امنیت

په شمال ختیځ کې د طالبانو د تاوتریخوالي په ډېرښت سره د ملکي خلکو تلفات زیات شوي

د هدایت الله او ای اېف پي راپور

د یوې کورنۍ درې غړي د لړم په ۲۳مه د کندوز ښار په تلواکه کلي کې د هاوان ګولۍ په یوه برید کې له ټپي کېدلو څخه وروسته د کندوز په حوزوي روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. [هدایت الله]

د یوې کورنۍ درې غړي د لړم په ۲۳مه د کندوز ښار په تلواکه کلي کې د هاوان ګولۍ په یوه برید کې له ټپي کېدلو څخه وروسته د کندوز په حوزوي روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. [هدایت الله]

کندوز -- په شمال ختیځ کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون دفتر وایي، طالبان په کندوز، تخار او بغلان ولایتونو کې بریدونو ته دوام ورکوي چې ملکي خلکو ته ډېره زیاته مرګ ژوبله اړوي.

په کندوز ښار کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون دفتر د لیندۍ په ۲۰مه راپور ورکړ چې،‌ سږ کال تر اوسه پورې،‌ د اورپکو د تاوتریخوالي له امله ۱۷۳ ملکي خلک وژل شوي او ۲۶۱ نور ټپیان شوي دي چې په دې ډله کې له ملکي خلکو څخه د سپر په توګه کار اخیستل هم شامل دي.

په شمال ختیځ کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییس سید حفیظ الله فطرت وویل،‌ ډېر هغه ملکي خلک چې سږ کال وژل شوي یا ټپي شوي دي د کندوز ولایت اوسېدونکي ول.‌

هغه وویل، «له بده مرغه چې، په کندوز ولایت کې ۱۵۲ ملکي کسان وژل شوي او ۱۵۲ نور ټپي شوي دي، په تخار کې ۴۹ ملکیان وژل شوي او ۷۹ ټپي شوي، په داسې حال کې چې په بغلان کې ۱۸ ملکي کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.»

ولسمشر اشرف غني د لیندۍ په ۲۶مه د ولسمشرۍ ماڼۍ کې د متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي (له چپ نه لومړی) سره ګوري. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

ولسمشر اشرف غني د لیندۍ په ۲۶مه د ولسمشرۍ ماڼۍ کې د متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي (له چپ نه لومړی) سره ګوري. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د څېړنې له مخې، د روان لمریز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې اکثر ملکي تلفات د طالبانو له لاسه شوي دي.‌

فطرت وویل، په قربانیانو کې سړي،‌ ښځې، ماشومان او لویان شامل دي، او د هغوی د مړینې غټ سبب د طالبانو له خوا شوی تاوتریخوالی دی.

هغه وویل، سږ کال د تېر کال په پرتله د وسله والو شخړو له امله د رامنځته شویو ملکي تلفاتو شمېر شاوخوا ۳۴٪ زیات شوی، او زیاته یې کړه چې په مخکې کال کې ۱۱۵ ملکي کسان وژل شوي او ۵۳۳ نور ټپیان شوي ول.‌

فطرت وویل،‌ د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د کارکونکو له خوا ټول شوي ارقام د هغو عکسونو او ویډیوګانو په اساس دي چې د بریدونو یا جنګ له صحنو څخه اخیستل شوي، لاکن کارکونکي نشي کولی چې د طالبانو له ولکې لاندې سیمو څخه ارقام راټول کړي.

د ملکي خلکو د ژوند خوندي کول

د کندوز ولایت اوسېدونکیو پر طالبانو غږ وکړ چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې د خبرو په پرمختګ سره دې تاوتریخوالی ودروي.‌

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي حسیب الله حساس وویل،‌ «دا چې د سولې خبرې څه ناڅه په ښه لوري روانې دي، طالبان باید روان تاوتریخوالی کم کړي.»

هغه وویل، «څومره چې طالبان عمومي بمي بریدونه،‌ موټربمي بریدونه، په لویو لارو او د ښارونو په مرکزونو باندې بریدونه زیاتوي، هومره ډېره د سولې پروسه په شا تمبوي.»

په دغه ولایت کې د ملکي خلکو د خوندیتوب د مشورتي ډلې (سي پي ای جي) رییس عبدالستار شمال ویل، اکثر ملکي تلفات په امام صیب، خان آباد، دشت ارچي او علي آباد ولسوالیو او په کندوز ښار کې پېښ شوي دي.

هغه وویل، طالبان د ډېرو ملکي تلفاتو مسؤل دي.‌

شمال وویل، سي پي ای جي ۲۲ غړي لري او د طالبانو په ګډون په شخړه کې ښکېلو لوریو سره یې کتنې ترسره کړي ترڅو د ملکي خلکو د تلفاتو مخه ونیسي.

هغه وویل، «موږ پر ټولو ښکېلو لوریو ټینګار کوو چې د عملیاتو په ترڅ کې د ملکي خلکو تلفاتو ته پام وکړي.»

هغه وویل، په یوه ویرجنه بېلګه کې، د لړم په ۲۳مه د کندوز ښار په تلواکه کلي کې په یوه کور باندې د هاوان یوه ګولۍ ولګېدله چې د یوې کورنۍ ۸ غړي یې ووژل او ۵ نور یې ټپیان کړل.

د کندوز پوهنتون یوه استاد محمد عمر کندوزي وویل، «ړانده بریدونه د ملکي تلفاتو سبب کیږي، او دواړه لوري باید د ملکي خلکو د تلف کېدلو مخه ونیسي.»

طالبان بریدونو ته دوام ورکوي

طالبان همدارنګه د هېواد په څو برخو کې پر افغان ځواکونو د بریدونو ترسره کولو ته دوام ورکوي.‌

چارواکو د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۶مه/ وویل، لږ تر لږه ۱۳ تنه افغان پولیس هغه وخت ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول چې طالب اورپکو د شپې له مخې د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ په لمنو کې د تلاشۍ پر دوو پوستو برید وکړ.

چارواکو وویل، اورپکو د تلاشۍ پر پوستو برید وکړ او د لنډ وخت لپاره یې پرې ولکه ټینګه کړه.‌

د برید مسؤلیت طالبانو پر غاړه واخیست. دا په وروستیو اونیو کې د تاوتریخوالي په یوه څپه کې تر ټولو تازه برید وو چې هېواد ته یې ټکانونه ورکړل.

یوه بل چارواکي وویل، د لیندۍ په ۲۶مه په یوه جلا پېښه کې، ۵ امنیتي منسوبین او ۱۷ طالب اورپکي هغه وخت ووژل شول چې حکومتي ځواکونه په اروزګان ولایت کې له یوه برید سره مخامخ شول.

د دفاع وزارت د لیندۍ په ۲۳مه په یوه اعلامیه کې وویل، طالب اورپکو د تېرې شنبې - یکشنبې /د لیندۍ ۲۲ - ۲۳مه/ شپه د کندهار ښار په چاپېر پنځو ولسوالیو کې د تلاشۍ پر پوستو بریدونه وکړل چې افغان ځواکونو یې په درنو هوایي او ځمکنیو بریدونو سره مقابله وکړه.‌

وزارت د حکومت لوري ته د کومو تلفاتو په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل، «امنیتي ځواکونو برید پر شا وتمباوه، ۵۱ ترهګر یې ووژل او ۹ نور یې ټپیان کړل.»

د غني دفتر په یوه ټویټ کې وویل، په تاوتریخوالي کې پرله پسې زیاتوالي د لیندۍ په ۲۶مه په کابل کې ملاقات کوونکي افغان او امریکایي چارواکي اړ کړل ترڅو «په افغانستان کې د تاوتریخوالی د زیاتېدلو په هکله خپلې اندېښنې» څرګندې کړي.

یادې ادارې د لیندۍ په ۲۶مه په ټوېټر خپاره کړی یوه پوست کې لیکلي،‌ ولسمشر اشرف غني د متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې وکتل، او دواړو د افغانستان د سولې د پروسې په هکله خبرې اترې وکړې.‌

دغه دفتر زیاته کړه، «جنرال میلي ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې متحده ایالات به د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.»

د ای اېف پي د راپور له مخې، له دې جلا میلي روانه اونۍ په قطر کې له طالبانو سره وکتل.‌ د میلي ویاندې قوماندانې سارا فلاهرتي وویل، هغوی «د تاوتریخوالي عاجل کموالي ته د اړتیا په هکله خبرې اترې وکړې.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500