امنیت

پر ملکي خلکو د طالبانو بریدونو غوسه راپارولې او په پراخه کچه وغندل شول

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو سړی د وسله والو له خوا د مرغومي په ۲۸مه په کابل کې د سترې محکمې د دوو ښځینه قاضیانو له وژلو څخه وروسته سړک له وینو څخه وینځي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي‌]

یو سړی د وسله والو له خوا د مرغومي په ۲۸مه په کابل کې د سترې محکمې د دوو ښځینه قاضیانو له وژلو څخه وروسته سړک له وینو څخه وینځي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي‌]

کابل -- د دیني عالمانو، سیاستوالو، ډاکترانو، ژورنالستانو، فعالانو او، اوس تازه د سترې محکمې د دوو ښځینه قاضیانو په ګډون د مخکښو افغانانو له وژل کېدلو څخه وروسته د افغانستان په پلازمېنه کې غوسه او ډار خپاره شوي دي.

افغان چارواکي د هدفي وژنو پړه په طالبانو باندې ور اچوي. دغه وژنې د وږي په میاشت کې، نږدې هغه وخت چې حکومت له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړې، خو تر اوسه یې کوم ځانګړی پرمختګ نه دی کړی، پیل شوې.‌

طالبان ډېر وختونه د هغو بریدونو له ترسره کولو څخه انکار کوي یا پرې خبرې نه کوي چې ملکي خلک وژني.‌

د لوړې کچې په تر ټولو تازه برید کې، په موټرسایکلونو سپرو وسله والو سړیو د یکشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۸مه/ په کابل کې د سترې محکمې دوه قاضایې ذکیه هروي او قدریه په مرګ وویشتلې.

د مرغومي په ۲۸مه په کابل کې د سترې محکمې د دوو ښځینه افغان قاضیانو له وژل کېدلو څخه وروسته د قربانیانو خپلوان د پېښې ځای ته رسېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د مرغومي په ۲۸مه په کابل کې د سترې محکمې د دوو ښځینه افغان قاضیانو له وژل کېدلو څخه وروسته د قربانیانو خپلوان د پېښې ځای ته رسېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم وویل، برید هغه وخت وشو چې هغوی د محکمې په یوه موټر کې خپل دفتر ته په لاره وې.

هغه ای اېف پي ته وویل، «له بده مرغه چې په ننني برید کې موږ دوه قاضیانې له لاسه ورکړې،» او زیاته یې کړه چې یو بل ملکي کس، د هغوی موټروان، ټپي شو.

قویم وویل، د هېواد په ستره محکمه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې قاضیانې کار کوي.

د هروي ورور مصطفی د دغه ویرجن سهار په هکله خبرې وکړې.

هغه په کابل کې د دغې کورنۍ په کور کې ای اېف پي ته وویل، «موږ سباناری کاوه چې ډزې مو واورېدلې. زما ماشومانو چیغې کړې.»

هغه وویل، «لومړی موټروان په اوږه لګېدلی وو، او بیا زما خور په تندي لګېدلې وه،» او زیاته یې کړه چې د ده کورنۍ هېڅکله دا تمه نه لرله چې په ښار کې زیاتېدونکی تاوتریخوالی به د هغوی د خپل کور دروازې ته ور ورسېږي.

نوموړي وویل، «موږ له هیچا سره هېڅ دښمني نه لرله... موږ ته هېڅ ګواښونه نه وو شوي.»

خو هروي په دې شک ونه ښود چې د خور د قتل تر شا یې څوک لاس لري.

هغه وویل، «زما خور طالبانو ووژله.»

'سیستماتیکه ټولوژنه'

دغه ویشتنې څو ساعته وروسته له هغه وشوې چې د طالبانو د ویاند د ټویټونو په اساس د طالبانو مرکچي ټیم او د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاداو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر په لوړه کچه یوه کتنه ترسره کړه.‌

د طالبانو ویاند محمد نعیم وویل، د دغې ناستې په ترڅ کې یاغیانو یو ځل بیا د یادې ډلې د پاتې بندي جنګیالیو د خلاصون او د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د طالبانو د نومونو د اېستلو غوښتنه وکړه.‌

له داسې پراخو اندېښنو او ځینو شواهدو سره سره چې له جنګیالیو څخه به د یاغیانو د لیکو د پیاوړتیا لپاره کار واخیستل شي، افغان حکومت وار له مخه نږدې ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي.

ولسمشر اشرف غني په طالبانو باندې تور ولګاوه چې «غیر مشروع جنګ او دښمني» یې په لاره اچولي دي.

هغه د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه خپره شوې یوه اعلامیه کې وویل، «حکومت یو ځل بیا په طالبانو باندې غږ کوي چې تاوتریخوالی، ډار اچونه، وحشت او جنایتونه ... به یواځې په هېواد کې جنګ اوږد کړي.»

په اعلامیه کې راغلي، «د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له خوا زموږ د بې دفاع هېوادوالو پر ضد ترهګریز بریدونه او د هغوی پر ضد تاوتریخوالی د اسلامي لارښوونو او د سولې د روحیې خلاف کړنې دي.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسې شهرزاد اکبر هم دغه وژنې وغندلې او روانې وژنې یې یوه «سیستماتیکه ټولوژنه» وبلله.

هغې په یوه ټویټ کې ولیکل، «افغانستان خپله یوه تر ټولو مهمه لاسته راوړنه، لوستي کدرونه، له لاسه ورکوي، او داسې ښکاري چې دا یوه سیستماتیکه ټولوژنه ده او نړۍ یې یواځې ننداره کوي.»

د متحده ایالاتو چارسنبالي راس وېلسن په داسې حال کې چې د څېړنې غوښتنه یې وکړهد پېښې پړه نېغ په نېغه پر طالبانو ور واچوله.‌

هغه په یوه ټویټ کې ولیکل، «طالبان باید پوه شي چې داسې کارونه چې مسؤلیت د هغوی تر غاړې دی نړۍ په غوسه کوي او که هغوی غواړي چې افغانستان ته سوله راشي باید چې داسې کارونه ودروي.»

انصاف باید وشي

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح چې په کابل کې د امنیتي چارو مسؤلیت پر غاړه لري، وویل، هدفي وژنې له دې امله زیاتې شوي دي چې،‌ تېر کال د جنګیالیو لوریو تر منځ د بندیانو له پراخې تبادلې څخه وروسته، اورپکي مطمئن شوي دي چې که ونیول شي عفوه ورته کیږي.

هغه د دوشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۹مه/ په فیسبوک وویل،«د حل لاره دا ده چې نیول شوي کسان اعدام کړای شي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په یوه ټویټ کې وویل، «په کابل کې د دوو ښځو قاضیانو وژنو زه خفه کړم. دا یو دردوونکی عمل دی چې د افغاني کلتور او اسلامی اصولو خلاف دی. د افغانستان قضایي نظام د اسلامي قضا یو سمبول دی او د په کارکونکو باندې یې بریدونه د سولې په پروسه باندې بې باوري زیاتوي.»

په ولسي جرګه کې د فراه ولایت یوه استازي عبدالستار حسیني وویل، «د افغانستان دښمنانو ژورنالستان او د مدني ټولنې فعالان وژل او اوس ښځې قاضیانې وژني.»

هغه وویل، «ولسي جرګه د طالبانو یا کوم بل اورپکي ګروپ چې دا کار یې کړی دی دا وحشیانه او غیر اسلامي عمل په کلکو ټکو غندي او په حکومت او نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوي چې د پېښې عاملان تر قانوني تعقیب لاندې ونیسي.»

په کابل کې د ښځو د حقونو فعالې خاطرې اسحاقزۍ د هدفي وژنو لړۍ وغندله.‌

هغې وویل، «په ښځو قاضیانو باندې برید په انسانیت باندې برید دی، په اسلام باندې برید دی، په قضا باندې برید دی. دښمنان غواړي چې د ښځو په وژلو سره ټولنه ویجاړه کړي.»

خاطرې وویل، «په داسې حال کې چې د سولې خبرې روانې دي، هدفي وژنې او زیاتېدونکې ناامنۍ ښځې دې ته جوړې کړي چې د سولې په پروسه باندې باور له لاسه ورکړي. موږ د شخړې په لوریو باندې غږ کوو چې د تاوتریخوالي د ډېرولو او هدفي وژنو پر ځای خبرې چټکې کړي.»

د ملي امنیت ریاست رییس احمد ضیاء سراج د روانې میاشتې په نیمایي کې ولسي جرګې ته په وینا کې وویل،‌طالبانو په ۲۰۲۰ میلادي کال کې له ۱۸۰۰۰ څخه ډېر بریدونه ترسره کړي دي.

چارواکو وویل، د دوشنبې په ورځ په کابل کې درې بمي چاودنې وشوې چې یو کس په کې ووژل شو او یو بل ټپي شو.‌

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانستان په نړۍ کې تر ټولو ډېر ناامن هېواد دی. هره ورځ، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په شمول، په اوسط ډول له ۳۰۰ څخه ډېر کسان په کې وژل کیږی، خو نړۍ واله ټولنه او امریکا پرې غوږ هم نه ګروي. د امریکا د متحده ایالاتو جیګپوړي حکومتي چارواکي په قطر کې له طالب مشرانو سره په خوښۍ خبرې کوي اوعکسونه ورسره اخلي. د غرب دا ادعا چې هغوی د بشري حقونو لپاره جنګ کوي یوازې دروغ ده. که هغوی په خپلو ویناوو او شعارونو کې ریښتني وای، ولې طالبانو ته نه وایي چې د افغانانو پر ضد خپل جنګ ودروي. په افغانستان کې هره ورځ درې سوه کسان وژل کیږي، خو هغوی یې هېڅ پروا نه کوي او له طالب چارواکو سره داسې چایونه څښي لکه په افغانستان کې چې هر څه رک روغ وي.‌

ځواب ورکړئ