امنیت

افغانان له طالبانو څخه پوښتي،‌ 'تاسو به زمونږ د ماشومانو وژنه کله بنده کړئ؟'

د سلیمان راپور

د ۲۰۱۸ د جنورۍ په ۲۷ مه په کابل کې د طالبانو په یوه ځانمرګي بمي برید کې خواوشا ۳۴۰ کسان، چې اکثر یې ملکي خلک ول، یا ووژل شول او یا هم ټپیان شول. محمد ربي، چې ۲۷ کاله عمر یې درلود، د خپلې کورنۍ یوازنی نفقه ګټونکی وو چې د نورو تر څنګ ووژل شو. [سلیمان]

کابل -- دوه اونۍ وروسته له هغه، چې د طالبانو یوې زورورې چاودنې کابل ولړزاوه او بې شمېره بې ګناه خلک یې په وینو کې لت پت کړل، د قربانیانو په ورثه وو کې اوس هم غم او خفګان احساسېږي.

د جنورۍ په ۲۷ مه،‌۱۰۳ کسان هغه وخت ووژل شول چې د کابل په یوه مزدحمه سیمه کې په یوه امبولانس کې دننه یو بم وچاودېد.

د برید مسؤلیت طالبانو پرغاړه واخیست.‌

ژوندي پاتې کسان اوس هم د طالبانو په لاس د خپلو عزیزانو او نفقه ګټونکیو د وژنې ویر او ماتم کوي.‌

د جنورۍ په ۳۰ مه اخیستل شوی عکس عبدالله په داسې حال کې ښیي چې د خپل زوی محمد ربي عکس یې نیولی دی. د هغه زوی د جنورۍ په ۲۷ مه په کابل کې د طالبانو په یوه بمي برید کې په وژل شویو کې شامل وو. [سلیمان]

د جنورۍ په ۳۰ مه اخیستل شوی عکس عبدالله په داسې حال کې ښیي چې د خپل زوی محمد ربي عکس یې نیولی دی. د هغه زوی د جنورۍ په ۲۷ مه په کابل کې د طالبانو په یوه بمي برید کې په وژل شویو کې شامل وو. [سلیمان]

یوه افغان سړي د جنورۍ په ۲۷ مه په کابل کې په یوه امبولانس کې له یوې زورورې چاودنې څخه وروسته یو ټپي شوی ماشوم نیولی دی. د برید مسؤلیت طالبانو پرغاړه واخیست. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

یوه افغان سړي د جنورۍ په ۲۷ مه په کابل کې په یوه امبولانس کې له یوې زورورې چاودنې څخه وروسته یو ټپي شوی ماشوم نیولی دی. د برید مسؤلیت طالبانو پرغاړه واخیست. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

د بې ګناه افغانانو وژنه

په وژل شویو کې محمد ربي، چې ۲۷ کاله عمر یې درلود، یو دوکاندار او د دوه کوچنیو ماشومانو پلار، هم شامل وو.‌

محمد ربي د خپلې کورنۍ یوازنی نفقه ګټونکی وو. د هغه کورنۍ اوس د خپل زوی، ورور، مېړه او پلار د له لاسه ورکولو، او د یوه ثابت عاید د نشتوالي له امله د لسګونو ستونزو درد ګالي.

د ربي پلار،‌ عبدالله، په داسې حال کې چې زړه وړونکې ژړا یې نشوای ودرولی،‌ سلام ټایمز ته وویل، «زما زوی په کومه ګناه ووژل شو؟ تر څو پورې به تاسو زمونږ د وینو تویولو ته دوام ورکوئ؟ خدای دې په طالبانو خپل غضب نازل کړي،»

د ربي مور د خپل زوی له مړینې څخه وروسته دومره ژړلي چې په سختۍ سره خبرې کوي.‌

هغې په سخت پرېشان حالت کې وویل، «اوه خدایه! زه خپل درد چاته اظهار کړم؟ زه خپل زوی څنګه بېرته ترلاسه کړم؟‌ زما کور ته یې زما د زوی ټوټې ټوټې بدن راوړ،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زما له زوی نه دوه واړه ماشومان، یو پنځه کلن هلک او یوه درې کلنه نجلۍ پاتې شول. د هغه مړینې د هغه د پلار او زما دواړو ملاګانې راماتې کړې. زه هیله لرم چې د دې کار مرتکب هغسې ووژل شي لکه څنګه چې زما زوی ووژل شو.»

د ربي خور په ژړا کې وویل، «زما د ورور مخ ټول سوزېدلی وو او د هغه په بدن ډېر زخمونه ول،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زما ورور نه پولیس وو، نه په اردو کې وو، او نه یې له حکومت سره کار کاوه. هغه یوازې یو دوکاندار وو، چې ټوله ورځ یې د دې لپاره کار کاوه چې مونږ او خپلو ماشومانو ته حلاله نفقه وګټي.»

هغې وویل، «طالبانو ولې بې ګناه ربي او سلګونه نور افغانان ووژل؟»

د هیلو او خوبونو ورانول

د کابل یوه بل اوسېدونکي، عبدالشکور، د طالبانو په برید کې خپل دوه زامن له لاسه ورکړل.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زما یو زوی، فیاض،‌ تازه له اقتصاد څخه فارغ شوی وو، او بل زوی مې تازه ۱۲ ټولګی بشپړ کړی وو. هغوی پلان درلود چې د خپلو زده کړو په بشپړولو سره د خپل وطن او خلکو خدمت وکړي، خو هغوی خپل ټول خیالونه له ځانونو سره قبر ته وېوړل.»

شکور وویل، «د داسې بریدونو او د ځوانانو د وژلو له لارې، طالبان غواړي چې هغه خلک خراب کړي چې هغوی د افغانستان راتلونکی جوړوي،»

د چاودنې یوه عیني شاهد حشمت الله سلام ټایمز ته وویل، «د وژل شویو او ټپیانو په شمول د طالبانو د ځانمرګي برید اکثر قربانیان ملکي خلک ول،»

هغه وویل، «ما پخپله لسګونه مړي او ټپیان په موټر کې انتقال کړل. یوه خپل لاس له لاسه ورکړی وو؛ بل بدن بې سره پروت وو. داسې خلک هم ول چې سخت سوزېدلي ول. داسې وو لکه د قیامت ورځ چې پېښه شوې وي.»

په میلیونونو مالي تاوانونه

په ۱۰۳ وژل شویو او ۲۳۵ ټپي شویو سربېره، ملکیتونو او سامانونو ته په میلیونونو تاوان ور واوښت -- او د سلګونو دوکاندارانو معیشت یې متأثر کړ.

په صدارت څلورلارې کې یوه دوکاندار ذبیح رحیمي سلام ټایمز ته وویل، «په دې پېښه کې لسګونه دوکانونه ویجاړ شول، چې ښایي هر یوه ته له ۱۰ زرو ډالرو (۶۹۴ زرو افغانیو) ډېر مالي تاوانونه وراوښتي وي،»

یوه بل دوکاندار زمري سلام ټایمز ته وویل، «ما تول عمر سخت زحمت اېستلی وو او دا دوکان مې پرې جوړ کړی وو، خو اوس زما دوکان او شیان ویجاړ شول او میلیونونه افغانۍ تاوان مې وکړ،»

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي سلام ټایمز ته وویل، «په صدارت څلورلارې کې په شوي برید کې خواوشا دوه سوه دوکانونه ویجاړ شول، او خصوصي سکټور ته په میلیونونو افغانۍ تاوان ور واوښت،»

فتوا ځانمرګي بریدونه حرام وبلل

په کابل کې له یو لړ خونړیو بریدونو څخه وروسته، د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا د جنورۍ په ۳۰ مه یو خبري کانفرانس ورکړ او ځانمرګي بریدونه یې په کې حرام وبلل.

د شورا رییس قیام الدین کشاف وویل، «ځانمرګي بریدونه په مطلق ډول حرام دي. هغه په یوه مذهب یا یوه قانون کې هم جواز نه لري، او هېڅ دیني توجیه نه لري،»

د کابل د علماوو د شورا مرستیال مولوي شېراحمد شمس الوطن سلام ټایمز ته وویل، «د بې ګناه انسانانو وژل په اسلام کې جواز نه لري، او هغه وژنې، چې اوس یې ترهګر ترسره کوي، د اسلامي شریعت پر خلاف دي،»

هغه وویل،‌ «هرکله چې څوک داسې یو کس چې هغه ګناه نه وي کړې وژني، خدای پاک دغه وژونکی داسې ګڼي لکه ټول انسانان یې چې وژلي وي، او د دوزخ اور د قاتلانو ابدي ځای دی،»

افغان ولسمشر اشرف غني ژمنه وکړه چې د دغو وینو تویولو بدل به واخلياو ویې ویل چې د دغو خونړیو بریدونو په تړاو ۱۱ مشکوک کسان نیول شوي دي.‌

هغه د فبرورۍ په ۲ مه د جمعې له لمانځه څخه وروسته په یوه تلوېزیوني وینا کې ملت ته وویل، «که سل کاله هم تېر شي خلک به دا هېر نه کړي؛ افغانان به خپل انتقام واخلي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دغه ډول بریدونه یوازې د پښتنو له خوا ترسره کېدای شي. که مونږ د هغوی تاریخ وګورو، مونږ به پوه شو چې هغوی له انسانیت څخه لیرې دي.

ځواب ورکړئ

زما داسې کلیمه نه خوښېږي. یو حساس شخص چیغې پیلوي او اوښکې تویوي کله چې هغوی هغه لولي. غني یو بې شرمه حیوان دی، افغانستان د امیرعبدالرحمان خان په څېر یوه مشر ته ضرورت لري، نه د غني په څېر.

ځواب ورکړئ

مړه دې وي خاینان

ځواب ورکړئ

ښکلي خبرونه

ځواب ورکړئ