امنیت

په کندهار کې د طالبانو له یرغل څخه وروسته په زرګونو بې ځایه شوي خلک له نامعلوم برخلیک سره مخامخ شوي دي

د رازق کندهاري راپور

ماشومان د وري په ۱۱مه د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د داخلي بې ځایه شویو کورنیو په یوه کمپ کې د خپلو خېمو مخې ته د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

ماشومان د وري په ۱۱مه د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د داخلي بې ځایه شویو کورنیو په یوه کمپ کې د خپلو خېمو مخې ته د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کندهار -- په کندهار کې په زرګونو کورنۍ د طالبانو له خوا د افغانستان د سولې پروسې څخه د سرغړونو په لړ کې د خپلو بریدونو په زیاتولو سره له یوه بدمرغه برخلیک سره مخامخ دي.

د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې شوي جنګ د ارغنداب ولسوالۍ په زرګونو اوسېدونکي شاوخوا ۱۰ کیلومتره لیرې پراته کندهار ښار ته په تېښته مجبور کړي، چې ډېر یې د خوړو له کموالي سره مخامخ دي.

په سیمه کې د طالبانو عملیات د مرغومي په میاشت کې پيل شول چې تر اوسه پورې روان دي.

د ارغنداب ولسوالۍ د قلاچې ډند کلي اوسېدونکی ملک محمد رحیم چې ۶۴ کاله عمر لري، د مرغومي په نیمایي کې مجبور شو چې هر څه تر شا په خپل کلي کې پرېږدي.

افغان امنیتي سرتېري د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري په ۱۵مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د هاموي ګاډو دپاسه ولاړ دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

افغان امنیتي سرتېري د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري په ۱۵مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د هاموي ګاډو دپاسه ولاړ دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

ملک وویل، «طالبان د خلکو پر ضد جنګ کوي.»

د ملک په وینا، اورپکي ملکي خلک مجبوروي ترڅو له سیمې څخه وځي، څو هغوی وکولی شي چې د دوی له استوګنځیو څخه د سنګرونو په توګه کار واخلي، او زیاته یې کړه چې، «ټول خلک د هغوی له ظلم او وحشت څخه تر پزې پورې رسېدلي دي.»

ملک وویل، طالبانو هغه او د هغه د کلي ۱۸ نورو کورنیو ته حکم وکړ چې خپل کورونه پرېږدي.

نوموړي وویل، «اوس موږ د کندهار ښار په ډنډ چوک سیمه کې یو ځای په کرایه نیولی دی. موږ نه پوهېږو چې زموږ باغ او مالونه به څنګه شوي وي... څومره چې زه پوهېږم، زموږ کلی لومړۍ کرښه ګرځېدلی دی او طالبانو زموږ په باغونو او شاوخوا کې یې ماینونه خښ کړي دي.»

ملک طالبانو ته په خطاب کې وویل، «پخوا تاسو ویل چې د امریکایانو پر ضد جنګ کوئ، خو اوس نه امریکایان شته نه کافران. آیا زموږ فصلونه، کورونه، سړکونه او جوماتونه کافران شوي دي؟»

د ارغنداب ولسوالۍ د شاه محمد کلي یوه اوسېدونکي رحیم الله ګیراني چې ۳۲ کاله عمر لري د سلواغې په ۲۵مه وویل، «څلور اونۍ مخکې چې ټول خلک ویده وو د سهار په ۳ بجو ناڅاپه موږ لوړ اوازونه واورېدل. زموږ ماشومانو او ښځو چیغې پیل کړې.»

ګیراني چې اوس د کندهار ښار په باغ پل سیمه کې ژوند کوي، وویل، «زه چې بام ته وختلم، ومې لیدل چې طالبان د کلي په کوڅو رامات شوي ول او زموږ کور سره نږدې په یوه امنیتي پوسته باندې یې برید کاوه.»

د ګیراني په وینا، د طالبانو یوه مشر د کلي د جومات په لوډسپیکر کې د خوړو او چایو غوښتنه وکړه او خلکو ته یې امر وکړ چې له کلي څخه وځي. د طالبانو مشر وویل چې نور اورپکي هم را روان دي ترڅو سیمه له حکومتي عسکرو څخه پاکه کړي.

ګیراني زیاته کړه، «زما مېرمنې، مور، ورېندار او ماشومانو ټولو ژړل او ویل یې چې موږ باید بل چېرته لاړ شو که نه موږ به ټول مړه شو.»

هغه وویل، «موږ چې وتلو، طالبانو دروازه راوټکوله او ویې وویل چې ژر لاړ شئ. موږ هر څه تر شا پرېښودل. موږ سړه شپه د ارغنداب د سیند پر غاړه تېره کړه. لمر خاته وخت موږ کندهار ښار ته راورسېدو.»

ګیراني وویل، «موږ د خوراک او پوښاک هېڅ شی نه لرو، خو موږ له ګاونډیانو څخه خوښ یو چې ځینې وختونه له موږ سره مرسته کوي. زه خبر شوی یم چې په جنګ کې زموږ درې باغونه ویجاړ شوي او ۳۵ څاروي مو مړه شوي دي.‌ دغه راز، موږ اورېدلي چې طالبانو زموږ په کورونو کې تونلونه اېستلي او ټول کورونه یې یو له بل سره نښلولي دي.»

په کندهار کې د ځایي چارواکو په وینا، د طالبانو جګړې د ارغنداب، میوند، پنجوایي او ژېړۍ ولسوالیو شاوخوا۹۵۰۰ کورنۍ مجبورې کړې چې خپل کورونه پرېږدي.

د کندهار د کډوالو او راستنېدو د چارو رییس دوست محمد نایاب وویل چې اداره یې د بې ځایه شویو خلکو لپاره د مرستو برابرولو ته دوام ورکوي.

نایاب وویل، «موږ ډېرو کورنیو ته اساسي اسانتیاوې برابرې کړي دي او د نورو عاجلو مرستو برابرولو ته به هم دوام ورکړو.»

له کورونو څخه نظامي مرکزونه جوړول

د کندهار د امنیه قوماندانۍ پخواني د امنیت آمر جنرال فریدالله مشال چې د وري په ۵مه د کندوز ولایت امنیه قوماندان وټاکل شو، تایید کړه چې، طالبان په ارغنداب، میوند، پنجوایي او ژېړۍ ولسوالیو کې د ملکي خلکو له کورونو څخه د مرکزونو په توګه کار اخلي.

هغه زیاته کړه چې حکومتي ځواکونو د هغوی د له منځه وړلو لپاره عملیات پیل کړي دي.

مشال وویل، «له بده مرغه چې دښمن د ملکي خلکو له کورونو څخه د سنګرونو په توګه کار اخلي او له هغو څخه په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کوي. دا چې طالبان د ملکي خلکو له کورونو څخه د سپر په توګه کار اخیستنې ته دوام ورکوي، موږ هر ممکن کار کوو څو یقیني کړو چې ملکي خلکو ته زیان ونه رسېږي.»

په کندهار ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال شبیراحمد خپلواک چې ۳۰ کاله عمر لري، وویل، «د تېر په پرتله، د طالبانو جنګي ستراتیژي بدله شوې ده.»

هغه وویل، «اوس هغوی خلک مجبوروي چې خپل کورونه، کلي او جوماتونه پرېږدي. بیا هغوی له دغو ځایونو څخه په استفادې سره خپل غیر اسلامي جنګ پر مخ وړي.»

هغه وویل، «زه په طالبانو باندې غږ کوم چې اوربند وکړي. هغوی باید د نورو هېوادونو [ایران، چین او روسیې] د ګټو لپاره جنګ ودروي او دا یقیني کړي چې د سولې روانه بین الافغاني پروسه بریالۍ شي.»

د کندهار ښار د عینو مېنې د جومات امام مولوي عبدالستار کندهاري په طالبانو باندې ټینګار وکړ چې د بې ګناه افغانانو وژل ودروي او د سولې پروسې سره یوځای شي.

کندهاري په داسې حال کې چې په طالبانو باندې یې غږ وکړ چې د سولې پروسې سره یوځای شي، وویل، «تاسو وایئ چې تاسو ملکي خلکو، ماشومانو، بې وسلې سړیو او ښځو ته زیان نه رسوئ، په داسې حال کې چې تاسو په ارغنداب، ژېړۍ، میوند، پنجوایي او ارغستان ولسوالیو او همدارنګه په هلمند ولایت کې په ملکي خلکو باندې بریدونه کړي دي.»

کندهاري وویل، «زموږ د وطن ورانول او د بې ګناه خلکو وژل ودروئ. تاسو خلک مجبوروئ چې خپل کورونه پرېږدي، ماشومان او ښځې وژنئ. دا کارونه د انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف دي.»

د ارغنداب ولسوالۍ د شینشانګ کلي اوسېدونکی حبیب الله چې ۱۴ کاله عمر لري یو له دغه ډول قربانیانو څخه دی.

د هاوان یوې مرمۍ د سلواغې په نیمایي کې حبیب الله هغه وخت ټپي کړ چې ښوونځي ته روان وو.

حبیب الله وویل، «د سهار ۷ بجې وې، زه له خپلو شپږو ټولګیوالو سره یوځای ښوونځي ته روان وم چې ناڅاپه مې یو لوړ اواز واورېد. موږ بې هوښه شوو او وروسته چې پوه شوو موږ په روغتون کې وو.»

حبیب الله وویل، کله چې رابیدار شو مور یې خبر کړ چې هغه او د هغه کورنۍ له ارغنداب ولسوالۍ څخه بې ځایه شوي او په کرز کلي کې یې پناه اخیستې ده.

هغه وپوښتل، «موږ څه ګناه کړې وه؟ ولې طالبان موږ وژني او وهي؟ ولې هغوی موږ مجبوروي چې خپل کورونه پرېږدو؟»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا صحیح ده چې تاسو د چین له خوا د مسلمانانوپر ضد او د ایران له خوا د سني مسلمانانو او افغانانو پر ضد د ظلمونو ښه معلومات خپروئ، لاکن تاسو باید په خپل ویب سایټ کې د پاکستان له خوا په افغانستان کی د ترورستي حملو په هکله هم راپورونه ولیکئ. د طالبانو بیخ او ریښې په پاکستان کې دي، مرکزي شورا یې په پاکستان کې ده، مشر یې هبت الله په پاکستان کې ناست دی، د پرویز مشرف په شمول جنرالانو یې ویلي دي چې د طالبانو ملاتړ کوي، اخترمحمد منصور په پاکستان کې ووژل شو، اسامه په پاکستان کې ووژل شو، ملا عبیدالله په پاکستان کې ووژل شو، مولوي عبدالرقیب په پاکستان کې ووژل شو، ملا محمدعمر په پاکستان کې ووژل شو... د طالبانو د ترورستي بریدونو د تمویل لپاره چندې په پاکستان کې راټولول کیږي،‌ حقاني شبکه چې یوه امریکایي جنرال د آی ایس آی ښی مټ بللی وو په پاکستان کې ځالې لري،‌ ...

ځواب ورکړئ

نړۍ واله ټولنه باید ژر تر ژره د افغانستان خونړۍ جګړه پای ته ورسوي، ځکه چې که په یوه یا دوو کالو کې په افغانستان کې سوله ونشي، په دې هېواد کې به یو بشري ناورین رامنځته شي او بیا به د نړۍ والې ټولنې لپاره ډېره سخته وي چې دغه بشري ناورین کنټرول کړي.‌ د استانبول د سولې کانفرانس، چې په پام کې ده په راتلونکو څو اونیو کې په ترکیه کې ترسره شي، وروستی فرصت دی چې طالبان او حکومت دواړه کولی شي ګټه ترې واخلي.‌ که خدای مه کړه دا فرصت له لاسه وځي، په افغانستان کې به ډېر خطرناک جنګونه پیل شي او د افغانستان په زرونو بې دفاع خلک به شهیدان شي.‌ ټول افغانان دغې وروستۍ کتنې ته منتظر دي. که دا کتنه په دوحه او مسکو کې د پخوانیو کتنو په څېر نتیجه ورنه کړي، یو غټ شمېر افغانان به هېواد پرېږدي چې دا به د افغانستان په زیان تمام شي، ځکه هغه کسان چې لږ تر لږه کولی شي وطن پرېږدي او په بل هېواد کې پناه واخلي،‌ ښایي یو ښه اقتصاد ولري او هغوی به خپله پانګه له ځانونو سره له افغانستان څخه وباسي، چې په دې توګه به پانګه وتښتي او د افغانستان اقتصاد ته به زیان ورسوي. نو، مونږ له ټولو لوریو څخه غواړو چې د خدای په لحاظ دې افغانستان وژغوري.‌ دغه راز، زه د اشرف غني له خواخوږو څخه غواړم چې نور دې د اشرف غني د ملاتړ لپاره د سولې پروسه نه خرابوي.‌ د دې هېواد لپاره اشرف غني دومره ګټور نه دی لکه څومره چې سوله ګټوره ده. نو، سوله د اشرف غني لپاره مه قرباني کوئ. کله چې سوله راشي، هېواد به پخپله جوړ شي او د سیمې ډېر هېوادونه به له افغانستان سره مرسته وکړي ځکه چې بیا به اداري فساد نه وي. اوس اشرف غني پخپله وایي چې د هېواد د عوایدو ۵۰٪ غلا کیږي.

ځواب ورکړئ