تروريزم

په کابل کې د ګڼې ګوڼې پر وخت د موټربمي برید په ترڅ کې د وژل شویو کسانو په ډله کې ماشومان شامل دي

سلام ټایمز او ای اېف پي

یو افغان عسکر د لړم په ۲۲مه په کابل کې د یوه ځانمرګي برید له ساحې سره نژدې ولاړ دی. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

یو افغان عسکر د لړم په ۲۲مه په کابل کې د یوه ځانمرګي برید له ساحې سره نژدې ولاړ دی. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

کابل -- د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۲ کسان هغه وخت ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول چې یو کوچنی ویګن موټر چې په چاودېدونکو توکو سمبال وو د چارشنبې په ورځ /د لړم ۲۲مه/ په کابل کې د سهار د ګڼې ګوڼې په ساعت کې وچاودېد.

په هغه برید کې چې په کابل کې د کورنیو چارو وزارت سره نژدې او د کابل هوایي ډګر شمال ته د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه کې وشو او د یوې خصوصي کاناډایي کمپنۍ ګردا ورلډ اړوند اېس یو وي موټر یې په نښه کړ د نورو تر څنګ څلور خارجي اتباع ټپیان شول.‌

د کورنیو چارو وزارت ویاندې مروه امیني وویل، «په کابل کې د نن ورځې د برید په نتیجه کې د درې ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول او د ګردا ورلډ د څلورو غړو په شمول ۲۰ تنه نور ټپیان شول»

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وویل چې په وژل شویو کسانو کې یو ۱۳ کلن ماشوم چې ښوونځي ته روان وو هم شامل دی.

محلي اوسېدونکي د لړم په ۲۲مه په کابل کې له یوه بمي برید څخه وروسته د ویجاړ شوي موټر عکسونه اخلي. [آرشیف]

محلي اوسېدونکي د لړم په ۲۲مه په کابل کې له یوه بمي برید څخه وروسته د ویجاړ شوي موټر عکسونه اخلي. [آرشیف]

هغه وویل، «زمونږ د خلکو دښمنان باید پوه شي‌ چې زمونږ خلک د سولې د راوستلو هوډ لري او هېڅ شی هم نشي کولی چې هغوی له سولې کولو څخه ایسار کړي.»

د وزارت یوې سرچینې ای اېف پي ته وویل، دا چاودنه په موټر کې د یوه ځانمرګي بمي بریدګر له خوا وشوه.

یوه عیني شاهد طلوع نیوز ته وویل، چاودنې په سیمه کې ډېر موټرونه ویجاړ کړل او زیاته یې کړه چې، «قربانیان د امبولانسونو په وسیله پورته کړای شول.»

غیر انساني جنایت

یوې بلې سرچینې طلوع نیوز ته وویل چې ۵ ماشومان ووژل شول.

په سملاسي توګه هیچا هم مسؤلیت پر غاړه وانه خیست. په دغه ښار کې طالبان او داعش دواړه فعال دي.‌

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه ټویټ کې ولیکل، ولسمشر اشرف غني «دغه غیرانساني جنایت چې ملکي خلک او بې ګناه ماشومان په کې شهیدان شول وغانده.»

د غني دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، «د دښمن له خوا داسې کارونه به د سولې، نېکمرغۍ او پرمختګ لپاره د ملت د کلک هوډ مخه ونه نیسي.»

ملکي خلک لا هم د افغانستان په بې رحمانه جګړه کې د قرباني کېدلو یو غیر متناسب قېمت پرې کوي.‌

تېره میاشت، ملګرو ملتونو یو راپور خپور کړ او ویې ویل چې په افغانستان کې د روان کال له جولای څخه تر سپتمبر پورې «بې سابقې» شمېر ملکي خلک وژل شوي یا ټپي شوي دي.‌

دغه ارقام چې له جولای څخه تر سپتمبر پورې ۱۱۷۴ مړه او ۳۱۳۹ ټپیان ښیي د تېر کال د عین مودې په نسبت ۴۲٪ ډېرښت ښیي.‌

ملګرو ملتونو وویل چې ډېره ملامتیا د طالبانو په څېر د «حکومت ضد عناصرو» په غاړه ده.

د ملګرو ملتونو د ریکارډ له مخې د ۲۰۱۹ په لومړیو ۹ میاشتو کې ټول ۸۲۳۹ ملکي تلفات شوي دي -- چې ۲۵۶۳ کسان وژل شوي او ۵۶۷۶ نور ټپیان شوي دي -- چې اکثر یې د ځانمرګو بریدونو یا د په لاس جوړو چاودېدونکو وسیلو په سبب شوي دي.‌

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وویل چې،د هغوی له جملې څخه خواوشا ۴۱٪ ښځې او ماشومان وو.

د یوناما د بشري حقونو رییسې فیونا فرازر وویل، «په ملکي خلکو باندې د افغانستان د شخړې تاثیر وېروونکی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د طالبانو له خوا شکنجه د افغانانو لپاره د منلو وړ نه ده، هغوی نه غواړي چې د افغانستان د سولې پروسې سره یوځای شي، هغوی خپل وحشت ته دوام ورکوي او د بې ګناه خلکو او ماشومانو له وژلو څخه پرته هېڅ شی نشي ترلاسه کولی.

ځواب ورکړئ

نړۍ باید د طالبانو او داعش په تیارو اړخونو باندې رڼا واچوي. هغوی دواړه دا خوښوي چې ملکي خلک ووژني.‌

ځواب ورکړئ