تروريزم

په افغانستان کې ترهګریزو بریدونو په ۲۰۱۷ کې د ملکي خلکو مړینه د ریکارډ کچې ته ورسوله

ای اېف پي

د جنورۍ په ۲۷ مه په کابل کې د طالبانو د یوه موټربمي برید په صحنه کې جسدونه ډېرۍ پراته دي. چارواکو وویل، چې یو امبولانس، چې په چاودېدونکیو توکو سمبال وو، په یوه مزدحمه سیمه کې وچاودېد او لږ تر لږه ۱۰۳ کسان یې ووژل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د جنورۍ په ۲۷ مه په کابل کې د طالبانو د یوه موټربمي برید په صحنه کې جسدونه ډېرۍ پراته دي. چارواکو وویل، چې یو امبولانس، چې په چاودېدونکیو توکو سمبال وو، په یوه مزدحمه سیمه کې وچاودېد او لږ تر لږه ۱۰۳ کسان یې ووژل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د پنجشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۱۵ مه/ راپور ورکړ، چې د اورپکو په بریدونو او ځانمرګو چاودنو کې په قصدي ډول ګڼ شمېر افغان ملکیان په نښه کیږي.

په راپور کې راغلي، چې طالبان او داعش په ښاري سیمو کې بریدونه زیاتوي، چې په نتیجه کې یې له ځانمرګو بمي بریدونو او پېچلیو ترهګریزو بریدونو څخه د ملکي خلکو تر منځ ډېر تلفات رامنځته کیږي.

په ۲۰۱۷ کال کې په هېواد کې د ملکي خلکو مړینې ۹٪ زیاتې شوي، چې د ۳۴۳۸ مړو او ۷۰۱۵ ټپیانو په شمول د ملکي خلکو ټول تلفات ۱۰۴۵۳ ته رسېدلي دي.

خو د یوناما له خوا د وړاندې شویو معلوماتو په اساس، له ځانمرګو بمي بریدونو او نورو بریدونو څخه رامنځته شوي تلفات ۱۷٪ زیات شوي دي.

په راپور کې راغلي چې، «په ۲۰۱۷ کال کې، په یوه کال کې له ځانمرګو او پېچلیو بریدونو څخه د ملکي تلفاتو لوړ شمېر د ریکارډ سطحې ته ورسېد،» او په دغه ډول پېښو کې ۶۰۵ کسان ووژل شول او ۱۶۹۰ نور ټپیان شول.

پلازمېنه لا هم تر ټولو ډېره هدف وګرځول شوه، چې د کال په اوږدو کې د ټولو تلفاتو ۱۶٪ -- یا په ټولیز ډول ۱۸۳۱ کسان په کې ووژل او ټپیان شول -- او دا یوازې په کابل کې پېښ شول.

'د ترهګرۍ او مصیبتونو رامنځته کول'

په دې راپور کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر زید رعد الحسین له قوله ویل شوي چې، «افغان ملکیان د خپلو ورځنیو چارو پر وخت -- په بس کې د سفر کولو پر وخت، په جومات کې د لمانځه کولو پر وخت، او د یوې ودانۍ تر څنګ، چې په نښه شوې وه،د تېرېدلو پر وخت، وژل شوي دي،»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموټو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «کله چې مونږ ګورو چې ملکي خلک په قصدي توګه په نښه کیږي، تاسو به حیران شئ چې دا حال به تر څو پورې روان وي،»

هغه وویل، اورپکي ادعا کوي چې د افغانانو د ګټو استازيتوب کوي، خو «هغوی خلک په ډېر وحشیانه ډول وژني، او وحشت او ستونزې رامنځته کوي،»

یاما موټو وویل، په ۲۰۱۸ کال کې تر اوسه پورې څه پرمختګ نه دی شوی، او خبرداری یې ورکړ چې ملګري ملتونه اندېښنه لری چې هغوی ته به «سږ کال لا لوی تاوان» ور ورسیږي.

د جنورۍ له ۲۰ مې راهیسې، اورپکو په کابل کې په یوه پرتمین هوټل برید کړی،په یوه ګڼه کوڅه یې بمي برید کړی او په یوه پوځي ودانۍ یې برید کړی دیاو له ۱۳۰ تنو څخه ډېر کسان یې وژلي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، له ۲۰۰۹ کال راهیسې، چې چارواکو د تلفاتو مستندول پیل کړي دي، په افغانستان کې له ۲۸۰۰۰ تنو څخه ډېر ملکي خلک وژل شوي او له ۵۲۰۰۰ تنو څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500