تروريزم

د افغانستان د ټاکنو څارونکی د ګڼه ګوڼې پر مهال په یوه کمین کې ووژل شو

سلام ټایمز او ای اېف پي

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې رییس محمد یوسف رشید د یوټیوب په یوه بې نېټې ویډیو کې چې د یادې موسسې په وېب سایټ خپره شوې ده، لیدل کیږي.‌ [فیفا/یوټیوب]

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې رییس محمد یوسف رشید د یوټیوب په یوه بې نېټې ویډیو کې چې د یادې موسسې په وېب سایټ خپره شوې ده، لیدل کیږي.‌ [فیفا/یوټیوب]

کابل -- د افغانستان د مدني ټولنې د یوه وتلي فعال او د ټاکنو د څارنې د خپلواکې ادارې د رییس یوه مرستیال او پولیسو وویل، نوموړی د چارشنبې په ورځ‌ /د مرغومي ۳مه/ وروسته له هغه چې وسله والو سړیو ورته په کابل کې کمین ونیو، ووژل شو.‌

په محمد یوسف رشید باندې هغه وخت برید وشو چې نوموړی په خپل موټر کې له کور څخه د کار په لوري روان وو. دا په پلازمېنه کې تر ټولو تازه هدفي وژنه ده.

د هغه همکار عبدالوهاب قاضي زاده ای اېف پي ته وویل، «هغه ټپي شوی وو او وروسته په روغتون کې مړ شو،» او زیاته یې کړه چې په کمین کې د رشید موټروان ټپي شو.‌

د بنسټ په وېب پاڼه د خپرو شویو معلوماتو په اساس، رشید د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې (فیفا) رییس وو او له ۱۳۸۳ کال راهیسې یې د ولسواکۍ،‌ ښې حکومتولۍ او د بشري ځواک د مدیریت د ودې په برخو کې کار کاوه.‌

د افغان ژورنالست رحمت الله نېکزاد د کورنۍ غړي د مرغومي په ۲مه یوه ورځ وروسته له هغه چې وسله والو سړیو نوموړی وواژه، د هغه د جنازې په مراسمو کې برخه اخلي. [ای اېف پي]

د افغان ژورنالست رحمت الله نېکزاد د کورنۍ غړي د مرغومي په ۲مه یوه ورځ وروسته له هغه چې وسله والو سړیو نوموړی وواژه، د هغه د جنازې په مراسمو کې برخه اخلي. [ای اېف پي]

ازاد افغانستان رادیو راپور ورکړ چې، هغه په کابل کې د سولې د یوه مشورتي ګروپ د پرانستلو مراسمو کې د برخه اخیستنې لپاره په لاره وو چې په کمین ور برابر شو.‌

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د دغه برید پېښېدل تایید کړل.

په افغانستان کې جګپوړي امریکایي دپلومات راس وېلسن د رشید وژنه وغندله او هغه یې «د بې معنی او بې پایه تاوتریخوالي یو بل بد غږ» وباله.‌

هغه په ټولنیزو رسنیو کړي یوه پوسټ کې ولیکل، «رشید په افغانستان کې د یوې استازې ولسواکۍ یو مخلص او ټینګ ولاړ مدافع وو. هغه له کالونو راهیسې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې ترڅو د داسې ازادو او شفافو ټاکنو ترسره کېدل یقیني کړي چې ټول افغانان په کې برخه واخلي.»

اسوسیټډ پرېس راپور ورکړ چې د چارشنبې په ورځ په یوه جلا برید کې د کابل په ختیځ کې د پولیسو یوه موټر پورې نښتتی یو بم وچاودېد چې د فرامرز په وینا یو پولیس افسر په کې ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

هېڅ ډلې سمدلاسه د دغو بریدونو مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

تاوتریخوالی په ډېرېدلو دی

د رشید وژنه په وروستیو اونیو کې دې ته ورته پېښو پسې رامنځته کیږي چې په کې مخکښ افغانان د سهار د ترافیکي ګڼه ګوڼې پر مهال له بریدونو لاندې راځي.

د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې له خبرو سره سره، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدلو په ترڅ کې د ژورنالستانو، سیاستوالو او د حقونود فعالانو په ګډون مخکښ افغانان په نښه کیږي.

د دوو ښځینه ډاکترانو په ګډون پنځه کسان چې د څرخي پله زندان کې یې کار کاوه، د سې شنبې په ورځ د هغوی موټر پورې د نښلول شوي بم په چاودنه کې ووژل شول.

اسوسیټډ پرېس راپور ورکړ چې په وژل شویو کسانو کې د محبس د روغتیا ریاست سرپرسته نظیفه ابراهیمي هم شامله وه، په داسې حال کې چې د ېوې بلې ډاکترې وضعیت وخیم دی.‌

د افغانستان د محبسونو ادارې وویل، په چاودنه کې په موټر کې ناست د محبس دوه نور کارمندان او یو پلی لاروی هم ووژل شول.

د برید مسؤلیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه واخیست.

یوه موټر بم چې د ولسي جرګې غړی خان محمد وردک یې په نښه کړ د یکشنبې په ورځ په کابل کې ۱۰ کسان ووژل او د وردک په ګډون له ۵۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل.

څو ورځې مخکې، د کابل ولایت د والي مرستیال محبوب الله محبي او د هغه سکرتر چې له هغه سره یوځای یې سفر کاوه په یوه ورته برید کې ووژل شو.دوه ساتونکي یې ټپیان شول.‌

سږ کال ۷ ژورنالستان وژل شوي دي

افغان ژورنالست رحمت الله نېکزاد د دوشنبې په ورځ په غزني کې په ډزو ووژل شو. داسې ښکاري چې دغه یوه بله هدفي وژنه وه.

نېکزاد په غزني ولایت کې د ژورنالستانو د اتحادیې رییس وو. هغه له ۱۳۸۶ کال راهیسې له اسوسیټډ پرېس سره همکاري کوله، او تر هغه مخکې یې له الجزیرې تلوېزیون سره کار کاوه.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د نېکزاد د وژنې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، او طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.‌

د افغان ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې وویل، نېکزاد د رسنیو اووم کارکوونکی ده چې سږ کال په افغانستان کې ووژل شول.

د لیندۍ په ۲۰مه، د خبرونو ویانده او فعاله ملالۍ میوند په جلال آباد کې په ډزو ووژل شوه.

د ازادۍ رادېو خبریال الیاس داعي د لړم په ۲۲مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې په یوه موټربمي برید کې ووژل شو. د بشري حقونو د څار ادارې وویل، تر دې مخکې طالبانو داعي ته ګواښونه کړي وو.‌

په کابل کې د تلوېزیون یو پخوانی ویاند یما سیاوش د لړم په میاشت کې له خپل کور سره نږدې په یوه ورته موټر بمي برید کې ووژل شو.‌

تر اوسه پورې هېڅ ډلې هم د یادو وژنو مسؤلیت نه دی اخیستی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښاغلی رشید یو ریښتنی سړی وو چې د سولې او دیموکراسۍ دښمنانو په نامردانه ډول شهید کړ. خدای پاک دې رحم پرې وکړي.

ځواب ورکړئ

یوسف رشید یو له ډېرو ریښتینو کسانو څخه وو. هغه د عدالت او ولسواکۍ ملاتړی وو، او د تېرو شلو کالو په ترڅ کې یې د عدالت د پلي کولو او د افغانستان د مظلومو خلکو د هیلو د پوره کولو لپاره ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي دي.‌ د هغه مرګ د افغانستان د باوقاره ملت لپاره یوغټ زیان دی. دښمن د یوسف رشید په وژلو د ولسواکۍ لوړ غږ چوپ کړ. زه د دغه ژمن کدر لپاره له الله (ج) څخه د جنت او د هغه د پاتې عزیزانو لپاره د صبر غوښتنه کوم.‌

ځواب ورکړئ