امنیت

د طالبانو یرغل په کندوز کې په زرګونو خلک بې ځایه کړل

د محمد قاسم راپور

ځایي چارواکي وایي، په کندوز ولایت کې د طالبانو وروستي تاوتریخوالي له ۲۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ مجبورې کړي چې په امام صیب ولسوالۍ کې خپل کورونه پرېږدي او د ولایت په مرکز کندوز ښار کې سرپناوې وګوري. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

کندوز -- ځایي چارواکي وایي، د تېرو درېوو اونیو په ترڅ‌ کې د طالبانو ډېرېدونکي تاوتریخوالي په زرګونو کورنۍ مجبورې کړي چې په امام صیب ولسوالۍ کې خپل کورونه پرېږدي او په کندوز ښار کې لنډمهالې سرپناوې ولټوي.‌

ډېری داخلي بې ځایه شوي خلک وایي چې هغوی د روانې شخړې له امله هر څه له لاسه ورکړي دي.

د امام صیب ولسوالۍ د عربانو د کلي اوسېدونکي عبدالقدوس وویل هغه مجبور شو چې خپل کلی پرېږدي او په کندوز ښار کې پناه واخلي ځکه چې طالبانو د هغه له کور څخه په امنیتي ځواکونو باندې د حملې کولو لپاره د یوه مرکز په توګه کار اخیست.

هغه وویل، «د روان جنګ له امله، موږ خپل ژوند ژواک او کور کالي پرېښودل. د جنګ په زیاتېدلو سره، طالبان د خلکو کورونو ته ننوتل او هغوی یې مجبور کړل چې ووځي.»

داخلي بې ځایه شوې کورنۍ د غبرګولي په ۱۱مه د کندوز ولایت په مرکز کندوز ښار کې لیدل کیږي. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

داخلي بې ځایه شوې کورنۍ د غبرګولي په ۱۱مه د کندوز ولایت په مرکز کندوز ښار کې لیدل کیږي. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

هغه وویل، ځینو بې ځایه شویو کورنیو ونشوای کړای چې خپل ټول غړي راوباسي، او هغه چې راتښتېدلي دي له کومې خاصې سرپناه څخه پرته په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

رازیه وروسته له هغه کندوز ښار ته ورسېدله چې د امام صیب ولسوالۍ په الف بیردي کلي کې یې کورنۍ مجبوره شوه چې خپل کور پرېږدي.

اوس رازیه او د هغې د کورنۍ شپږ غړي په سخته ګرمۍ کې په ډاګ میدان ژوند کوي.

هغې د غبرګولي په ۱۱مه وویل، «۱۳ ورځې کېږي چې ما د جنګ له امله خپل کلی پرېښی دی،» او زیاته یې کړه چې هغې له ځان سره یواځې یوه جوړه کالي راواخیستل او نور هر څه ترې پاتې شول.‌

هغې له طالبانو وغوښتل چې سوله وکړي ځکه چې جنګ د بې ګناه ملکي خلکو ژوند تباه کوي.

هغې وویل، «موږ له روان جنګ نه سخت په تنګ شوي یو او نه غواړو چې زموږ ماشومان د تاوتریخوالي او دښمنۍ تر سیوري لاندې لوی شي.»

د امام صیب ولسوالۍ د روضې سیمې یوه بې ځایه شوي اوسېدونکي فقیرمحمد وویل، طالبانو هېڅکله هم د ملکي خلکو د ژوند پروا نه ده کړې او د تلفاتو او بې ځایه کېدنو په ګډون یواځې د ستونزو د رامنځته کېدلو سبب شوي دي.

هغه وویل، «موږ هیله لرو چې امنیت او ثبات راشي او موږ په سوله کې ژوند او کار وکړو. موږ سولې ته د ژوندي پاتې کېدلو لپاره داسې اړتیا لرو لکه وینې ته یې چې لرو.»

هغه وویل، د ده کورنۍ د هغو ۵۰ کورنیو له ډلې څخه ده چې تېره اونۍ یې د کندوز ښار په یوه سیمه کې پناه واخیستله.

فقیرمحمد وویل، «حکومت باید زموږ خوندي ستنېدنې ته لاره هواره کړي.»

تېښتې ته مجبور شوي

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وویل، ملکي خلک مجبوره دي چې صرف د ژوندي پاتې کیدو په خاطر د طالبانو له ظلم او وحشت څخه وتښتي.

هغه وویل، طالبانو تېره میاشت د امام صیب ولسوالۍ په مرکز کې درې مهم پلونه په بمونو ویجاړ کړل،‌ چې ولسوالۍ ته د کلیوالو په تګ راتګ یې ډېر ناوړه اغېز وکړ.‌

ایوبي وویل، د طالبانو د جنګ شدت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ۵۰۰۰ پورې کورنۍ مجبورې کړې چې له امام صیب ولسوالۍ څخه بې ځایه شي. له دې جملې څخه ۲۰۰۰ کورنۍ کندوز ښار ته او ۳۰۰۰ کورنۍ د ولسوالۍ مرکز ته تښتېدلي دي.‌

هغه وویل،‌ ځینې داخلي بې ځایه شوي خلک په هوټلونو یا عامه ځایونه کې ځای په ځای شوي په داسې حال کې چې نور بیا له خپلو خپلوانو سره اوسېږي.‌

هغه زیاته کړه، «طالبانو د خلکو په کورونو کې مورچلې جوړې کړي،پلونه یې ویجاړ کړي او د ملکي خلکو د ژوند شرایط یې خراب کړي دي.»

۷۰ کلن نورالله په دې هکله وغږېد چې طالبانو څنګه د امام صیب ولسوالۍ اوسېدونکیو کورنیو ته امر وکړ چې له خپلو کورونو څخه وځي.‌

هغه وویل، «موږ له تېښتې څخه پرته بله لاره نه لرله ځکه چې د خلکو کورونه، جوماتونه او عامه ځایونه ټول ویجاړ شول.»

نورالله وویل، طالبانو تل د افغانستان د پرمختګ پروسه ټکنۍ کړې، بې ګناه ملکي خلک یې وژلي او هغوی یې له یوه سوله ییز ژوند څخه محروم کړي دي.

هغه وویل، «زه هیله لرم چې حالات ژر ښه شي... او موږ وکولی شو چې خپل کلي ته ستانه شي.»

هغه زیاته کړه، «موږ هیله لرو چې په افغانستان کې سوله راشي او افغانان د نړۍ د نورو خلکو په څېر وکولی شي چې په سوله او نېکمرغۍ کې ژوند وکړي.»

عاجله مرسته

د کندوز ولایت د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو ریاست رییس غلام سخي رسولي وویل، تر اوسه پورې تر ۱۰۰۰ پورې کورنیو د حکومت مرسته ترلاسه کړې ده.

هغه وویل، داخلي بې ځایه شوي خلک چې څنګه کندوز ښار ته راورسېږي دغه ریاست یې سروې کوي.

رسولي وویل، «له سروې څخه وروسته، دغه داخلي بې ځایه شوي خلک د عاجلو مرستو یوه کڅوړه چې خوراکي توکي، کالي او خېمې په کې شامل وي، ترلاسه کوي.»

د کندوز ولایت د مالي او اداري چارو مرستیالې نصیبې هولکر وویل، حکومت بې ځایه شویو کورنیو ته مرستې ورکوي ځکه چې د حکومت ضد عناصرو ظلمونو هغوی مجبور کړي چې خپل کورونه پرېږدي.‌

هغې وویل، «په کندوز کې ځایي حکومتي اداره هوډمنه ده چې له هغو داخلي بې ځایه شویو خلکو سره چې د جنګ او ناامنۍ له امله یې په کندوز ښار کې یې پناه اخیستې ده، مرسته وکړي.»

هغې وویل، بې ځایه شوې کورنۍ به وکولی شي چې ژر خپلو کورونو ته ستنې شي ځکه افغان ځواکونه په دې کار کوي چې په امام صیب ولسوالۍ کې سوله او ثبات ټینګ کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام. زما نوم حنیف الله دی، زه اصلاً د کندوز ولایت د امام صیب ولسوالۍ اوسېدونکی یم. د جنګ او نا امنۍ له امله زه خپل کورته هم نشم تللی.‌ تقریباً څو میاشتې کېږي چې زه په کابل کې په یوه وزارت کې د خپل هېواد او هېوادوالو په خدمت بوخت یم، لاکن زه کور ته نشم تللی چې دا زما لپاره ډېر سخت دی.‌ خدای پاک دې د افغانستان په خلکو او په ځانګړې توګه د کندوز په شریفو خلکو باندې رحم وکړي.

ځواب ورکړئ

په ټول افغانستان کې د غریبو او بې وزلو ملکي خلکو حال د زړه سوي وړ دی. د دې جګړې اصلي قربانیان ملکي خلک دي چې حیران دي چې څنګه د خپلو کورنیو لپاره د یوې ورځې خواړه پیدا کړي. په دې ورځو کې، د افغانستان په کلیو او کلیوالو سیمو کې جنګ زیات شوی او طالبان په لیرې پرتو سیمو کې په حکومتي پوستو باندې بریدونه کوي او حکومت د دښمن د ځپلو لپاره هوایي بریدونه ترسره کوي، لاکن په اکثرو دغو هوایي بریدونو کې ملکي خلک ژوبلېږي. طالبان هم د هاوان په ګولیو باندې اکثر ملکي خلک وژني. خدای دې د افغانستان په مظلومو خلکو باندې رحم وکړي.

ځواب ورکړئ