امنیت

طالبان د خپل یرغل په ترڅ کې د خلکو کورونه لوټي، اور ورته کوي او تېښتې ته یې مجبوري

د محمد قاسم راپور

د کندوز ولایتي چارواکي وایي، د طالبانو له خوا تېره میاشت د ګل تېپې ولسوالۍ د باغ شرکت سیمه کې د افغان ملي اردو د یوه بېس له نیولو څخه وروسته یاغیانو له ۴۰۰ څخه ډېرې کورنۍ مجبورې کړې چې خپل کورونه پرېږدي او ګواښ یې کړی چې د هغوی کورونه به وسوزوي. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

کندوز -- د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د روان یرغل په ترڅ کې د دغې ډلې جنګیالي بېخبناوې ویجاړوي او اوسېدونکي مجبوروي ترڅو خپل کورونه پرېږدي.

په ټولنیزو رسنیو خپرېدونکې ویډیوګانې طالبان په داسې حال کې ښيي چې له افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په بدل کې حکومتي ودانۍ او دوکانونه سوځوي.

ولایتي چارواکي وایي، په کندوز کې د اورپکو له خوا تېره میاشت د ګل تېپې ولسوالۍ په باغ شرکت سیمه کې د افغان ملي اردو د یوه بېس له نیولو څخه وروسته یاغیانو له ۴۰۰ څخه ډېرې کورنۍ مجبورې کړې چې خپل کورونه پرېږدي او ګواښ یې وکړ چې د هغوی کورونو ته به اور ورته کړي.

د باغ شرکت سیمې یوه ځایي استازي قاري سراج الدین وویل چې ځینې کورنۍ د کندوز ولایت نورو سیمو ته کوچېدلې.

کورنۍ د ګل تېپې ولسوالۍ په باغ شرکت سیمه کې د طالبانو له خوا د کورونو پرېښودلو ته له مجبورېدلو څخه وروسته د چنګاښ په ۱۲مه د کندوز ښار د شهید ظریفي ښوونځي ته رسېږي. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

کورنۍ د ګل تېپې ولسوالۍ په باغ شرکت سیمه کې د طالبانو له خوا د کورونو پرېښودلو ته له مجبورېدلو څخه وروسته د چنګاښ په ۱۲مه د کندوز ښار د شهید ظریفي ښوونځي ته رسېږي. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

د چنګاښ په ۱۶مه د افغان امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالیو تر منځ د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د روانې جګړې په ترڅ کې له کورونو څخه د لوګي یوه غوړسکه پورته کیږي. [ای اېف پي]

د چنګاښ په ۱۶مه د افغان امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالیو تر منځ د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د روانې جګړې په ترڅ کې له کورونو څخه د لوګي یوه غوړسکه پورته کیږي. [ای اېف پي]

نورو د انتقام له وېرې د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ته کډې وکړې، ځکه چې د ځینو کورنیو غړي په افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو کې دندې اجرا کوي.‌

سراج الدین وویل، د چنګاښ په ۸مه د ولسوالۍ مرکز ته له ننوتلو څخه وروسته طالبانو د لوډسپیکر له لارې خلکو ته وویل چې هغوی «د خپلو ځانونو د خوندي کولو لپاره» دوه ساعته وخت لري چې ووځي.

عیني شاهدانو وویل، طالبانو د کلي یو شمېر مشران ووهل او دوه ملکي کسان چې یو یې دوکاندار او بل د یوې محلي ملېشې پخوانی غړی وو، له حکومت سره د ملګرتیا په پلمه ووژل.

سراج الدین وویل، «موږ له دې وېرې چې د کورنۍ غړي به مو ووژل شي، خپل کورونه پرېښودل او فیض اباد ښار ته راکډه شوو.»

هغه وویل، «زما کورنۍ زموږ کور پرېښود. بیا طالبانو اور ور واچاوه او هر څه یې په کې وسوځول.»

د باغ شرکت سیمې یوه بې ځایه شوي کس عبدالحنان چې د کندوز ښار په شهید ظریفي ښوونځي کې یې موقته سرپناه اخیستې ده، وویل، «زما اکثرو خپلوانو د افغان ملي اردو په بېس کې د عسکرو په توګه خدمت کاوه، او موږ تل د هغوی مرسته کوله ځکه چې هغوی زموږ د سیمې امنیت ټینګ کړی وو.»

هغه وویل، طالبانو د کورنیو له وتلو څخه وروسته د یو شمېر کلیوالو کورونه وسوځول، خو تر اوسه پورې دا لا معلومه نه ده چې هغوی څومره کورونه سوځولي دي.

د باغ شرکت سیمې یوې بلې بې ځایه شوې چې په شهید ظریفي ښوونځي کې یې سرپناه اخیستې ده، وویل چې هغه او د کورنۍ شپږ غړي یې په بدبختۍ او نامعلوم حالت کې شپې ورځې تېروې.‌

هغې وویل، «د باغ شرکت سیمې ډېرې کورنۍ داسې څه نه لري چې پرې ژوندي پاتې شي.»

هغې وویل، «بې ځایه شوې کورنۍ د خوراکي توکو او د څښاک د اوبو له کمي سره مخامخ دي،» او له حکومت څخه یې وغوښتل ترڅو د هغوی کلی خوندي کړي او هغوی ته د بیرته ستنیدو فرصت برابر کړي.

د کندوز د ولایتي شورا منشۍ فوزیې یفتلي د باغ شرکت د سلګونو کورنیو د بې ځایه کېدنې او د طالبانو له خوا د لوټ تالان پېښې تایید کړلې.‌

هغې وویل، «د طالبانو دا کار په ښکاره یو جنګي جنایت دی. موږ په جنګي لوریو باندې ټینګار کوو څو دا یقیني کړي چې د خپل جنګ او نښتو په ترڅ‌ کې ملکي خلکو ته زیان ور ونه رسوي.»

د بشري حقونو د څار ادارې (اېچ آر ډبلیو) د چنګاښ په نیمایي کې له یو شمېر داخلي بې ځایه شویو کسانو سره مرکې وکړې. هغوی هم وویل چې طالبانو د افغان ملي اردو او ملي پولیسو پر ضد په خپل یرغل کې د ملکي خلکو کورونه ولوټل او اور یې ور واچاوه.

د بشري حقونو د څار ادارې د اسیا څانګې د رییس مرستیالې پتریشیا ګوسمین د چنګاښ په ۱۶مه وویل، «د حکومت په ملاتړ د تورنو ملکي خلکو پر ضد د طالبانو انتقامي بریدونه په راتلونکي وخت کې د ظلمونو او وحشتونو د خطر په هکله یو بدشګونه خبرداری دی.»

هغې زیاته کړه، «د طالبانو مشرتابه دا ځواک لري چې د خپلو ځواکونو له خوا ناوړه چلند ودروي خو دا یې نه ده ښودلې چې آیا هغوی غواړي دا کار وکړي.»

یوې ۴۵ کلنې کونډې د بشري حقونو د څار ادارې ته وویل، طالب جنګیالي راغلل او ټول کورونه یې تلاشي کړل.‌

هغې وویل، «هغوی وویل ته ځه ځکه چې تا له کافرانو سره مرسته کړې ده. ما په هغه کلي کې ۲۰ کاله ژوند وکړ. اوس زه په فیض اباد کې په یوه خېمه کې ژوند کوم.»

د بې ځایه شویو کورنیو لپاره مرسته

د کندوز چارواکي وایي، د چنګاښ له ۱ څخه تر ۱۴مې پورې د سخت جنګ له امله، له ۱۲۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ ګاونډیو ولایتونو او کابل ته کډه شوې.

بې ځایه شوې کورنۍ د کندوز ښار ته څیرمه سیمو او امام صیب، علي اباد او چاردرې ولسوالیو اوسېدونکې دي.‌

د کندوز د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو رییس غلام سخي رسولي وویل د هغه ریاست یو ۳۰ کسیزه ټیم ته وظیفه ورکړې چې د بې ځایه شویو کورنیو سروې وکړي او سملاسي اړتیاوې یې په ګوته کړي.

هغه وویل، لږ تر لږه ۷۰۰۰ بې ځایه شویو کورنیو په کندوز ښار کې پناه اخیستې او له ۳۰۰۰ څخه ډېرو کورنیو د خوراکي توکو او مهمو تأمیناتو په ګډون د مرستو کڅوړې ترلاسه کړي دي.

په بدخشان کې چارواکو وویل چې د باغ شرکت سیمې تر ۲۰۰ پورې کورنیو خپل کورونه پرېښي او ولایت ته تښتېدلي دي. ځینې داخلي بې ځایه شوي کسان په بدخشان کې د خپلوانو په کورونو کې دېره شوي، په داسې حال کې چې نور په فیض اباد ښار کې په یوه باغ کې ژوند کوي.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري وویل، ځایي حکومتي ادارې داخلي بې ځایه شویو کسانو ته خېمې، خوراکي او مهم توکي ور وېشلي او ژر به مناسبې سرپناوې ورته برابرې کړي.

هغه وویل، والي په ټولو بشري او خیریه ادارو باندې غږ کړی چې کړکېچ ځپلیو داخلي بې ځایه شویو کسانو، په ځانګړې توګه هغو ته چې په کندوز ولایت کې وروستیو جګړو بې ځایه کړي دي، چټکه مرسته برابره کړي.‌

نظري وویل، «په بدخشان کې د خوړو نړۍ وال پروګرام دفتر موږ ته اطمینان راکړی دی چې هغوی به هم داخلي بې ځایه شویو کسانو ته مرستې برابرې کړي.»

د روغتیا نړۍ وال سازمان (ډبلیو اېچ او) د جمعې په ورځ /د چنګاښ ۱۸مه/ له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو په وتلو سره د طالبانو د پراخ یرغل په ترڅ کې په هېواد کې روغتیایي پاملرنې ته د لاسرسي په هکله اندېښنه څرګنده کړه.

د ختیځې مدیترانې سیمه کې د ډبلیو اېچ او د عاجلو چارو رییس ریک برینان وویل، «وضعیت ډېر د اندېښنې وړ او ډېر بې ثباته دی.»

هغه چې له قاهرې څخه یې د ویډیو له لارې په جنیوا کې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل، «واضح خبره ده چې موږ روغتیایي پاملرنې ته د لاسرسي د کموالي په هکله اندېښمن یو.»

طالبان سخت بندیزونه لګوي.

د طالبانو له خوا د یو شمېر ولسوالیو له نیول کېدلو څخه وروسته، د هغو سیمو اوسېدونکیو وویل چې اورپکو داسې سخت بندیزونه لګولي چې د ۲۰ کاله مخکې وخت تجربې وریادوي.

د کندوز ولایت د خان اباد ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد حارث فقیري وویل، طالبانو ملکي خلکو ته حکم وکړ چې د هغوی د ډلې غړو ته د ورځې درې وخته ډوډۍ تیاره کړي یا یې پرځای نغدې پیسې ورکړي.

هغه وویل، ملکي خلک سخت اندېښمن دي او زیاته یې کړه چې، «د ځایي حکومتي ادارې مامورین او ښځې سخت وېرېږي او بهر نشي وتلی.»

د کندوز ولایت د امام صیب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالکریم لطیفي وویل، د طالبانو له خوا د سیمې د کنترول په ترلاسه کولو سره خلک ډېر وارخطا او وېرېدلي دي.‌

هغه وویل، «طالبانو موږ ته وویل ښځې نشي کولی چې له محرم څخه پرته له کور نه وځي.»

هغه زیاته کړه، طالبانو ملکي خلکو ته حکم کړی چې موزیک وانه وري.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500