تروريزم

د طالبانو له خوا د ځمکنیو ماینونو او هاوانونو په کارولو کې ډېرښت د ملکي تلفاتو شمېر زیات کړی دی

د عمر راپور

د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې د راپور له مخې،‌ د ۲۰۲۱ په لومړیو څلورو میاشتو کې د جنګ او په ځانګړې توګه د طالبانو د بمي چاودنو په نتیجه کې د معلول شویو افغانانو شمېر د ۲۰۲۰ د لومړیو څلورو میاشتو په پرتله ۵۰٪ زیات شوی دی. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د روژې ۱۲مه ورځ او د ماسپښین ۱ بجه وه، نادرشاه تازه له ښوونځي څخه راغلی وو.‌

هغه لا د غرمې ډودۍ نه وه خوړلې او د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې یې له خپل کور سره نږدې لوبې کولې چې د طالبانو د هاوان په ګولۍ ولګېد.‌

د هغه پلار جنت ګل سمدلاسه د پېښې ځای ته ور ورسېد او خپل زوی یې داسې بې هوښه ولید چې ټول بدن یې په وینو ککړ وو.‌

د هاوان ګولۍ د هغه یوه پښه پرې کړې او د بلې پښې په ګډون د نادرشاه ټول بدن ټپي کړی وو.‌

په عکس کې، یو دیني عالم وروسته له هغه چې د وري په میاشت کې د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه چاودنه کې ټپي شو، د غوایي په ۱۱مه د هرات په حوزوي روغتون کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

په عکس کې، یو دیني عالم وروسته له هغه چې د وري په میاشت کې د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه چاودنه کې ټپي شو، د غوایي په ۱۱مه د هرات په حوزوي روغتون کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

په عکس کې ۱۲ کلن نادرشاه وروسته له هغه چې د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د روژې په میاشت کې د طالبانو له خوا توغول شوې د هاوان ګولۍ یې یوه پښه پرې او بله سخته ټپي کړه، د غبرګولي په ۲مه د هرات په حوزوي روغتون کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

په عکس کې ۱۲ کلن نادرشاه وروسته له هغه چې د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د روژې په میاشت کې د طالبانو له خوا توغول شوې د هاوان ګولۍ یې یوه پښه پرې او بله سخته ټپي کړه، د غبرګولي په ۲مه د هرات په حوزوي روغتون کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

جنت ګل سمدلاسه خپل زوی له شینډنډ ولسوالۍ څخه شاوخوا ۱۳۰ کیلومتره لیرې په هرات ښار کې د هرات سیمه ییز روغتون ته وېوړ.‌

په روغتون کې له نږدې ۴۰ ورځو تېرولو څخه وروسته، نادرشاه اوس هم په شاک کې دی او د سخت درد احساس کوي.‌

ډاکترانو وویل، د هغه ټپونه ډېر ژور دي او وخت ته اړتیا ده چې هغه د خپل معلولیت له فزیکي او رواني اغېز څخه بېرته ورغیږي.‌

جنت ګل چې شپه او ورځ یې په روغتون کې د خپل زوی دردونه لیدلي وو، وویل، د هغه ژړا نوره وچه شوې ده، او دی د بې ګناه افغانانو د وژلو او په هېواد کې د ویجاړتیا پړه په طالبانو باندې ور اچوي.‌

هغه وویل، «زه په حکومت باندې ټینګار کوم چې طالبان له منځه وېسي او د افراطیت ریښې وباسي ترڅو نور د هغوی په ترورستي فعالیتونو کې بې ګناه افغانانو ته زیان ونه رسیږی.»

هغه وویل، طالبان هره ورځ ملکي خلک وژني او د دروغو د «جهاد» په نامه افغانستان ورانوي، او زیاته یې کړه چې د هغوی جنګ توجیه نه لري.

هغه وویل، «زه خدای تعالی ته سوال کوم چې طالبان تباه کړي ځکه چې دغې ترهګرې ډلې افغانستان ټوټه ټوټه کړی دی.»

د جنګ قربانیان

د سره صلیب نړۍ والې کمېټې وویل،‌ د ۲۰۲۱ په لومړیو څلورو میاشتو کې د جنګ په نتیجه کې د معلول شویو افغانانو شمېر د ۲۰۲۰ د لومړیو څلورو میاشتو په پرتله ۵۰٪ زیات شوی دی.

په هرات ولایت کې د سره صلیب د اورتوپیدي مرکز رییس سید امید شایان وویل، دغه مرکز د روان میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ۸ ماشومانو او ۳ ښځو په ګډون ۶۴ ناروغان بستر کړي دي.

هغه وویل، بستر شوي کسان د سړک د غاړې ماینونو، د هاوان ګولیو یا نورو په لاس جوړو چاودېدونکیو وسیلو ټپي کړي ول.‌

هغه وویل، دا د جنګ قربانیان به د بدن د یوه یا ډېرو غړو د له لاسه ورکولو له امله ټول عمر معلول پاتې شي.

۲۸ کلن نورګل تر هغه وخته پورې لارۍ چلوله چې له هرات څخه کابل ته د سفر پر وخت د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې یې دواړه پښې له منځه لاړې.

د غوایي په ۵مه شوې چاودنې راهیسې د هرات حوزوي روغتون د هغه درملنه کوي.

نورګل د خپل د ژوند د خرابیدو مسؤلیت پر طالبانو ور واچاوه.

هغه وویل، «زه د خپلې کورنۍ د درې ماشومانو، مېرمنې او زړو مور او پلار یواځینی نفقه ګټونکی وم.‌ زما زړه سخت مات دی او نه پوهېږم چې خپل ژوند څنګه پرمخ بوځم.»

هغه له طالبانو څخه وغوښتل چې خپل بریدونه او د بې ګناه ملکي خلکو وژل سمدلاسه ودروي.

هغه وویل، «طالبان باید سولې ته مخه کړي او د ملکي خلکو وژل او د افغانستان ورانول ودروي.»

د خالد په نامه یوه بل کس د غوایي په ۱۳مه د فارسي ولسوالۍ په مرکز کې چې هغه په کې اوسیږي د طالبانو په یوه موټربمی برید کې خپله یوه پښه له لاسه ورکړه او بله یې سخته ټپي شوه.

هغه وویل، «زموږ په کلي او شاوخوا کې طالب اورپکي ډېر فعال دي،» او زیاته یې کړه چې خلک د ولسوالۍ مرکز ته په تګ راتګ کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او د شپې له مخې د طالبانو له فعالیتونو څخه وېره لري.

هغه یوه وروستۍ پېښه یاده کړه چې په کې طالب اورپکي د هغه د خپلوانو کور ته ورغلي وو او هغوی یې له کور نه بهر وژلي ول.‌

هغه وویل، ټول افغانان د سولې انتظار کوي ځکه چې یواځې دوامداره سوله کولی شي چې افغانستان ته نېکمرغي راولي.

د بشر ضد جنایتونه

اسلامي عالمانو د طالبانو ځانمرګي بمي بریدونه او تاوتریخوالی چې لا هم ملکي خلک تلف کوي او ډېری معلولوي، غندلي دي.

په هرات ښار کې یوه دیني عالم مولوي عبدالغفار اکبري وویل، د طالبانو یاغیتوب او د دغې ډلې له خوا په قصدي توګه د ملکي خلکو په نښه کول د بشریت ضد جنایتونه دي او په اسلام کې د توجیه وړ نه دی.‌

هغه وویل، «دا چې طالبان د اسلام له اصولو څخه خبر نه دي، هغوی مسلمان افغانان وژني او خپل غیر مشروع جنګ پر مخ بیایي.»

اکبري وویل، د لویو لارو په اوږدو کې ماینونه کرل چې د مړینو او معلولیتونو سبب کیږي، له اسلامی ارزښتونو څخه سرغړونه ده او دا کار سخت ممنوع دی.‌

هغه وویل، «د یوه بې ګناه مسلمان وژل کبیره ګناه ده، او عاملین به یې د تل لپاره په دوزخ کې وي.»

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال نور محمد پژمان وویل، د جنګ په ترڅ‌ کې د ملکي خلکو په نښه کول او په عامه سړکونو باندې ماینونه کرل جنګي جرمونه ګڼل کیږي.

هغه وویل، «د طالبانو د ماینونو اکثر قربانیان ملکي خلک دي. جنګي لوري باید د ملکي خلکو ژوند ونه ګواښي ځکه چې ملکي خلک په روان جنګ کې هېڅ رول نه لري.»

نوموړي وویل، «طالبانو هېڅکله په نړۍ واله سطحه د جنګ په منل شویو اصولو باندې عمل نه دی کړی چې دغه کار د ملکي خلکو تلفاتو ته لاره جوړه کړې ده.»

پژمان وویل، په ډېرو حالتونو کې، «طالبان له ملکي خلکو نه د انساني سپر په توګه کار اخلي،» او زیاته یې کړه چې دغه کار یو جنګي جنایت دی او له دې امله په کار دی چې طالبان «د نړۍ والو عدلي ادارو له خوا تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي».

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغان حکومت باید له طالبانو سره جګړه کې د هاوان ګولیو وارول ودروي، ځکه چې له دغو وسلو څخه استفادې طالبانو ته په ماتې ورکولو کې هېڅ رول نه دی لوبولی، بلکې ډېر وختونه ملکي خلک وژني. اکثر ملکي خلک د هاوان ګولیو د ورېدلو په نتیجه کې چې امنیتي ځواکونه یا طالبان یې واروي تلف کیږي. په ټولنیزو رسنیو هره ورځ داسې خبرونه خپرېږي چې په یوه مشخصه ساحه کې د استوګنې په یوه سیمه باندې د هاوان ګولۍ د لګېدلو له امله د ماشومانو او ښځو په شمول پنځه یا لس ملکي کسان ووژل شول.‌ یوه ورځ‌ هم داسې راپور رانه غی چې د هاوان د یوې ګولۍ د وارولو په نتیجه کې دې لږ تر لږه یو طالب اورپکی وژل شوی وي، نو زه غواړم چې ستاسو د رسنۍ له لارې په جنګ کې د حکومت له خوا د هاوان د استعمال په هکله اندېښنه څرګنده کړم څو دا پیغام حکومت ته ورسیږي. دغه راز، مونږ له طالبانو څخه غواړو چې نور دا وسله استعمال نه کړي.‌

ځواب ورکړئ