امنیت

د طالبانو له خوا د مرستندویو ادارو ځپلو د ښځو پر وړاندې د هغوی د چلند په هکله وېره خپره کړې ده

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

برقع په سر ښځې د کب په ۴مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې په یوه سړک روانې دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

برقع په سر ښځې د کب په ۴مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې په یوه سړک روانې دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کابل -- له لسو نه ډېرو خیریه کارکوونکیو وویل چې، افغانانې د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د طالبانو د زیاتېدونکې ځپڼې له امله له مهمو مرستو څخه بې برخې کېږي.‌

اورپکو غوښتنه کړې چې هغه پروژې دې پای ته ورسېږي چې له ښځو سره د ځانبساینې ترلاسه کولو په برخه کې مرسته کوي او په ځینو سیمو کې یې ښځینه مرستندویې کارکونکې تر خپل واک لاندې سیمو ته له ننوتلو څخه منع کړي دي.‌

د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه د ډک چلند په پام کې نیولو سره، ډېر داسې وېره لري چې د یاغیانو د ډېرېدونکي نفوذ ډېره ضربه به ښځو ته ور ورسېږي.

په داسې حال کې چې افغان حکومت هڅې کړي چې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی له منځه وېسي او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو له لارې د هغوی د پرمختګ لپاره د لارې په هوارولو کې مرسته وکړي،‌ د ښځو په هکله د طالبانو ګونګ نظرونه وارخطایي رامنځته کوي.

برقع په سر افغانانې د ۱۳۹۸ د لیندۍ په ۲۸مه په هرات کې له یوې خیریه ادارې څخه ترلاسه شویو مرستندویو توکو سره ولاړې دي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

برقع په سر افغانانې د ۱۳۹۸ د لیندۍ په ۲۸مه په هرات کې له یوې خیریه ادارې څخه ترلاسه شویو مرستندویو توکو سره ولاړې دي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

یو داسې مثال د چارواکو له خوا په فاریاب کې د تېرې میاشتې اعلان وو چې هغوی وویل د تېرو ۱۰ میاشتو په ترڅ کې یې په دغه ولایت کې له ۲۰۰۰ څخه ډېرو ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.‌

یوه مرستندوی کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل، «تر اوسه پورې فرضیه دا ده چې طالبان بدل شوي دي، خو دا یې یو څرګند مثال دی چې هغوی نه دي بدل شوي.»

واشنګټن په وروستیو کې په یاغیانو باندې انتقاد کړی چې د تېر کال د مهمې هوکړې په رعایتولو کې پاتې راغلي او یو شمېر امنیتي تضمینونه چې هغوی یې ژمنه کړې وه نه دي عملي کړي.

په هوکړه کې راغلې وه چې بهرني ځواکونه به تر غوایي میاشتې پورې وځي او د طالبانو او افغان حکومت تر منځ یې د سولې خبرو ته لاره هواره کړه.

په پیل کې یادې هوکړې داسې هیلې راپورته کړې چې یاغیان به چمتو وي چې د خپلو ځینو سخت دریځو موقفونو په هکله ډېر معتدل چلند وکړي.

خو د طالبانو تر واک لاندې سیمو،‌ په ځانګړې توګه د افغانستان په شمال کې، کارکوونکي وایي چې په ځینو سیمو کې په وروستیو کې شرایط خراب شوي دي.‌

هغوی ټوکې نه کوي

داسې وېرې په ډېرېدلو دي چې طالبان منتظر دي ترڅو امریکایي ځواکونه وځي او بیا هغوی د زور له لارې قدرت ترلاسه کړي او د افغاني ټولنې لپاره خپل ظالمانه لید بیامعرفي کړي.

یادې اورپکې ډلې په ۱۳۷۵-۱۳۸۰ کې په هېواد باندې د خپلې واکمنۍ پر وخت په ښځو باندې سخت ظلم وکړ، هغوی یې له کور څخه بهر کار کولو څخه منع کړې وې او چې پوه به شول چې څه «سرغړونې» یې کړي دي سختې سزاګانې به یې ورکولې.

له هغه راهیسې هغوی په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره ګونګې ژمنې کړي دي.‌

د طالبانو په وېب سایټ باندې تېره میاشت خپاره شوي یوه پرانستي لیک کې، د طالبانو مؤسس ملا عبدالغني برادر ویلي چې یاده ډله «تعهد کوي چې ښځو ته ټول هغه حقونه چې اسلامي قانون ورکړي دي، ور او تضمین کړي.»

خو په ساحه کې موجودې مرستندویې ادارې وایي طالبان اوس هم هغسې سخت دریځ لري لکه پخوا یې چې درلود.

ځینې وایي بې وزلو ښځو او نجونو سره د مرستو کولو لپاره له یاغیانو سره د کالونو اوږدو نازکو اړیکو له جوړولو څخه وروسته د هغوی کارونه د زوال خواته روان دي.

طالبانو مرستندویو ادارو ته ویلي دا «د منلو وړ نه ده» چې «ښځې د اقتصادي پیاوړتیا، ښوونې او روزنې او سپورټي پروګرامونو په نوم له کورونو څخه راواېستل شي».‌

د بشري حقونو د مرستندویو چارو یوه مدیر وویل، د دغه ډول پروګرامونو پر ضد فشار نوی نه دی، خو اوس تر ډېره «رسمي بڼه نیسي او د پراختیا په لور روان» دی.

یوه بل چارواکي چې له یوې نړۍ والې مرستندویې ادارې سره کار کوي، وویل، «کله چې تاسو له طالبانو څخه یو لیک ترلاسه کړئ، هغوی بالکل ټوکې نه کوي؛ تاسو مجبور یئ چې عملي یې کړئ.»

له شاوخوا ۴۰ کاله اوږده جنګ څخه وروسته، افغانستان تقریبا په بشپړ ډول په نړۍ والو مرستو باندې متکي دی، او داسې ښکاري چې طالبان غواړي د بشري مرستو کارکوونکي د خپلو غوښتنو منلو ته مجبور کړي.

د بحران د نړۍ وال ګروپ شنونکي انډریو واټکینس وویل، «داسې ښکاري چې مرستندوی کارکوونکي او د هغوی مرستې د طالبانو د دې هڅو په محراق کې راغلي چې هغوی غواړي ځانونه یو حاکم بنسټ وښيي.»

ظالمانه چلند

هغه افغانې ښځې چې له مرستندویو ادارو سره کار کوي او یو وخت یې په منظمه توګه د افغانستان په شمال کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته سفرونه کول وایي چې یادې ډلې ځانګړیو سیمو ته د کار لپاره د هغوی د ننوتلو مخه نیولې ده.‌

یوې مرستندویې کارکوونکې وویل، «موږ ډېره هڅه وکړه چې هغوی ته قناعت ورکړو، خو هغوی وویل نه، دلته ښځې نشته.»

یوې بلې ادارې وویل هغوی مجبور کړای شول چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ځانګړیو پروژو د کتنې لپاره نارینه کارکونکي ولېږي.

د یوې بې نومه موسسې یوه کارکونکي وویل، یادې ادارې په یوه نوې مرستندویه پروژه کې د کار کولو لپاره د ښځو د استخدام څخه ډډه وکړي.‌

دغه کارکونکي وویل، «هغوی وویل چې ښځو ته به لاسرسی ور نه کړل شي،‌ نو یواځې په اداره کې د ناستي څه ګټه.»

په هغو سیمو کې چې طالبان ډېر نرم دي او ښځو ته اجازه ورکوي چې د هغوی په سیمو کې مرستندوی کارونه ترسره کړي، افغان مرستندویې کارکوونکې مجبورې دي چې برقعې په سر کړي، د کورنۍ یو نارینه غړی یې ورسره وي او وګوري چې هغوی څه وایي.‌

یوې مرستندویې کارکوونکې وویل، «موږ د بشري حقونو او د ښځو د حقونو کلیمې نه کاروو ځکه چې هغوی [طالبان] د دغو کلیمو پر وړاندې حساسیت ښیي.»

نور وایي د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د خاورې د لاندې کولو په سر د سختو نښتو له امله سفر کول ډېر خطرناک شوي، ځکه چې په دوه طرفه ډزو کې د ایسارېدلو خطر په کې ډېر زیات دی.‌

یوې مرستندویې کارکوونکې ای اېف پي ته وویل، «موږ چې سفر کوو خپل ژوند په لاس کې اخلو، ځکه چې اکثر وختونه موږ په دوه طرفه ډزو کې را ایسارېږو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مرستندویو کارکوونکیو ته خبرداری ورکول او د هغوی ګواښل سوچه ظلم دی چې طالبان یې ترسره کوي. خیریه او مرستندویې موسسې په ټوله نړۍ کې معاف دي، خو په افغانستان کې په منظمه توګه هغوی ګواښل کیږي او حتی وژل کیږي. خلک غواړي چې ټولې جګړه مارې ډلې له مرستندویو کارکوونکیو سره کار وکړي څو هغوی وکولی شي چې د بې وسه ملکي خلکو خدمت وکړي.

ځواب ورکړئ