اقتصاد

د ډبلیو اېف پي د مچیو ساتنې پروژه په کندهار کې د بې وزلۍ په راکمولو کې مرسته کوي

د رحیم الله خپلواک راپور

د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) په کندهار کې د شاتو د مچیو ساتنې د یو کلنې پروژې له لارې له هغو ۸۰ کورنیو سره مرسته کوي چې خپل نفقه ګټونکي یې په جګړه کې له لاسه ورکړي دي. دا پروژه د سیمه ایزې غیر دولتي موسسې، د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (سي اېچ ای) له خوا پلي کیږي. دا پروژه روزنه او تجهیزات چمتو کوي څو کورنیو سره مرسته وکړي چې د مچیو ساتنې تجارتونه پیل کړي. د مچیو ساتنه د عوایدو د لاسته راوړنې دوامداره او ګټوره لاره ده او کولی شي چې د چاپیریال په ښه کولو کې هم مرسته وکړي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

کندهار -- د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) په کندهار کې د شاتو مچیو د فارمونو له لارې له لسګونو بې سرپرسته کورنیو سره مرسته کوي.

د ارغنداب ولسوالۍ اتيا کورنۍ چې په جګړو کې يې د نفقه ګټونکي له لاسه ورکړي دي، له یو کلنې مرستندویې پروژې څخه ګټه پورته کوي.

د ډبلیو اېف پي دا پروژه د سیمه ایزې غیر دولتي موسسې، د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (سي اېچ ای) له خوا پلي کیږي.

په کندهار کې د سي اېچ ای استازي، مختار احمد احساس، سلام ټایمز ته وویل، هرې کورنۍ ته به د ۳۰۰۰۰ افغانیو (۳۴۱ ډالرو) په ارزښت د مچیو د ساتنې وسایل ورکړل شي.

د مچیو یو ساتونکی د غبرګولي په ۱ په کندهار ښار کې خپلې مچۍ ګوري. د مچیو ساتنه د خوړو د نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د پروژې یوه برخه ده چې په کندهار کې له هغو کورنیو سره مرسته کوي چې نفقه ګټونکي نه لري. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

د مچیو یو ساتونکی د غبرګولي په ۱ په کندهار ښار کې خپلې مچۍ ګوري. د مچیو ساتنه د خوړو د نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د پروژې یوه برخه ده چې په کندهار کې له هغو کورنیو سره مرسته کوي چې نفقه ګټونکي نه لري. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

هغه وویل، «په دغو وسایلو کې یو د مچیو بکس، د شاتو د استخراج ماشین، ۲۵ کیلو ګرامه بوره، یوه جوړه د مچیو ساتنې لباس او د مچیو ځینې درمل شامل دي. دا مرسته به د هغو کورنیو لپاره چې نفقه ګټونکی نه لري، دوامدار عاید برابر کړي.»

احساس وویل، دا پروژه په ارغنداب ولسوالۍ کې پیل شوې او د کندهار نورو سیمو ته به هم وغځول شي. هغه وویل، «موږ دغو کورنیو ته شپږ میاشتې د مچیو پالنې روزنه ورکړې او اوس دوی کار کولو ته چمتو دي.»

په دې پروژه کې د چرګانو فارم جوړونه، د څارویو پالنه او کورني باغونه شامل دي چې کونډو او هغو کورنیو ته به چې نفقه ګټونکی نه لري ورړکړل شي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو د ساتنې د څانګې مشر محمد حامد وویل، د ډبلیو اېف پي پروژه به بې وزلې کورنۍ له بې وزلۍ څخه وژغوري.

هغه وويل، «په ارغنداب کې اقلیم د مچيو د ساتنې لپاره مناسبه دی او ښايي مثبتې پايلې ولري. له يوې خوا د مچيو دغه فارمونه هغو کورنيو ته د کار زمينه برابروي چې ډوډۍ نه لري او له بلې خوا به په کندهار کې د شاتو حاصلات زيات کړي.»

هغه زیاته کړه، «دا پروژه د بې وزلو کورنیو اقتصادي ستونزې په دوامداره توګه حلوي. دا کورنۍ به وکولی شي چې د څو کلونو لپاره د مچیو ساتنې له لارې نفقه پیدا کړي.»

مسلکي مچۍ ساتونکي

هغه کورنۍ چې په جګړه کې د خپل نفقه ګټونکي له لاسه ورکولو وروسته بې وزلې شوي دي، دې ته خوشحالې دي چې په ځان به بسیا شي.

د ارغنداب یوه اوسېدونکي صديق الله چې ۷۰ کاله عمر لري په جګړه کې خپل دوه زامن له لاسه ورکړل، او د خپلو اتو يتيمو لمسيانو او دوو کونډو نږیندو مسؤليت ور ترغاړې شو.

ډبلیو اېف پي د هغه د هر زوی کورنۍ ته د مچیو یو فارم چمتو کړی دی.

هغه وویل، مرستې نه یواځې د هغه د کورنۍ اقتصادي ستونزې هواروي، بلکې هغه کولی شي خپل لمسیان په ارامۍ سره ښوونځي ته واستوي.

هغه وويل، «هغه مرستې چې زموږ کونډو او يتيمانو ته برابرې شوې دي ډېرې ارزښتناکې دي. موږ له سختې بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو سره مخامخ یو. زه په دې دردېږم چې لمسیان مې د خوراک لپاره صحیح خواړه نه لري، خو زه هیله من یم چې دا مرسته به زموږ په ژوند کې بهتره کړي.»

هغه زياته کړه، «زه له مرستندويو ادارو څخه غواړم چې د افغانستان له بې وزلو خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. په اوسني حالت کې، غریب خلک د مرستندویو ادارو له مرستې پرته بله هیله نه لري،»

د ارغنداب يوه بل اوسېدونکي عبدالله چې ۳۸ کاله عمر لري، وویل چې د مچيو د فارمونو جوړول يوه غټه مرسته ده، چې هغه به د دې وړ کړي چې په اوږد مهال کې خپلې کورنۍ ته نفقه برابره کړي.

عبدالله څلور کاله وړاندې خپل مشر ورور په جګړه کې له لاسه ورکړ او د خپل ورور د ۷ ماشومانو پالنه پرغاړه لري.

هغه وويل، «زه د بې وزلۍ او بېکارۍ څخه په تنګ وم، او د وچې ډوډۍ موندل زما لپاره يوه لويه اندېښنه ګرځېدلې وه.»

هغه وويل، «کرنيزو ځمکو د وچکالۍ له امله حاصلات نه درلودل، په داسې حال کې چې موږ د عايد کومه بله سرچينه هم نه لرو. زه ډېر خوښ يم چې د مچيو فارم مې ترلاسه کړ او اوس به وکولی شم چې خپلې کورنۍ ته نفقه برابره کړم. زه ویاړم چې اوس کولی شم په مسلکي توګه مچیو ته خواړه ورکړم او شات ترلاسه کړم.»

دوامدار عاید

اقتصاد پوهان وایی، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بېخبنا او زراعت پروژې د بې وزلو افغانانو لپاره دوامدار عاید برابروی.

د کندهار ښار یوه اقتصاد پوه عبدالقدیر نورزي وویل، د ملګرو ملتونو مرستې لکه د مچیو د ساتنې پروژه په لنډ مهال کې د بې وزلو افغانانو اقتصادي ستونزې هواروي، خو تر څنګ یې په اوږده مهال کې د عاید یوه سرچینه هم جوړوي.

هغه زیاته کړه، «د بنسټیزو پروژو پلي کول د هغو مرستو په پرتله چې هره ورځ وېشل کېږي ډېر اغېزمن دي. پرمختيايي پروژو، که د بيارغونې برخه کې دي که د کرنې په برخه کې، په زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده

نورزي وويل، د ملګرو ملتونو پروژې د بې وزلۍ او بېکارۍ د خپرېدلو مخه نيسي، په داسې حال کې چې راتلونکي ته هيلې پيدا کوي.

هغه وویل، «په داسې حال کې چې دې پروژو سملاسي اړتیاوې پوره کړې، ورسره راتلونکي عاید هم تضمینوي.»

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، بې وزلو ته د ملګرو ملتونو د نغدي او خوراکي مرستو سربیره، بېخبنایي پروژې د افغانستان په راتلونکي کې مهم رول لوبوي.

هغه وویل، «د پخواني حکومت له ړنګېدلو څخه وروسته په ټولو لویو او کوچنیو بنسټیزو پروژو کار ودرول شو، چې په زرګونو کسان بې کاره پاتې شول،»

هغه زیاته کړه، «خو د ځینو ځنډول شویو پروژو د کار بیا پیلول او د نړۍ والو مرستندویو ادارو له خوا د نویو پروژو پیلېدلو په افغانستان کې د بیارغونې نبض بیا راژوندی کړی دی،»

سادات وویل، «که ملګرو ملتونو په بېخبنايي او پراختیایي پروژو کې پانګونه کړې نه وای، زیاتېدونکي اقتصادي بحران، بې وزلۍ او بېکارۍ ته په پام سره به د هېواد نیمايي وګړي ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي وای.»

هغه وویل، «د ملګرو ملتونو او مرستندویو هېوادونو مرستو افغانستان له یوه ناورین څخه ژغورلی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

آفرین داسې پروژې دې ډېرې تطبیق او تمویلوونکو یې کور ودان چې د غریبو لاسنیوی په سمه توګه کوي. هغوی چې د بشري مرستو په نوم په کوڅو او سرکونو کې تورسرې او واړه ماشومان په ځان راټولوي ښه ده چې داسې د کار فرصتونه ایجاد او خلک په کې بوخت کړي. او که مؤسسات نور هم موږ افغانانو سره همکاري کول غواړي، نو زموږ اولویتونه دې درک او بیا دې کار وکړي. مثلاً د برښنا لوی او واړه بندونه جوړول چې په دې سره به هم ځمکې خړوب، د حاصلاتو کچه زیاته او د قحطۍ مخه به نیول شوي وي. همدارنګه د وچکالۍ مخنیوی به هم شوی وي. خلک به خپلو کروندو او باغونو کې په کار بوخت شي. دغه راز که د بادي او سولري برښنا برخه کې پانګونه وشي هم به هماغو کمپنیو ته چې پانګونه یې کړې ده؛ ګټه ورسېږي او هم به زموږ وطنوالو له تاوان بچ شي. زموږ خلک ډېر غریب دي، خو هره میاشت د برښنا زیات زیات بیلونه پرې کوي چې وس یې نه ورته کېږي او یوازې یو ګروپ ترې د تیارې د ختمولو لپاره لګوي. د افغانستان برېښنا شرکت خبر مې ولوست. وايي د روان کال د غويي میاشتې په دوو اونیو کې یې د لوګر کندهار، فراه، زابل او پکتیا ولایتونو څخه ۱۵ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي. دا زموږ د غریبو خلکو پیسې بیا بېرته نورو هېوادونو ته ځي. مثلاً د برېښنا شرکت سرپرست او د سوداګریزو چارو رییس د دې ادارې د کلني راپور وړاندې کولو په غونډه کې څو ورځې وړاندې وویل، چې دې شرکت تېر ۲۰۲۲ زېږیز کال تاجکستان ته د وارداتي برېښنا په بدل کې ۹۶ مېلیونه ډالره، ازبکستان ته څه باندې ۹۴ مېلیونه ډالره، ایران ته ۶۲ مېلیونه ډالره، ازبکستان ته ۴۷ مېلیونه ډالره او همداراز د برېښنا کورنیو تولیدي شرکتونو ته ۲۲٫۳ مېلیونه افغانۍ ورکړي دي. لومړیتوبونه!!!

ځواب ورکړئ

درې څلور کاله وړاندې مې له یوې سیمه ییزې رسنۍ سره د خبریال په توګه کار کاوه. د سهارنۍ خپرونې لپاره مې د کوچنيو کاروبارونو والا سره مرکې کولې. دوی د سبزۍ، سوپ، ممپليو، جوار او … له خرڅولو خپلې کورنۍ ساتلې. د کور کرایې یې ورکولې او ځینو خو د بچیانو لپاره په شخصي لېسو، کورسونو او پوهنتونونو کې فیسونه هم ورکول. دوی مو په ‌دې غږول، چې څنګه یې په کمو پیسو کارونه روان کړي او څومره ګټي؟ هغه وخت چې ما څومره مرکې کړي، اکثر له خپلو کاروبارونو خوښ وو. مقصد دا دی، چې کوچني کاروبارونه ورو ورو غټیږي، خو که یو څوک حوصله ولري او په لومړیو کې ورته لاس ورکول شي. زموږ ډېر داسې ځوانان شته چې یو وړوکی کاروبار ښه سم چلولی شي خو ډېرو کمو امکاناتو ته چې اړتیا ده هغه یې په واک کې نشته. زه شخصاً د دې طرفدار یم چې مؤسسات که چاسره مرسته کوي نو واړه واړه کاروبارونه دې ورته جوړ کړي. د اوبو بندونه دې ورغوي. د برښنا په لویو بندونو دې پانګونه وکړي.‎ ځکه زموږ د هېواد او خلکو لومړیتوبونه باید وپېژندل شي او بیا کار وشي. دا پرون یوناما لیکلي چې افعانستان کې یې یوه برنامه پیل کړه چې خلک د پلاستیکونو له کارولو راوګرځوي. وایي، «خلک پوهوو چې پلاستیک چاپیریال ککړوي.» نو زه وایم چې هلکه زموږ لومړیتوب درک کړئ او هماغسې کار وکړئ. پلاستیک به هم وخت سره خلک کم وکاروي، خو لومړی د برښنا بندونو، کار روزګار، تعلیمي ادارو جوړولو او استادانو ته د منظم معاش د ورکړې ... غم وخورئ.

ځواب ورکړئ

دا سمه ده چې د جمهوریت په شل کلنه دوره کې د کندهار او د هغه د ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکو ډېر زیانونه لیدلي او ښه به دا وي چې هغوی ته ډېره پاملرنه وشي، خو په عین حال کې د نورو ولایتونو لکه بامیان، سرپل، دایکندي، اروزګان… اوسیدونکي هم بې وزله او وزګار دي. د يادو ولايتونو د اوسېدونکو د بې وزلۍ يو لامل د هېواد له پولو لیرې موقعیت دی. په هغو ولایتونو کې چې له پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره ګډه پوله لري، په نسبي ډول د کار فرصتونه ډېر دي، ځکه د هېوادونو ترمنځ سوداګري ډېره ده.

ځواب ورکړئ

د افغانستان خلک په فقر، بیکارۍ او لوږه کې ایسار پاتې دي. په هرصورت، د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې ډیرو خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي دي. اوس د ډبلیو اېف پي د مچیو روزنې پروژه په کندهار کې د بې وزلۍ په کمولو کې مرسته کوي. په دې مرسته هغه کورنۍ چې نفقه ګټونکی نه لري، یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي او د یو څه مودې لپاره له بېکارۍ څخه ژغورل کیږي. دا پروژه لنډمهاله ده، خو که خلک احتیاط وکړي او کار وکړي اوږد مهاله عاید به ولري او مونږ غوښتنه کوو چې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم ورته پروژې پلې شي. مونږ د ملګرو ملتونو او د ډبلیو اېف پي د مچیو روزنې پروژې څخه مننه کوو چې د بیکارۍ او فقر په دې سخت حالت کې د افغانستان د خلکو سره مرسته کوي او دوی ته د کار زمینه برابروي.

ځواب ورکړئ

د مساحت له پلوه کندهار خورا پراخه سیمې لري. د کندهار ځينې ولسوالۍ په شینوالی یا شینګیا کې ښه نوم لري. د یادولو ده چې د کندهار د ارغنداب ولسوالي چې د انارو له وجې مشهوره ده، ډېره شنه ده. د کال په اوږدو کې په دې ولایت کې بزګران مختلف فصلونه کري چې د مچیو په برخه کې یې د افتاب پرس، ریحان یا کشمالي او نور د یادولو وړ دي. ویلی شو چې یاد فصلونه بیا هم کافي نه دي. زه وایم ښه به دا وي که په کلیوالو سیمو کې د مچیو له روزنې سره سره بزګرانو ته د هغه زراعت چې د شاتو په تولید کې رغنده رول لري، سپارښتنه دې وشي. دې کار سره به بزګرانو ته هم د شاتو او هم د زراعت ګټه لاس ته ورشي. بل دا چې په کندهار کې د لبنیاتو تولید د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون را وستی. په دې اساس له ډبلیو ایف پي څخه مو غوښتنه ده چې په افغانستان کې هغو ولایتونو چې د مچیو یا د شاتو د تولید په برخه کې کار کوي، ښه به دا وي چې له هغې خلکو سره یاد او نور خیریه بنسټونه د لبنیاتو د تولید او بازار ته د وړاندې په برخه کې همکاري وکړي.

ځواب ورکړئ

سلام،
زما نوم اخند زاده عبرت دی، د کندهار افغانستان اوسېدونکی یم.
زما د ګرځنده تلیفون شمېره ۰۰۹۳۷۰۰۳۳۰۴۵۲ ده.
زما د واټساپ شمېره ۰۰۹۳۷۰۰۳۳۰۴۵۲ ده.
مهرباني وکړئ زه په افغانستان کې بیړنیو مرستو ته اړتیا لرم. زه او زما ماشومان په ډېر غریب او بد حالت کې یو. د خپلو ماشومانو لپاره بیړنيو خوراکي توکیو او وچو شیدو ته اړتیا لرو او موږ د خوړو په برخه کې له ډېر مشکل سره مخامخ یو. د خپلو ماشومانو لپاره کافي خوراکي توکي او وچې شیدې نه لرو. مهرباني وکړئ خپله هڅه وکړئ او زما د ماشومانو ژوند وژغورئ.
زه به له تاسو څخه ډیره مننه وکړم چې له موږ سره مرسته وکړئ.
زه له تاسو څخه ډېر ژر ځواب ته سترګې په لار یم.
په ډېر درنښت،
اخوند زاده عبرت

ځواب ورکړئ