امنیت

ملګري ملتونه: په افغانستان کې جګړې په تېره لسیزه کې ۱۰۰۰۰۰ تنه ملکي تلفات درلودل

سلام ټایمز او ای اېف پي

یو رضاکار د تلې په ۲۶مه د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه کې له یوه بمي برید څخه وروسته یو ټپي شوی ځوان روغتون ته انتقالوي. یوه ورځ وروسته له هغه چې ملګرو ملتونو وویل چې په دغه هېواد کې تاوتریخوالی «د نه منلو وړ» سطحې ته رسېدلی دی، د تلې په ۲۶مه په یوه جومات کې دننه د جمعې د لمانځه پر وخت لږ تر لږه ۲۸ عبادت کوونکي ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ /د مرغومي په ۵مه/ په داسې حال کې چې د ۱۸ کلن خونړي جنګ د پای ته رسولو لپاره یې خپلې غوښتنې بیا تکرار کړې، وویل، په تېره یوه لسیزه کې له ۱۰۰۰۰۰ څخه ډېر افغان ملکي کسان وژل شوي یا ټپي شوي دي.

دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې طالبان او متحده ایالات وروسته له هغه د خبرو ترسره کولو ته دوام ورکوي چې واشنګټن د وږي په میاشت کې د یاغیانو د بریدونو له امله خبرې اترې لغوه کړې وې.

په داسې حال کې چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې جګړه روانه ده، عادي افغانان تر ډېره د تاوتریخوالي ضربې تحمل کوي.

وېروونکی شمېر

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموټو په یوه اعلامیه کې وویل، «په افغانستان کې روانه جګړه اوس هم د وېروونکي شمېر افغانانو ژوند اخلي.»

یو عسکر د لړم په ۲۲مه په کابل کې د یوه ځانمرګي بمي برید د ساحې تر څنګ ولاړ دی. د کورنیو چارو د وزارت ویاند وویل، لږ تر لږه ۷ کسان هغه وخت ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول چې یو موټربم په کابل کې د سهار د ګڼې ګوڼې په ساعت کې وچاودېد. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

هغه وویل، «زه په ډېر زیات خفګان سره اعتراف کوم چې په وروستیو کې یوازې د تېرو ۱۰ کالو د ملکي خلکو د تلفاتو شمېر له ۱۰۰ زرو څخه واوښت. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) لس کاله مخکې د ملکي خلکو د تلفاتو د شمېر سیستماتیک ثبت پیل کړی وو.»

هغه زیاته کړه، «ملګري ملتونه په هغو لوریو چې د سولې په ټولو خبرو کې برخه اخلي تاکید کوي چې په میلیونونو عادي افغانان، په ځانګړې توګه د جګړې قربانیان چې غواړي په سوله کې د ژوند کولو فرصت ولري، په پام کې ونیسي څو هغوی وکولی شي چې خپل ژوند بیاورغوي.»

یاماموټو وویل، «د میلیونونو عادي افغانانو -- ځوانانو او زړو، ښځو او سړیو، نجونو او هلکانو -- هیلې او امېدونه هغو خلکو ته دي چې هڅه کوي د یوه دوامداره سیاسي حل له لارې جګړه پای ته ورسوي.»

په ټول کال کې وېروونکې شمېرې

دا سخت انکشاف څو ورځې وروسته له هغه کیږي چې چارواکو د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړني نتایج اعلان کړل او ولسمشر اشرف غني یې د دویم ځل لپاره د دغه موقف د ساتونکي په توګه یاد کړ.

د روان کال په لومړیو کې، ملګرو ملتونو راپور ورکړ چې په افغانستان کې د چنګاښ له ۱۰مې څخه د تلې تر ۸مې پورې موده کې «بې سابقې» شمېر ملکي خلک وژل شوي یا ټپي شوي دي، او ویې ویل چې په یاده موده کې ۱۱۷۴ کسان وژل شوي او ۳۱۳۹ نور ټپیان شوي دي.‌

د ملګرو ملتونو یوې شمېرنې وموندله چې تېر کال د ریکارډ‌ په کچه تر ټولو خونړی کال وو چې د ۹۲۷ ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۳۸۰۴ کسان په جنګ کې ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500