اقتصاد

ډبلیو اېف پي او اېف ای او په کندهار کې له ۵۰۰ څخه ډېرو ښځو ته د چرګانو ساتنې مرستندویې کڅوړې ورکړې

د رحیم الله خپلواک راپور

په افغانستان کې د اقتصادي بحران په ژورېدلو سره، د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) او د خوړو او زراعت موسسې (اېف ای او) یو نوښت پیل کړی چې د افغانستان په کندهار ولایت کې اړمنو ښځو ته په کورونو کې د چرګانو ساتنې مرستندویې کڅوړې ور ووېشي. د دغه نوښت په لومړۍ مرحله کې چې د لیندۍ په ۲مه پیل شوه، د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو کې د ۵۳۰ ښځو په ګډون تر ۵۸۸ پورې خلکو مرستندویې کڅوړې ترلاسه کړلې. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

کندهار -- په افغانستان کې د اقتصادي بحران په ژورېدلو سره، د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) او د خوړو او زراعت موسسې (اېف ای او) یو نوښت پیل کړی چې په کندهار ولایت کې بې وزلو ښځو ته په کورونو کې د چرګانو ساتنې مرستندویې کڅوړې ور ووېشي.

د دغه نوښت په لومړۍ مرحله کې چې د لیندۍ په ۲مه پیل شوه، د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو کې د ۵۳۰ ښځو په ګډون تر ۵۸۸ پورې خلکو مرستندویې کڅوړې ترلاسه کړلې.

په راتلونکي کې به، دا پروژه د کندهار ولایت په ولسوالیو کې هم پلې شي.

په هره کڅوړه کې ۳۰ چرګوړي، ۱۵۰ کیلوګرامه د چرګانو دانه، د چت جوړولو لپاره درې د لرګي تیران، او درې د خوراک او څښاک لوښي شامل دي چې چرګانو ته به په کې دانه او اوبه ورکول کیږي.‌

یوه ښځه د لیندۍ په ۲مه په کندهار ښار کې خپلو د چرګانو ساتنې کڅوړو تر څنګ، چې د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) او د خوړو او زراعت موسسې (اېف ای او) څخه یې ترلاسه کړي دي، ناسته ده. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

یوه ښځه د لیندۍ په ۲مه په کندهار ښار کې خپلو د چرګانو ساتنې کڅوړو تر څنګ، چې د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) او د خوړو او زراعت موسسې (اېف ای او) څخه یې ترلاسه کړي دي، ناسته ده. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

اېف ای او د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۷مه/ اعلان وکړ، چې عین مرسته په بامیان ولایت کې هم ۵۸۸ ښځو ته ورکول شوه.‌

د کندهار ولایت د زراعت په ریاست کې د مالدارۍ آمر محمد حمید وویل، اکثرو هغو ښځو چې دا مرسته یې ترلاسه کړلې د ۱۳۸۰ - ۱۴۰۰ کالونو تر منځ د جنګ په ترڅ کې یې مېړونه وژل شوي او د خپلو کورنیو د نفقې ګټل هغوی ته ور تر غاړې دي.

هغه زیاته کړه، «تمه ده چې چرګانې هګۍ واچوي او ترلاسه کوونکې کورنۍ وکولی شي چې هره ورځ یې په بازار کې خرڅې کړي. هره کورنۍ به د هګیو خرڅولو له لارې له ۳۰۰ افغانیو (۳.۳۷ ډالرو) ډېرې ترلاسه کوي.»

هغه وویل، «هغوی ډېرې غریبې او د دې مرستې مستحقې دي... چې د هغوی د کورنیو اقتصادي وضعیت ته به بدلون ورکړي،» او زیاته یې کړه چې تر دغه نوښت لاندې به وروسته نورې کورنۍ هم شاملې شي.

حمید وویل دا کورنۍ به بالاخره وکولی شي چې د هغو چرګانو په وسیله چې هغوی یې لري، لویوي، تولیدات یې خرڅوي او عواید ترې ترلاسه کوي د چرګوړو پالنه وکړي.

د زمري په میاشت کې، د متحده ایالاتو نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) د اېف ای او پروګرام سره ۸۰ میلیونه ډالر مرسته وکړه چې د افغانانو لپاره د خوړو تأمین او تغذیې ته وده ورکړي او د هغې وچکالۍ پر وړاندې مقابله وکړي چې زراعت یې ځپلی دی.

د بې وزلۍ پر وړاندې مجادله

د پروګرام د مرستې ترلاسه کوونکیو وویل هغوی هیله لري چې د خپلو کورنیو فارمونو څخه ترلاسه کېدونکي عواید به له هغوی سره مرسته وکړي چې خپلې کورنۍ له بې وزلۍ څخه وساتي.

کافیه چې ۳۲ کاله عمر لري او معلوله ده له خپل معلول مېړه او څلورو ماشومانو سره چې له ۷ کالونو څخه کم عمرونه لري، د کندهار ښار په څلورمه ناحیه کې په یوه خټین کور کې ژوند کوي.

هغې وویل، د هغې کورنۍ له سختې بې وزلۍ سره مخامخ ده او هغه اراده لري چې د چرګوړو د ساتلو او د هګیو د خرڅولو له لارې خپلې اړتیاوې پوره کړي.

هغې وویل، «ژمی په را رسېدلو دی او زه نه پوهېږم چې موږ به په یخه هوا کې څنګه ژوندي پاتې شو. هیله ده چې زه له هغه عاید څخه په استفادې سره چې له مرستې څخه یې ترلاسه کوم وکولی شم چې [د خپلې کورنۍ لپاره]‌ خواړه او تاوده کالي واخلم.»

هغې وویل چې هغه به په خپل کور کې یو د چرګانو فارم جوړ کړي څو هغه وکولی شي چې چرګان له نږدې څخه وڅاري او ښه پاملرنه پرې وکړي.

د چرګانو ساتنې د مرستندویو کڅوړو یوې بلې ترلاسه کوونکې ګلدستې چې ۴۱ کاله عمر لري، وویل چې هغه به هم د هګیو له خرڅانه څخه په ترلاسه کېدونکي عاید خواړه او د خپلو شپږو ماشومانو لپاره لباسونه واخلي.‌

هغې وویل، «په کور کې دومره اندازه خواړه نشته چې زه پرې خپله کورنۍ مړه کړم.‌ تر دې چې ځینې وختونه موږ وچه ډوډۍ نه لرو چې ویې خورو.»

ګلدستې وویل، «زما په سیمه کې خلک ډېر غریب دي، او هغوی نشي کولی چې څو ورځې خواړه پیدا کړي. تر دې چې هغوی نشي کولی یو کیلوګرام پیاز پیدا کړي چې له ډوډۍ سره یې وخوري،» او زیاته یې کړه چې هغه د ډبلیو اېف پي او اېف ای او د مرستو له امله له هغوی څخه مننه کوي.

نورې مرستې ته اړتیا

د تېر کال په اوږدو کې د اقتصادي بحران په ژورېدلو سره، اکثر افغانان له سختې بې وزلۍ او لوږې سره مخامخ شول، خو د ژمي په را رسېدلو او د تودوخې په کمېدلو سره د ژوند د شرایطو د خرابېدلو په هکله اندېښنې په زیاتېدلو دي.

د سره صلیب نړۍ والې کمېټې (آی سي آر سي) د لړم په ۳۰مه په یوه ټویټ کې ولیکل، د افغانستان د ۴۰ میلیونو وګړو نیمایي د خوړو له سخت کموالي سره مخامخ دي، او یادونه یې وکړه چې د ژمي په رارسېدلو سره به د میلیونونو افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ شي.

په افغانستان کې د سره صلیب ادارې د لیندۍ ۳مه په یوه بل پوسټ کې ولیکل، «په افغانستان کې د ماشومانو تر منځ د سینه بغل او د خوارځواکۍ پېښې په ډېرېدلو دي. سړه هوا او اقتصادي سختۍ کورنۍ له یوه ناشوني انتخاب سره مخامخ کوي چې ځانونه ماړه کړي که ځانونه تاوده کړي.»

د ملګرو ملتونو د وګړو مرستندوی صندوق (یو اېن اېف پي ای) په وروستیو کې خبرداری ورکړ چې، ښایي د افغانستان نږدې ۸۰٪ وکړي د تودوخې موادو ته لاسرسی ونه لري چې خپل کورونه په ژمي کې تاوده وساتي.

په یوه اعلامیه کې چې د لیندۍ په ۱ خپره شوه، ډبلیو اېف پي اعلان وکړ چې هغوی په غرنیو او لیرې پرتو سیمو کې وار له مخه د خوراکي توکو مرستې ځای پرځای کړي چې د ۱۴۰۲ کال د وري تر میاشتې پورې ۲ میلیونو افغانانو ته ورسیږي.

اعلامیه زیاتوي، چې ډبلیو اېف پي به په دې ژمي کې له ۱۵ میلیونو افغانانو سره مرسته وکړي.

کندهار ښار کې یوه اقتصادپوه خیرالله نورزي وویل، د ژمي په میاشتو کې د افغانانو د خوندي کولو لپاره د نړۍ والې ټولنې له بشري مرستو څخه پرته بله هېڅ هیله نشته.‌

هغه وویل، ډېرو افغانانو خپلې وظیفې او عواید له لاسه ورکړي او په مرستو باندې متکي دي.

هغه زیاته کړه، «له بده مرغه چې اقتصادي بحران د بدترېدلو خواته روان دی. د نړۍ والې ټولنې لا ډېرې مرستې ته اړتیا ده. په افغانستان کې د بحران د پای ته رسولو لپاره سیاسي حل ته رسېدل ضروري دي.»

نورزي وویل، «افغانان د نړۍ والې ټولنې پر اوږو بار شوي دي، او دا ناوړه وضعیت باید پای ته ورسیږي. تر څو پورې به مرستندوی هېوادونه او خیریه موسسات افغانانو ته پیسې او خواړه ورکوي؟»

هغه وویل، د بحران د پای ته رسولو یواځینۍ لاره د داسې یوه حکومت جوړول دي چې د افغانانو او نړۍ والې ټولنې لپاره د منلو وړ وي څو کاري فرصتونه رامنځته او له نړۍ سره اړیکې عادي کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له پاکستان څخه په واردېدونکیو روميانو او پیازو باندې ګمرکي تعرفه له ۲۰ سلنې څخه ۵ سلنې ته راټیټه شوې او له بلې خوا د پاکستاني کېنوګانو ګمرکي تعرفه لوړه شوې ده. مثبت او د ستایلو وړ ګامونه واخیستل شول. پیاز او روميان داسې لومړني خوراکي توکي دي چې د ګمرکي کمښت سره په بازار کې د عامو خلکو لپاره ارزانه کیږي او که یې صادر کړي نو دومره به قیمت شي چې ډیری خلک یې د اوسنيو اقتصادي شرایطو له امله د پیرودلو توان نه لري. د سيال هېواد پر وړاندې دا ډول اقدام د ستاينې وړ دى او دا د خپلو انارو او خوږو انګورو غچ اخيستل دي. د چمن لارې د بندېدو له امله د کندهار ډېر انار او انګور د هغو لاریو په کاروانونو کې له منځه تللي چې د پاکستاني چارواکو له خوا درول شوي وې.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د بې کارۍ کچه خپل اوج ته رسېدلې ده. داسې کورنۍ شته چې د خپلو ماشومانو لپاره حتی یو وخت ډوډۍ هم نشي چمتو کولی. د تېرو شلو کلونو په جګړو کې په ولايتونو کې ډېرو کورنيو خپل مشران له لاسه ورکړي دي. دا کورنۍ کوچني ماشومان لري او د کار کولو توان نلري. مونږ د خوړو نړیوال پروګرام د دې پروګرام هرکلی کوو، چې هرې ښځې ته ۳۰ چرګان او ۱۵۰ کیلو ګرامه د چرګانو دانه او همدارنګه د ساتنې تجهیزات د نړیوال خوراکي پروګرام له خوا د کندهار ولایت ښځو ته د مرستې په توګه ورکوي. دا پروګرام کولی شي د کندهار ولایت له ښځو سره مرسته وکړي، چې د خپلو کورنیو لپاره د تل لپاره یوه ګوله ډوډۍ برابره کړي. د چرګانو له دې فارم څخه دوی کولی شي د خپلې کورنۍ اقتصاد ته وده ورکړي. د خوړو نړیوال پروګرام باید دا ډول مرستې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم له ښځو سره وکړي. موږ افغانان تل د ملګرو ملتونو د سازمان له مرستو مننه کوو، چې په هر ډول حالاتو کې یې د افغانستان له جنګ ځپلو خلکو سره درېدلي او موږ یې یوازې نه یو پرېښي. زه هیله لرم چې ملګري ملتونه به د افغانستان خلک یوازې نه پریږدي، ځکه چې د افغانستان خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او دا ډول پروګرام کولای شي د افغانستان په اقتصاد کې مثبت رول ولوبوي او په افغانستان کې د فقر کچه راټیټه کړي.

ځواب ورکړئ

داسې واړه کارونه د خلکو د کارو بار د ښه کېدو لپاره لومړني قدمونه دي. او نهایت ښه کار دی. پر ځای د دې چې یوه ښځه سوال ته ولاړه وي او له خلکو سوال کوي دغه ډول کارونه کولی شي ژوند یې بدل کړي. هغه مؤسسات چې په خلکو د بشري مرستو په نوم پیسې یا خوراکي توکي ویشي عذر ورته کوو چې د هغې پر ځای دې دغه ډول کار ته مخه کړي چې هم په کې د خلکو عزت وساتل شي او هم یې بچیان د سوال کچکول په غاړه نه کړي. د یادو دواړوو بنسټونو یې کور اباد او بچی یې لوی.

ځواب ورکړئ