امنیت

په هرات کې بې ځایه شویو کورنیو د طالبانو روان تاوتریخوالی وغانده

د عمر راپور

په داسې حال کې چې طالبان او افغان حکومت د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې په خبرو کې چې ورو پر مخ روانې دي، بوخت دي، په افغانستان کې په تاوتریخوالي کې د ډېرښت په ترڅ کې، له ۱۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ په وروستیو اونیو کې مجبورې شوي چې خپل کورونه پریږدي.

هرات -- په افغانستان کې په وروستیو اونیو کې د تاوتریخوالي په ډېرېدلو سره، ‌له ۱۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ له میدان وردک، دایکندي، هلمند، غور او بادغیس ولایتونو څخه بې ځایه شوي دي او اوس د هرات ولایت په ګزره ولسوالۍ کې په کوچنیو خېمو کې ژوند کوي.

هغوی وایي چې جنګ له هغوی څخه هر څه اخیستي دي، او هغوی له طالبانو او افغان حکومت څخه غواړي چې سمدلاسه اوربند اعلان کړي او پرېږدي چې سوله تأمین شي.

د محمد علي په نامه د دایکندي ولایت یوه اوسېدونکي چې په وروستیو کې هرات ته را بې ځایه شوی دی، وویل، بې ځایه شویو کورنیو د جنګ او نا آرامۍ له امله خپل کورونه، وظیفې او معیشتونه پرېښي دي او اوس له سرپناه څخه پرته په فقر کې ژوند کوي.‌

هغه وویل، «زموږ هیله دا ده چې موږ سوله ولرو ترڅو موږ وکولی شو چې په امنیت کې ژوند او کار وکړو. موږ سولې ته داسې اړتیا لرو لکه وینې ته چې د ژوندي پاتې کېدلو لپاره اړتیا ده.»

داخلي بې ځایه شوې کورنۍ د تلې په ۱۲مه د هرات ولایت په ګزره ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [عمر]

داخلي بې ځایه شوې کورنۍ د تلې په ۱۲مه د هرات ولایت په ګزره ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [عمر]

هغه وویل، «موږ په حکومت او طالبانو باندې غږ کوو چې ژر سوله وکړي.»

علي وویل، «جنګ زموږ ژوند اخیستی دی. په دې جنګ کې زما تقریبا ۵۰ خپلوانو ژوند له لاسه ورکړ. موږ سولې ته اړتیا لرو. موږ لومړی له خدای پاک او بیا له طالبانو او حکومت څخه سوله غواړو.»

کورنۍ د ژوندي پاتې کېدلو لپاره تښتي

عاقله چې د څلورو بچیانو مور او د هلمند ولایت اوسېدونکې ده، اوس له خپلو بچیانو سره یوځای په یوه کوچنۍ خېمه کې ژوند کوي.

هغې وویل، «زموږ په سیمه کې هره ورځ جنګ وو، او موږ نه د شپې خوندي وو او نه د ورځې.‌ ما خپل کلی پرېښود او هرات ته راغلم ځکه زه وېرېدلم چې زما ماشومان به ووژل شي.»

هغې وویل، «زه هیله لرم چې سوله به راشي او موږ به خپل کلي ته ستانه شو او له دغو ستونزو څخه به خلاص شو.»

عاقلې وویل، «موږ په طالبانو او حکومت باندې غږ کوو چې سوله وکړي ترڅو جنګ نور د خلکو ژوند وانه خلي. موږ له جنګ څخه ستړي یو، او زه نه غواړم چې ماشومان مې زموږ په څېر په جنګ کې رالوی شي.»

سلطان محمد چې ۷۰ کاله عمر لري، وویل، هغه په میدان وردک ولایت کې خپل کور «د جنګ او ناارامۍ او د طالبانو د بریدونو له امله» پرېښود.‌

هغه وویل، «زموږ کورونه او جوماتونه په جنګ کې وسوځېدل او ویجاړ شول، او موږ مجبور شوو چې خپل ځانونه وژغورو.‌ موږ هیله لرو چې افغانستان ته سوله راشي ترڅو افغانان د نورو هېوادونو د خلکو په څېر وکولی شي چې په امنیت او ارامۍ کې ژوند وکړي.»

سلطان محمد وویل، طالبان هم افغانان دي، نو، «حکومت او طالبان باید یو له بل سره کېني او سوله سره وکړي.»

هغه وویل، «موږ له جنګ څخه ستړي یو، او زه پخپله... څو ځلې ټپي شوی یم.»

حکومت عاجله مرسته برابروي

د هرات د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو ریاست وویل، له دوو کالونو څخه په لږه موده کې، له بېلابېلو ولایتونو څخه له ۶۵۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ د جنګ او ناارامۍ له امله هرات ته را بې ځایه شوي دي.

هره کورنۍ چې د جنګ له امله بې ځایه شوې ده په کال کې له ۱۵۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰۰ افغانیو (۱۹۴ - ۳۸۹ ډالر) پورې ترلاسه کوي او دغه مرسته د یاد ریاست د مرستندوی پروګرام او شریکو ادارو له خوا ورکول کیږي.‌

د هرات د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو رییس احمد جاوېد نادم وویل، هغه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ډېر وي هغوی ډېره مرسته ترلاسه کوي.‌

هغه وویل، «کله چې جنګ ځپلې کورنۍ هرات ولایت ته راورسیږي،‌ د کډوالو او راستنېدونکیو ریاست له هغوی سره مرکې کوي او عاجلې مرستې ورسره کوي. لومړی، هغوی ته خېمې، خواړه او کالي ورکول کیږي.»

نادم وویل، بې ځایه شوې کورنۍ تش لاس راځي ځکه چې هغوی هر هغه څه چې لرل هغه یې په خپلو کلیو کې پرېښې دي.

هغه وویل، «د هوا په سړېدلو سره، بې ځایه شوې او جنګ اغېزمنې کړې کورنۍ حتی له لا نورو ننګونو سره مخامخ کیږي ځکه چې هغوی په خېمو کې ژوند کوي. افغان حکومت هڅې کوي چې د یخنۍ له رارسېدلو څخه مخکې له دغو کورنیو سره د خوړو او مناسبو جامو مرستې وکړي.»

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، حکومت به هغه کورنۍ چې د حکومت د مخالفو عناصرو د ظلمونو او جنګونو له امله یې خپل کورونه پرېښي دي تش لاس پرې نه ږدي.

هغه وویل، «د هرات ځایي حکومتي اداره هوډ لري چې له خپلو هغو هېوادوالو سره چې د جنګ او نا ارامۍ له امله هرات ته راکډه شوي دي مرسته وکړي.‌ افغان حکومت هر کال بې ځایه شویو کورنیو سره د نقدو پیسو، خوړو، خېمو او جامو مرسته کوي.»

د افغانستان جنګ 'جهاد' نه دی

دیني عالمان وایي، په افغانستان کې د جنګ اصلي قربانیان بې ګناه ملکي خلک دي،‌ له دې امله دغه جنګ د اسلامي لارښوونو په اساس نامشروع دی.‌

په بادغیس ولایت کې یوه دیني عالم مولوی علي محمد رحماني وویل، «د مسلمانانو د دوو ډلو تر منځ جنګ ناروا دی، او د اسلام مقدس دین یې نه مني.»

هغه وویل، «هره ډله چې د مسلمانانو وژل او د هغوی تر منځ جنګ توجیه کوي هغه په غلطه ده، او هغوی د هر هغه کس د مرګ مسؤل دي چې په جنګ کې وژل کیږي.»

هغه زیاته کړه، «د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ کول غیرمشروع دي، او هیڅوک هم حق نه لري چې دا نامشروع جنګ د دین په نامه توجیه کړي.‌ دا تاوتریخوالی باید سمدلاسه پای ته ورسیږي.»

رحماني وویل، هر څوک چې ادعا کوي چې دغه جنګ «جهاد» دی هغه په غلطه دی، ځکه چې د مسلمانانو پر ضد جنګ د شریعت په اساس ممنوع دی.‌

هغه وویل، «طالبان باید جنګ او د دې هېواد د مسلمانو بچیانو د وینو تویولو ته دوام ورنه کړي، بلکې طالبان او حکومت باید د سولې له فرصت څخه ګټه واخلي او د ویجاړوونکي جنګ او د افغانانو د وینو تویول سمدلاسه پای ته ورسوي.»

په بادغیس ولایت کې یوه بل دیني عالم مولوي اخترمحمد وویل، جنګ هره ورځ افغانان قرباني کوي او باید چې سمدلاسه پای ته ورسیږي ځکه چې د جنګ ټول قربانیان مسلمانان دي.‌

هغه وویل، د جنګ جاري ساتل غیرمشروع دي، او یواځینۍ لاسته راوړنه یې د افغانستان ورانول دي.

هغه وویل، «موږ په طالبانو باندې غږ کوو چې په خپل هېواد باندې رحم وکړي او د سولې او د دې جنګ د پای ته رسولو په برخه کې انعطاف وښیي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

روانو جنګونو په دې هېواد کې ډېر زیات خلک بدبخت کړل.‌

ځواب ورکړئ