څو په هغو ګامونو باندې بیاکتنه وکړي چې د بندیانو د تبادلې د تطبیق لپاره ورته اړتیا وه.
هغه وویل، امریکایي چارواکو د غني له پرېکړې څخه خپل ملاتړ تکرار کړ او موافقه یې وکړه «چې له نژدې سره کار وکړي او د طالبانو له خوا له خپلو وعدو څخه د په شا تګ په صورت کې د هر ممکن تاوتریخوالي ځواب ورکړي.»
«دواړو خواوو ومنله چې د یوه سیاسي حل په مقصد د بین الافغاني خبرو د پیلولو لپاره اوربند او/یا په تاوتریخوالي کې د کمي راوستل ضروري دي.»
صدیقي په خپل ټویټ کې ولیکل، امریکایي چارواکو په ننګرهار ولایت کې د داعش د خراسان څانګې د پټنځایونو د له منځه وړلو په شمول د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پرله پسې اجرأت وستایل.
هغه وویل، «هغوی له دغو ځواکونو سره د امریکا د ملاتړ په دوام ټینګار وکړ څو افغانستان بیا هېڅکله هم د نړۍ والې ترهګرې لپاره په یوه پلاټفورم باندې بدل نشي.»
د طالبانو د جیګپوړو مشرانو تر منځ اختلافات
تحلیلګران وایي،د ځنډ یو دلیل د طالبانو د مشرتابه او په میدان کې د یادې ډلې د جنګیالیو تر منځ اختلافات دي.
د ولسي جرګې یوه پخواني غړي داود کلکاني وویل، «په هغو دلایلو کې چې د سولې د خبرو د بیا پیلېدلو او د بندیانو د تبادلې مخه یې ونیوله دا شامل دي چې یو شمېر طالب قوماندانان چې د جګړې په ډګر کې دي د جګړې او سولې په هکله له خپلو مشرانو څخه چې د سولې خبرې پر مخ بیایي، مختلف نظرونه لري.»
هغه وویل، دا اختلاف له هغه وخت څخه سرچینه اخلي چې ملا هبت الله اخوندزاده د طالبانو مشر شو چې د یادې ډلې یوې ډلګۍ تر اوسه پورې نه دی منلی.
کلکاني وویل، «هغه طالبان چې له کلونو راهیسې د افغان امنیتي او نړۍ والو ځواکونو پر ضد د «جهاد» په نامه جنګ کوي او تر اوسه هم د جګړې په ډګر کې دي هغوی له حکومت او نړۍ والې ټولنې سره هېڅ مذاکرات، تبادله یا هوکړه نه مني چې دا له هغه څه څخه چې د هغوی مشران یې په قطر کې پرمخ بیایي، توپیر کوي.»
په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر امین الله شارق وویل، «د طالبانو ټیټ پوړي قوماندانان چې جنګ پرمخ بیایي هغوی د خپلو مشرانو له پرېکړو سره یوه خوله نه دي.»
هغه وویل، «د طالبانو دا برخه باور لري چې هغوی د خپلو جنګیالیو تر څنګ د دې لپاره جنګ کوي چې د طالبانو هدفونه ترسره کړي، او په داسې حال کې چې هغوی ژوند له لاسه ورکوي، ځانمرګي بریدونه ترسره کوي او یرغمل نیول کیږي، د هغوی مشران په لوکسو کورونو او هوټلونو کې ژوند کوي.»
«هغوی فکر کوي چې د هغوی مشران هڅه کوي چې د خپلو کورنیو غړي راخوشې کړي نه هغه جنګیالي چې له ډېرو کلونو راهیسې بندیان دي.»
[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]