تروريزم

یوه موټربم چې د افغانستان د ولسي جرګې غړی یې په نښه کړ ګڼ شمېر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

سلام ټایمز او ای اېف پي

د لیندۍ په ۳۰مه په کابل کې د یوه برید په ساحه کې ویجاړ شوي موټرونه لیدل کیږي. چارواکو وویل، یوه موټربم چې د افغانستان د ولسي جرګې یو غړی یې په نښه کړ ۹ کسان ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل چې ټول یې ملکیان ول.‌ [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

د لیندۍ په ۳۰مه په کابل کې د یوه برید په ساحه کې ویجاړ شوي موټرونه لیدل کیږي. چارواکو وویل، یوه موټربم چې د افغانستان د ولسي جرګې یو غړی یې په نښه کړ ۹ کسان ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل چې ټول یې ملکیان ول.‌ [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- یوه موټربم چې د یکشنبې په ورځ‌ /د لیندۍ ۳۰مه/ یې د افغانستان د ولسي جرګې یو وکیل په نښه کړ، ۹ کسان ووژل او ۲۰ نور یې ټپيان کړل. دا د طالبانو او افغان حکومت تر منځ‌ د سولې د خبرو له بهیر سره سره تر ټولو وروستی برید دی چې افغانستان ته یې ټکان ورکړ.

چارواکو وویل،‌ دغه بمي برید د ولسي جرګې غړی خان محمد وردک په نښه، او ټپي کړ.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي خبریالانو ته وویل،‌ «موټربم ۹ کسان ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل،» او زیاته یې کړه چې ټول تلف شوي کسان ملکيان دي.‌

وزارت په یوه جلا اعلامیه کې وویل، په «ترهګریز برید» کې ټپي شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.‌

افغانان د لیندۍ په ۲۸مه په غزني ولایت کې په یوه روغتون کې د بمي برید د یوه قرباني جسد انتقالوي. چارواکو وویل، لږ تر لږه ۱۵ ماشومان هغه وخت ووژل شول چې په چاودېدونکیو توکو سمبال یو موټرسایکل په یاد ولایت کې له یوې دیني غونډې سره نږدې وچاودېد. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

افغانان د لیندۍ په ۲۸مه په غزني ولایت کې په یوه روغتون کې د بمي برید د یوه قرباني جسد انتقالوي. چارواکو وویل، لږ تر لږه ۱۵ ماشومان هغه وخت ووژل شول چې په چاودېدونکیو توکو سمبال یو موټرسایکل په یاد ولایت کې له یوې دیني غونډې سره نږدې وچاودېد. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

یوې امنیتي سرچینې وویل، دغه موټربم د کابل په لویدیځه برخه کې، چې تر ډېره د داعش له خوا په نښه کیږي، وچاودېد.‌

په لویدیځ کابل کې د شیعه هزاره ګانو شمېر زیات دی چې ډېر وختونه د داعش له خوا په نښه کیږي.‌

سرچینو وویل، «دغه یوه زوروره چاودنه وه چې د سیمې کورونه یې ډېر ویجاړ کړل.»

تلویزیوني عکسونو لږ تر لږه دوه موټرونه په داسې حال کې وښودل چې اور یې اخیستی وو، او تورې لوګې ترې آسمان ته پورته کېدلې.‌

د وردک یوه مرستیال وویل، چاودنه هغه وخت وشوه چې وردک په خپل کاروان کې سفر کاوه، او پنځه ساتونکي یې ټپیان شول.

ولسمشر اشرف غني دغه بمي برید وغانده او پړه یې د «افغانستان پر دښمنانو» ور واچوله.‌

هغه وویل، «په ملکي هدفونو او مرکزونو باندې ترهګریز بریدونه به د سولې فرصت له خطر سره مخامخ کړي.»

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، او طالبانو په کې له لاس لرلو څخه انکار کړی دی.‌

د بریدونو لړۍ

پولیسو وویل، د لیندۍ د ۳۰مې ورځې په وروستیو کې، د کابل په لویدیځ کې د سړک د غاړې یوه بمي برید یو ملکي کس وواژه، او زیاته یې کړه چې مقاماتو په سیمه کې دوه نور بمونه شنډ کړل.

په وروستیو میاشتو کې په کابل کې د جګپوړو چارواکو، ژورنالستانو، روحانیونو، سیاستوالو او د حقونو د فعالانو په ګډون په مهمو څېرو باندې د هدفي وژنو بریدونه شوي دي.‌

تېره اونۍ، د کابل د والي مرستیال محبوب الله محبي هغه وخت ووژل شو چې نوموړی کار ته روان وو او موټر پورې یې نښتی بم وچاودېد. د هغه سکرتر چې له هغه سره یې سفر کاوه هم ووژل شو، او دوه ساتونکي یې ټپیان شول.‌

د لیندۍ په ۲۰مه، د خبرونو ویانده او فعاله ملالۍ میوند په جلال آباد کې په ډزو ووژل شوه. هغه د افغان ژورنالستانو له ډلې څخه دویم کس وه چې له یوې میاشتې څخه په لږ موده کې ووژل شوه.‌

د ازادۍ رادېو خبریال الیاس داعي د لړم په ۲۲مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې په یوه موټربمي برید کې ووژل شو. د بشري حقونو د څار ادارې وویل، تر دې مخکې طالبانو داعي ته ګواښونه کړي وو.‌

په کابل کې د تلوېزیون یو پخوانی ویاند یما سیاوش د لړم په میاشت کې له خپل کور سره نږدې په یوه ورته موټر بمي برید کې ووژل شو.‌

تر اوسه پورې هېڅ ډلې هم د یادو وژنو مسؤلیت نه دی اخیستی.‌

د ملکي خلکو پر ضد بریدونه

غني د تلې په میاشت کې د ولسمشر مرستیال او د طالبانو یو سرسخت مخالف امرالله صالح غوړه کړ ترڅو په کابل کې د تاوتریخوالي د ځپلو لپاره د یوه مؤظف ځواک لارښوونه وکړي.‌

په کابل کې د سیاسي چارو یوه خپلواک شنونکي سید ناصر موسوي وویل، د صالح پروګرام د پلازمېنې اوسېدونکیو خوښ کړ، او دغه حالت طالبان دې ته وهڅول ترڅو نوي بریدونه وکړي او د هغه باور له منځه وېسي.‌

چارواکو وویل، د لیندۍ د ۳۰مې موټربمي برید یواځې دوه ورځې وروسته له هغه وشو چې د غزني په یوه لیرې پرته سیمه کې یوې دیني غونډې ته نږدې په چاودېدونکیو توکو سمبال موټرسایکل وچاودېد، ۱۵ ماشومان په کې ووژل شول او ډېر نور په کې ټپیان شول.‌

طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړل.‌

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې له روانو خبرو سره سره، سږ کال په څو ولایتونو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۹مه/ وویل، د طالبانو بریدونو یواځې د تېرو درېوو میاشتو په اوږدو کې نږدې ۵۰۰ کسان وژلي او له ۱۰۰۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د غزني له چاودنې څخه وروسته په یو لړ ټویټونو کې «د تاوتریخوالي ډېرښت» وغانده.

هغه وویل، «موږ ټول هغه کسان، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د داسې بریدونو لارښوونه کوي او ترسره کوي یې، چې په پایله کې یې ویره رامنځته کیږي او وینه تویېږي، غندو.‌»

خلیلزاد وویل، «موږ په ټولو لوریو باندې غږ کوو چې تاوتریخوالي کم کړي او ژر تر ژره اوربند اعلان کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دې وضعیت اصلي سبب د حکومت مشران دي.‌ هغوی د خلکو د ژوند پروا نه کوي.‌ که هره ورځ په هېواد کې زر کسان ووژل شي،‌ بیا به هم هغوی اندېښمن نشي. دوه ورځې مخکې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د زوی واده وو. هغوی د کابل ټولې لارې تړلې وې او د خلکو لپاره یې مزاحمت جوړ کړی وو. خلکو خپل ناروغان په شا کړي وو او روغتونونو ته یې وړل. ښایي چې د ترافیکو د ګڼې ګوڼې په نتیجه کې په لسګونو ناروغان مړه شوي وي. ولې باید یو حکومتي چارواکی دومره مجلل د واده پروګرام ونیسي چې د پلازمېنې د ښاریانو لپاره مزاحمت جوړ کړي؟ هغوی کولی شوای چې یو کوچنی د واده پروګرام جوړ کړي. کله چې هغوی ته ګواښ موجود وي او دښمن ورته هره ورځ پټ ناست وي، هغوی باید یوازې خپل ډېر نژدې خپلوان وربللي او یو ډېر کوچنی د واده پروګرام یې جوړ کړی وای. قسم په خدای چې دا د افسوس خبره ده چې داسې احمق خلک زمونږ د حکومت مشران شوي دي.‌ د افغان حکومت ټول مشران احمق دي. هره ورځ په هېواد کې په سلګونو خلک وژل کیږي، خو دوی په رسنیو کې راښکاره کیږي او خاندي، دوی اندېښنه نه لري.‌

ځواب ورکړئ

په تېرو څو میاشتو کې، په کابل او د هېواد په ځینې لویو ولایتونو کې ډېرې ترهګریزې چاودنې، د سرک د غاړې او مقناطیسي بمي چاودنې ترسره شوې چې په سلګونو خلک په کې مړه او ټپیان شول. افغان حکومت او په ځانګړې توګه امنیتي ادارې باید د افغانستان په ښارونو او په ځانګړې توګه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې منظم امنیتي پلان جوړ کړي. افغانستان د دې هېواد د خلکو لپاره په یوه غټ دوزخ باندې بدل شوی دی،‌ او خلک نه پوهېږي چې د خوندي پاتې کېدلو لپاره څه وکړي. یو کال کیږي چې خلک نشي کولی د کرونا وایرس ناروغۍ او د الوتنو د بندښت له امله له هېواد څخه وځي. که کرونا خپره شوې نه وه، زه مطمئن یم چې د افغانستان نیمایي خلکو به هېواد پرېښی او په اروپايي هېوادونو کې به یې پناه اخیستې وای. هره ورځ د کابل ښاریان د راکټونو، چاودنو او بمي بریدونو له وېرې سره یوځای راويښېږي. خلک حتی په خپلو کورونو کې خوندي نه دي. هغوی هره شېبه د راکټ د لګېدلو وېره لري.

ځواب ورکړئ

طالبان او د حکومت مخالف نور ګروپونه باید د هېواد په ښارونو کې بمي بریدونه او چاودنې ودروي، ځکه چې له دغو چاودنو څخه په ډېرو کې غریب او بې وزلي ملکي خلک وژل کیږي.‌ په ښارونو کې چاودنې او د ملکي خلکو وژل به د خلکو کرکه راوپاروي او ټول خلک به د حکومت پر ضد راپورته شي. له دې امله، خلک غواړي چې طالبان د ملکي خلکو وژل ودروي. د هغوی د شلو کالو په جنګ کې اکثر ملکي خلک وژل شوي دي. هغوی باید د ملکي خلکو پر ضد خپله دښمني پای ته ورسوي. څلور میاشتې کېږي چې یادې ډلې له افغان حکومت سره د سولې خبرې پيل کړي دي، خو بیا هم هره ورځ په افغانستان کې بې دفاع ملکي خلک وژل کیږي. د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د جنګ په نتیجه کې، ټول خلک تباه شول. تر څو پورې باید جنګ او وژنې روان وي؟‌

ځواب ورکړئ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې طالبان یوه ترهګره ډله ده. که د ظریف دا خبرې او بیا یې د سپاه انقلاب او د ایران د استخباراتو له خوا د طالبانو د ملاتړ مسئله سره مقایسه شي معنی یې دا ده چې ایران د یوې ترهګرې ډلې ملاتړ کوي. دغه ډول د جنرال مشرف په شمول ګڼ شمېر پاکستاني پوځي او استخباراتي مشرانو په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي او ملایان خو یې هره ورځ په جوماتونو کې د افغان طالبانو د ملاتړ چیغې وهي په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې خلک وژني، سرکونه ورانوي او ملي تاسیسات له منځه وړي. که نړۍ واله ټولنه له زړه وغواړي، کولی شي چې دغه دوه شیطان هېوادونه (پاکستان او ایران) نړۍ والې محکمې ته کش او د جنګي جنایتکارانو په توګه محاکمه کړي.

ځواب ورکړئ