د ښځو حقوق

په افغانستان کې له جنسیتي محدودیتونو څخه د تېرېدلو لپاره «د مچیو ملکه» د سړیو کالي اغوندي

د عمر راپور

په افغانستان کې د ښځو په کار او فعالیتونو باندې له بندیزونو سره سره، یوې افغانې مچۍ ساتونکې غنچه ګل کریمي د تېر کال په بهیر کې له خپل کور څخه بهر کار ته د دوام ورکولو لپاره له یوې ځانګړي طریقې څخه کار اخیست.‌ کریمي چې ۳۴ کاله عمر لري، د اوو ماشومانو مور ده او مېړه یې د کار موندلو لپاره ایران ته تللی دی، د هرات په انجیل ولسوالۍ کې کار ته د تګ راتګ پر وخت د سړیو کالي اغوندي، له خپل ټیکري څخه پګړۍ وهي چې سر پرې پټ کړي او د مچیو ساتنې لباس پر تن کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په افغانستان کې د ښځو په کار او فعالیتونو باندې له بندیزونو سره سره، یوې افغانې مچۍ ساتونکې غنچه ګل کریمي د تېر کال په بهیر کې له خپل کور څخه بهر کار ته د دوام ورکولو لپاره له یوې ځانګړي طریقې څخه کار اخیست.‌

کریمي چې ۳۴ کاله عمر لري، د اوو ماشومانو مور ده او مېړه یې د کار موندلو لپاره ایران ته تللی دییوه مچۍ ساتونکې ده.

هغه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې کار ته د تګ راتګ پر وخت د سړیو کالي اغوندي، له خپل ټیکري څخه پګړۍ وهي چې سر پرې پټ کړي او د مچیو ساتنې لباس پر تن کوي.

هغه له خپل موټرسایکل څخه په استفادې سره یواځې د ولسوالۍ په خالي لارو ځي او خپل د مچیو فارم ته چې له کور څخه یې ۵ کیلومتره لیرې پروت دی، ځان رسوي.

غنچه ګل کریمي چې ۳۴ کاله عمر لري، د لړم په ۱۰مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې خپل د مچیو فارم ته ځي. [عمر/سلام ټایمز]

غنچه ګل کریمي چې ۳۴ کاله عمر لري، د لړم په ۱۰مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې خپل د مچیو فارم ته ځي. [عمر/سلام ټایمز]

غنچه ګل کریمي چې ۳۴ کاله عمر لري، د لړم په ۱۰مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې له خپل کور سره نږدې خپل د مچیو فارم کې خپلې مچۍ ګوري. [عمر/سلام ټایمز]

غنچه ګل کریمي چې ۳۴ کاله عمر لري، د لړم په ۱۰مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې له خپل کور سره نږدې خپل د مچیو فارم کې خپلې مچۍ ګوري. [عمر/سلام ټایمز]

کریمي وویل چې هغې د جنسیت د محدودیتونو او د کوم احتمالي غبرګون د مخنیوي لپاره د سړیو جامې اغوستنې ته مخه کړې ده.

د هغې هدف دا دی چې خپل کاروبار او لاسته راوړنې ژوندي وساتي.

هغې وویل، «کله چې زه له خپل کور څخه په داسې حال کې چې د سړیو جامې مې اغوستی وي، وځم، زه د نااشنایۍ احساس کوم، لاکن له محدودیتونو څخه خلاصه یم. کله چې سړي ما وویني، هغوی له ما سره د یوه سړي په څېر ښه راغلاست کوي... ښځې له مانه مخونه پټوي.»

هغې زیاته کړه، «زه نه غواړم چې د روانو جنسیتي محدودیتونو له امله خپل کاروبار پرېږدم او له هېواد څخه وځم.»

کریمي تقریبا ۱۳ کاله مخکې د ۶۵۰۰ افغانیو (۷۳ ډالرو) په پانګونې سره خپل د مچیو ساتنې کاروبار پیل کړ، او هغه لومړنۍ ښځه وه چې په هرات کې یې داسې یو جرئت وکړ.

د هغې کاروبار چې ۱۰۰ د شاتو کندوګان په کې شامل دي، اوس تقریبا ۴۵۰۰۰۰ افغانۍ (۵۰۷۸ ډالر) ارزښت لري.

له هغه وخت راهیسې د هرات یو شمېر اوسېدونکي کریمي «د مچیو ملکه» بولي.

موخو ته رسیدل

کریمي له جنسیتي محدودیتونو سره سره په نه ستړي کېدونکي ډول او لېوالتیا سره د خپل کاروبار ودې ته دوام ورکړی دی.

هغې وویل چې هغه د ښځو په جامه کې لا ډېر د ارام احساس کوي، خو هغه پرته له دې چې په ټولنه کې د یوه سړي په څېر ښکاره شي بله لاره نه لري.

هغې وویل، «که یوه ښځه هوډ وکړي، هغه کولی شي چې خپلې هیلې پوره کړي.»

کریمي زیاته کړه، «په داسې حال کې چې بې وزلي په ټول هېواد کې خپره ده، په کار نه ده چې یواځې سړي کار وکړي او د نفوس نیمایي یعنې ښځې په کورونو کې کېني. اقتصادي وضعیت ډېر نازک دی او دا ایجابوي چې سړي او ښځې دواړه ګډ کار وکړي څو خپلې کورنۍ له لوږې څخه خوندي کړي.»

د «مچیو د ملکې» یوې ملګرې مژدې خالقي چې ۳۲ کاله عمر لري، وویل چې د کریمي هوډ او ژمنتیا د دې او د نورو ښځو لپاره یو الهام دی.

خالقي وویل، «غنچه ګل ډېر تکلیفونه زغملي، خو هغه تل د یوه غره په څېر پیاوړې وه. هغه هېڅکله تسلیم شوې نه ده او د خپلو هیلو ترسره کولو ته یې دوام ورکړی دی. هغه د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې پیدا کولو په موخه د یوه سړي په څېر کار کوي.»

هغې وویل، «ښځې حق لري چې په ټولنه کې د سړیو په څېر کار وکړي. هغه ښځې چې کولی شي کار وکړي له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا دي، او کولی شي چې پرمختګ وکړي.»

لاسته راوړنې ساتل

کریمي یواځینۍ افغانه ښځه نه ده چې له محدودیتونو سره سره یې خپل کار ته دوام ورکړی دی.

فرخنده فخري چې ۲۵ کاله عمر لري، په هرات ښار کې د خیاطۍ دوکان لري.

فخري د تېر زمري په میاشت کې کار کول پرېښودل خو پنځه میاشتې مخکې خپل دوکان ته بېرته ورستنه شوه. اوس هغه شپږ شاګردانې لري چې ټولې یې ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې کړای شوي دي.‌

فخري وویل هغه به پرې نه ږدي چې جنسیتي محدودیتونه د هغې د پرمختګ په مخکې خنډونه جوړ کړي.

هغې وویل، «زه به هېڅکله هم تسلیم نشم او تر پایه به خپله هڅه جاري وساتم.»

هغې وویل، «کله چې ما خپل کاروبار بیا پرانست، ما شپږ نجونې مقررې کړې. هغوی له دې امله چې له زده کړو څخه محرومې کړای شوې وې ډېرې زیاتې خفه وې.»

فخري وویل، له هغه وخت راهیسې، «هغوی بیا هیله ترلاسه کړه او اوس د ګنډلو له زده کولو څخه وروسته یو عاید ګټي». هغې ټینګار وکړ چې افغانې ښځې او نجونې به اجازه ور نه کړي چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې یې یو مخ په سیند لاهو شي.

په هرات ښار کې د خدیجه الکبرا د ښځو د مارکېټ یوه دوکانداره مریم نبي زاده چې ۳۸ کاله عمر لري، هم له درې میاشتو راهیسې خپل کار ته بېرته ورستنه شوې ده.

هغه له ۱۵ کالونو راهیسې د ښځو د کالیو جوړولو کار کوي. په کور کې له یوه کال وخت تېرولو او ذهني فشار او خفګان باندې له اخته کېدلو څخه وروسته، نبي زاده بالاخره پرېکړه وکړه چې خپل کار ته بېرته ورستنه شي.

هغې وویل، په کور کې پاتې کېدل او په وېره کې ژوند کول د حل لاره نه ده، او دغه حالت د ښځو هیلې او ارمانونه له منځه وړي.‌

هغې زیاته کړه، «که څه هم چې بندیزونه شته او ډېر خلک په ټولنه کې د ښځو د کار کولو مخالف دي،‌ لاکن ما پرېکړه وکړه چې له کور څخه بهر کار ته ستنه شم. په دې کار سره، زه یو عاید ګټم او کولی شم چې د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړم.»

مریم نبي زاده وویل، «افغانو ښځو د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې د لمس وړ لاسته راوړنې لرلې. موږ به خپل ځانونه د افراطیت قربانیانې نه کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان څخه د خلکو د وتلو لړۍ تر پخوا ډېره چټکه شوې ده.چې عمده عوامل یې بې‌کاري، د ژوند نامعلوم برخليک او اقتصادي ستونزې، امنیتي مشکلات دي چې ډېری خلک په ځانګړي ډول ځوانان له هېواد څخه د وتلو په لټه کې شي. هرات او نيمروز چې له ایران سره ګډه پوله لري هره ورځ ترې زیات شمیر ځوانان په قانوني او غیري قانوني لارو د وتلو هڅه کوي. چې ډېر کله د ایراني پولیسو له سخت چلند او وهلو ټکول سره مخامخ کېږي، آن وژني یې. همدارنګه طالبان د مسلکي کسانو پر ځای یوازې خپلو ملګرو ته دندې ورکوي چې دې چارې هم لوستی قشر مایوسه کړی دی.

ځواب ورکړئ

که تاسو د ترکي پولیسو ظلمونه وګورئ چې په افغانانو باندې یې کوي، داسې فکر به وکړئ چې ایرانیان پرې شرف لري. دواړه د سپي زامن دي.

ځواب ورکړئ

دا اوس شهامت دی چې دې ښځې کړی. په داسې نرواکه ټولنه کې او بیا په دې جامو کې ګرځېدل لویه خبره ده.

ځواب ورکړئ

که څوک کار کوي، نو هر څه په هر حالت کې ممکن دي. غنچه ګل کریمي څرګندوي، چې هره ورځ د نارینه وو په جامو کې له ګڼو ستونزو سره له کوره د مچیو فارم ته ځي. د غنچه ګل دا خبره مې خوښه شوه، چې وطن مې پرې نه ښود او خپل کار ته مې دوام ورکړ او په دې توګه مې د خپلو بچیانو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړه. نورې ښځې هم باید د غنچه ګل په څیر کار وکړي. زه هیله من یم چې داسې ورځ به راشي چې لکه څنګه چې هغې ویلي دي، غنچه ګل به په ټول افغانستان کې د شاتو د مچیو ملکه شي. تصمیم د بري لومړی شرط دی. لومړی، غنچه ګل ښودلې چې په اوسني حالت کې خپله پانګه له ۶۵۰۰ افغانیو څخه ۴۵۰ زرو ته لوړه کړي. دا یو مهم کار دی چې غنچه ګل په دې توانیدلې ده. زموږ د هېواد نورې ښځې هم بايد په دې پوه شي، چې که د غنچه ګل په څېر کار وکړي، ښايي روښانه راتلونکې ولري.

ځواب ورکړئ